
ډیر کلی د جوړیدو په وخت د کورني یا قبیلی د مشر په نوم نومول کیږی . خو ملکونډي د یوه اغزې نوم دي چی اوښان یې خورې.
نږدی یو سلو پنڅوس کاله دمخه په دی ټوټه ځمکه کی یوازی دملکونډی په نوم یو ډول اغزې شنه کیدل د شاوخوا کلیو اوسیدونکواو هم دلیری ځایو خلکو به دلته اوښان ، میږی اونور څاروی دڅر لپاره راوستل .
دملکونډې کلي چی د اوسنی خوست ښار ختیز لورته په دوه کیلومتری کی پروت دي ترڅنګ یې دوه لوی باغونه ( دوزیر باغ او میلمه کوټ باغ ) پراته دې، وزیرباغ د سردارمحمدهاشم خان په امر جوړشوی دي چی په دی وروستی وخت کی دملاریې باغ په نوم ونومول شو، دمیلمه کوټ باغ د سردار شامحمود خان له نوم سره تړاو لری او ډیر وخت د عمومی باغ او وروسته د میلمه کوټ په نوم ونومول شو .
دملکونډې کلې ختیز لورته دخوست پخوانې د سوداګریزی راکړی ورکړی مرکزونه پخوانی زوړ بازار چی د کاروان سرای ( کارمسرای )سره جخت پروت وه اودویم زوړ بازار چی اوس یې یوازی د ( کله منار غونډۍ او بندیخانه د یادګارپه توګه پاتی دې )پراته دې ، دواړه د پوره څیړنی وړ دي.
د متون تویې دپسرلي او مني د موسمي ورښتونو سیلابونه همیشه دملکونډې کلي کرنیزو ځمکو څه برخه دځان سره وړی .
ملکونډې کلې دسیمی په تاریخی وده کی وتلي رول درلودلی دي په ځانګړې توګه له دوو اړخونو څخه ډیر د یادونی وړ دي:
لمړۍ : د امنیت او نظم راوستلو له اړخه .
دوهم : دښوونی او روزنی دلمړنی مرکز په توګه .
امنیتی وضعه او دنظم راوستلو لپاره لاری چاری :
پخواوختونو کی کله چی دولت او دولتدارې په لمړنیو پړاونو کی وه په دی سیمه کی امن او نظم شته والی نه درلوزورورو قومونو به په کمزورو قومونو باندی یرغلونه کول دزړه بازارشا او خوا کلیواوسیدونکی یا په بل عبارت دمتون او شمل اوسیدونکی دزورورو قومونو دیرغلونو( غلو، غدیو ) څخه ډیر په شک او ویره کی وو. کله به چی د غلو او دړو ډلی د متون یا شمل پر کوم کلی راغلل نو هلته به یې دسیمی له خلکو څخه په زور ډوډۍ غوښته ، دتګ په وخت کی به یې که چیری کوم اس ، خر، غوا یا غوایې خوښ شو نود جوارو اوربشو او ایږدنو له جوال سره به یې یو ځای بیول دسیمی اوسیدونکی د یرغلګروددی ډول (غدیو او دړو )څخه خورا په تنګ وو .
دانګریزی استعمار لاسوهنو او یرغلونو هم ددغی بی نظمۍ له حالت سره زیاته مرسته کوله ، انګریزانو چی زموږ په ګاونډ کی اړولی وو له یوی خوا زموږ دخلکو د وروسته پاتیوالی او بدوی ژوند ، او له بلی خوازموږ دهیواد دامیرانو دیو اوبل سره له جنګونو څخه ناوړه ګټه پورته کوله . دوی به بهانه کوله چی تاسی نه سره جوړیږي ښه داده چی موږ مو سره جوړ کړو ، نو ځینو ته به یې پیسی ورکړی او نور به یې په طمع کړل په دی توګه به د هیواد د ننه راغلل او د ملک واګی به یې په خپل لاس کی واخیست اوهمیشه به یې کمزوري کس هڅه وه او د پر واک ناست کس د ماتولو لپاره به یې ورسره مرسته کوله په دی وسیله به یې په خلکو کی د نفاق اور بل ساتلو او واکمنی به یې کوله . دهر کمزوری په سرکی به چی د پاچاکیدو خیال وروګرځید، نو ده دغه لار ډیره ښه پیژندله چی د چا په لمن کی ځان وروغورځوی او د پاچا کیدو لپاره تری مرسته وغواړې او دغی کار تردی را وروسته وخته پوری ادامه درلوده که څه هم موږ افغانان د ټول په توګه پدی ویاړو چی زموږ خلک توریالې ، میړانې ننګیالې، میلمه پال دې، خو په تاسف سره باید دا ومنو چی زموږ دخلکو دټولو ښو صفاتو څخه دښمن زموږ پر ضد ګټه پورته کړیده ،یو د بل سره یې جنګولی یوو،ټول وخت په خپل منځ کی دجنګ اوجګړوله امله د زده کړی او پوهی له بهیرڅخه وروسته پاتی ساتل شوی یوو. هر امیر او پاچا له دی وضعی څخه د راوتلو مناسبو لارو په پیداکولو کی پاتی راغلي دي.
