شپه او شاعر

په شپږم پوړ كې يوه كوټه ده توره تياره ده او برېښنا مړه ده يو شاعر ناست دى چاپېر غمونه سګرېټ په خوله كې كړكۍ نه كښته و ښار ته ګوري په ببر سر كې                           وهي لاسونه كوټه تياره ده له لوګو ډكه كوتۍ ته ګوري چې سګرېټ شته دي؟ زړه يې ډاډه شي كوتۍ كې اوس هم څو سګرېټ پاته *** كابل ځلېږي اسمان ته ګوري ستوري بل_ بل كا د شاعر زړه كې ،بلا خپګان دى څه مايوسي ده ډېره غصه ده كوټه تياره ده... شاعر كړپى د ګړۍ اوري د ګړۍ هر ټك                          شېبې تېرېږي خو شپه اوږده ده                                   نه سبا كېږي بيا شوې وريادې د نن خبرې                             او د نن پېښه شاعر نه چا وړى زړګى دى يو څه يې خپل دى ډېر يې پردى دى نن ټوله ورځ په انتظار و د چا لپاره د چا په لار كې شاعر ته نن وو، كوم چا ويلي چې نورې بيلې دي زموږ لارې نوى كوژدن مې خارج ته بيايي زما هم خوښه چې كابل پرېږدم كابل خو ځاى، د ژوندون  نه دى هره شېبه وي راسره وېره چې اوس به ژوند څوك رانه واخلي بيا شوې وريادې د نن خبرې                     او د نن پېښه ها څو كلونه                     ها ټول غمونه *** شاعر موسكى شو                                   كوتۍ ته ګوري چې سګرېټ شته دي؟ وۍ! دا څه وشول؟ زړه يې نارام شو كوتۍ خالي ده د شاعر سترګې له اوښكو ډكې د شاعر اوښكې زنې ته راغلې شاعر موسكى دى اوس يې و غوږ ته                                 د ګړۍ ټك_ټك داسې رسېږي ته چې واسم چورلكې ولي د پښتنو خلكو كورونه   شنبه د ١٣٨٦ لمريز کال د زمري ۱۹