
مصور مجله تېر کال داسې مهال د چاپي رسنیو په لمن کې راوټوکېده چې په هېواد کې د رسنیو بازار ښه تود وو. په تېره برېښنایي رسنۍ په داسې کش کې وې چې پر چاپي هغو یې پوره سیوری او اغېز ښندلی وو. ان تر دې چې ځینې پښتو مجلو د همدغه اغېز،مالي او یو لړ نورو ستونزو له امله د څو ګڼو تر چاپېدو وروسته بیا د چاپ مخه ونه لیده او د تل لپاره یې له خپلو لوستونکو سره مخه ښه وکړه.
د پښتو مجلو د چاپ ټکنیتوب او ستونزې اوسنۍ نه دي. پخوا هم په دې برخه کې کافي ستونزې وې، خو پخوا مالي ستونزو د پښتو مجلو ژوند او پایښت ګواښه، ځکه د مالي ستونزو له امله د ډېرو پښتو مجلو د چاپ بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ وو. ان تر دې چې ګڼې مجلې د همدغې ستونزې له امله ځوانیمرګې شوې.
پښتو مجلې لا له پیله چندان د چاپ او پایښت بخت نه لري، ځکه په تېره یوه یوه نیمه لسیزه کې ډېر ځله د ګڼو نوو پښتو مجلو په چاپ او لیدو خوښ شوو، خو همغه نوې بېلابېلې مجلې د یوې یا څو ګڼو تر چاپ وروسته داسې تری تم شوې چې لا یې هم لوری، لودن او برخلیک ناڅرګند دی، خو د خدای په فضل د شیطان غوږونه دې کاڼه وي مصور مجله تر دې مهاله له مالي پلوه له داسې کوم جدي ګواښ سره نه ده مخامخ.
د مجلو چاپ او چلول لوی زړه چاودون او کړاوو دی. د دغه کړاوو ګالل سړه سینه، کاري مټې، ځغاستونکې پښې، بیا بیا غوښتنې، اړیکې او ننواتې، د بسپنې لپې او نور ډېر مهارتونه غواړي.
له بل پلوه د مجلو د چاپ چاره هغه د هر هټ منګیو یا د شګو مزله ته پاتې کېږي چې هیڅ تمامېدل یې نشته، ځکه تر څو چې د یوې ګڼې د لیکنو له راټولولو، انتخابولو، ټایپ کولو، ایډیټ کولو، ډیزاین، چاپ خونې ته تر لېږلو، چاپولو او وېشلو راوزګارېږي، نو د بلې ګڼې وخت را رسېدلی وي، همدغه ټوله پروسه بیا بیا د هرې ګڼې لپاره پیلېږي او بشپړېږي.
د ځانګړې (اختصاصي) مجلې چلول بیا د مجلې د چلوونکو دغه کړاوو نور هم زیاتوي. هغه هم د ماشومانو لپاره ځانګړې مجله، ځکه چې یو، خو موږ بې له هغې ډېر لږ د هرې برخې متخصصین لرو. په دغو لږو کې بیا د ماشومانو برخه بېخي ډېره خواره ده.
نننی بوخت ژوند د ستونزې یو بل اړخ دی، ځکه د ماشومانو د برخې لیکوال او متخصصین یې دومره بوخت کړي دي چې په ډېرو لږو یې د یوې نیمې لیکنې ډاډه غږ کولی شې، خو په یو ځلي غږنه کېږي. لیکوالو ته بیا بیا ورتګ او ټلیفون تقریباً د لیکنې د ترلاسه کولو په ارونو بدل شوی دی.
موږ دې ټولو ستونزو او کړاوو ته د مصور مجلې مسوول او ګران ملګري اجمل تورمان یواځې پریښی دی. نوموړي د خپلو دفتري چارو تر څنګ د لیکوالو تر کورو او چاپ خونې هم د تېرې هرې ګڼې لپاره ډېرې منډې رامنډې کړې دي. د ښاغلي تورمان د همدغو هلو ځلو له برکته د مصور هره ګڼه پر خپل وخت د درنو لوستونکو تر لاسونو رسېدلې ده.
دادی د تېرو ګڼو په ځېر د ښاغلي تورمان د هلو ځلو له برکته د مصور مجلې پنځمه ګڼه هم پر خپل وخت ترلاسه کوۍ.مصور مجلې د څلورو ګڼو په چاپولو سره خپل یو خپرنیز کال بشپړ کړ. د یادونې وړ ده چې مصور مجله د ماشومانو په هکله د خپل پېر یواځینۍ او بېسارې مجله ده چې تر دې مهاله یې د ماشومانو د حقونو، پالنې، روزنې، زده کړې، ادبیاتو او نورو موضوعاتو په هکله ځانګړې او ګټورې لیکنې خپرې کړې دي.
مصور مجلې په خورا بریالیتوب خپل یو خپرنیز کال بشپړ كړ. له دې امله له ټولو هغو لیکوالو او قلمي ملګرو څخه د زړه له کومې مننه کوي چې په تېرو ګڼو کې د چاپ په موخه یې خپلې ارزښتناکې علمي، څېړنیزې او تخلیقي لیکنې د مصور مجلې په واک کې ورکړې وې.
مصور خپرندوی بنسټ په دغو ټولو ښاغلو د همېشنیو مرستو د سپارښتنې تر څنګ له نورو ښاغلو لیکوالو څخه هم هیله کوي چې د خپلو لیکنو په را استولو له مصور مجلې سره خپله مینه او مرسته وپالي.
درنښت
امیرجان وحید احمدزی
د مصور خپرندوی بنسټ مشر