کله به هم مرکزی دولت شته والی نه درلود او کله به یې چی شته والی هم درلودلو نولیری پراتو سیمو ته به یې واکمنې غځیدلی نه وه ، نو ځکه هر کور کلي او قوم مجبور وه چی په خپله د خپل ځان دساتلو لپاره لاری چاری ولټوی په ځانګړی توګه دخوست مرکزی سیمی یا په بله وینا د خوست د زوړ بازار څلورو خواته د شمل اومتون پراته اوسیدونکی چی د ورڅیرمه قومو نو دپړبانو نوم څخه خورا په تنګ وو .
مرکزی دولت د خوست سیمی دخلکوترمنځ دنظم ټینګولو لپاره داسی چاته ضرورت درلود چی دمرکزی دولت د رسمی استازی په توګه د دولت تمثیل وکړی نوځکه یې پدی موخه د خلکو په غوښتنه د صبریو قوم د مچۍ کلی یوی مشهوری کورنۍ له دوو غړو څخه دملال الدین اوجمال الدین په نومونو غوښتنه وکړه چی په دی سیمه کی دولتی چاری سمبال کړې . ملال الدین او جمال الدین چی په خپل وخت کی په مروجه علومو پوه سړې وو په څنګ کی یې ښه جنګیالی ځوانان هم درلودل ، یوازی جمال الدین یوولس زامن درلودل چی له هغوی څخه د دوو زامنو نومونه یې یو سالار اوبل ګلول نومیده ،سالار چی دخوست په لهجه سلور بلل کیده په مروجه علومو پوره پوهیده نو ځکه یې پخپل وخت کی دمولانا لقب ګټلی وه ، له همدی کبله مولانا سالار ته ددولتی چارو د سمبالتیا دنده وروسپارل شوه . همدارنګه د ملکونډې خوا اوشا زر جریبه ځمکه دوخت دمرکزی دولت دفرمان په بنا دهمدی سالار په نوم دغی کورنۍ ته ورکړل شوه چی اوس هم په دفتر کی دده په نوم ثبت ده ،ګلول هم د سالور تر څنګ د کور کلی د دود او دستور سره سم مرکی او جرګی تنظیمولی اوهم یې دنوروقومونو دغدیو یا دړو په وخت کی د خلکو راغونډونی یا په بله وینا دقومی اربکیو په بڼه دولسی لښکرجوړول او د ښو اسانو ساتل او روزل (داسانو تبیله یې تر دی ورستیو وختونو پوری هم موجوده وه )او هم یې د وخت جنګی وسایل درلودل. لنډه داچی په دی ډول یې په اصطلاح امنیتی چاری پرمخ بیولی . پدی وخت کی په هیواد کی ملوک الطوایفی وه ، هر چیری زور حاکم وه دولت وجود نه درلوده او که وجود یې هم درلودخو خورا کمزوری وه یوازی دا شونی وه چه خلک په پښتنې دود او دستور سره راټول شی نوځکه مرکه او جرګه د ټولنیز نظم ښه وسیله وه. لکه چی مخکی وویل شول د خوست پخواني زوړ بازار (چی اوس یوازی د کله منارغونډي او بندیخانه په یادګار پاتی دی )شا او خوا اوسیدونکی د زورورو قومونو د غلو، غدیو او دړو څخه په تنګ وو ددغه ستونزو دلیری کولو په موخه دمولانا سالوردوهم ورور ګلول چه برابره ونه یې درلوده او غښتلی مټور سړي وه په ټولو نږدی کلیو وګرځیده او خلک یې دځانی ساتنی لپاره او هم یې دبی اتفاقی له بالا څخه دخلاصون په خاطریووالی جرګی ته را وبلل، په نتیجه کی د( دري خیلو کلی)په جاما (جمع)کی یوه درنده غونډه جوړه شوه په غونډه کی ګلول د اربکیو مشر وټاکل شو او هم په غونډه کی پریکړه وشوه چی هیڅوګ به دغلوغدیوډلوته په خپل جومات کی ځای نه ورکوی نه به ډوډۍ ورکوی اونه به یې بله غوښتنه منی او هم به ددړمارواوغلو دغدیو په وخت کی د چیغی ډوول وهل کیږی .