
له هغه وروسته چې د پاکستان حکومت د پښتون ژرغونې د غورځنګ پر وړاندې تشدد لاپسې زيات کړ او د دې غورځنګ يو مهم غړی ارمان لوڼی يې په بې رحمانه ډول وواژه، په پاکستان او افغانستان کې يې د پښتنو سخت غبرګونونه را وپآرول او ټولو په يو غږ د پنجابي رژيم د ښکاره ظلمونو پر وړاندې ناره پورته کړه، د پښتنو غږ د تل په څېر د پنجاب ظالم رژيم ولړزاوه او د دوی ورخطايي هغه مهال ښه څرګنده شوه چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پاکستان د دې ظلمونو په اړه ټويټ وکړ؛ غني پر ټويټر وليکل:
« افغان حکومت په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د سوله ايزو لاريونوالو او مدني فعالينو پر وړاندې د تاوتريخوالي په اړه جدي اندېښنه لري.»
خو د ولسمشر دې ټويټ د توقع خلاف غوغا جوړه کړه، په ټولنيزو رسنيو يې د خلکو ګڼ مثبت او منفي غبرګونونه راوپارول.
د وزيرستان يوې پښتنې مدني فعالې (ملالۍ) چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ ملاتړې ده، پر ټوېټر ليکلي:
«ټويټ زلزلې راولي»
سردار اڅکزي ليکلي:« د اشرف غني ټويټ نه و، سم اتوم بم و، پر ټول پاکستان باندې يې سور اور بل کړی دی.»
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شامحمود قريشي د غني ټويټ په غوسه کړی او هغه يې د پاکستان په کورنيو چارو کې مداخله بللې او له ولسمشر غني يې غوښتي چې د پاکستان په چارو کې د لاسوهنو پر ځای دې د خپل هېواد د اوږدمهالې ستونزې پر هواري تمرکز وکړي.
هېره دې نه وي چې د قريشي سربېره د پاکستان ډېرو نورو سياستوالو هم د غني د ټويټ په اړه توند غبرګونونه ښودلي.
په ټوليزه توګه د ولسمشر غني ټويټ په کور د ننه، پښتونخوا، بلوچستان او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له تاوده هرکلي سره مخ شوی؛ خو له دې سربېره د ولسمشر ځينو مخالفينو په دې ټوېټ نيوکه کړې.
زمريالي اباسين د غني د ټويټ په اړه شک څرګند کړی او پر فېسبوک يې ليکلي:
«ولسمشر غني له هغه وروسته چې له ډېر هلو ځلو وروسته خپل ټول سياسي متحدين له لاسه ورکړل، تمرکز يې د پښتون له عاطفو او احساساتو استفادې ته وفق کړ. مظلومه څېره، پښتونېزم باندې ظاهري او موقت تمرکز د پښتنو د عامه افکارو پر ځان راتودول هغه څه دي چې مازې د بيا واک ترلاسه کولو لپاره ترسيميږي.»