پدې لکینه کې د ذی الحجی میاشتې په اولنیو لسو ورځو کې د تکبیرونو ویلو ارزښت،کیفیت، ډولونه، الفاظ او نور اړونده مسايل لوستلی شئ.
الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين.
وبعد.
لومړی: دتکبیرونو ویلو فضیلت:
تکبرونه ویل له نیکو عملونو او سترو عبادتونه څخه دي. پدې ورځو کې د الله جل جلاله په وړاندې تکبیرونه ویل ډير ﺯيات ارﺯښت لري، مسلمان باید تکبرونه ویل زیات او خپل غږ پرې لوړ کړي، له دې امله الله تعالى مسلمانانو ته د ﺫکر کولو امر کړى فرمايي:(( وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِىٓ أَيَّامٍ مَّعْلُومٰتٍ))د حج سورت: 28 ايت
ژباړه: په څو ټاكليو ورځو کې د الله نوم واخلئ(ﺫکر وکړئ).
ابن عباس- رضى الله- عنه وايي:« (أيام معلومات) د ذي الحجى لومړنۍ لس ورځې دى او (أيام معدودات) د ايام التشريق ورځې دى".
امام بخارى روايت کړى.
رسول الله صلى الله عليه وسلم هم پدې ورځو کې مونږد الله تعالی یادونی ته هڅولی یو،د لا إله إلا الله، الله أکبر او ألحمد لله د زیاتو ويلو امر یې کړي، له ابن عمر رضى الله عنه روايت دى، نبى صلى الله عليه وسلم وفرمايل:«مَا مِنْ أَيَّامٍ أَعْظَمُ عِنْدَ اللَّهِ وَلَا أَحَبُّ إِلَيْهِ مِنَ الْعَمَلِ فِيهِنَّ مِنْ هَذِهِ الْأَيَّامِ الْعَشْرِ فَأَكْثِرُوا فِيهِنَّ مِنَ التَّهْلِيلِ وَالتَّكْبِيرِ وَالتَّحْمِيدِ».
ژباړه:داسې ورځې نشته چې الله تعالى ته ډيرې غوره او په هغى کې ورته نيک عمل ډير محبوب وى په څير ددې لسو ورځو ،پدې کې د الله ﺫکر تهليل(لا إله إلا الله) تکبير(الله أکبر) تحميد(ألحمد لله) ویل ﺯيات کړئ.
إمام احمد روايت كړى.
دویم: د تکبیرونو ډولونه:
د ذی الحجې میاشتې په اولنیو لسو ورځو کې تکبیرونه ویل په دوه ډوله دي:
(۱) مطلق تکبيرونه:
هغه تکبيرونو ته ویل کیږي، چې د فرضي لمونځونو څخه د سلام ګرځولو پورې نوی تړلى.
وخت یې:
کله چې د ﺫى الحجې مياشت پيل شي نو مسلمان ته روا دی هر وخت او هر ځاى کې چې ورته اسانه او مناسب وى تکبيرونه ووايي.
له ابن عمر او ابو هريرة - رضى الله عنهما- نه نقل دى:چې دوى دواړه به د ﺫى الحجې په اولنيو لسو ورځو کې باﺯار ته راتلل تکبيرونه به يې ويل، صحابوو او تابعینو به ورسره هم تکبیرونه ویل ، باﺯار ته به یې د راتللو موخه يواځې د تکبيرنو ويل و.
فاكهي په "أخبار مكة" کې او مروزي په "العيدين"کې په حسن سند سره ﺫکر کړى.
(۲)مقيد تكبيرونه:
دفرضي لمونځونوڅخه د سلام ګرځولو وروسته ویل کیږي.
وخت يې عرفې ورځې د سهار څخه پيليږي او أيام التشريق اخرې ورځې د مازيګر لمانځه پورې دوام کوي.
أيام التشريق: د ذی الحجې میاشتې یوولسم، دولسم او د یارلسم ته وایي.
قاضي أبو يعلى وایي: «په أضحی (لوی اختر) کې تکبیرونه ویل په دوه ډوله دی: مطلق او مقید، مقید د فرضی لمونځونوڅخه وروسته ویل کیږی، او مطلق: په هر حالت، هر وخت او بازارونوکې ویل کیږی».
المغني(۲/۲۲۵).
پدې اړه لاندې أثار راغلی دی:
(۱) د علي - رضي الله عنه- نه نقل دى: «هغه به عرفی په ورځ سهار د لمانځه نه وروسته تکبیرونه ویل پیلول تر أيام التشريق اخری ورځی د مازیګره پورې، مازیګر د لمونځ نه وروسته به یې هم تکبیرونه ویل».
إمام أحمد په "مسائل عبدالله" کې، ابن المنذر په "الأوسط" کې او محاملي په "العيدين" کې روایت کړی، سند یې حسن لغيره دی.
إمام أحمد ـ رحمه الله ـ ویلی دی: د دعلی رضی الله عنه تکبیر دی او مونږ پرې عمل کوو. مسائل عبدالله: (۲/۴۳۲).
(2) ابن أبي شيبة، ابن المنذر او محاملي؛ د ابن عباس ـ رضي الله عنهماـ نه روایت کړي: «هغه به عرفی ورځی د سهار نه أیام التشریق د اخری ورځی پورې تکبیرونه ویل، په وروستی ورځ به یې ماښام کې تکبیرونه نه ویل، (د ا یې د تکبیرونو ویلو الفاظ وو): اللَّهُ أَكْبَرُ كَبيراً، اللَّهُ أَكْبَرُ كَبيراً، اللَّهُ أَكْبَرُ وأجَلُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، وللَّهِ الحمدُ».