دهر نږدی کلی اربکی په اول سرکی او ورپسی ټول نور اربکی باید د پیښی ځای ته ځانونه ورسوی که چیری دړمارو جنګ او جنجال کولو حتی دمرګ تر پولی دی ووهل شی زموږ د سیمی په اصطلاح ( غږ ) یې ګلول وکړ.
(پاتی دی نه وی چی د چیغی ډوول داوریدو په صورت کی هیڅوک هم بي تفاوته نه شول پاتی کیدلی، پدی معنی چی دچیغی په وخت کی هرچا یو مکلفیت درلود) .
ددی جرګی وروسته څو ځله دغلو ډلی متون او شمل ته راغلی دجرګی د پریکړو سره سم غله ونیول شول په ونو پوری وتړل شول او ووهل شول یوه پیښه څه داسی هم وه : دغلو یوه ډله دشمل توي څخه را پوری وتی وه اربکیو ونیوله او بندیان یې کړل وروسته یې اړوند قوم ته خبر ورکړ چی سړې زموږ سره بند یان دې ، پدی اړه داربکیو او اړوند قوم داستازو ترمنځ مرکه جوړه شوه په دی مرکه کی پریکړه وشوه چی غل غل دي که څوګ دغلی په نیت سیمی ته داخلیږی اود سیمی خلکو له خوا نیول کیږی اړوند قوم یې پوښتنه نه کوی ، هرقوم باید خپل برید وپیژنی . خو نوموړی کسان دښه نیت د څرګندونی په توګه اړوند قوم ته ورخوشی شول .
د ( دری خیلو ) کلی جرګی نه وروسته دخوست په مرکزی سیمه کی نسبی امنیت ټینګ شو دقومونو ترمنځ پور معلوم شو ،کرار کرار امنیت نورو سیموته هم وغځیده .
لکه په ټول افغانستان کی چی دولتی واکمنی وده کوله اوخلک ورو ورو د ملوک الطوایفی حالت څخه راوتل ورسره د مرکزی دولت حیثیت او اعتبار زیاتیده ،په خوست کی هم په امن کی ګډ ژوند د ملکونډې کلی نه پیل او د غرورغو ټولو لوړو او ژورو ته ورسیده .
دملکونډی کلی ترڅنګ دحکومتي په نوم څو کوټې جوړي شوي چی د مرکزی دولت تمثیل به په کی کیده .
ددولت دجوړیدو سره سم دوه شیان پر خلکو ومنل شول:
لمړۍ :مالیه چی دوی برخی یې درلودی:
الف :دهر جریب مځکی پر سر یوه ټنګه وه چی دیوی افغانۍ څلورمه برخه یا ( پنځویشت پولۍ )هم ورته ویل کیده .
ب :دڅلویښتو څارویو پر سر یوڅاروی دمالیی په توګه اخیستل کیده چی دا مالیه تر ډیره پوری دمیږواو وزو د رامو پر سرعملی کیدله په ځینو ځایونو کی د اوښانو ګلی هم پدی لست کی ور زیاتیدلی نور څاروی تر څلویښتو زیات، یا تر ټاکلی اندازی پوری چانه درلودل اویا هم ډیر لږ تر سترګو کیدل . د څارویو پر سر دی مالیی ته چهل ویک(چیلیک)ویل کیده او هغه څوګ چی دا دنده یې درلوده د چیلیکی په نوم پیژندل کیده .
