ليکوال: Eben Kaplan ژباړن: محمد داود ستومان د پاکستان استخباراتي شبکه (ISI) له ډېر وخت راهيسې په دې تورنه ده، چې د ګاونډيو هېوادو په داخلي چارو کې لاس وهنه کوي. په پاکستان کې دننه او بهر يو شمېر چارواکو ډېرې داسې څرګندونې کړي ، چې په وروستيو کلونو کې د ISI او ترهګرو ډلو ترمنځ اړيکې راسپړي. د ۲۰۰۶ز کال په مني کې د برتانيې د دفاع وزارت د سر سړيو پاکستان په دې تورن کړ، چې په ناسيده توګه ( د ISI په واسطه) له ډېر وخت را په دې خوا د سخت دريځو او ترهګرو مرسته کوي او همدوی په لندن کې د ۲۰۰۶ز کال د جولای مياشت په پېښو او د افغانستان او عراق په ناامنيو کې ښکېل ګڼي. د هندوستان د بمبيي ښار د پوليسو مشر د داسې شواهدو درلودلو دعوه کوي، چې په هندوستان کې د رېل ګاډي بمي چاودنې ISI پورې تړي او زياتوي چې دا کار يې د کشميري ډلې ـ لشکر طيبه ـ په مټ سرته رسولی و. د بېنظير بوټو د راستنېدو پرمهال په کراچۍ کې د بمي چاودنو ترشا هم د ISI لاس ښکاري ځکه چې يوازې د بېنظيرې ملګري دا نه وايي، چې دا ISI كړي بلکې بېنظيره په خپله هم د پاکستان د استخباراتي شبکې د مشر د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه. د ۲۰۰۶ز کال په سپتمبر کې پروېزمشرف له بې بې سي سره د يوې مرکې په ترڅ کې د پاکستان په رول تاکيد وکړ او ويې ويل: « زما خبرې واورئ! که پاکستان او ISI درسره مرسته ونکړي نو په افغانستان کې به له ماتې سره مخامخ شئ .» له NBC امريکايي تلويزوني کانال سره په يوه مرکه کې پروېزمشرف دا ومنله، چې کېدای شي د ISI ځينې متقاعد جنرالان په افغانستان کې د طالبانو د ښورښ ملاتړ وکړي خو د پاکستان حکومت دا په کلکه ردوي چې ګنې د ترورېزم مرسته کوي او د ترورېزم پر ضد په جګړه کې ونډه د خپلې سپېڅلتيا دليل ښيي، چې ددوی په وينا يې په کې د پام وړ پوځي او سیاسي تاوانونه ليدلي. آيا ISI د تروریستانو ملاتړ کوي؟ په دې کې هېڅ شک نشته چې ISI به د ځان په اړه داسې څه ونه وايي، چې له ترورېزم سره یې مخکېنۍ ښکېلتيا جوته کړي. او په پاکستان کې د امريکا پخوانی سفير William Milam وايي: کارپوهان په دې باور دي، چې که څه هم ISI له يو شمېر هغو کشميري جهادي ډلو سره مرسته کوي، چې د ځينو نومونه يې په تور لست کې دي خو ددغو مرستو کچه له يوې ډلې څخه بلې هغې ته توپير لري. Kathy Gannon، چې د Associate Press لپاره يې په سيمه کې ډېر کلونه کار کړی، وايي: پخوا پاکستان له دغو ډلو سره مالي، پوځي او روزنيزې مرستې کولې. سره له دې چې پاکستاني چارواکي اوس مهال د طالبانو سره له مالي مرستو څخه انکار کوي خو موږ په پوره باور سره ويلای شو چې پخوا يې په افغانستان کې د ښورښونو مرسته کړې. ISI ته په افغانستان کې د لاس وهني چانس د روسانو له راتګ سره سم په ۱۹۷۹ز کال کې په لاس ورغی او له CIA سره یې په ګډه افغان مجاهدينو ته په مالي، پوځي، استخباراتي او روزنيزو مرستو برابرولو لاس پورې کړ. له دې سره سم په متحده ايالاتو کې داسې ګونګسي خپاره شول، چې ګواکې پاکستاني استخبارات له سخت دريځو او امريکا ضد اورپکو سره خواخوږي لري. د روسانو له وتو وروسته ISI د افغانستان په داخلي چارو کې ښکېل پاتې شو، لومړی يې د مسکو د لاس پوڅي رژيم مخالفين او بيا وروسته يې طالبان وپالل. پاکستان تراوسه د افغان حکومت د مخالفينو په پاللو تورن دی. افغان ولسمشر حامد کرزي په کراتو مراتو په پاکستان نيوکې کړي، چې مخالفين يې روزي او له سرحد هاخوا يې د ورانيو په پار راليږي. د سهيلي افغانستان لپاره د برتانيې