د تاريخ پليته څيره وپیژنئ

عبدالرحمن بن ملجم (د خوارجو ســــر لښکر) يادوم, هغه نوم چې ټول ورسره اشنا دي او د هر مسلمان له غوږو تیر شوي، دا د أمير المٶمنين علي بن أبي طالب -رضی الله عنه- چې د اسلام څلورم راشد خلیفه و، رسول الله صلى الله عليه وسلم د تره ځوی او زوم، د فاطمة الزاهراء خاوند، د جنتى ځوانانو د سردارانو حسن او حسین - رضی الله عنهما- پلار چې په ژوندنی ورته د جنت زیرې ورکړل شوی قاتل و!!!

◽️ مونږ زیاتره فکر کوو چې د تاریخ دا پلیته څیره، ( عبد الرحمن بن ملجم )
به يو فاسق, بی لارې او په دین ناپوهه انسان و او يا دا چې د هغه خلکو له ډلې څخه به و چې اسلام د ړنګولو او مسلمانانو د له منځه وړلو په خاطر یې اسلام منلی وو.

خو داسې نده:
◽️ عبد الرحمن بن ملجم يقيناً يو تقواداره، پرهیزګاره او نیک عمله انسان و، الله جل جلاله ته د ډیرو سجدو کیښودلو نښې یې په مخ ښکاره وي.

◽️عمر بن الخطاب – رضي الله عنه- مصر ته د عمرو بن العاص -رضي الله عنه- د غوښتنې په اساس وليږلو چې ویل يې:
اى أمير المؤمنينه: ما ته داسې څوک راواستوه چې د الله کتاب یې په سینه کې ځای کړی وی ترڅو د مصر خلکو ته قران کریم ور ﺯده کړى.

عمر بن الخطاب – رضي الله عنه- ورته په ځواب کې وویل:
ما درته عبد الرحمن بن ملجم د قران داسې حافظ درواستو چې ته می په ځان غوره کړي.
(يعني ما غوښتل چې له ما سره په مدینه کې پاتی شي خو ته مي په ځان غوره کړی او ستا خواته مې دراوستو) کله چې در ورسیږى نو درناوی یې وکړه او یو کور ورته برابر کړه چې خلکو ته په کې قران کريم ورښايي.

◽️ هو, هم دا عبد الرحمن بن ملجم د علي بن أبي طالب -رضي الله – قاتل و.

هو: هم دې زاهد، عابد، پرهیزګاره، د قران حافظ او ښوونکی
د خپلې تورې په ګذار علي بن أبي طالب -رضي الله – وواژه په داسې حالت كې چې دا ايت یې تکرارولو: ((وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ وَاللَّهُ رَءُوفٌ بِالْعِبَادِ)) دبقري سورت: ۲۰۷.

◽️ عبد الرحمن بن ملجم ته خپل ټول عبادت، تقوی او پرهیزګاری هیڅ ګټه ونه رسوله، یقیناً بده خاتمه د هغه په نصیب کې لیکله وه -والعياذ بالله-.

◽️خو د دې هر څه لامل د شرعي علم نشتوالی او د هغه خوراجو ترشاه تلل و چې د مسلمانانو ډیر ځوانان یې بی لارې کړی ول.

◽️ كله چې عبد الرحمن بن ملجم د قصاص لپاره وتړل شو نو جلاد ته یې وویل :
ما په یو ځل مه وژنه (یعنی سر می مه پریکوه)
بلکې يو په بل پسی زما اندامونه پریکړه تر څو زه د خپل وجود تکړې ووینم چې د الله تعالی په لار کې تعذیبیږى!!

سبحان الله! ایا په رښتیا هم د أمير المؤمنين علي بن أبي طالب- رضي الله عنه- وژل د الله تعالى بندګی او قربت و !!

◽️مونږ نن هم پخپل واقعي ژوند کې له دغه حالت سره مخ یو، د مسلمانانو ډیر ځوانان وینو چې د بیګناه مسلمانانو وژل الله جل جلاله ته د نږدیوالی وسیله ګڼي، ويره اچونه، فساد خپرول او د بى ګناه خلکو وينه تويول د دوی تګلاره ده، دا هغه څوک دي چې ظاهرا يې د هدایت نښې په مخونو ښکاری، شپه او ورځ قران کریم لولي.

خو لکن دوی فسادګر او بې لارې دي، په اړه يې د رسول صلى الله عليه وسلم هغه وينا ریښتنې ده چې فرمایي:«سَيَقْرَأُ الْقُرْآنَ رِجَالٌ لَا يُجَاوِزُ حَنَاجِرَهُمْ، يَمْرُقُونَ مِن الدِّينِ كَمَا يَمْرُقُ السَّهْمُ مِنَ الرَّمِيَّةِ».س
ژباړه: نږدی ده چې قران کریم به داسې خلک لولي چې د مریو ښکته به يې نه تریږي، له دین څخه به داسې په تیزۍ وځي لکه څرنګه چې غشۍ د لیندۍ وځي.

خو له دې هر څه سره دوی بیا هم د دین او اصلاح په نوم پخپله ناپوهی او د حق څخه په لېريوالی کلک پاتې وي.

◽️وګورئ سره له دې چې عبد الرحمن بن ملجم د انبیاءو او پیغمبرانو څخه وروسته تر ټولو غوره خلکو سره یو ځای ژوند کولو چې صحابه کرام دی خو بیا هم له فتنې څخه و نه ژغورل شو، ځکه چې د بديو څخه اړونکى او په نيکيو مرسته کونکى يواځي الله جل جلاله دي.

د عبدالرحمن بن ملجم په اړه د نبي عليه الصلاة السلام هغه وينا ریښتنې ده چې فرمایی:« وإنَّ الرجُلَ لَيَعْمَلُ بعملِ أهلِ الجنةِ، حتى ما يكونُ بينَهُ وبينَها إلا ذِراعٌ، فيَسْبِقُ عليهِ الكتابُ، فيعْمَلُ بعَمَلِ أهلِ النارِ، فيدخُلُ النارَ ».
ژباړه: یقیناً یوسړی به د جنت والو عمل کوي، تر دې چې د ده او د جنت ترمنځ به د یو ذراع (څنګل) په اندازه فاصله پاتې وي، خو تقدیر به پرې رامخکې شي، د جهنم والو عمل به شروع کړی او جهنم ته به داخل شي.

◽️ دا ابن ملجم و، نو ده دې لارویان به څرنګه وي؟
الله جل جلاله دی مونږ ته ثبات او عافیت راپه برخه کړی
أسأل الله أن يصلح شباب المسلمين ويردنا لدينه رداً جميلا ويرزقنا علماً نافعاً وقلباً خاشعاً وعقلاً واعياً, وأن يثبتنا على القرآن والسنة ويمتنا عليهم
مأخذونه:
* إقتضاء الصراط المستقيم لشيخ الإسلام إبن تيمية .
*البداية والنهاية لابن كثير.