له عربي سر چينوڅخه : د احمدضياء رحيمزي ژباړه ((څوك چې پر فضا واكمن شي،كولاى شې دځمكې پر سر ټولې جګړې وګټي)) دا هغه نظريه ده چې يوه امريكايي جنرال وړاندې كړې او ډير ټينګار هم پرې لري.خو هغه پوښتنه چې اوس مطرح كيږي ، داده چې آيا وروسته تر دې چې امريكا دسپوږمۍ پر سطحه ، ديوه دايمي فضايې ستيشن د جوړونې په اړه ، پر خپلې غوښتنې ټينګار وكړ، نو آيا كاينات به ټول د امريكا تر كنترول لاندې راشي؟ او آيا دميريخ ستورى به دامريكا دخاورې يوه برخه وشميرل شي؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې مطرح كيږي خو دقناعت وړ ځواب ورته نه پيدا كيږي، وړاندې تر دې چې ددې بحث تفصيلاتو ته ورننوزو،په محدودو كرښو كې بۀ هڅه وكړو چې دميريخ دستوري په اړه څه ړنا واچوو، تر څو لوستونكي دهغه څه پر حقيقت پوى شي چې په دې لاندې کرښو کې يې لولي. .ميريخ د لمريزنظام يو ستورى دى او په دې نوم نومول يې د روميانو دجګړې دالهې يا معبود ((مارس ))په نامه پورې اړه لري ، دغه ستورى د ځمكې تر كُرې كوچنى او تر سپوږمۍ لوى دى، چې سطحه يې ډبرينه او سخته،او آسمان يا چت يې ددې ستوري په محيط كې د خپاره شوي غبار له امله سور رنګه دى. ميريخ دځمكې له كُرې نه په دې هم توپير لري ، چې ديوې سپوږمۍ پر ځاى ،دوه سپوږمۍ لري او دغه دواړه سپوږمۍ ډيړې وړې دي چې له ډير قوي ليد څخه يې پرته ، ليدل ممكن نه دي. ميريخ له ځمكې سره غبرګولى ستورى هم ګڼل كيږي، خو په دې توپير چې ډير سوړ او يخ دى او فضايي پوښ يې تر ځمكې ډير كمزورى دى. اوس به بيرته اصلي موضوع ته را وګرځو، او هغه دا چې دامريكا جمهور رييس(( جارج بُش)) ددې هيواد دفضايې كشفياتو د راتلونكې په اړه دجرئت نه دخپل ډک پلان داعلانولو په ترڅ كې ادعا كړ ې وه ،چې دوى به د ۲۰۱۵ زيږ ديز كال تر را رسيدو پورې بيا سپوږمۍ ته وخيژي او همدا رنګه ميريخ او حتى تر هغې ور وړاندې ستوروته به ، دانساني پلاوو د ور ليږلو بهير هم ګړندى كړي. دامريكا جمهور رييس همدا رنګه دلمريزې مجموعې د لا زياتې پيژندنې او كشف په غرض دليري واټن دسفرونو لپاره ديوې اډې او مركز په توګه دميريخ څخه د استفادې پر اهميت هم ټينګار وكړ او زياته يې كړه چې د سپوږمۍ پر سطحه ديوه بشري مركز جوړول به له يوې خوا د راتلونكو فضايې كشفياتو لګښت كم كړي، او دلا ګټورو فضايې پروګرامونو اوپلانونو د جوړونې بهير به لا نور هم وهڅوي. ددغو فضايي پروګرامونو جوړول دامريكا واكمنو ته نوې خبره نه ده، جان كينيډي ټوله نړۍ هغه وخت له ګواښ سره مخ كړه چې لومړنى انسان يې دسپوږمۍ سطحې ته وليږو، او تر څو چې هغه بيرته په سالمه بڼه ځمكې ته راستنيدو نو يوه موده پرې ووتله، همدا رنګه د امريكا د فضايي چارو متخصص ((نيل آرمسټرانګ )) لومړنى انسان ګڼل كيږي چې په ۱۹۶۹ زيږديز كال كې يې دسپوږمۍ پر سطحه پښې ايښې دي. همدا رنګه د اوسني