سند یې صحيح دی.
(۳) ابن المنذر په "الأوسط" کې ، فاكهي په "أخبار مكة"کې؛ له نافع نه نقل کړي دی: «ابن عمر ـ رضی الله عنه ـ به په دغه ورځو کې په منی کې د فرضی لمونځونو څخه وروسته په خپله خیمه کې او لاره کې تکبیرونه ویل – په ټولو ورځو کې-».
سند یې صحيح لغيره دی.
درېیم: د تکبیرونو ویلو الفاظ:
نبي صلى الله عليه وسلم نه د تکبیرونو ویلو ځانګړی الفاظ نه دی ثابت، بلکې د صحابو- رضي الله عنهم – نه په دغی اړه ځینې الفاظ راغلی دی:
(۱) لومړی: الفاظ (اللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ كَبيراً) دی، دا الفاظ د سلمان الفارسي - رضي الله عنه- نه ثابت دی ، بيهقي په سنن الكبرى کې ذکر کړی، (۳/۳۱۶)، حافظ ابن حجر یې سند صحیح کړی الفتح(۲/۴۶۲).
(۲) دویم:الفاظ (اللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ، واللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، وللَّهِ الحمدُ) دی دا الفاظ د ابن مسعود- رضي الله عنه- نه ثابت دی ، ابن ابن أبي شيبة په خپل مصنف کې ذکر کړی(۵۶۳۳).
(۳)درېیم: الفاظ( اللَّهُ أَكْبَرُ كَبيراً، اللَّهُ أَكْبَرُ كَبيراً، اللَّهُ أَكْبَرُ وأجَلُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، وللَّهِ الحمدُ) دی د الفاظ د ابن عباس - رضي الله عنهما – نه ثابت دی، ابن أبي شيبة په خپل مصنف کې ذکر کړی(۵۶۴۶).
یادونه:
باید په یاد مو وی چې د تکبیرونو ویلو په الفاظو کې پراخی ده، ځکه نبي صلى الله عليه وسلم نه په کې ثابت نص نشته چې ځانګړې الفاظ تعین کړی، ترڅو چې داسې ده، نو مسلمان کولای شی چې د تکبیر په هر لفظ تکبیرونه ووایې که څه هم پورته ذکر نوی.
څلورم: د تکبیرونو اړونده مسایل:
(۱) د غیر حاجی (هغه څوک چې سږ کال حج فریضی د ادا کولو لپاره بیت الله ته نوی تللی) لپاره د مقيدو تكبيرونو وخت عرفی ورځی سهار د لمانځه څخه پیلیږی او أيام التشريق اخری ورځی د مازیګر لمانځه پورې دوام کوی لکه: څرنګه چې یې د علي - رضي الله عنه- په أثر کې یادونه وشوه.
(۲) د حاجی (هغه څوک چې سږ کال حج فریضې د ادا کولو لپاره بیت الله ته تللی وی) لپاره د مقيدو تكبيرونو وخت اختر ورځی ماسپښین د لمانځه څخه پیلږی او أيام التشريق اخری ورځی مازیګر د لمانځه پورې دوام کوی.
(۳) حاجی کولای شی چې د عرفی په ورځ تلبية او تكبيرونه ویل یو ځای کړی، د محمد بن أبي بكر الثقفي نه روایت دی: هغه د أنس بن مالك -رضي الله عنه- څخه وپوښتل:پدغه ورځ به تاسو د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره څرنګه عمل ترسره کولو؟ هغه وویل:تلبییه ویونکی به په لوړ غږ تلبیه ویله چا به نه منع کولو، او تکبیر ویونکی به تکبیرونه ویل او چا به پرې انکار نه کولو.
بخاري اومسلم ذکر کړي.
(۴) ایا مقید تکبیرونه به له استغفار څخه وړاندې ویل کیږی او که له استغفار ویلو څخه وروسته؟
(۱) څوک چې د سلام ګرځولو نه وروسته سمدستی د تکبیرونو ویل غوره وینی:
هغوی وايي: له صحابه کرامو - رضي الله عنهم- څخه دا نقل دی چې هغوی به له سلام وروسته تکبیرونه ویل.
له دې څرګندیږی چې دوی به د سلام او تکبیرونو ترمنځ په کوم شی جلاوالی نه رواستلو ... که چېرته داسې نوی نو له دوی به نقل شوی وی.
تكبيرونه ویل د دغو ورځو شعار دی باید استغفار د ویلو څخه مخکی وویل شي.
(۲) هغه أهل العلم چې استغفار ویل په تکبیرونو ویلو مخکی ګڼي، دوی ثوبان رضي الله عنه- حدیث د عموم نه استدلال کوی، هغه وایي: کله چې به رسول الله صلى الله عليه وسلم د لمانځه څخه سلام وګرځولو نو دری ځل به یې "أستغفر الله" وویل.
لومړی عمل غوره دی ځکه تکبیرونه ویل د دې ورځو ځانګړنه ده.
والله تعالى أعلم.
مأخـــــــذونه:
(۱) التکبیر المطلق والمقید:
لیکنه: عبدالباري بن حماد الأنصاري.
(۲) التكبير في العشر أنواعه وصيغه:
لیکنه: ظَافِرُ بْنُ حَسَن آل جَبْعَان
وروستي