په دی ځای کی د یادونی وړ بولم چی :پخوا وختو کی دولتونو دخریداري په نوم دخلکو څخه د دولتی عسکرو دپاره غلی دانی او د دولتی اسانو دپاره بوس په بیه اخیستل ،دغلو دانو ساتلو دپاره ګدامداراو د بوسوساتلودپاره بیطارټاکل شوی وه.
دوهم :هشت نفری چی(اش نپري) تلفظ کیده په هرو اتو دخدمت وړکسانو پر سر یوکس باید دولت ته ورکړ شوی وای. دا هشت نفری د زمانی په تیریدو سره د منظمی اردو په جوړیدو او د مکلفیت په دوره باندی بدل شو چی پرته له جنوبی سرحدې سیمو نور په ټول افغانستان ومنل شو.
د خوست دسیمی خلکو اشنپری ونه منلو نو ځکه په خوست کی اجیریا اجرتی عسکروګمارل شول چی هغو ته به یې کوټوالیان ویل . دکوټوالی په لاس خلکو ته دحکومت پیغام استول کیده اوکله به چی سیمه یزه ستونزه پیدا کیده دقومونو څخه به اربکی را ټولیدل او خلک به په یوډیر لوړ ملی غرور په خپلو خپلو مرکزونو کی را غونډیدل او داسی احساساتی او هیجانی وضعه به جوړه شوه چی هیچاځان نشو کنترولولی ان هرځوان به غوښتل چی د غونډیدوځای ته ورشی. ځکه په دی وخت کی دیوه ځوان ذاتې جوهر ښه ځلیدل کیده او هغه پښتنی نومونه لکه ننګیالی، توریالی،میړاني،غښتلی او داسی نور القاب او بهادرې چی په خوست کی ورته ( بدرۍ )وایې یوه ځوان د توری په میدان ګټلای شول .
خو کله به چی چاته په کور یاکلی کی دپاتی کیدو دنده وسپارل شوه نو دا به دیوه ځوان مجبورېت و چی د ټولیده ځای ته به نشو ورتلای.
دمالیي ورکول او هم د اربکیو ټولول دولت ته دتابعت په معنی وو،چی پدی ډول ورو ورو دولتی نظم رامنځ ته شو،په خوست کی لمړنۍ دفترې چاری لکه ثبت، راجستر،کوټوالیان او بندیخانه دملکونډې کلی په څنګ کی پیل شوی یعنی د دولتی نظم لمړنۍ بیلګی منځ ته راغلی.
باید ووایم چی په هغه وخت کی دولتی جوړښت ( تشکیل ) خورا ساده او یوازی څو کسان وو.لکه خزانه دار،ګدامدار، چیلیکی او نور، د وخت به تیریدو سره دحاکم ، سرکاتب،مامور اوداسی نورو نومونه په پورتنیو نومونو باندی وخت په وخت ورزیات شول.
پدی توګه دولتی نظم دملکونډې کلی ترڅنګ پیدا شواووده یې وکوله ترڅوچی دخوست نوي(اوسنی) بازارجوړشودپنځویشتمی پلی فرقی قوماندانی عسکری
کلوپ جوړ شول.همدا شان د حاکم اعلی د کاردفتراونور اړوند دفترونه د امنیه قوماندانی جزوتامونه داوسنې څارندوی قوماندانی په تعمیر کی چی په لمړی سر کی یې ورته چوڼۍویله ټول یو ځای وو. پدی توګه دملکونډې کلې له څنګه د خوست دولتی حاکمیت دفترونه اوسنیو ټاکل شویو ځایونو ته را ولیږدیدل.
وروستی حاکم چی دملکونډې کلې ترڅنګ یې حکومت کړی دي مرحوم ډګرجنرال نایب الحکمه فیض محمد خان لوګري وه. دهمدی حاکم په وخت کی د خوست نوی بازاریا چوڼۍ جوړه شوه او دفترونه ورولیږدیدل .