له خوا يوه لوړ پوړي چارواکي له Guardian ورځپاڼې سره د مرکې په ترڅ کې پر پاکستان تور ولګاوه، چې طالبانو ته يې د کوټې ښار څخه بهر د يوه ستر عملياتي مرکز د جوړولو اجازه ورکړې او د سرسړي يې په همدې مرکز کې اوسيږي خو پروېزمشرف دا نه مني او دا د خندا وړ او احمقانه بولي، چې طالبان دې په پاکستان کې داسې يو مرکز ولري. په ټوليزه توګه کارپوهان شک کوي، چې پاکستان اوس هم له طالبانو سره مرسته کوي خو د پخوا په څېر نه. د پاکستان سياسي مشران په ISI څومره کنټرول لري؟ کارپوهان په دې اند دي، چې پروېزمشرف پر استخباراتي شبکې پوره کنټرول لري خو William Milam وايي: « زه دا نه منم ، چې ISI دې دومره جنجالي تنظيم وي ځکه چې دا يو ډير منظم پوځي واحد دی او هغه څه کوي چې ورته وويل شي ، خو له دې سره سره کېدای شي، چې ځينې وختونه داسې څه وکړي چې فکر او تمه يې نه کيږي.» د راپورنو له مخي ISI لس زره کارکوونکي لري او ډېره ستره او غښتلې اداره ده. ISI په خپل جوړښت کې، د نورو استخباراتي شبکو په څېر، داسې غړي لري، چې د قوانينو چندان پروا نه لري او ګاونډيو ته ستونزې ايجادوي. د سهيلي آسيا په چارو کې د Carneige خيريه موسسې کارپوه Frederic Grare وايي: « د ISI ډېر څارګر د افغان حکومت د مخالفينو سره نژادي او کولتوري اړيکې پالي او همدا لامل دی ، چې په طبيعي ډول له هغوې سره خواخوږي لري.» د پروېزمشرف له هغو څرګندونو څخه، چې کېدای شي ځينې متقاعد جنرالان له طالبانو سره مرسته وکړي، داسې برېښي،چې د پاکستان حکومت لږ تر لږه په دې خبر دی، چې له طالبانو سره مرسته کيږي. کارپوهان د مشرف له څرګندونو څخه دا استنباط هم کوي، چې دا هغه ته په ظاهره له هغو مرستو د انکار چانس ورکوي، چې کېدای شي پاکستان يې اوس هم له طالبانو سره کوي. Mavin G.Weimbaum چې د منځني ختيځ په سازمان کې د افغانستان او پاکستان د چارو کارپوه دی، وايي: « پاکستان د ISI متقاعد جنرالان په ماموريت ګومارلي دي، چې حکومت يې په رسمی توګه تصديق نه شی کولای.» يو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې پاکستان په ارادي توګه دوه مخی سياست لوبوي او Grare وايي، چې پروېزمشرف له موږ سره له لومړۍ ورځې دوه رنګي کوي. پاکستان له ترورېزم سره په مقابله کې څه وکړل؟ پاکستان د القاعدې ګڼ شمېر غړي د خالد شيخ په ګډون، چې ګومان کيږي د يوولسم سپټمبر د حملو پلان يې طرحه کړی و، ونيول. ISI او پاکستاني پوځ له متحده ايالاتو سره په ګډه د القاعدې د پاتې شونيو لټون پيل کړ او پاکستان په دې موخه اتيا زره پوځيان د ډيورنډ کرښې هاخوا د وزيرستان په سيمه کې ځای پرځای کړل. سربېره پردې د القاعده پر ضد په جګړو کې په سلهاوو پاکستاني پوځيان ووژل شول ځکه خو پروېزمشرف وايي: « زموږ هڅو او قربانيو په پاکستان کې د القاعده ملا ماته کړه .» Marvin G. Weinbaum وايي: « که څه هم پاکستان په ډېره اغېزناکه توګه د القاعدې مقابله وکړه خو په خپله خاوره کې يې د طالبانو د پرېمانه شتون په اړه هېڅ ونه کړل او هغوی يې بېخي له پامه ورغورځول. نوموړی زياتو چې په پاکستان کې د پردي ترشا داسې سخت دريځه ډلې هم شته، چې ISI پرې هېڅ ډول اغېز نه لري. له طالبانوسره مرسته پاکستان ته څه ګټه لري؟ پاکستان د افغانستان له اوسني مشرتابه سره ښې اړيکې نه لري ځکه چې حامد کرزي په پاکستان د مداخلې تورونه ولګول او له هندوستان سره يې ټينګې اړيکې ساتلې دي. کارپوهان وايي ، چې پاکستان يو باثباته خو ملګری حکومت په افغانستان کې غواړي. که څه هم په افغانستان کې د ګډوډۍ زياتېدل د پاکستان دغه هدف لاس ته نه شي راوړی ، خو د طالبانو ډېر شوی اغېر په ځانګړې توګه په حکومت کې پاکستان ته د دوه مخي سياست چانس ورکوي او غواړی له طالبانو سره د مرستې په مټ ائتلافي ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. Marvin G. Weinbaum وايي: پاکستان دوه کړنلارې لري ، چې يوه يې رسمی بڼه لري او په افغانستان کې ثبات ته وده ورکول تاېيدوي او بله يې نارسمي کړنلاره ده ، چې له جهادي ډلو سره مرستو ته زور ورکوي ترڅو په پاکستان کې دننه پرې سياسي قوتونه غلي او ارام وساتي. Weinbaum زياتوي ، چې د پاکستان دوهمه پاليسي لومړۍ پاليسي بې اغېزې اوکمزورې کوي. کشميري اورپکو سره مرسته پاکستان ته څه ګټه لري؟ له لومړۍ ورځې څخه پاکستان هندوستان ته د دښمن په سترګه ګوري. که څه هم اوس پاکستان له هندوستان سره ښې اړيکې غواړی خو د خپل پدايښت له لومړۍ ورځې څخه هندوستان ته د دښمن په سترګه ګوري. ځینې کارپوهان په دې باور دي چې پاکستان د کشمیري ډلو په مټ په هندوستان فشار راوړي خو ځینې نور بیا په تیرو وختونو کې د پاکستان اوهندوستان ترمنځ د ستونزو او جګړو اساسي لامل کشمیري ډلې بولي. Ganon هندوستاني سرحد ته څیرمه د پاکستان پوځ پریمانه شتون ته ګوته نیسي او زیاتوي چې کشمیري ډلي د پاکستان پوځ دوهم دفاعي کرښه او یرغلیز ځواک جوړوي. د هندوستان او برتانیې لخوا په پاکستان لګېدلي تورونه څومره ریښتوني دي؟ کارپوهان د هندوستان د چارواکو ددې ادعا په اړه شکمن دي ، چې ګواکې د بمبيي ښار په چاودنو کې ISI د ښکېلتيا په اړه شواهد لري. ځينې شنونکي د پاکستان او هندوستان ترمنځ د تېر تاريخ څرنګوالي ته په کتو سره دغه تورونه بې اساسه ګڼي ځکه چې دواړه هېوادونه يو بل ته د ګوتنيونې اوږده سابقه لري او هر کله چې يو پر بل تور لګوي نوله مبالغې څخه کار اخلي. سربېره پر دې که مشرف پر هندوستان داسې يو يرغل ومني نو دا به د هغه پاليسي کمزورې کړي. Gannon وايي: پاکستان په رښتيا غواړي له هندوستان سره خپلې ښې اړيکې وغځوي. د Weinbaum په اند د برتانيې راپور ډېر ستر راپور ارزوي، چې لندن يې هم د وينا د پاليسۍ خلاف ګڼي. Gannon وايي: که څه هم دا باوري خبره ده، چې پاکستان کشميري ډلو ته خوندي پټنځايونه جوړ کړي او کېدای شي طالب جنګيالي هم پکې وی خو دا څرګندونې ، چې ISI د لندن بمي چادونو کې پړ دی بيخي له حده تېری دی. په صوبه سرحد کې له قبابلې مشرانو سره د اړيکو په اړه د پاکستان څه دريځ دی؟ سره له دې چې پروېزمشرف ادعا کوي، چې په وزيرستان کې د درې کلن پوځي يرغل په موده کې سترې برياوې لري ، خو بيا په سيمه کې وضع جنجالي ښکاري. ځايي قبايلې مشران د روايتي قوت دلالان دي او په تېرو دوو لسيزو کې يې د طالبانو او نورو بهرنيو اورپکو په ساتلو ډېرې پيسې لاس ته راوړي. پر افغانستان د متحده ايالاتو د يرغل د پيل شپو کې د القاعده ډېر غړي له سرحد هاخوا وزيرستان ته واوښتل او په پاکستاني حکومت يې په دې موخه فشار راوړ ، چې د وضعې په اړه غور وکړي. کله چې د ISI چارواکو له ځايي مشرانو څخه د بهرنيو ملېشو د تسليميدو غوښتنه وکړه نو دهغوی له خوا له سخت عکس العمل سره مخامخ شول. پاکستان په سيمه کې پوځيان پلي کړل او د راپورونو له مخې خپلو مخالفينو ته ورته مرګ ژوبله ورواوښته. پايله دا شوه، چې پاکستان پوځي پرمختګ ونه کړ او دې ته اړ شو چې د سولې په پار له قبايلي مشرانو سره خبرې اتری پيل کړي، چې دا دډېرو په اند په سيمه کې قبايلي نفوذ ته مشروطه تسليمي ښکاري.
وروستي