تیره اوونې په نوي ډیلی کې  دافغانو زده کوونکو ټاکنې ترسره شوې

تیره اوونې په نوي ډیلی کې  دافغانو زده کوونکو ټاکنې ترسره شوې ، دافغان محصلینو په دغو ټاکنوکې  نژدې څلورو تنو ځانونه کاندید کړي وو ، ټاکنې په خورا ازاده او دموکراتیکه فضاکې  ترسره شوې ،  او نژدې  دریو سوو محصلینو  له دریو پوهنتونو  ( ډیلی  پوهنتون ، جواهرلال نهرو پوهنتون او جامعه ملیه پوهنتون )  برخه اخیستې وه . له اوږدې مودې وروسته په هند کې دمحصلینو دغه شان آزادې ټاکنې  ترسره شوې ، سره له دې  چې یوشمیر کسانو دهغو دګډولو له پاره خپلې ناوړې هڅې ترسره کړې خو ګټه یې ونه کړه ، ټاکنو دیوه دموکراتیک دود په شان  خپله لاره  ومونده او افغان ځوانانو په   پوره وړ
 تیا سره دخپل رسالت له مخې خپلو کاندیدانو ته رایی ورکړې  چې د رایو په پایله کې  د ډیلی پوهنتون   دسیاسی زده کړو محصل  ښاغلی هیلمند درایو په اکثریت سره د محصلینو د اتحادیې دمشر په توګه  وړونکی  شو.   دځوانو محصلینو له پاره ددموکراسۍ  دبنسټونو د زده کړې  له پاره  دداسې ټاکنو ترسره کول  دافغانانو د راتلونکو ځوانانو له پاره  خورا زیات اهمیت لری  او هیله ده چې دغه دود له دې وروسته افغانستان ته هم دهمدغو ځوانانو له خوا  ولیږ دول شي .

دښاغلی هیلمند د لابریو په هیله

کابلی والا  نوی ډیلی