د سید التابعین امام حسن بصري رحمة الله علیه مختصر ژوند لیک

  حسن بصري د أبو الحسن زوی او د یسار لمسی او د زید بن ثابت الانصاري (رضی الله عنه) غلام وو، ځینې وایي چې د سلمي د قبیلې د کعب چې په ابو الیسر مشهور وو غلام وو. پلار یې د ابن جمیل چې قطبة نومیده، مریې وو، چې د میسان څخه مریې نیول شوی وو، په مدینه منورة کې یې ژوند کړی او د حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت په موده کې یې واده وکړ او د هغه د خلافت په وروستیو دوه کلو کې یې حسن رضی الله عنه وزیږید.  مور یې خیرة نومیده چې د ام المؤمنین حضرت ام سملة (رضی الله عنها) وینځه وه، د هغې خدمت به یې کاوه چې ځینې وخت به یې د کوم کار لپاره استوله نو له خپل ماشوم څخه به لږه موده لیرې شوه نو ام المؤمنین حضرت ام سملة رضی الله عنها به ورته خپل تی ورکاوه چې پده سره یې مصروف کړي،  مګر د هغه له تي څخه به شودې راتلې چې ده به په پریمانه توګه څښلې، له همدې امله ډیرو خلکو دا انګیرله چې کوم علم او حکمت چې الله تعالی ده ته وربخښلې وو ، هغه ټول د همدغو شودو (پیو) په برکت وو ، چې حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته منسوب وو، او همدارنګه مور به یې ځینې وخت مشرانو صحابه کرامو ته را ویسته چې هغوي دعا ورته وکړي او ددعا کوونکو له ډلې څخه یو کس هم حضرت عمر رضی الله تعالی عنه وو ، چې ورته به یې داسې دعا کوله:  ای الله ته یې په دین پوه کړې او خلکو ته یې محبوب وګرځوې. حضرت ابن سعد په خپل (کتاب الطبقات) کې له دویمې طبقې څخه شمیرلی پداسې حال کې چې د طبقې له نورو غړو څخه کشر وو.       ژوند او سفرونه یې: اصلي ټاټوبۍ یې میسان دی مګر په مدینه منوره کې د صحابه وو، تر څارنې لاندې لوی شوی دی. اوسني کابل ته یې هم سفر کړی، د کابل په فتحه کې د نامتو امام حسن بصري رحمه الله ګډون او په افغانستان کې دده درې کلنه استوګنه امام حسن بصري رحمه الله په خپله وايي : چې ما حضرت عبدالرحمن سره د کابل سفر هم کړی، د امام حسن بصري وینا داسې ده :  " سافرتُ مع عبد الرحمان بن سمرة إلى كابلَ " . (د حافظ مزي تهذيب الکمال ۶/ ۱۲۳مبارک بن فضاله).     دغه راز حسن بصري رحمه الله وايي:  ما د کابل په فتحه کې له حضرت عبدالرحمن بن سمره رضی الله عنه سره ګډون لاره او عبارات يې داسې دی چې د يوه سړي د پوښتنې په ځواب کې يي وويل :  " يا أبا سعيد هل غزوت قط ؟ قال: نعم غزوة كابل مع عبد الرحمن بن سمرة " . (طبقات الکبری د امام ابن سعد اوم ټوک ۱۷۵مخ).     حسن بصري رحمه الله وايي : ما په خراسان (اوسني افغانستان )کې درې کاله تير کړل .  ( طبقات الکبری : اوم ټوک ۱۵۷مخ).    او د کابل په ګډون د زابل په غزاګانو کې مې ګډون درلود، د حسن بصري رحمه الله  قول داسې دی : " وروى الحسن عن عبد الرحمن بن سمرة أنه غزا معه كابل والأندقان والأندغان وزابلستان ثلاث سنين " . (طبقات الکبری : اوم ټوک ۱۵۷مخ) .  