په خوست کی د ښوونی او روزنی څرک اووده:
یوه بله لا ډیره زیاته مهمه خبره چی دملکونډې کلې له مشرانو سره اړیکه لری په خوست کی د لمړې ځل لپاره ترڅلورم ټولګی پوری دلمړنې ښوونځی جوړیدل وو. دغه ښوونځی د ملکونډی کلې د پخوانی میرزا (میرزامحمدحسن خوستی)په زیارجوړ شو،
میرزا محمد حسن ( خوستي )
ویل کیدل چی نوموړي د امیرشهید(امیرحبیب اله خان) په وخت کی دسیمی له نورو مشرانو سره یو ځای کابل ته ور وغوښتل شو ، د راتګ په وخت کی یې دنورو خبرو تر څنګ د یوه ښوونځی منظوری اخیستې وه اړین ښوونیزمواد یې هم له ځان سره راوړل .پدی توګه دلمړی ځل لپاره څلور صنفی ښوونځې دملکونډې کلې دجګ څنار لاندی په لوست پیل وکړ.
لمړني ښوونکی یې هم پخپله( میرزا محمد حسن خوستی ) وه په لمړی سرکی دمضمونونو نومونه پدی ډول وو:۱- انشاءفارسی۲-رسم الخط فارسی۳-حساب
میرزا محمد حسن خوستی مروجه علوم دخپل پلار یعنی (مولانا سالار) څخه زده کړی وو، نوموړې بر سیره پر مروجه علومو، فارسی،عربی ، اردو ،او انګلیسی ژبی هم زده وی .
کله چی دسیمی غازیانو د حاجی میرزاعلی خان وزیراو ببرک خان ځدراڼ تر مشری لاندی او د کابل څخه را استول شوی سپاه سالار محمد نادر خان په موجودیت کی د انګریزی استعمارلښکری تر ټل واړولی ، نو انګریزانو د خبرو
لارخپله کړه،میرزامحمدحسن خوستي هم د پوهو کسانو په ډله کی دافغانی لورې دخبرودډلی غړیتوب درلود،کله چی دازادۍ لپاره دا جګړه بریالیتوب ته ورسیده میرزا محمدحسن خوستي دجنوبی عسکری قواوچی ژمی به یې په خوست او اوړي به یې په ګردیز کی تیرولو دلوژستیک امر په توګه وټاکل شو ،د ژوند تر پایه پدی دنده پاتی شو ، دښه خدمت د بهادرې په ډیرو نښانونو ستایل شوی دی ۱۳۱۴هجری شمسی کال په ګردیز کی دی نړی څخه سترګی پټی کړی دی اروا دی ښاد وې.
باید یادونه وشی چی دهیواد د ازادۍ لپاره پدی جګړه کی دټول افغانستان خلکوهرچا په خپله اندازه ونډه درلوده په ځانګړی توګه دلوی پکتیا یا دهغی وخت د اداری جوړښت ( سترجنوبی)د ټولو قومونو جنګیالیو او مشرانومیړانه دستاینی او ویاړوړده . داچی اوسنی لیکنه د ملکونډی کلی په اړه ده نو ځکه د میرزا محمدحسن خوستی په نوم بسنه کوم.
خبره دڅلور ټولګیزلمړنی ښوونځی وه ، څرنګه چی ددی ښوونځی لمړني ښوونکی د ملکونډې کلې میرزا محمد حسن خوستی وه همدا شان یې لمړني زده کوونکی هم د نورو زده کوونکو په ډله کی ارواښادحاجی سیدحنان دملکونډي کلی وه . چی د امیرا مان اله خان په دوره کی یې څلورم ټولګی پای ته ورسولو وروسته یې نوری زده کړی بیا هم د میرزا محمد حسن خوستی څخه بشپړکړی اداری دولتی چاری یې زده کړی اووروسته بیا په خپل وار د جزا سرکاتب او نورومختلفو ادارو مشرتوبونه ور په برخه شول، نوموړی په خپل وخت کی د دولتدارۍپه اړوند دمیرزایې په برخه کی د لوړ نوم او شهرت څښتن وه او د ارګون دحاکم په توګه یې هم دنده تر سره کړی ده .
