ولټوئ  او زيری  واخلئ !

په خوست  کې د اړبو پيرانو اوسيدونکی د محمد سيدشاه  زوی ميرابادشاه  نږدې  شل کاله  مخکې له خپلې کورنۍ څخه ورک شوی دی . احتمال لري چې په کوم  اروپايي هېواد کې په خنډونو اخته وي . هر څوک چې کورنۍ ته يې د پيدا کيدو خبر  وکړي پرمننې برسېره به  غټ  زيری  هم تر لاسه کړي ! د پېښې  لنډ جريان : ميرابادشاه  د  ببرک کارمل  د واکمنۍ په مهال  په جبر سره د« انقلاب  سپاهيانو» ته بېول  شوی و. لومړی  په شکردره کې  په  دنده مصروف  و، خو ډېر ژر بې درکه شو ؛چې تر اوسه يې پته ورکه ده . ميراباد شاه نږدې دوه کاله مخکې  د آزادو قبايلو  په«  ټل» ښار کې د سيفور مېرمنې ته تليفون کړی و او د کورنۍ حال  يې ترې پوښتلی و. ( د سيفور مېرمن د کابل  د څلور سوه بستريز روغتون د پخواني قوماندان  ولايت خان  ورېنداره  ده ) . د سيفور زوی د محمد سيدشاه کورنۍ ته ويلي وو چې  ميرابادشاه د سيفور د کور تليفون لمبر  له سراج ځاځي څخه اخيستی و او دا يې هم  ورته  ويلي وو چې د سراج ځاځي سره په يوه کوټه کې اوسيږي . اوس نو که چېرې څوک سراج ځاځی وپېژني ، د ميرابادشاه  د    استوګنې پته  په دقيقه توګه لاسته   راتلای شي . دا د میرابادشاه يواځينی عکس دی چې د نوموړي کورنۍ دده  د پېژندنې په موخه زمونږ په واک کې راکړی دی . په دې عکس کې ميرابادشاه د اتلسو کالونو په عمر دی . خدای پاک دې راتلونکی لوی اختر د محمد سيدشاه کورنۍ د ټولو غړو د ليدو اختر وګرځوي . آمين  يا رب العالمين   ط . د ضرورت په وخت کې په لاندې تليفوني پتو اړيکې ټينګې کړئ  :   په هـــــــــــالنډ کې   :0031356220698      په افغانستان کې : 1)      دميراباد شاه  پلار محمد سيد شاه : 0093799148778 2)      د ميراباد شاه کاکا محمد زاهد شاه  :  0093799766908