ستاسو په اند راتلونکې ولسي جرګه به هم د تېرې دورې په څېر وي؟

ستاسو په اند راتلونکې ولسي جرګه به هم د تېرې دورې په څېر وي؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

د ولسي جرګې ټاکنو ته تر دوه اونيو وخت پاتې دی او د روانې مياشتې په ۲۸مه نېټه به تر سره شي. له غزني پرته له ټول هېواد څخه څه د پاسه ۲۵۰۰ کسان دغه ټاکنو ته نوماندان دي، چې يوازې ۲۴۹ کسان به يې ولسي جرګې ته لار پيدا کړي. د ولسي جرګې د اوسني مشر عبدالروف ابراهيمي په وينا، چې د جرګې له موجوده غړو څخه تر ۹۰ سلنه يې نوماندان دي. له موجوده نوماندانو پرته ډېری څېرې چې دغه ټاکنو ته ولاړې دي، له ځوانانو څخه دي.

نوماندان چې يو شمېر يې پېژندل شوې او په تېر کې تجربه شوې څېرې دي، خو ترمنځ يې داسې څېرې هم شته يې، چې يا په بشپړ ډول نوې دي او يا هم د نورو برخو او مسلکونو څخه دغه ډګر ته راوتې دي.

د ولسي جرګې د نوماندانو شعارونه او کړنلارې هم توپيري دي. ځيني نوماندانو داسې شعارونه ټاکلي دي، چې په لوی لاس د وړونو ولسونو ترمنځ نفاق ته په کې لمن وهل شوې ده. دوی په غېرې مستقيم ډول يو شمېر ملي مسايلو ته شاراه کړې ده، چې واک د راسېدو په صورت کې به يې عملي کړي. د بېلګې په ډول؛ ځينو ليکلي دي، چې قدرت به له انحصار وباسي، د يو ځانګړي قوم څخه د واک اخېستو لپاره به مبارزه وکړي او داسې نور.

يو ډله نورو نوماندانو بيا د پخوانيو جهادي مشرانو انځورنو له خپلو انځورونو سره يو ځای کړي دي. د هغوی د کړنلارو يادونه يې کړې ده، چې ولسي جرګې ته په بريالي کېدو سره به يې عملي کړي.

داسې نوماندان هم شته، چې د کمې پوهې او يا هم د خلکو د غولولو په پار يې داسې ژمنې کړې دي، چې د هېواد د ولسمشر له صلاحيتونو هم لوړې دي.

له دې هرڅه پرته داسې نوماندان هم شته، چې سر له اوسه قانون ماتوي او له ټاکلو قوانينو سرغړونه کوي. دوی دولتي امکانات کاروي، نورو نوماندانو ته ګواښونه کوي، بې شمېره پيسې مصرف کوي او يو شمېر دولتي چارواکي يې په پيسو اخېستي دي، ترڅو دوی کامياب يې کړي.

د روهي خبرې کوي يا Rohi Talks په دې اونيزه خپرونه کې په دې خبرې کوو، چې:
۱- آيا راتلونکې ولسي جرګه به هم د تېرې دورې په څېر وي؟
۲- د تېرې دورې څو سلنه وکيلان به بيا ولسي جرګې ته لار پيدا کړي؟
۳- په نوې دوره کې به د ځوانانو سلنه څومره وي او څه پايله به ورکړي؟
۴- هغه څه چې نوماندان يې اوس وايي، په راتلونکې کې به يې څومره پلي کړي؟
۵- که د تېر په څېر ولسي جرګه جوړه شي، نو د هېواد برخليک به څه شي؟

تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوس په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او شننې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/د تلې مياشتې ۱۴مه نېټه د ماسخوتن له ۸:۳۰ څخه تر ۹:۰۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.