د اغیزناکې دعا لارې چارې (لومړۍ برخه)

که تر اوسه د اغیزناکې دعا پر لارو چارو نه وی بلد؛ مه ناهیلي کېږئ د الله شکر پر ځای کړئ چې لاهم ژوندي ياست او لا هم د دې فرصت لرئ چې د ستر ذوالجلال رب در ته لاسونه لپه کړئ او د ګناهونو ګردوهلی اېمان مو د دعا د رڼې هېندارې مخ ته وڅنډئ. د دعا پر مهال ډېر کله له ځان سره وانګيرئ چې ولې زيږېدلي ياست؟ د ځمکې پرمخ څه کوئ؟ د ژوند موخه مو څه ده؟ او په پای کې به چېرې ځئ؟ له پوهو کسانو سره خبرې، ناسته ولاړه او د قرآن عظيم الشان تلاوت، تفسير او ترجمه وکړئ. د خلکو له يوه داسې ټولي سره ملګري شئ چې د لوړو اسلامي باورونو په اړه خبرې کوي، نو په دې ترتيبسره به په ډېرې اسانۍد اغیزناکې دعا پر لارو چارووپوهېږئ.
 
اورېدلي به مو وي چې دعا د مومن اسلحه ده. خو د دې اسلحې زده کړه او کارونه هم ستر مهارتونه غواړي او له بده مرغه ټول مومنان له دغو مهارتونو برخمن نه دي. دعا له خپل پالونکي ‌‌‌ذات سره د زړه راز او نياز دی، دعا د تيارو او ناهيليو د اُفق پر څنډه د هيلو وروستۍ رڼا ده، دعا د ستړو زړونو دمه ځای دی، دعا د وچو شونډو، لړزاندو لپو او دربېدونکو زړونو ډاډ دی، دعا د اخلاص له لمدو اوښکو سره يو ځای د الهي نعمتونو شکرانه ده، دعا په وياړلو شېبو کې د مومن يوازينۍ او لومړنۍ ملګرې ده، دعا پر خپلې ناتوانۍ اعتراف دی، دعا د سترو انساني ارزښتونو او انفسي ښکلاوو ښکارندويه ده، دعا په ښکاره له ځانه پرته بل ذات ته د سر ټيټولو خو باطن کې د خپل واقعي انساني لويوالي څرګندولو نوم دی، دعا د زم زم فلسفه، د ابابيلو کيسه، د مينې تړون، نه شلېدونکی پيوستون، ستره بلنه، ريښتونې پالنه، د بنده ګۍ راز، د ښکلي ژوند آغاز، لوړ اعزاز، د جسمي او روحي دردونو درملنه، د مظلوم بروسه او د ژوند مدرسه ده. دعا د خپلو دينوي او اُخروي چارو ښه والي لپاره د داسې چا رابلل دي چې د دې کايناتو پيدا کوونکی، له منځه وړونکی او وړو او لويو رازونو له ټکي، ټکي څخه خبرېدونکی ذات دی.
 
د اغیزناکې دعا لپاره اړينه ده چې دعا يوازې تر پنځو لمونځونو راټوله (محدوده) نه کړو. دعا په عام مفهوم سره دې ته وايي چې خپل خالق او پالونکی رب د ژوند په ټولو چارو کې پر خپل سر حاضر او ناظر وګڼو، پر ناسته، ملاسته، ولاړه او راکړه ورکړه کې ورباندې توکل وکړو، تر وروستي بریده خپله انساني هڅه وکړو او پایله یې الله ته وسپارو همدا تر ټولو غوره او اغیزناکه دعا ده. د دعا مفهوم او مقام تر دې ډېر لوړ دی چې په کوم ځانګړي سن، ځای، وخت او مهال پورې دې محدوده کړل شي. بویه چې دعا د خپلو ټولو خوږو او ترخو شېبو ملګرې وبولو، همدا چې لوی الله مو په ياد وي، ليدونکی او د چارو څارونکی يې وګڼو؛ ستره دعا مو کړې ده.
 