او د حضرت معاویة بن ابی سفیان رضی الله عنه په خلافت کې د ربیع بن زیاد لیکوال (کاتب) پاتې شوی، وروسته بیا په بصره کې اوسیدلی چې د حسن بصري په نامه و پیژندل شو.       زده کړې: حسن بصري په مدینه منوره کې وزیږید او د صحابه کرامو ترمنځ لوی شو چې همدغه فرصت پوهې او زده کړې ته وهڅاوه چې علم زده کړي او له هغوی روایت وکړي. حسن بصري ډیر صحابه لیدلي دي او د لویو صحابه وو، ترمنځ یې ژوند هم کړی لکه : حضرت عثمان بن عفان، طلحة بن عبید الله، او له عمران بن حصین او مغیرة بن شعبة، عبد الرحمن بن سمرة، سمرة بن جندب، ابو بکرة الثقفي، نعمان بن بشیر، جابر او جندب بجلي، ابن عباس، عمرو بن تغلب، معقل بن یسار، اسود بن سریع، انس بن مالک رضی الله عنهم اجمعین او له دوی څخه یې روایتونه هم کړې دې.      د تابعینو اغیز: لکه څرنګه چې دده په روزنه کې د صحابه وو اغیز وو چې د هغوې په منځ کې لوی شوی وو ، او د هغوې په لاس روزل شوی وو، نو همدارنګه دده په روحیه باندې د ځینو تابعینو اغیز هم وو. روایت کیږي چې یوه ورځ حسن بصري رضي الله عنه حاجیانو ته قصه اوروله چې حضرت علی بن الحسین رضی الله عنه ورباندې پیښ شو نو سمدلاسه یې ترې پوښتنه وکړه چې ای مشره!  آیا د ځان لپاره مرګ خوښوې؟      ځواب یې ورکړ چې نه. بیا یې ترې وپوښتل:  آیا له دغې کعبې څخه پرته په ځمکه کې د الله بله کومه کعبه شته، ورته ویې ویل چې نه، بیا یې ترې و پوښتل چې:  آیا له دغې دنیا څخه پرته بله کومه دنیا د نیک عمل لپاره شته؟ ځواب یې ورکړ چې نه. نو بیا یې ترې و پوښتل: چې آیا ستا کار د حساب د ورځې لپاره دی؟ ویې ویل چې نه. نو بیا یې ورته وفرمایل :  بیا نو ولې دې خلک د الله له کور څخه په قصو مصروف کړي دي، نو له هماغې ورځې وروسته یې بیا هیڅ کله قصه ونه کړه.     په خلکو اغیز: هغه څوک چې د صحابه وو، په لاس روزل شوې وي او له هغوې څخه یې زده کړه کړې وي نو خامخا به پر هغه ښکاره نښې وي. له ایاس بن تمیمة څخه روایت دي چې وایي:  ما حسن بصري د ابو رجاء پر جنازې په قچرې سپور ولید چې فرزدق یې تر څنګ په اوښ سپور وو، نو فرزدق ورته وویل: له خلکو اورو چې راته تر ټولو ښه او ځینې هم راته تر ټولو بد وایې نو هغه راته وویل: ای ابو فراسه، کیداې شي چې څوک ګرد وهلی او د ورستو کالو (جامو) لرونکی وي مګر له ما څخه به غوره وي.     او کوم زوړ مشرک به وي چې ته به ورڅخه غوره وې؟ نو وایه چې مرګ ته دې څه تیار کړي دي؟ فرزدق ځواب ورکړ:  ګواهي ورکوم چې له الله څخه پرته د عبادت لایق بل څوک نشته. نو هغه ورته وویل: چې دده ترڅنګ خو نور شرطونه هم شته مګر پام کوه چې په پاک لمنو میرمنو تهمت و نکړې. هغه ورته ځواب ورکړ: چې که دا کار وشي نو آیا توبه لري. ویې ویل:  هو!  حسن بصري د ابن هبیرة له مجلسه ووت نو ګوري چې ځینې حافظان په دروازه کې ولاړ دي، حسن بصري ترې و پوښتل چې دلته څه کوئ؟ آیا غواړئ چې له دغو ناولو سره کښینې، قسم په خداې چې له دوی سره ناسته خو د صالحو خلکو سره ناسته نده، ځئ خواره واره شئ الله دې ستاسې ارواوې له تن څخه جلا کړي. الله تعالې دې تاسې وشرموي چې تاسې د قرآن حافظان و شرمول. قسم په خداې که چیرې تاسې ددوی له دنیا څخه بې پروا شوي وای نو هغوي به ستاسې قرآن ته رغبت پیدا کړی وای مګر تاسې د هغوي دنیا ته رغبت پیدا کړی دی نو هغوي ستاسې له قرآن څخه بې پروا شوي دي.       د امام اعظم أبوحنیفه د استاد په حیث: کله چې د وخت حاکم ابن هبیره امام ابوحنیفه رحمه الله د قضاء د نه قبلولو په وجه وواهه ، له سزا ورکولو وروسته یي امام صاحب له عراقه تبعید کړ  . امام رحمه الله دده له مرګه وروسته چې ځینو پنځه او ځینو اوه ۷ کاله یاد کړي. عراق او کوفې ته راستون شو. امام صاحب د سیاسې تبعید په دغه موده کې په بصره کې له حسن بصري رحمه الله، په مکه کې د عطاء ابن ابی رباح رحمه الله، په مدینه کې د نافع رحمه الله او نورو څخه زده کړې وکړې. او د اسلامي نړۍ د فقهاو په منځ کې د امام اعظم په لقب وستایل شو.        له ابن سیرین سره: د ابن سیرین او حسن بصري ترمنځ څه اختلاف وو، کله به چې د حسن بصري په وړاندې ابن سیرین یاد شو نو هغه به ویل:  پریږدئ جولاګان له مونږ سره مه یادوئ. د ابن سیرین د کورنۍ ځینې غړي جولاګان وو، نو هماغه وو چې حسن بصري یوه ورځ ځان بربنډ په خوب ولیده چې په یوه ډیران ولاړ دی او په لرګي یې وهي. دغه خوب ډیر پریشانه کړ نو بیایې ځینو انډیوالانو ته وویل : ولاړشئ له ابن سیرین څخه ددغه خوب تعبیر وپوښتئ او هغه ته داسې ښکاره کړئ چې ګواکې دغه خوب تاسې لیدلی. یو کس ابن سیرین ته ولاړ او هغه ته یې وویل چې ما داسې خوب لیدلې نو هغه ورته ځواب ورکړ چې ولاړشه د خوب لیدونکي ته ووایه چې له جولاګانو څخه داسې پوښتنې مه کوه. نو هغه حسن بصري ته هغه ځواب راووړ چې په حسن بصري درنه تمامه شوه، بیا هغه ته پخپله ورغی، چې کله ابن سیرین ولیده نو ورته پاڅیده او دواړو یو بل ته سلام ووایه او د یوبل ملامتول یې پیل کړل. حسن بصري ورته وویل: پریږده دا خبرې چې زما ذهن دغه خوب مصروف کړی. ابن سیرین ورته وویل :      ذهن دې مه مصروفوه، په خوب کې د بربنډوالې معنا له دنیا څخه بربنډوالی دی چې په تا پورې د دنیا هیڅ شی هم نښتی نه دی او هغه ډیران دنیا وه چې ته ترې ښه خبر یې چې ددنیا اصلي څیره څنګه ده، او په لرګي د وهلو تعبیر دادې چې خلکو ته علم بیانوې چې ټول خلک ترې ګټه اخلي. حسن بصري ورته وویل: څنګه پوه شوې چې دغه خوب ما لیدلی؟  نو ابن سیرین وویل: کله چې ستا ملګري ماته د خوب قصه کوله نو ما فکر وکړ چې دغه خوب بې له تا څخه بل څوک نشي لیدلی.        