
آيا په افغانستان کې يوازې هزاره ګان د جګړې قرباني دي او يوازې دوی وژل کيږي؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
افغانستان له ۱۳۵۷ل کال راهيسې چې د خلق ګوند له خوا د سردار محمد داوود خان پر رژيم کودتا وشوه، د نړۍ د زبرځواکونو د سياليو ډګر او د جګړې ميدان شو. ۱۴ کالونه افغانان د کمونېست، خلقي، پرچمي؛ مجاهد او اشرار په نومونو ووژل شول. بيا د مجاهدينو په دوره کې افغان ولس د قوم او ګوند په نوم قرباني او ضايع شو. له هغې وروسته د طالبانو تحريک او د مقاومت په نوم د شمالي ټلوالې ترمنځ جګړو کې افغان ولس بله قرباني ورکړه.
د طالبانو اسلامي امارت د امريکا په مشرۍ او د نورې لوېدېځې نړۍ په ملاتړ سقوط شو او په افغانستان کې د امريکا په ملاتړ نوې اداره رامنځ ته شوه. له ۱۳۸۰ل کال څخه بيا تر نن ورځې پوري افغان ولس په مختلفو نومونو د جګړې قرباني دی. يو خوا يې د امريکا غلام حکومت د عسکر، مامور، کارمند، جاسوس او ملاتړي په نوم وژل کيږي، بله خوا يې بيا د طالب، ترهګر او ورانکاري په نوم وژل کيږي. په دغه جګړه کې امريکا او افغان حکومت د خپلو مخالفينو پر ضد هوايي او ځمکني عمليات کوي، چې د وسله والو ترڅنګ يې ډېری قرباني عام وګړي هم دي او بيا له بلې خوا؛ وسله والې ډلې د امريکا او افغان حکومت پر وړاندې بريدونه کوي، چې ولسي وګړي يې هم له اغېز او تلفاتو خوندي نه دي.
له ۱۳۵۷ل کال څخه بيا تر نن ورځې هر افغان؛ پښتون، هزاره، تاجک، ازبک او نورو قرباني ورکړې ده. يا له ښکېلو ډلو سره د اړيکو او تړاو په اساس وژل شوي او يا هم د ښکېلو ډلو ترمنځ جګړه کې قرباني شوي دي.
په روانه ۱۷کلنه جګړه کې بيا د افغانستان د بل هر قوم په پرتله تر ټولو زياته قرباني پښتون ولس ورکړې ده. د پښتنو سيمې ناامنه دي، حکومت او بهرني ځواکونه د خپلو وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه هوايي او ځکمني بريدونه کوي چې قرباني يې پښتون ولس له نورو ډېر دی. د طالبانو په ليکو کې د نورو ولسونو په پرتله پښتانه زيات دي، چې حکومت او بهرنيانو يې نه په وژلو صبر کړی او هم د زندانونو په ډکولو. په همدې سيمو کې حکومتي عسکر پښتون دی، دولتي مامور پښتون دی؛ چې وسله وال يې بيا له حکومت سره په اړيکو وژني.
له پښتون وروسته د جګړې دويم قرباني ازبک او بيا تاجک ولسونه دي. که د مرګ - ژوبلې خپرې شوې شمېرې له تېرو ۱۷ کالونو په ښه او بشپړ ډول مطالعه شي، نو څرګنده به شي چې هزاره وروڼه په څلورمه درجه کې دي او له خدایه غواړو، چې د هزاره ګانو په شمول هر بل افغان په سوله کې ژوند وکړي او د هزاره ګانو په څېر د افغانستان هره سيمه په امن کې شي.
له افغان ولس نيولي، بيا د کابل تر حکومت او نړيوالې ټولنې په لويه کې پر افغان وژنې چوپه ده او هغه څه يې نه دي کړي، چې بايد شوي وای. دا غوره وړانديز او خبره نه ده، چې وويل شي "که چېرې پښتون او يا بل وژل کيږي نو هزاره دې هم ووژل شي او سيمې بايد ناامنه شي، غوره دا ده، چې که چېرې هزاره د سولې ژوند لري، نو پښتون او بل وګړي ته هم بايد دا حق ورکړل شي."
په دې وروستيو د غزني او اروزګان ولايت هغه ولسوالۍ چې اوسېدونکي يې ډېری هزاره ګان دي ناامنه شوې دي. د یادو ولسواليو د امن لپاره د ملګرو ملتونو په شمول افغان حکومت او سیاسيونو غږ پورته کړ او د جګړې د پای په لټه او فشار کې شول. بهرنيان او ځيني افغانان که چېرې د بشري حقونو چيغې وهي او ورته ژمن وي، نو بیا د پښتون، هزاره، تاجک او ازبک وينه يو رنګ لري او د هر يو د ژوند حق دې خوندي شي.
د روهي خبرې کوي يا Rohi Talks په دې اونيزه خپرونه کې په همدې خبرې کوو چې؛
۱- آيا يوازې افغان هزاره وګړي د روانې جګړې قرباني دي؟
۲- ۱۷ کاله هزاره ګان په امن کې وو، نن يې ولې په سيمو کې جګړه ده؟
۳- د هزاره ګانو د وژل کېدو مسوول هزاره مشران دي، طالبان، افغان حکومت او که ولس؟
۴- ايران د دغه لوبې تر شا څومره لاس لري؟
تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوس په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او شننې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/د لړم مياشتې ۲۶مه نېټه د ماسخوتن له ۷:۳۰ څخه تر ۸:۰۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.