جمهور رييس پلار مشر جورج بُش په ۱۹۸۹ زيږ ديز كال كې دسپوږمۍ پر سطحه ديوه ثابت مركز دجوړونې او ميريخ ته دفضايي چارودمتخصصينو د ليږنې په اړه خپله مينه او ليوالتيا څرګنده كړه، خو كله چې دامريكا د فضايي څيړنو ادارې ((ناسا))اعلان وكړ چې ددې پروژې لګښت به تر ۴۰۰ ميلياردډالرو زيات شي، نو دمشر جورج بوش دغه خوب هم له عملي كيدو پاتې شو. ددې پس منظر په پوهيدو سره يوه ډيره مهمه پوښتنه را پيداكيږي او هغه دا چې دسپوږمۍ لورې ته له ختلو او ميريخ ته دسفر په اړه د كشر بُش اهداف څه دي؟ او كوم څه يې دې لورې ته هڅوي؟ بُش او دهغه نوې فضايې پروژې: دامريكا اوسنۍ جمهور رييس بُش دغه ګټور فضايي پروګرام دامريكا له خوا په فضا كې دبشري كشفياتو دلړۍ دبيا را ژوندي كولو يوازينى لاره ګڼي، په داسې حال كې چې لا تر اوسه يې هم د كولمبيا نومي فضايي بيړۍ غميزه نده هيره كړې ،چې د ۲۰۰۳ زيږديز كال دفبرورۍ دمياشتې په لومړۍ نيټه دځمكې هوايې غلاف ته په ننوتلو سره ، ټوټې ټوټې شوه او په هغې كې سپاره اوه تنه دفضايي علومو امريکايي كارپوهان ووژل شول. ددې نوي پروګرام له مخې چې دفضايي څيړنو داړتيا وړ آلاتو دبيا نوي كولو په هد ف تر سره كيږي، او دفضايي څيړنو لپاره د موجودو اسبابو دكمزورتيا دليري كولو ديوې هڅې تر شا د پرتو رښتنيو لاملونو، له تفسير او دهغې له اصلاح څخه عاجز دي، دامريكا دفضايي څيړنو او الوتون مركز اعلان وكړ، چې دوى به په فضايي څيړنوكې داستعماليدونكو فضايې بيړيوپه بڼه او ارتفاع كې بدلون راولي. او ددې لپا ره چې پر فضا د برلاسۍ لپاره امريكايي هڅو دبرياليتوب دوام تثبيت شي. په دې وروستيو كې دامريكا د فضايي څيړنو اداره ((ناسا)) له يو لړ اانتقادونو او نيوكو سره مخ شوه، چې ددې نيوكو په لړ كې مهم انتقاد له امنيتي ځان ساتنې اجرائاتو څخه سترګې پټونه وه. په دې چې ځينو كړيو، داګڼله چې د كو لمبيا نومي فضايي بيړۍ دخپل الوت په وخت له يو لړ تخنيكي ستونزو سره مخ وه، په داسې حال كې چې ددې غميزې تر شا ډير نور سببونه هم وو، خو دهغو وضاحت يا سپيناوى ونشو. ميريخ ته د ختلو دهڅو تر شا لاملونه : پر عراق د جګړې تر تپلو وروسته چې دهغې په ترڅ كې دامريكا په زرګونو پوځيان مړه او ټپيان شول، اود دولت د خزانې يوه زياته برخه په كې مصرف شوه، په ولس كې دجمهور رييس بُش دمحبوبيت كچه هم تر ډيره حده را كمه شوه، دا په داسې حال كې چې دآلمان دفضايي چارو يو لوى كار پوه((لوګ مير))، د بُش دغه پلان چې غواړي دفضايي بيړيو په ترڅ كې دميريخ ستوري ته كار پوهان وليږدوي، تر خپلې اندازې زيات ګړندى ګام وباله او څرګنده يې كړه چې بايدد بُش دغه اعلان شوي پلان ته د امريكا دمتحده ايالاتو د جمهوري رياست د ټاكنو له ليري ليد نه وكتل شي. هغه ټاكنې چې د تير زيږيديز كال په نوامبر كې ترسره شوې.