له عمر بن عبد العزیز سره:  حسن بصري رحمه الله تعالی علیه عمر بن عبد العزیز ته یو لیک ولیږه: وروسته له حمد او ثناء څخه : اې د مسلمانانو امیره! پوه شه چې دا دنیا د اوسیدو ځایې ندی بلکه حضرت آدم علیه السلام د سزا په توګه دنیا ته راکوز کړای شو، که څوک په ثواب نه پوهیږي باید پوه شي چې دا دنیا د ثواب کټلو ځای دی او هغه څوک چې په مجازاتو نه پوهیږي نو هغه دې پوه شي چې دا د مجازاتو د ګټلو ځای دی، دنیا داسې ځانګړتیا لري چې دده درناوي کوونکي شرموي، دده راټولونکي بیوزله کوي، او هره شیبه پکې مړي کیږي، نو ښه توښه له دنیا داده چې له ده څخه ډده وشي او پدې دنیا کې بډاې هغه څوک دې چې دنیا نه لري.      اې د مسلمانانو امیره! دنیا لکه زهر داسې ده چې څوک یې د روغتیا په نیت خوري مګر له همدې وجې مري. اې د مسلمانانو امیره! په دنیا کې داسې اوسه لکه زخمي چې له ځینو شیانو له خوړلو ددې لپاره ډډه کوي چې ورسته بیا تل پرې پښیمانه نه شي، او د ترخو درملو په خوړلو صبر کوي چې بیا ټول عمر په عذاب نشي، ای د مسلمانانو امیره! د فضیلت خاوندان په دنیا کې په ډیر تواضع او خاکسارئ تګ کوي، په لباس کې له اقتصاده کار اخلي، تل د حق خبرې کوي حلاله روزي خوري، په وچه او لمده (بحر) دواړو کې له الله څخه یوشان ویریږي، په خوشحالۍ او خفګان دواړو کې یې دعاګانې یوشان وي، که چیرې د الله تعالې له خوا یې د مرګ نیټه ټاکل شوې نه واې نو د ګناهونو له ویرې او د ثوابونو ته د لیوالتیا له امله به د ددوی ارواوې په بدن کې د لږې مودې لپاره پاتې واې، یعنې دوی به ژر ځانونه شهادت ته رسولي واې، دوی الله تعالې ډیر لوې ګڼې او مخلوق یې تر سترګو وړوکی ښکاري، نو له دنیا څخه داسې ځان ژغوره او په لږ څیز اکتفا کوه.        پوهه او عبادت یې: حسن بصري رحمه الله به ډیر روژه نیوونکی او د شپې له خوا د تهجد لمونځ کوونکی وو، هغه به محترمو میاشتو (اشهر الحرم) دوشنبې او پنجشنبې روژې نیولې.    ابن سعد د هغه د علم په اړه وایې:  " حسن بصری یو ډیره ښه عالم، د مختلفو علومو راټولونکی، اوچت، باوري، عبادت کوونکی، د فصاحت او بلاغت خاوند، ښکلی شخصیت وو. ده چې له کومو خلکو روایتونه کړي او له دې چې کوم احادیث راویت شوي دي د ښه استدلال وړ دي، کله چې مکې ته راغې نو خلکو هغه پر کټ کښیناوه او خلک ترې چاپیر شول او ده ورته د حدیث بیانول پیل کړل، په راغلیو خلکو کې لوې علماء لکه مجاهد، عطاء، طاووس، عمرو بن شعیب شامل وو ، چې وروسته هغوې وویل:  داسې شخصیت مو هیڅکله نه وو لیدلی.      انس بن مالک به تل ویل:  له حسن بصري نه وپوښتئ چې هغه یاد کړل او موږ هیر کړي دي. ابو سعید الاعرابي په طبقات النساک کې وایي: عام عبادت کوونکې به حسن بصري ته راتلل نو د عبادت د معناوو په اړه به یې دهغه عالمانه خبرې په ډیر غور سره اوریدې، عمرو بن عبید او عبد الواحد بن زید به تل له هغه سره ملګري وو، او په کور کې یې یو ځانګړی مجلس درلود، چې په هغه کې به یې د زهد، عبادت، او باطني علومو څخه پرته په بل هیڅ څیز خبرې نه کولې، که چیرې به کوم سړي د بل څه په اړه خبره وکړه نو دې به ورته ځواب ورکړ:  مونږ له خپلو ملګرو سره یواځې پریږدئ چې یو بل ته یادونه وکړو، مګر کومه