د ورونو او دوستانو په حقوقو کې کمی کول د ټولنې ناوړه اخلاقي بيلګه ده

يو ورور په بل ورور زيات حقوق لري چې مراعتول يې لازم دي ، ځينو ته يې نه پرځای کول معمولي خبره ښکاري.

په ټولنه کې د ورونو په حقوقو کې د کمي کولو ځنې صورتونه:
(1) ورونو او دوستانو د احولو پوښتنه نکول:
ځينې خلک د خپلو ورونو پوښتنه نکوي، د هغوی په ليدو کې بې مينې وي او د اړيکو د پياوړي کولو هيڅ کوښښ نکوي.

ابن حبان رحمه الله فرمايي:" په هوښيار انسان لازم دي چې کله ورته الله تعالی د يو رښتيني مسلمان دوستي او مينه ور په برخه کړي ساتنه يې وکړي ،د دوستۍ مزي لا پياوړی کړي او تل پرې ټينګ پاتې شي، خپل ځان د هغه په دوستۍ ډاډمن کړي ، که څه هم هغه ددغی رسۍ د پرېکولو کوښښ کوي, بايد ورشي که چېرته هغه ترې مخ هم اړوي, هغه ته څه ورکړي که څه هم هغه څه نه وي ورکړي او ځان ورته نېږدې کړي که څه هم هغه ترې ځان لرې باسي".

(2) بې وفايي او ځان ناشنا کول:
ځينې خلک د راحت پرته خپل ورونه نه پېژني، کله چې کوم ورور دده مرستې ته اړ شي نو ځان ورته ناشنا کړي, همداسې يې پرېږدي او خپله دوستي هېره کړي.

يو شاعر په دې اړه وايي:
وإن من الإخوان إخوان کشرة *** وإخوان حياك الإله ومرحبا
وإخوان کيف الحال والأهل کله *** وذلك لايسوی نقيرا متربا
جواد إذا استغنيت عنه بماله *** يقول: إلی القرض والمقرض فاطلبا
وإن کنت حاولت الذی خلف ظهره *** وجدت الثريا منه فی البعد اقربا
ژباړه: ځينې له ورونو خندونکي وي او ځينې درته د الله تعالی نه ژوند او حيا غواړي او د مخامخ کېدو پر مهال درته هرکلی وايي ،ځينې ورونه دې د حال او احوال پوښتنه کوي خو دا تول د کجورې د لوند تار سره هم برابر نه دي کله چې يې مال ته اړ نه يې نو سخيان وي او همدا وايي: که کومه ستونزه لرې له ما څخه پور وغواړه خو که چرته ددوی تر څنګ د نېږدېوالي هڅه وکړې نو شتمني او دولت به يې ‌ډېر لرې بيامومې.
د بې وفايۍ او ناشنايۍ څخه دا هم دي چې کله انسان په دنياوي چارو کې کوم بری او عزت تر لاسه کړي لکه رتبه، شتمني او داسې نور..... نو خپل پخواني دوستان هېر کړي او د هغوی څخه د لرې والي کوښښ کوي.

يو شاعر وايي:
إن الکرام إذا ما أيسروآ ذکروا *** من کان يألفهم فی المنزل الخشن
ژباړه: عزتمند خلک چې کله په اسانۍ او راحت کې شي نو د خپلې سختې ناچارۍ او نامناسبې اوسېدنۍ دوستان رايادوي.

(3) په سفر کې هغوی ته ضرر رسول:
ډېر کسان داسې وي چې د سفر پرته د هغوی اخلاق ناڅرګنده وي, خو د سفر پر مهال يې له اخلاقو پرده لرې کيږي.

ځينې داسې دي چې د ملګرو سره سفر کوي نو هغوی ته زيان رسوي، تر مينځ يې اختلاف زياتوي او اړيکو د پرېکولو کوښښ يې کوي.

ځېنې بيا داسې وي چې خبرې نکوي او نه کومه غوښتنه لري او کله چې ترې د څه شي په اړه مشوره وغوښتل شي نو مشوره نه ورکوي او کله چې ورته د خبرې نوبت ورسيږي چوپ پاتې کيږي.

کله چې يې کوم ملګری خطا شي د بېلګې په توګه لار ورکه کړي نو پخپلو ملګرو د ردو بدو باران جوړ کړي او همېشه داسې ويناوې تکراروي:که چرته داسې مو نه وی کړی داسې به نه کېدل ، که چرته په فلانکۍ لار تللي وی داسې به شوي او هغسې.
مأخذ: ناوړه اخلاق- بیلګې- لاملونه- تداوی