او دهغې په ترڅ کې يو ځل بيا بُش دجمهورى رياست وټاکل شو. دغه جرمني كار پوه له دغه پروګرام څخه لاس ته راوړنې لګښت په تناسب چې بايد په دې لار كې وشي، كمزورې او لږې ګڼي. او په دې نظر دى چې ددې كار لپاره موجوده ټكنالوژي او دهغې اساسي زيرمې دكفايت په اندازه پر مخ نه دي تللې،تر څو وكولاى شي ميريخ ته دانساني سفر په ټاكل شوې راتلونكې كې ممكن وګرځوي. خو بل اړخ ته د امريكا متحده ايالات د۲۰۰۳ زيږ ديز كال داكتوبر په ۱۵مه ، په لومړني فضايي سفر كې د چين برياليتوب، پر فضا باندې خپل كنترول اوبادارۍ ته د ګواښ په لړ كې يو جدي پيل ګڼي . دغه برياليتوب په سپوږ مۍ كې د انسان د تل ميشت كيدو لپاره دبنسټ ډبره ګڼل كيږيګكې متحده ايالات د۲۰۰۳ زيږيديز كال داكتوبر په ۱۵مه ، په لومړني فضايي سفر كې د چين برياليتوب ، پر فضا باندې دخپل ، چې سم دلاسه چين تر لاسه كړى. او دا دامريكا ګټو ته يو جدي خطر او لوى ګواښ جوړوي. امريكا تر ډيرې مودې دا باور درلود چې جاپان به دريم هيواد وي چې تر امريكا او روسيې وروسته به فضا ته ور دننه شي. خو په غير يقيني بڼه دا قدم دچين له خوا پورته شو، چې دنړۍ ټول بازارونه يې لا پخوا په دې هدف له خپلو توليداتو ډك كړي چې پر نړۍ باندې خپل اقصادي كنترول ټينګ كړي چې د ټولې نړۍ داداره كولو د پلان دتحقق په لار كې يو غټ او مهم عنصر ګڼل كيږي. واقعيت دادى چې دامريكا لپاره دانديښنې وړ ټكى ، د نورې نړۍ له خوا د ميريخ دستوري اودفضا ء سخير د هڅو برياليتوب دى. ځكه خو امريكا هغه وخت ډاډ منه شوه چې كله په ۱۹۹۸ زيږيديز كال جاپان فضا ته د خپلې ((نوزومي)) نومي فضايي بئړۍ په استولو كې ناكام شو. ټاكل شوې وه چې دغه فضايي بيړۍ به دميريخ د ستوري تر شا او خوا ګرځي را ګرځي. په همدې توګه كله چې دبريتانوي فضايي بيړۍ ((بګل۲)) سره چې ټاكل شوې وه،دمسيح د زيږيدنې د جشن په ورځ د ميريخ په سطحه كښيني او هلته د ژوند آثار ولټوي، اړيكې پرې شوې، او دغه بئړۍ دميريخ پرسطحه د خپلې ناستې د هر ډول اشارو په راليږلو كې ناكامه شوه، نو بيا هم امريكا د اطمينان ساه و اخيسته. اوداسې ښكاري چې ددغه څو ناكاميو دامريكا دمتحده ايالاتو ناكاميو امه شوه، نو بئا هم دامريكا ې پرې شوې، او دغه بئړۍ دميريخ پرسطحه رياليتوب دى. دغه هيله مندي زياته كړه چې كولاى شي دسپوږمۍ او ميريخ د تسخير په اړه خپل اهداف بشپړ كړي. بل خوا د فضايي څيړنو لپاره اروپايي ادارې په دې وروستيو كې خپل دغه پلان چې غواړي په راتلونكو ديرشو كلونو كې ، دميريخ لوري ته سفروكړي ،او هلته د فضايي څيړنو كارپوهان كوزكړي، اعلان كړ. او داسې هيله كيږي چې دغه اداره به د((ايګزومورس)) په نامه خپله فضايي بيړۍ د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۴ زيږيديز كلونو په ترڅ كې د ميريخ په سطحه ور ښكته كړي، تر څو دميريخ له سطحې څخه مواد او نښانې ځمكې ته راوړي . په نژدې راتلونکې