حلقه یې چې په مسجد کې درلوده نو په هغه کې به یې قرآن، حدیث، فقه، قرآنې علوم، عربي ژبه او نور علوم تدریسول، کله به هم ورڅخه د تصوف په اړه پوښتنې کیدې چې ځوابونه به یې ورته ویل، ځینو به ورڅخه حدیث زده کول او ځینو به ورڅخه د قرآن زده کړه کوله او ځینو به ورڅخه بلاغت او بیان هم زده کول او ځینو به د اخلاص او خصوصي علم د زده کړې لپاره ورسره ملتیا کوله لکه عمرو بن ابی عبید، ابی جهیر، عبد الواحد بن زید، صالح المري ، شمیط او ابو عبیدة الناجي چې له دوی څخه هر یو یې په عبادت کې مشهور خلک وو.       د مزني قبیلې له بکر بن عبد الله څخه روایت دی :  که څوک غواړي چې زمونږ تر ټولو پوه سړي ته وګوري نو هغه دې حسن بصري ته وګوري.  قتادة فرمایلي دي: په حلالو او حرامو باندې تر ټولو پوه انسان حسن بصري وو.      له الله څخه ویره: حسن بصري به د الله تعالې څخه زیاته ویره لرله، حمید طویل روایت کوي چې: یوه سړي غوښتل چې له حسن بصري سره ښیښې وکړي، نو زه د هغوې ترمنځ استازی وم چې ویل یې: داسې راته وبریښیدل چې حسن بصري دې ښیښۍ ته خوښ دی نو زه یوه ورځ راغلم او د هغه په محضر کې مې د هغه بل کس ستاینه پیل کړه او ومې ویل: اې ابو سعیده! زه یوه بله خبره هم درته وکړم چې هغه سړی پنځوس زره درهمه لري، هغه وویل: هغه پنځوس زره درهمه حلالې راټول کړي دي؟ ما وویل چې : زه خو د هغه د تقوا په اړه څه معلومات نلرم، نو هغه راته وویل: که چیرې هغه دومره پیسې حلالې هم راټولې کړي وي نو بیا هم هغه بخیلي کړې ده، نو قسم په خداې چې هیڅکله زمونږه ښیښې شونې نه ده.  د مرثد زوی علقمة د اتو تابعینو په یاد کې وایې:  مګر تر حسن بصري خو زیات ویرجن مونږ ندی لیدلی، داسې چې ته به وایې چې ګواکې په لنډه موده کې ورته څه مصیبت پیښ شوی دی.     زید بن حوشب وایی: له عمر بن عبد العزیز او حسن بصري څخه پرته مو له الله څخه زیات ویریدونکي هیڅوک ندي لیدلي ته وا چې د دوزخ اور یواځې د دوی لپاره پیدا شوی. حفص بن عمر وایې: چې یوه ورځ حسن بصري وژړل نو ترې پوښتنه وشوه چې ولې ژاړې؟ ویې ویل: ویریږم چې سبا مې الله اورته وانچوي او هیڅ پرواه ونه کړي.      د حق وینا یې: په کال ۱۰۳ هجري کې چې د یزید بن عبد الملک په زمانه کې عمر بن هبیرة الفزاري د عراق او افغانستان والي و ټاکل شو نو دغه والي حسن بصري، محمد بن سیرین، او شعبي ځان ته را وغوښتل او ورته ویې ویل: چې یزید خو په ځمکه کې د الله تعالې خلیفه دی چې په خلکو یې ټاکلې او د هغه اطاعت یې په خلکو لازم کړی او له مونږ څخه یې د اطاعت کولو تعهد اخیستې. یزید بیا زه پر تاسو والي ټاکلې یم او کله ماته کوم فرمان راکوي او زه یې ټول فرمانونه منم، تاسې څه نظر لرئ؟  شعبی او ابن سیرین داسې خبره وکړه چې په هغې یې ورڅخه ځان خلاص کړ (یعنې نه هغوي حق پټ کړ او په عین حال کې والي هم په قهر نه شو) بیا ابن هبیرة حسن بصري ته مخ واړاوه چې ته پکې څه وایې؟ حسن بصري وفرمایل:  اې ابن هبیره! د یزید په وړاندې له الله تعالی څه وویریږه او د الله تعالی په وړاندې له یزید څخه مه ویریږه، ځکه چې الله تعالې دې له یزید څخه خلاصوی شي مګر یزید دې له الله تعالی څخه نشي خلاصواې، او کیداې شي چې الله تعالې درته داسې فرښته را ولیږي چې له خپل تخت او تاج څخه دې کوز کړي او خپل قبر ته دې ولیږي چې بیا دې له خپل نیک عمل څخه پرته هیڅوک نه شي خلاصولی.      اې ابن هبیرة! که چیرې د الله نافرماني وکړې نو الله تعالې دغه پادشاهي د خپل دین او بندګانو څخه ددفاع لپاره ګرځولې ده، نو د الله په دین او بندګانو باندې د خداې ورکړي پادشاهۍ په واسطه مه سوریږه ځکه چې کله د الله نافرماني کیږي نو هغه وخت د بنده اطاعت لازم ندی، نو ابن هبیرة د حسن بصري له خبرو ډیر اغیزمن شو او دده جایزه یې تر ابن سیرین او شعبي څو چنده کړه. شعبي ابن سیرین ته وویل چې مونږ چندانې خبرې ونکړې نو ځکه هغه هم مونږ ته چندانې اهمیت رانکړ.      نصیحت کول یې: حسن بصري به تل د الله تعالې د رضا لپاره د مسلمانانو د مشرانو او عامو خلکو ته نصیحت کاوه. یوه ورځ ورته عمر بن عبد العزیز لیک واستاوه چې ماته نصیحت وکړه! ورته ویې لیکل:  څوک چې له تاسره تل ملګري دي هغوې درته نصیحت نه کوي، مګر څوک چې درته نصیحت کوي هغه دې ملګرتیا نه کوي.      ړوند حمزة روایت کوي چې یوه ورځ مې مور حسن بصري ته بوتلم، ورته ویې ویل:  اې ابو سعیده! غواړم چې دغه زما زوې له تاسره ملتیا و کړي چې ګوندې که خدای ورته ستا له علم څخه څه ورپه برخه کړي، هغه وايي زه به ورته د زده کړې لپاره راتلم چې یوه ورځ یې راته وویل چې ای زویه! تل د آخرت لپاره خفګان کوه، ګوندې الله دې ځان ته ورسوي او په یواځی توپ کې الله ته ژاړه ، ګوندې چې درباندې ورحمیږي او کامیاب دې کړي. هغه زیاتوي چې زه به تل د حسن بصري کورته ننوتم چې کتل به مې چې هغه به ژړل او له خلکو سره به مې هم لیده چې ژړل به یې او ډیر ځله به مې په لمانځه کې هم د هغه ژړا او زګیروي اوریده، نو یوه ورځ مې ترې وپوښتل چې ای ابو سعیده ته دومره ډیر ولې ژاړې؟ نو سمدستې یې وژړل او بیا یې راته وویل: نو مسلمان چې د الله له ویرې ژړا و نه کړي نو څوک به یې کوي، ژړا خو د الله د رحمت سبب کیږي، که دې وکولاې شول چې ټول عمر وژاړي، ویې کړه، ځکه چې کیداې شي الله دې په حال ورحمیږي او بخښنه درته وکړي په پایله کې به جنت ته ولاړشې.      زړورتیا یې: هشام بن حسان وایې چې حسن بصري په خپل وخت کې تر ټولو زړور سړی وو، همدارنګه جعفر بن سلیمان وایي: حسن بصری تر ټولو زړور او قوي سړی وو، مهلب به چې کله هم له مشرکینو سره جنګ کاوه نو حسن بصری به یې وړاندې کاوه.      زهد او له خلکو استغناء: حسن بصري واقعا زاهد وو، ځکه چې هغه د پادشاهانو له مال او قدرت دواړو څخه استغناء کړې وه نو پایله یې داوه چې هغوې له ده سره مینه کوله، او د عامو خلکو او د هغوي له مال څخه یې استغناء کړې وه نو هغوي هم حسن بصری سره بې کچه مینه درلوده.     