له دندې يې ځکه لېرې کړ، چې خپلې مينې ته يې د واده وړانديز وکړ!

روهي (دوه نۍ/۲ د تلې)، په چين کې يو هوايي شرکت خپل کارمندان په دې کار له دندې لېرې کړ، چې د الوتکې دننه يې خپلې مينې ته د واده وړانديز وکړ.

هلک او جينۍ دواړه د China Eastern Airlines په نوم د يو چينايي هوايي شرکت کارکوونکي وو، چې مينه پرځای پاتې او عاشق له دندې ګوښه شو.

هغه وخت چې هلک جينۍ ته د واده وړانديز کولو نو د الوتکې دننه مسافرين ورته متوجې وو او د دوی وېډيو يې اخېستې ده. په ټولنيزو رسنيو دغه وېډيو خپاره شوه او هوايي کرښې خپل کارمندان له دندې لېرې کړ.

China Eastern Airlines هوايي کرښې نه دي ويلي، چې د دغه کار قانوني اړخ څه وو، چې د واده وړانديز د دندې په ګوښه کېدو تمام شو.