کې د فضا د پوځي کولو امريکايې خوب : په حقيقت کې پر فضا باندې دکنترول او په هغې کې دپوځي کمپونو او اډو د جوړولو لپاره د امريکا غوښتنې ، له دوهمې نړيواله جګړې ځخه را پدې خوا پيل شوې دي، کله چې د )) درون بيرګر )) په نامه يوه آلماني جنرال د امريکا ددفاع وزارت پنتاګون ته په فضاکې ديوې وسله وا ل ټولګي دجوړولو وړانديز وکړ، هغه داسې چې يو شمير مصنوعې سپوږمۍ به فضا ته توغول کيږي ، چې په هغې کې به يوه اندازه وسله ځاى پرځا شوې وي. دغه مصنوعې سپوږمۍ به د مختلفو زاويواو بيلا بيلو ارتفاعاتو سره د ځمکې تر شا او خوا څرخيږي ، او دهغې ټول حرکات به دځمکې له خوا ادراه کيږي، داسې چې دغه مصنوعې سپوږمۍ به له پخوانه ټاکل شوى هدف له مينځه وړاى شي. او له فضا څخه به ځمکې ته وسلې او راکټونه را توغولاى شي. دآلماني جنرال تر دغه وړانديز وروسته امريکا په ډيره بيړه دفضا دتسخير او کنترول لپاره پلان جوړونه پيل کړه، داسې چې په ١٩٦٧ زيږيديز کال يې فضا ته د فايکنګ ون او فايکنګ ټو په نامه فضايې بيړۍ وتوغولې ، اودغه دواړه فضايې بيړۍ د سره ستوري يا ميريخ پر سطحه په کوزيدو بريالۍ شوې، او له هغه ځاى نه يې دميريخ دير واضح تصويرونه ځمکې ته را واستول . تردې وروسته يعنې تقريبا دوه لسيزې وروسته امريکا نور فضايې مرکبات او توغندي ، دميريخ د سطحې د لا زياتې مطالعې او څيړنې لپاره وليږل، امريکايي فضايي بيړۍ (( مارس باد فايندر)) د ١٩٩٦ زيږ ديز کال په نومبر کې وتوغول شوه،او د١٩٩٧ کال د جولاى په مياشت کې دميريخ پر سطحه باندې په کيناستو بريالۍ شوه . همدا رنگه د امريکا متحده ايالات پدې وروستيو کې (دتير زيږيديز کال په پيل کې ) بريالۍشوه چې خپلې دوه کمپيوتري فضايي بيړۍ دميريخ په سطحه کيښنوي، تر څو پدې ستوري کې داوبو نقشه رسم کړي . دغه فضايي کمپيوتري بيړۍ ((سپيرايت)) او(( ابوريتوني)) نوميدلې . ځينې څيړونکي په دې آند دي چې دغه نوى او لومړى اقدام ، د امريکا متحده ايالاتو ته په ټوله نړۍ کې دپوځي ځواکونو د څارنې او ساتنې امکان په لاس ورکوي ، چې دا کارد ځمکې له هر ګوټ نه دپوځي راکټونو دبريدونو پرضد دمخنيوي د نظام له ابتکاراتو څخه دى . او دا څارنه اوساتنه دهغه نويو وسلو دجوړونې له لارې هم تر سره کيږي چې له فضا څخه دهغې ويشتل ممکن دي ، پرته له دې چې امريکايې ځواکونه مستقيماً په کومه جګړه کې ښکيل شي. او پرته له دې چې دوى ته کوم زيان ور واړي. سربيره پر دې چې دډيرو داسې وسلو دآزمويلو چانس به هم په لاس ورشي چې دهغې آزمويل دځمکې دکرې پر مخ ګران کار دى. او په دې تو ګه ګورو چې سپوږمۍ او ميريخ به د عادي او اتومي وسلو پر درلودونکو پوځي قطعاتو باندې بدل شي ، او دابه دځمکې ستوري ته دپاى ټکى کيږدي . دغه پايله به دفلمونو د داستانونو په څير خيالي او غير واقعى نه وي، بلکې دا ځل به دغه پايله حقيقي بڼه