پر امام اعظم ابو حنيفة (رحمة الله علیه) باندې یو اعتراض او د ھغې ځواب: 

  نن سبا زمونږ غیر مقلدین ورونه په دې روایت ویلو ډیر فخر کوي چې امام بخاري رحمه الله  په تاریخ صغیر کې روایت ذکر کړی دی چې نعیم ابن حماد به فرمایل :  " أستتیب أبو حنیفة من الکفر مرَّتین " .  ژباړه: امام أبوحنيفه نه دوہ ځلې د کفر توبه واخیستل شوہ (معاذ الله).    
 
الجواب بتوفیق الملک الوھّٰاب  :  دا روایت چې کوم زمونږ غیر مقلدین ورونه پیش کوي او بیا د دې حدیث په ضمن کې د امام اعظم (رحمة الله علیه) مختلف مختلف ډول ګستاخیانې کوي ، نو دا روایت بالکل رکیک او داسې بې بنیاد دی چې د ھغې نه ھیڅ قسم  استدلال کول درست نه دي...      تفصيل د دغه اجمال دا دی چې دا خبرہ نعیم بن حماد کړې دہ او نعیم بن حماد پخپله متھم بالوضع دی ، خاصکر د امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله سرہ د ھغې دشمنې د ھیچا نه ھم پټه نه دہ ، او نعیم بن حماد به د امام صاحب بد نام کولو لپارہ قسما قسم بې بنیاد کیسې او خبرې له ځانه جوړہ ولې.
 
    ابن حمّاد دولابي فرمایی: " يروي عن ابن المبارك ضعيف قاله أحمد بن شعيب . قال ابن حماد و قال غيره :  كان يضع الحديث في تقوية السنة وحكايات عن العلماء في ثلب أبي حنيفة مزورة كذب .  وګورئ [ الكامل في الضعفاء لإبن عدّي ۸ / ۲۵۱ ]     ژباړه : نعیم ابن حماد به د امام ابن مبارک نه حدیث روایت کول او دا (یعنی نعیم) ضعیف دی .  دا خبرہ امام احمد ابن شعيب نسایي فرمایلې دہ ،   همدا شان امام ابن حماد دولابي فرمایي :  نعيم ابن حماد به د سنت په تقویت کې احادیث او د  امام ابوحنیفه په مثالب کې د علماؤ نه بې بنیاده خبرې را نقل کولې، چې ھغه خبرې به ټولې دروغجنې او د ځان څخه به یي جوړې کړې وې.       
 
  د نعیم ابن حماد په اړوند مزید د جرح او تعدیل ائمه کرامو اقوال هم وګورئ :
  ① قال الامام النسائي : ليس بثقة وقال مرة : ضعيف . ژباړه :  امام نسایي  فرمایي : نعیم بن حماد قابل اعتماد نه دی، او فرمایي چې :  ضعيف دی . وګورہ[ تاریخ بغداد ۱۳ /  ۳۱۲ ] . او (کتاب الضعفاء والمتروکین للنسائي، صفحه ۲۳۴ رقم ۶۱۷) .  
 
  ② امام ذھبي رحمه الله نعیم بن حماد په خپل کتاب (المغني) کې د ضعفاءُ څخه  شمار کړی.  قال الذھبي:  " قلت: لا يجوز لأحد أن يحتج به، وقد صنف كتاب (الفتن) ، فأتى فيه بعجائب ومناكير " . ژباړه : امام شمس الدین الذھبي فرمایي: زہ وایم چې د ھیچا لپارہ ھم دا جائز نده چې ھغه نعیم بن حماد قابل حجت وګڼي او د ھغې نه روایت د حدیث وکړي ، ھغې (یعنې نعیم بن حماد) یو کتاب " کتاب الفتن" تصنیف کړی دی چې په ھغې کې یي عجیبه موضوع (یعنې د ځانه جوړ شوي احادیث) او منکر أحادیث راوړي دي. 
 
   وګورئ [ سیر أعلام النبلاء للذھبي ۱۰ / ۶۰۷ ، ۶۰۹] او [ المغني فی الضعفاء صفحه ۳۵۵_ ۳۵۶] .
 
    ③  وقال أبو عبيد الآجري: عن أبي داود، عن نعيم بن حماد نحو عشرين حديثا، عن النبي (صلى الله عليه وسلم) ليس لها أصل . ژباړه : ابو عبدالرحمن أجري د امام ابو داود نه را نقل کوي چې : نعیم بن حماد درسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه تقریباً شل (۲۰) داسې حدیثونه را نقل کړي دي چې د ھغوئ ھیڅ اصل او بنیاد نشته بلکې ټول موضوع احادیث دی.  وګورئ [  سیر أعلام النبلاء ۱۰ / ۶۰۹ ]  .  
 
  ④  سمعت ابن معين سئل عنه ، فقال : ليس في الحديث بشئ .  ژباړه : امام يحیی ابن معين  فرمایي چ: د نعيم بن حمّاد روايت د حديث ھیڅ شی ھم نه دی.   وګورئ [ سیر أعلام النبلاء ۱۰ /  ۶۰۴ ]  .    
 
