
ستر پښتون شیخ الحدیث شهید الملت والدین علامه (محمد حسن جان) المدني رحمةالله علیه فرمايي:
چي زه مدینې منورې ته ولاړم، هلته مي یو سپین ژرۍ کس ولید چي کله به په مدینه منوره کي قصابۍ وسوې نو کومي بېکاره غوښي او هډوکي چي به پاته سول، سپین ژري سړي به جمع کول.
شېخ صاحب فرمايي: چي ما له ځان سره ویل: دا کس دلته مدینه منوره کي څنګه سوال کوي؟
نو شېخ صاحب فرمايي: لکه څرنګه چي دا سړۍ سپین ژرۍ و او تر ما مشر و نو د آدب په وجه مي ورته نسوای ویلای چي تاسو ولي داسي کوﺉ؟!
شېخ وايي:
خېر یوه ورځ سپین ژرۍ ناست و او غوښي یې میده کولې چي ما ورته وویل: بابا!
دا غوښي او هډوکي څه کوې؟
بابا په خوږه مسکا وویل: بس همداسي.
ما ټینګار وکړ چي خامخا به راته وایاست؟
سپین ژري ویل: کله چي مدینه منوره کي قصابي وسي او هغه غوښي او هډوکي چي قصابان غورځوي، زه یې یوځای کوم او میده کوم یې، چون که زه ضعیف یم او بل خدمت مي په وسه پوره نه دی نو همدا کار مي خپل مسيولیت او وظیفه ګرځولې، دا د محبوب پیغمبر صلی الله علیه وسلم ښار دی، ځکه نو هره پیشي او هر سپي ته دا غوښي میده کوم او ور وړم یې چي اوس هغه سپي راسره آشنا سوي دي او کله چي دوی ته غوښي او هډوکي میده کوم نو هر یو سپۍ یا پیشي پر خپل ځای منظم انتظار وي او له یو بل سره شخړه نه کوي نو زه هر یوه لره د هغه حق ورکړم او بیا نو ولاړ سي.!
ځکه یې دومره قدر کوم چي دا زموږ د خوږ پیغمبر علیه الصلاة والسلام د ښار سپي او پیشیاني دي.!
سبحان الله!
شېخ وايي: ما وپوښت چي څومره موده کېږي چي دا کار سرته رسوې؟
سپین ژري راته وویل: ۲۲ کاله کېږي.!
شېخ حسن جان صاحب وايي: چي ۱۲ کاله وروسته بیا مدینې منورې ته ولاړم بیا یې هم دا خدمت کاوه.!!!
سبحان الله!
د پېغمبر صلی الله علیه وسلم په خاطر یې د مدینې منورې د حیواناتو هم قدر او عزت کاوه. لکن افسوس پر موږ دی چي له هري خبري سره مو په رسول الله صلی الله علیه وسلم قسم دی او په سنتو باندي یې شرم کوو.!!!
الله جل جلاله دي موږ ته انصاف نصیب کړي.!