![ګټه](https://rohi.af/assets/uploads/old/noimage.jpg)
ما مې ځان ګټلی دی په ځان باندې يو ذره احسان نه کړم جانان باندې څوځله مې دا ثابته کړې ده ګټه مې ده کړې په تاوان باندې داسې کار يې واخېست له انسان چې نه و شيطان کړی په شيطان باندې موږ ته يې واړه واړه راوړي دي غټ يې غورځولي په جاپان باندې وينې خرڅوي په کې زموږ د تن خدايه اور يې ولګي دوکان باندې غلو زموږ د کور سامان ټول وچلاو يو لسګون يې کېښود په قرآن باندې ډېرې تيارې راغللې او لاړلې دا شپه به هم تېره شي ستومان باندې