یونس بن عبید وایې: حسن بصري چې کله خپل معاش واخیست نو د هغه ویشل یې پيل کړل، د هغه کورنۍ ورته د کومې اړتیا خبره وکړه نو ورته ویې ویل: څه چې له ویشلو پاتې شوي دي دغه واخلئ او که ستاسې اړتیا نه واې نو پکار وه چې دا هم ویشل شوي وای.     د صفوان زوی خالد روایت کوي: زه د مسلمة بن عبد الملک سره مخ شوم چې ویل یې: اې خالده! د بصرې له حسن نه څه احوال راکړه.  خدای دې تاسې ته هدایت کړي زه به تاسې ته د خپلې پوهې پر بنسټ خبر درکړم، زه د هغه د څنګ ګاوندي یم او د هغه په مجلس کې ډیر ناست یم، هغه داسې څوک وو، چې د هغه پټه او ښکاره یو شان وه او د هغه وینا له عمل سره یو شان وو، که چیرې به یې په کوم کار امر کاوه نو پخپله به یې تر ټولو لومړی هغه کار سرته رساوه، او که به یې څوک له کوم کار څخه منع کول نو تر ټولو به یې پخپله له هغه کار څخه ډډه کوله، ما هغه له خلکو نه مستغني ولید او خلک مې هغه ته اړ ولیدل، نو مسلمة راته وویل:  همدومره بس دی: څنګه به هغه قوم بې لارې کیږي چې په هغوې کې د حسن بصري په شان څوک موجود وي.      د ملګرو حقوق پیژندل: حسن بصري به د دوستانو حقوق ډیر ښه پیژندل او هغه یې مراعتول، معمر له قتادة څخه روایت کوي: مونږ یوه ورځ د حسن بصري کورته لاړو نو ومو لیدل چې هغه ویده دی او د هغه سرته یوه شکرۍ ایښې ده چې په هغه کې ډودۍ او میوه ده نو مونږ سمدستي د هغه په خوړلو پیل وکړ، په دغه وخت کې هغه راویښ شو چې مونږ یې ولیدلو، ویې خندل او دغه آیت یې لوسته چې {أَوْ صَدِيقِكُمْ لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ} معنې یې داده چې د ملګري له کوره د هغه له اجازې پرته هم خوراک کول پروا نه لري.       د معتزله فرقې په وړاندې :  معتزله يوه فرقه ده، چې د دويمې هجري پېړۍ په لومړيو كې د بصرې په ښار كې د واصل بن عطاء په واسطه را مينځته شوه. ددې ډلې د بنسټ ډبره عقل دى، نو لدې وجې په خپلو كې عقل ته ځانګړې ځاى وركوي. او د شرعي احكامو په حل او فصل كې له عقل څخه كار اخلي، د دوي په ډله کې لكه څرنګه چې وايي: عقل او روغ فطرت پدې توانېداى شي چې د حلالو او حرامو ترمنځ توپير وكړي.     په معتزله د نومولو سبب:  ددې ډلې د نومولو كيسه په دې ډول ده، چې يوه ورځ حسن بصري رحمه الله د درس كړۍ (حلقه) كې د لوى ګناه (كبيره ګنا) په اړه د زده كوونكو پوښتنو ته ځوابونه وركول، چې په دې ډله زده كوونكو كې يو هم واصل بن عطاء ؤ، چې د لوى ګناه د مرتكب په اړه يې دا نظر ښكاره كړ چې د لوى ګناه مرتكب د ايمان او كفر ترمنځ يو منزل كې دى. كله چې د ده دا فكر رد شو، نو له درسي حلقې څخه بېل او د جومات يوه كونج ته ولاړ، د ده په ننګه يوه ډله زده كوونكي وربېل شول او د ده ملاتړ يې وكړ.      هركله چې حسن بصري دا حالت وليد، نو دا لنډه جمله يې وويله، چې (اعتزل عنّا)، يانې واصل بن عطا له موږ څخه بېلتون غوره كړ. نو د زياتره تاريخ ليكونكو په وينا د معتزله نوم له همدې لنډې جملې څخه اخيستل شوی دى ..  