دعا په ښکلو ځايونو، خوښې وړ وختونو، پاکو او ځلېدونکو جامو کې بېل کيف لري. د دعا پر مهال ژوره ساه وباسئ او د هېڅ څیز په اړه فکر مه کوئ، له ځان او الهي عدل څخه راضي واوسئ، لپه مو پورته او سر مو د ادب له مخې ښکته ونيسئ، ځان ته داسې احساس ورکړئ چې تاسو د کایناتو تر ټولو ځواکمن ‌ذات ته په سر ټيټولو سره نېکمرغه او بريالی انسان جوړېږئ. د دعا خوند وڅکئ تر څو د ژوندانه ريښتونې خوښۍ او برياوې ترلاسه کړئ. ويلای شم چې يوازې ډېر بدمرغه کس به د دعا له ښکلاييز کيفيت، سکون او ډاډمنتيا بې برخې پاتې کېږي. که د دعا پر مهال مو د زړه سکون، ډاډ او د ذوالجلال رب د بندګۍ عظمت درک نشو کړای نو پوه شئ چې یا مو په عمل کې اخلاص نشته، یا د دعا پر مهال ذهني تمرکز نه لرئ او یا دا چې د زړه له تله د هغه څه د غوښتلو هیله نه لرئ چې د دعا الفاظو کې یې راوړئ.
 
د یوې ښکلې، اغیزناکې او سکون بښونکې دعا لپاره بسنه کوي چې د پاک خدای جل جلاله پر کرم، لورېینې او بې پایه نعمتونو فکر وکړئ. وانګیرئ چې تاسو د یو داسې عظیم رب پر وړاندې د دعا لپه پورته کړې چې هېڅ بې اسرې او اړ کس له خپل دره ناهیلی نه ستنوي. هغه داسې مهربان رب دی چې د خپل بنده په دعاګانو خوښېږي، خپل رحمتونه پرې اوروي، په مال، اولاد او شتو کې یې برکت اچوي او خپل بښنه غوښتونکي بندګان له زرګونو بلاوو او مصایبو ژغوري.
 
د قرآن کريم او سپېڅلو احادیثو په رڼا کې ویلی شو چې الله سبحانه و تعالی د خپلو بندګانو د دعاګانو پر وړاندې یو له لاندې دريځونو څخه یو غوره کوي: الف) د خپل بنده دعا قبلوي او هغه څه ورته بښي چې بنده یې د غوښتلو په پار لاسونه لپه کړي وي. ب) یا د خپل بنده دعا ژر نه قبلوي او وروسته یې قبلوي. ج) یا خپل بنده ته له هغه څه لاغوره بدله ورکوي چې نوموړي یې د غوښتلو دعا کړې وي. ج) یا په دې نړۍ کې د بنده دعا نه قبلوي بلکې اجر یې د قیامت په ورځ ورکوي.
 
یو مبارک حدیث شریف کې راځي: د قیامت په ورځ به د یو بنده د نېکو او بدو تول وشي، بدۍ به یې د نېکیو په پرتله درنې شي او د تللو لپاره به د نوموړي نور اعمال هم پاتې نه وي، دی به ناهیلی شي خو یو وخت به یې د نېکیو تله د بدیو په پرتله څو برابره درنه شي، پوښتنه به وکړي چې یا الله جل جلاله! زما خو نېکۍ ختمې شوې وې؟ ورته وبه ویل شي: دا د هغو دعاګانو اجر دی چې تا په دنیا کې کړې وې.
 
نو هيله ده ځان د نېکمرغو مومنانو له ډلې وګرځوئ او په مخلصانه دعا سره حقيقي تسکين خپل کړئ.
 
اغیزناکه او د الله سبحانه و تعالی پر وړاندې د قبلېدو وړ دعا د عام باور خلاف په سپينو جامو، وړین جانیماز، رنګین جومات، سپینې ږیرې، بنګلې یا کوډلې، ښار او دښتې پورې تړاو نه لري بلکې تر ډېره دې پورې تړلې ده چې آیا ستا خېټه کې پراته خواړه حلال دي؟، آیا ستا اغوستې جامې په حلالو پیسو پېرل شوې؟، آیا دغه ځمکه چې ته ورباندې د دعا لپاره ناست یې غصب شوې ده، پردی ملکیت دی او که ستا خپل حلال او شرعي ملکیت دی؟، آیا ستا بدن له حلالو تغذیه شوی او کېږي او که له حرامو؟، آیا هغه الفاظ چې ستا پر ژبه جاري دي ستا له زړه سره هم اړیکه لري او کنه؟ آيا له هغې ګناه چې توبه وباسې او له مهربان خدای د بښنې غوښتنه کوې بېرته یې لوري ته د ورګرځېدو هوډ هم لرې او که نه؟
ادامه لري...