د شهاب الباري شرح صحیح البخاري لونړۍ برخه له چاپه را ووته

(افغان دردیدلي اولس بل ستر ویاړ هم ترلاسه کړ)     د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د احادیثو مبارکو تر ټولو معتبر او منل شوي کتاب صحیح البخاري پښتو ژباړه او شرحې لومړۍ برخه له چاپه را ووته (شهاب البارِئ شرح صحیح البخاري) چې د هیواد دستر علمي، سیاسي او جهادي شخصیت شیخ الحدیث مولوي شهاب الدین دلاور صاحب حفظه الله تصنیف دی چې د بخاري شریف له پیل څخه بیا د «کتاب العلم» تر پایه پوري په پښتو ژبه په څلورو جلدونو کې بشپړ شوی دی او پر پاتې برخه یې کار روان دی. شیخ صاحب د خپل تصنیف پيل په یوې اوږدې مقدمې کړی چې په هغو کې يې خپلو خبرو ته مستندې حوالې ورکړي، وروسته یې په هر حدیث کې د رواة احوال، لغوي تحقیقونه، لفظي او روانې ژباړې سربېره په فقهي مسائلو کې د ائمه اختلاف، د احادیثو څخه اخذ شوي مسائل او اړوند مباحث په روانه او اسانه ژبه لیکلي دي. شهاب البارئ شرح صحیح البخاري که له یوه اړخه خپل اهمیت له دې څخه اخلي چې په پښتو ژبه ده، خو له بله اړخه له دې وجې هم مهمه ده چې لیکوال یې د کلونو راهیسي په مختلفو مدارسو او جامعاتو کې د احادیثو شیخ او د فنونو استاذ پاتې شوی دی او په خپل علم او مجال کې د افغانستان په سطحه یو د برلاسو مشایخو څخه شمېرل کیږي.      د احادیثو شریفو له دغې نوي شرحې څخه هر هغه څوک استفاده کولای شي چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د مستندو احادیثو سره مینه لري، په هغوی ځان پوهول غواړي او د احادیثو څخه په اخیستل شوي فهم کې د مذاهب اربعه د اختلافونو سربېره بالاخیره د حنفي فقهي په رڼا کې راجح اقوال ځانته معلومول غواړي.      د شیخ صاحب دغه تصنیف په ځانګړي ډول د احادیثو د طلبا کرامو لپاره یو ارزښتناک اثر او خوشحالوونکی زیری دی. ددې کتاب ځیني خصوصیات په لاندي ډول دي:  د «شهاب البارئ شرح صحیح البخاري» په ترتیب کې د لاندېنیو امورو خاص اهتمام شوی دی.    (۱) د حدیث عربي متن په صحیح اعراب سره وړاندې شوی دی؛   (۲) د حدیث روانه پښتو ژباړه شوې ده؛   (۳) د حدیث د راویانو احوال بیان شوي دي؛   (۴) له معتمدو شروحو نه د حدیث مکمله تشریح شوې ده؛   (۵) له معتمدو شروحو نه د مقام سره مناسب د حدیث صرفي، نحوي، بلاغتي او فني تحقیق شوی دی؛   (۶) له حدیث نه مأخوذ فقهي مذاهب په تفصیل سره بیان شوي او هم يې د تنقیح مناط وضاحت شوی دی (۷) له مربوط حدیث سره د فقهي مذاهبو د لائل په تفصیل سره بیان شوي دي؛   (۸) نورو فقهي مذاهبو ته په اختلافي مباحثو کې د هغوی د دلائلو لپاره داسي لطیفې توجیهات بیان شوي دي چې د حنیفي مسلک أقربیت الی الحدیث په زړه او دماغ کې راسخ کوي او په دې ټولو مباحثوکې حتی الوسع د روایاتو تطبیق او توافق په نظر کې نیول شوی دی، چې ترڅو (مما أمکن) ټول روایات (معمول بها) وګرځي او د حنیفي مذهب په ترجیح او تائید کې هم د بل امام او فقهي مسلک د عظمت او احترام پوره خیال ساتل شوی دی؛   (۹) د سند د «تحویل» وضاحت او تشریح شوې ده.