لکه چې مخکې وويل شول د معتزله ډلې بنسټ اېښودونكې د حسن بصري زده كوونكې واصل بن عطاء ؤ، او د بېلېدو اصل وجه يې هماغه د كبيره ګناه مرتكب د كفر او ايمان ترمنځ ګڼل ؤ. د يادولو وړ ده چې دا ډله د مخالفينو لخوا په (معتزله) نومول شوې، حال دا چې دوي ځانونه په (اهل التوحيد و العدل) يادول.      په لومړي سر كې د معتزليانو موخه دا وه چې د خوارجو او مرجه سخت دريځو نظرياتو پر ضد يوه منځلارې لار پيدا كړي، يو اړخ ته يې د خوارجو د سخت دريځه موقف ردول غوښتل، او له بل اړخه يې د مرجه ؤ نرمي او اسانتيا ناروا ګڼل.  معتزله وو ددې د پاره په زور او شور سره تبليغ وكړ چې د ايمان جدا حيثيت ضرور دى، مګر اعمال په هر ډول يو لازمي شی دى. پدې ډول دوي د قرآن كريم پر هغو آيتونو په ځانګړي ډول ښه پام وكړ كومو كې چې  انسان ته د اختيار په قوت او د مسئووليت په احساس ټينګار شوی وي.     حسن بصري رحمه الله ددوي د اصلاح ډیر کوشش وکړ ، له دوي سره یي بحثونه وکړل خو دوي قناعت ونه کړ ، او له أهل السنة والجماعة څخه بیل شول.     د حسن بصري له ویناوو څخه:  دینار او درهم ناوړه دوستان دي، تر څو چې له تا لرې شوي نه وي نو هیڅ ګټه درته نه رسوي.  دنیا سپکه وګڼئ، قسم په خدای چې تر هغو به درانده نشئ چې دنیا مو سپکه نه وي ګڼلي.  د هرڅه په خاطر چې دې خوښه وي له خلکو سره ملګرتیا وکړه، هغوي به هم د هغه په خاطر د رسره ملتیا کوي چې ته یې د هغه لپاره ورسره کوې.  مرګ دنیا وشرموله، او عاقل سړي ته پکار نده چې پرې خوښ شي.  د مسلمان خندا د هغه د زړه د غفلت ښکارندوي کوي.     د وفات په وخت دریځ یې: ابو طارق السعدي وایی: د حسن بصري د وفات کیدو په وخت زه هلته وم چې هغه یوه لیکونکی را وغوښت او ورته ویې ویل چې ولیکه: حسن د ابو الحسن زوی شاهدي ورکوي چې الله تعالی یو دی او هیڅ شریک نلري او دا چې محمد د الله تعالی رسول دی، هر چا چې په ریښتینولۍ سره د مرګ پر وخت دغه شاهدي وویله نو هغه به ارو مرو جنت ته داخلیږي، کله چې ځنکدن شو نو سمدستي یې (انا لله و انا الیه راجعون) تکرارول پیل کړل، سمدلاسه یې زوی پاڅید او ورته ویې ویل: پلاره څه مصیبت درته پیښ شو چې مونږ دې حیرانه کړو؟ هغه وویل: دا مصیبت زما خپل نفس دی، دې غوندې مصیبت مې هیڅکله نه وو لیدلی.     وفات یې: حسن بصري د هجرت په یوسل او لسم کال د جمعې په شپه وفات شو چې عمر یي کابو ۸۹ کاله وو او ځینې روایات وایي چې ۸۶ کاله وو، حمید او ایوب ورته غسل ورکړ، کله چې د جمعې لمونځ ادا شو او خلک خواره واره شول نو د ده جنازه وویستل شوه، ډیر خلک یې پر جنازه راټول شول او ګڼه ګوڼه دومره زیاته شوه آن تردې چې دده پر جنازې د مشغولتیا له لأمله د بصرې په جامع جومات کې د مازیګر لمونځ ونه شو او د ټولو خلکو څخه د مازیګر لمونځ قضاء شو.   سرچینه: پښتو آنلاینویکيپیډیا