ولري. پرميريخ د برلاسي لپاره پلانونه : دامريکا اوسنى جمهور رئيس (( جورج بُش)) دټولو کايناتو ( ځمکې او فضا)دتسخير او کنترول په لار کې دخپلو هميشنيو هڅو په ترڅ کې ، ددې هيواد د کانگريس نه د غوښتنې پلان لرې تر څو دامريکا دفضايې څيړنې ادراې ((ناسا)) په اوسنۍ بوديجه کې د ١١ ملياردو ډالرو زياتوالى راولي . چې په دې ډول به ددې ادارې بوديجه په راتلونکو کلونوکې مجموعاً ٨٦ ميليارد ډالرو ته لوړه شي. جمهور رئيس بوش په دې باور دى، چې د فضايي څيړنو لپاره په ټاکل شوې بوديجه کې کموالي د کولمبيا نومې فضايي بيړۍ پيښه رامينځ ته کړه. ځکه نو دغه غميزې، د راتلونکو فضايي ځيړنو لپاره د استعماليدونکو وسايلو د پرمختګ او نوې فضايي بيړۍ دجوړونې لپاره د بوديجې دزياتوالي نورې ناندرۍ هم را څرګندې کړې. همدارنګه جمهور رئيس بُش د راتلونکو پروګرامونو او پروژو د ښه برياليتوب لپاره دلازم تمرين غوښتونکى هم شو، داسې چې امرېکا به د (( ريفون ))په ټاپو وزمي کې چې دځمکې په شمالي قطب کې موقعيت لري، دتمرين لپاره ځاى جوړوي،ځکه ددغه ټاپو وزمى محيط او چاپيريال په نړۍ کې دميريخ دمحيط او چاپيريال سره تر ټولو ورته ګڼل کيږي، همدا رنګه دغه ټاپو وزمى دميريخ له هغه ځاى سره ډير ورته والى لري چې دفايکنګ په نامه فضايي بيړۍ پکې ناسته کړې وه. سر ه لدې چې ددې ټاپو وزمې جوې او فضايي پوښښ (غلاف) دميريخ د پوښ په نسبت ډير نرى دى . همدا اوس په دې ټاپو کې دکارګرانو يوه ډله په کار لګليا ده ، چې کم او زيات ٤٠٠ غړي لري. او په دې کې جيولوجستان،فزيک پوهان ، مهندسين ، فضايي سفر کونکي، او ځينې نورې ډلې شاملې دي. همدا راز د شپږو شپږو تنو دوه ټولګي په نوبت د ميريخ د ډبرين چاپيريال او هلته له ژوند سره دبلد تيالپاره تمرين اخلي. دغه کاري ډله ، چې د((ميريخ ټولګي )) په نامه ياديږي ديوې بلې استوانه يې ډوله ودانۍ جوړوي ، چې دناسا اداره به يي دنورو فضايي الوتونکو لپاره به يې ددې ټاپو په جنوب لويديزه برخه کې جوړه کړي . پدې نوې ودانۍ کې به د ميريخ ټولګي غړي په دوامداره بڼه اوسيږي، او په خپل چاپيريال کې به له علمي اکتشافاتو پرته ، بل هيڅ څه ته پاملرنه نه کوي. دوى به تل مخصوصې فضايي جامې اغوستې وي، او ترهرولسو دقيقو وروسته به د(( دنفر)) له مرکز سره د توجيه او لار ښونې په غرض اړيکې ټينګوي . او دا دلسو دقيقو موده هم په دقيق ډول هغه موده ده چې له ميريخ ځخه راډيويي امواج د ځمکې سطحې ته پکې را رسيږي . او ددې سترې فتحې په لار کې د ټولو هڅو د انسجام په غرض ، د ناسا ادارې په دې وروستيو کې ټول فضايي سفرونه ، فضايي ستر تلسکوب (( هابل)) ته د خدماتو د وړاندې کولو په لور توجيه کړي دي. او دا ددې لپاره چې فضا ته دالوتونکو ټولې هڅې له نوي سره دبهرنۍ فضا دکشف په لور را غوڼډ شي. اما وروسته بيا د امريکا دفضايي څيړنو ادارې ناسا، خپله دغه پريکړه بدله کړه، او د هابل تلسکوب يې له خدمت څخه معاف کړ. د يادونې وړ ده چې د هابل تلسکوب په ١٩٩٠ زيږيديز کال کې د خپل کار له پيل څخه دفضايې څيړنو په نړۍ کې انقلاب را مينځ کړ.