⑤  وقال أبو زرعة النصري: عرضت على دحيم ما حدثناه نعيم بن حماد، عن الوليد بن مسلم، عن ابن جابر، عن ابن أبي زكريا، عن رجاء بن حيوة، عن النواس : ( إذا تكلم الله بالوحي ... ) ، الحديث، فقال : لا أصل له. ژباړه: امام ابوزرعه نصري فرمایي چې : دا حديث ( یعنې إذا تكلم الله بالوحي ... ) چې مونږ ته نعیم بن حماد بیان کړی وو، نو کله چې مونږ دا حدیث امام د حیم ته بیان کړو نو داسې یي وفرمایل:  دا حدیث بې بنیاد او موضوع دی. وګورئ [ سیر اعلام النبلا   ۱۰ / ۶۰۱
 
  ⑥  قال العباس بن مصعب : وضع نعيم بن حماد الفارضي كتبا في الرد على أبي حنيفة .  ژباړه : امام عباس بن مصعب فرمایي: نعیم بن حماد فارضي د امام ابو حنیفه خلاف یو موضوع او بې بنیاد کتاب لیکلی دی .  وګورئ [ سير الأعلام النبلاء ۱۰ / ۵۹۸ ] . 
 
    ⑦  امام ابن جوزي رحمه الله دده یادونه په خپل کتاب الضعفاء کې کړې، او ضعیف یي ګڼلی دی. وګوره! ( کتاب الضعفاء والمتروکین للإبن جوزی جلد ۳ صفحه ۱۶۴ رقم ۳۵۴۳)( میزان الاعتدال، جلد ۴ صفحه ۲۶۷_ ۲۶۸_ ۲۶۹ رقم ۹۱۰۲)( تهذیب التهذیب جلد ۱۰ ،صفحه ۴۶۲ دارالکتاب العلمیه بیروت)( الکامل فی ضعفاء الرجال جلد ۶ صفحه ۲۴۸۲) .
 
      ⑧  حافط ابن حجر عسقلاني رحمه الله فرمایي:  ده ته به په روایتو کې وهم کیده. بل کتاب کې دده په هکله لیکي: " یخطی کثیر "  یعنې ډیرې زیاتې غلطیانې ترې کیږي. وګورئ( تقریب التھذیب صفحه ۱۰۰۶رقم ۷۲۱۵) او (تھذیب التھذیب جلد ۱۰ صفحه ۴۶۳ _ ۴۶۲ دارالکتاب العلمیه) .  
 
  ⑨  مشهور غیر مقلد مولانا محمد بن ابراهیم میر سیالکوټي صاحب په نعیم بن حماد باندې جرحه کوي او بیا فرمایي:  د عبارت خلاصه داده چې د نعیم بن حماد شخصیت دومره نه دی چې دده د قول پر بناء د امام ابوحنیفه رحمه الله (چې یو ستر امام دی) په حق کې بد زباني وشي.  وګورئ  ( تاریخ اهلحدیث صفحه ۸۵ نوی چاپ)
 
    دغه رنګه امام دارقطني  فرمایي: کثیرالوھم دی. ← امام ابن حبان په خپل کتاب الثقات کې ذکر کړی او فرمایي: خطاء هم ترې کیږي او وھم  هم پرې راځي.   ← مسلمه بن قاسم وایي: دا ډیره غلطي (خطاء) کوي او دده احادیث منکر دی. ← د أھل الرائي (أهل فقهې) په خلاف نعیم بن حماد  داسې احادیث ذکر کړي چې د هغې په هکله امام یحیٰی بن معین فرمایي:  ددې هیڅ کوم اصل نیشته. ← امام ابن عدي په خپل کتاب (الکامل في ضعفاء) کې یاد کړی او فرمایي چې ده به د اھل الرائي خلاف کتابونه لیکل. ← عباس بن مصعب خپل د تاریخ په کتاب کې فرمایي: چې نعیم بن حماد د احنافو په رد کې څو کتابونه تصنیف کړي دي.  ← همدارنګه امام ابو فتاح الازدي، احمد بن شعیب او ابو بشر الدولابي دا درې واړه فرمایي: د نعیم بن حماد متعلق خلک وایي چې دی د سنت دفاع کولو کې حدیثونه جوړه وي. او د ابوحنیفة خلاف جعلي  کیسې جوړه وي، کوم چې ټول په ټوله دروغ دي .  
 
  نو اوس چې کوم شخص رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته د بې بنیاده او موضوع خبرو او روایاتو بغیر د الله د ویرې نه نسبت کول، نو بیا امام ابو حنیفه رحمه الله د ھغې په نزد څه حیثیت درلود؟؟؟  چې ھغه د دې بې بنیادہ الزاماتو او خبرو نه محفوظ پاتې شي؟؟ او نعیم بن حماد خو د امام صاحب سرہ په عداوت کې او امام صاحب ته د بې بنیاده او درواغو خبرو په منسوب کولو کې ډیر زیات مشھور دی!!   دا زمونږ د وھابیانو نا آشنا انداز دی، په نورو خلکو (یعنې په اھل السنة والجماعة باندې خو) په ضعیف أحادیثو باندې د عمل کولو الزام لږوي ، او اھل السنة والجماعة ته د بدعتي او مشرک پیغورونه ورکوي او مهرونه پرې وهي، لیکن چې کله د دوئ (یعنې د وھابیانو) خپل نمبر راشي نو بیا په  أحادیث ضعیفه باندې عمل کولو په وخت کې دا احساس ھم نه ورته کیږي چې ھغه د چا په تقلید کې دا هرڅه کوي ؟؟؟؟    
 
حالانکه دوئ چې اوس د چا په تقلید  کې د امام ابو حنیفة کفر خبرہ کوي ھغه پخپله (متھم بالوضع او کذاب شخص دی)  ، نو ماشاءالله یارانو تقلید او ھغه ھم د چا تقلید؟؟!!  (چې تاسو یي حال پاس ولیدلو)  نو لهذا زموږ د غیر مقلدینو څخه دا غوښتنه ده چې په داسې بې بنیاده اقوالو پر سلفو بد ګماني او بد زباني مه کوئ!