دغی څلورټولګیز ښوونځی څودوری فارغان ورکړل اوبیا څه وخت وروسته د ملکی شفاخانی و دانۍ ته چی د اوسنی غرغښت لیسی ختیز لورته موقعیت لری اوداوسنی توپچی قطعی قراول دی ولیږدول شو د ظاهرشاه پاچاهی په لمړیو وختو کی شپږم ټولګی ته لوړوالی ورکړشو. په دی وخت کی دملکونډی کلی دوه نور ممتاز زده کوونکې اروا ښاد حاجی محمد یونس خان او ارواښاد حاجی عبدالطیف خان وو.چی دواړه په هغه وخت کی ځوانان، همزولی
اوهمصنفیان وواو دواړو نوموړوپه ښه درجه شپږم ټولګی پای ته ورسولو. محمد یونس خان دښه استعداد او ورسره د ورین تندې لرونکی سړي وه،ډیر ژریې دمیرزایې او لیکنی فونون زده کړل ،په دولتی اداره کی یې مختلفی دندی سرته ورسولی اوسرکاتب جزا مقررشو، خوکله چی افغانستان بانک خپله څانګه
په خوست کی پرانیستله محمد یونس خان یې د مامور په توګه وګمارلو .
همدا شان عبدالطیف خان د شپږم ټولګی پای ته رسولووروسته په تڼیوکی ددره ګې ښوونځی چی نوی پرانستل کیده ښوونکی وټاکل شو او بیا څه موده وروسته نوموړی هم د افغانستان بانګ په ماموریت وګمارل شو ، دواړه په افغانستان بانګ کی د عمومی مدیریت رتبی ته ورسیدل او تقاعد شول . پدی وروستیو کی یې داعی اجل ته لبیک ووایه الله دی دوی دواړه دنورو مسلمانانو سره وبخښی. په را وروسته کی چی نور ښوونځی جوړ شول لکه داسماعیل خیلو ښوونځی د لکڼو ښوونځی په لمړی سرکی هرښوونځی داړوند سیمی په نوم یادیده خو لمړني څلور ټولګیز ښوونځی چی شپږ ټولګیزښوونځی ته لوړ کړ شوي وه د لوست منظمه ودانی هم ورته جوړه شوی وه( چی اوس هم موجوده ده)دمرکز مکتب په نوم پیژندل کیده بیا وروسته دغرغښت په نوم دلیسی درجه ورکړ شوه چی دخوست دپاره دښوروڼاندو په روزلو کی په ستر مرکز بدل شو.
کله چی دخوست دښوونی او روزنی خبره کیږی ، کیدای شی د ډیرو په فکر کی د مختلفو هغه چا نومونه وروګرځی چی پدی لاره کی یې نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کړیدی . زه ( زموږ کلي ) تر سرلیک لاندی یوازی دخدای ( ج )څخه
هیله کوم چی توفیق راپه برخه کړی ترڅو ددی لاری ټول هغه محترم پیاوړی لارویاو ددوی خدمتونه او فعالیتونه چی په خوست کی یې د پوهنی دودی لپاره ځانونه ستړی کړی دې او په خپل واریې دخدمت دروند پیتي تر یوه منزله رسولی دې، په یوه رساله کی راټول کړم تر څو په ښه نوم یې یاد او د هغوی هلی ځلی دخپلی کړنلاری څراغ کړو او هغوی ته د معفرت دعاګانی وکړو .
که څوګ ترما دمخه پدی برخه کی ګام ږدی ښه به وی چی دځینو په برخه کی ماهم وپوښتې .
دبخښنی په غوښتلو سره باید یادونه وکړم چی لیکوال نه یم هغه څه چی می د خپلی کورنۍ پخوانیومشرانو څخه اوریدلی وو د قلم په نوکه دکاغذ پرمخ ولیکل اوبل داچی په لنډه لیکنه کی همدومره څه ځایږی ، که چیری په لیکنه کی کومه تیروتنه شوی وی هیله ده تیروتنه راته په ګوته کړي تر څو په راتلونکی وخت کی یې سم شوی ډول خلکو ته وښوول شی نو ستاسو دډیری زیاتی مهربانی منندوی به یم .
په درنښت