(۱۰) د امام بخاري رحمه الله د معلقاتو مفصل وضاحت شوی دی؛   (۱۱) د حدیث له باب سره د مطابقت مکمل وضاحت شوی دی؛   (۱۲) له حدیث نه مستنبطه احکام ذکرشوي دي؛   (۱۳) د هر باب له خپل کتاب او سابق باب سره مناسبت بیان شوی دی؛   (۱۴) د هر ترجمة الباب نحوي تشریح شوې ده؛   (۱۵) د هر ترجمة الباب د اغلاق او ابهام مکمل وضاحت او تشریح شوې ده؛   (۱۶) د هر ترجمة الباب له عقد نه د امام بخاري رحمه الله غرض بیان شوی دی؛   (۱۷) د اول جلد په پیل کې د علم حدیث مکمله او مفصله مقدمه ذکرشوې ده؛   (۱۸) او هم ورسره د صحیح البخاري مکمله او مفصله مقدمه ذکر شوې ده؛   (۱۹) د متشابهو تراجمو فرق او وضاحت شوی دی؛   (۲۰) د «باب بلا ترجمه» مفصل وضاحت او د علماؤ توجیهات بیان شوي دي؛   (۲۱) د هرکتاب په آخر کې د براعت الإختتام وضاحت شوي دی؛   (۲۲) هر بحث له مستندو حوالو نه برخمن شوی دی. د شهاب البارئ شرح صحیح البخاري په اړه د ځینو مشهورو علماء کرامو او مشایخو عظامو د تقریظونو څخه د وینا یوه برخه: د جامعه دار العلوم حقانیه اکوړه خټک مهتمم حضرت مولانا شیخ الحدیث سمیع الحق مدظلهم العالي فرمایلي: «زمونږ د قدرمن ورور مولانا شهاب الدین دلاور الحقاني شرحه یوه با امتیازه او روښانه شرحه ده، چې په یقین سره شارح باندي ډېره خواري کښلې او د احادیثو ټول اړخونه یې په بشپړه او ښه توګه د نني عصر د ذوق سره سم په پښتو ژبه را نغښتلي دي . الله تعالی دي يې د لیکوال لپاره د قیامت په ورځ د حسناتو د ترازو د دروندوالي سبب وګرځوي او په دنیا کې د طلابو او علماو لپاره د نفعې مصدر». د جامعه دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک شیخ الحدیث حضرت مولانا مغفورالله مدظلهم العالی فرمایلي: «الله تبارک و تعالی دې د مولف دا قیمتي او زرینه شرحه په خپل دربار عالیه کې قبول کړي. او په ګڼ شمیر طلباء کرام او علماء کرام ددینه مستفید وګرځوي». جامعه دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک شیخ الحدیث والقران مولانا عبدالحلیم (دیربابا) مدظلهم العالی فرمایلي: « نوموړي ته دي الله تعالی اوږد ژوند ورکړي، د صحیح البخاري دغه خدمت یې د ابتدا څخه نیولې بیا د «کتاب العلم» تر انتهاء پوري بشپړه کړې، په ابتداء کي يې د حوالو سره لویه مقدمه لیکلې، او د رواة احوال یې قلمبنده کړي دي، د حدیثو لغوي تحقیق د محاورې د ترجمې سره، د ائمه اختلاف، اخذ شوي مسائل او د هغه اړوند مباحث یې په حوالو را نقل کړي دي. نوموړي په ډېر محنت سره په خپل علمي تحقیق کې پښتو ژبه کارولې او په دې توګه یې پر اهل علم لوی احسان کړی دی.» دارالعلوم نعمانیه اتمانزی جارسده وجامعه دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک شیخ الحدیث حضرت مولانا محمد ادریس حفظه الله تعالی فرمایلي: «کتاب هذا په پښتو ژبه کې د صحیح البخاري یوه نادره، عظیمه علمي شرح ده او دعلماء کرامو او طلباء د پاره د استفادې لویه سرمایه ده» د کتاب تر لاسه کولو ادرسونه: د افغانستان او پاکستان په اکثرو لویو او مشهورو دیني کتاب خانو کې تر لاسه کیدای شي، په ځانګړي ډول په کابل کې د الحاج حسین ځاځي مارکیټ او پخته فروشي کوڅه کې د دیني کتابخانو څخه تر لاسه کیداي شي او همداسي د جلال اباد، خوست، غزني، لوګر په شمول د هیواد د اکثرو ولایتونو مشهورو کتابخانو ته به ډېر ژر ورسیږي. په پاکستان کې د پيښور په قصه خواني، اکوړه خټک، مردان، مانسهره، او کویټې ښار په لویو دیني او مشهورو کتابخانو کې هم تر لاسه کیدای شي.