دا سې چې ځمکې ته يې په دوامداره بڼه د ډيرو نادرو فضايې تصويرونو لړۍ راليږلې. دغه راليږل شويو تصويرونو وکولاى شول، د هغه کايناتو عمر وټاکي چې ويل کيږي ١٣ مليارده کاله سابقه لري. سپوږمۍ دخرڅلاو لپاره ......څوک يې اخلي؟؟؟ په واقعيت کې سره له دې چې سپوږمۍ ته تر ٢٠١٥ زېږديز کاله پورې دامريکايې فضا نوردانو دورتللو توقع نشي کيداى، اما دغه وړوکى ستورى چې د ځمکې تې شا او خوا څرخيږي ، همدا اوس او حتى له څو کلونو راپد يخوا د ډيرو امريکايي شرکتونو لپاره دخرڅلاو او پيرودو ديوه ګټورملکيت بڼه غوره کړې ده. حتى يوه امريکايي شرکت (( لونار ايجنسي )) يوازې دسپوږمۍ په سطحه کې دځمکې د اخيستو او پيرودو کار غوره کړى، او خپل اختصاص يې ګرځولى. ددغه شرکت مسئوولين ټينګار لري چې دوى هره ورځ تقريباً شل داسې غوښتنليکونه تر لاسه کوي چې خلک غواړي دسپوږمۍ په سطحه کې ځمکې واخلي . او دغه لړۍ دې شرکت ته دا ډاډ ورکړى چې کيداى شي، دسپوږمۍ په سطحه کې ميشت کيدل به د راتلونکو دريو کلونو په ترڅ کې تر سره شي، نه دشلو کلونو څخه وروسته. تر ټولو په زړه پورې داده چې دسپوږمۍ په سطحه يوه ټوټه ځمکه چې مساحت يې٤٠٠٠ مربع متره وي ، په اروپا کې په ٢٩٧٩ يورو، له مالياتو او ټکسونوپرته پيرودل کيږي او په امريکا کې همدغه مساحت درلودونکې ځمکه په ٢٩٩٩ ډالره پيرودل کيږي. بل خوا ته استاد، ((رام جاکو)) چې د مونتريال د ماکيګل پوهنتون د هوا او فضا دقانون په انستيتوت کې دنده لري، وايي چې په فضا کې ديوې ساحې دملکيت اخيستل څه په سپوږمۍ او څه هم په نورو ستورو کې ، د جوي پوښښ يا غلاف څخه د بهر فضاء په اړه ، د١٩٦٧ زيږديز کال دلاس ليک شوي تړون له مخې، خطر ناکه بڼه لري . اما اوس تر دې تفصيل وروسته ، چې دهاليوډ دسينمايي کمپنۍ له اړخه جوړو شويو هغه فلمونو ته ډير ورته دى، چې په علمې خيالاتو له نورو فلمونو لږ توپير لري، زمونږ په اذهانو کې دا پوښتنه را ولاړيږي، چې آيا دا امکان لري چې سپو ږمۍ دې د داسې يو سوله ايز مکان بڼه غوره کړي چې په هغې کې دې هغه ځوانان ميشت شي، کوم چې د ځمکې په کره کې ځان ته دځاى پر پيدا کولو قادر نه دي؟ او که نه داسې ورځ به هم راځي چې د ميريخ سطحه به د واشنګتن دنويو ساتونکو په لاس ، په ا نساني وينو رنګينيږي. هغه ساتونکي چې غواړي نه يوازې دځمکې په ټوله ُکره باندې کنترول او برلاسى ولري، بلکه پر نورو ستورو لکه ميريخ او تر هغې وړاندې پر سپوږمۍ هم ددوى کنترول وي. !!!!! دغه څېړنېزه مقاله عرپئ ژبي ليکوال نرمين صبري لېکلې ده چې دانترنټ دنړيوالې شبکې په لاندې عربي ويب پاڼه کې خپره شو ې ده : www.moheet.com
وروستي