د شیخ القرآن مولانا غلام الله خان راولپنډي (رحمة الله علیه)  ژوند ته لنډه کتنه 

شیخ القرآن مولانا غلام الله خان د شیخ التفسیر حضرت مولانا حسین علي رحمه الله او د خاتم المحدثین حضرت علامه محمد انور شاہ کشمیري رحمه الله د مایه ناز شاګردانو څخه دی.   مولانا د آزادۍ تحریک (مجلس احرارِ الاسلام) کې حصه اخیستې وه او تحریک (ختم نبوت) کې هم پوره برخمن ؤ. مولانا غلام الله خان د اسلامی نظام د نفاذ لپاره تل په جدوجهد او (تحریک نظام مصطفٰیؐ) کې یي هم د علماو او عوامو جرأت مندانه رهنمائي کړې . او ددې خوبیانو سره یي په شیخ القرآن ځانګړی شهرت درلود.  تل به یي د خپلو اکابرو په څیر د رواجونو او بدعاتو تردید کول، مؤمنان به یي توحید او سنت ته د عوت کول.      زمونږ په معاصرو علماو کې د قران عظیم الشان او احادیثو څومره خدمت چې د دارالعلوم دیوبند سره تعلق لرونکو علماو کړی په اوس وخت کې په ټوله دنیا کې ددې مثال نشته. دغه علماء په ځانګړي اسلوب د قرآن په تفسیر او ترجمي کولو په کلیو، ښارونو، مساجدو او مدارسو کې شپه او ورځ بوخت وي. او خاصکر د رمضان په میاشت  کې،  ځکه چې رمضان میاشت د قرآن کریم د نزول ، درس او تدریس میاشت ده،  خوږ نبي (صلی الله علیه وسلم) سره به جبریل علیه السلام  په رمضان کې د قران کریم تکرار کاوه. په کوم کال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د دنیا څخه رحلت کول،  دوه ځل يي ورسره قرآن کریم تکرار کړ.     د غه سلسله بیا اسلامي امت تر ننه ژوندۍ وساتله، د هندوستان په نیمه وچه کې شاه ولي الله محدث دهلوي رحمه الله د قرآن کریم د تفسیر او ترجمې خپله طریقه او منهج لاره، چی ځامنو لمسو او شاګردانو یي ټولې سیمې کې خپره کړه. او دغې سلسلې ته بیا د دیوبند علماو نوره پراختیا هم ورکړه.     په دې اړوند به د دارالعلوم دیوبند د علماو څخه یواځې د شیخ الهند رحمه الله یوه تاریخي او د یاد وړ کیسه را واخلو.     کله چې شیخ الهند مولانا محمود حسن دیوبندي رحمه الله د انګریزانو د مالټا وخشي زندان له ازادېدلو څخه وروسته  دارالعلوم دیوبند کې د علماء کرامو جوړ شوي ستر مجلس ته حاضر شو او په خپل خطاب کې یي وفرمایل:  ما د مالټا په زندان کې دوه ستر سبقونه زده کړل، په مجلس کې ناست ټول علماء کرام متوجه شول چې ددې عصر ستر امام به کوم دوه ستر سبقونه زده کړي وي او څومره به مهم وي، شیخ الهند رحمه الله وویل: موږ دوه شیانو تباه کړي یوو یو د قرآن عظیم الشان څخه لرې والي او دویم د مسلمانانو خپل منځ کې اختلاف.     شیخ الهند رحمه الله وویل:  ما دا دوه سبقونه زده کړل راغلی یم چې د ژوند تر وروستۍ لمحې پورې به خپل ژوند د قرآن عظیم الشان په خدمت او مسلمانانو تر منځ د اختلاف ختمولو کې تېروم، هره بدې تر یوه وخته او یوه حده پورې برداشت کیدلای شي، خو د مسلمانانو افتراق او خپل منځي اختلاف هيڅ وخت نه شي برداشت کیدلای. شیخ الهند د قرآن عظیم الشان د درسونو سره د یو تفسیر په لیکلو هم پیل وکړ.   ددې ستر او مبارک کار په نتیجه کې دده څخه په سلګونو شاګردانو خپله علمي تنده ماته کړه.    د ده شاګردانو په لوی هندوستان کې د قرآن عظیم الشان خدمت، تدریس او نشرولو ته ملا وتړله، تر دې چې د تفسیر عثماني، معارف القران، مشکلات القران، بیان القران ، علوم القران ، جواهرالقران او په سلګونه نور تفاسیر په اردو او عربي ولیکل شو. او دا سلسله الحمدلله لا هم روانه ده.     اوس به د شیخ القرآن مولانا غلام الله خان  راولپنډي (رحمة الله علیه)  مختصر تعارف وکړو!   زوکړه: شیخ غلام الله خان د فیروز خان ځوئ د آټک کیمبل پور ولسوالۍ د حضرو د چهچه کلې د (وریه) په علاقه کې په ۱۹۰۹م کال په پښتنه کورنۍ کې زیږیدلی دی. پلار یي دینداره شخصیت او په خپل قوم کې شهرتمند او مشر ؤ.      زده کړه: ابتدایي او متوسطې زده کړې یي د خپل کلي په ښوونځي کې پوره کړي دي،  بیا یي د مولانا سکندر او د هغه مشر ورور مولانا محمد اسماعیل نه او د مولانا رسول خان هزاروي نه په هزاره علاقه کې زده کړې کړي . د فنونو تکمیل یي د شیخ المشایخ مولانا نصیرالدین غور غوشتوي رحمه الله نه وکړ او د دینه وروسته د خپل مربّي مولانا سعید احمد رحمه الله په خبره د قرآن کریم د زده کړې لپاره د پنجاب د میانوالې ولسوالۍ علمي منار د تصوف او طریقت لارښود مفسر القرآن شیخ حسین علي پنجابي (رحمة الله علیه) خوا ته لاړ.     مولانا د داخلې په فورمه کې خپل نوم غلام خان ولد ملک فیروزخان لیکلی ‌‎ؤ‎، شیخ حسین علي په نوم کې د بدلون توصیه وکړه او د الله عزوجل ښکلی نوم یي ورسره اضافه کړ چې غلام الله خان ترې جوړ شو.    مولانا غلام الله خان د قرآن کریم د زده کړې سربیره په تصوف یا طریقت کې د توحید له دغه ستر منار شیخ حسین علي پنجابي رحمه الله سره بیعت هم وکړ او د سلوک مراحل یي تر سره کړل.     له دې نه وروسته د استادانو په مشوره د هندوستان ډابیل مرکزي دارالعلوم ته لاړ، او تر فراغته هلته پاتې شو، په کال ۱۹۳۳م یي د مشهور محدث شاه انوار شاه کشمیري رحمه الله نه د حدیثو لویه دوره وکړه. او دده په غوښتنه یي همغلته یو کال د تدریس مقدسه دنده هم وکړله.   تدریس: شیخ د خپل فراغت نه روسته د پاکستان د جوړښت نه مخکې په راولپنډۍ کې د زړېې کلا وران ویجاړ جومات لومړی صفا کړ، د آذان او لمونځ سلسله یي په کې پیل کړه د وخت په تیریدو یي د قران کریم درس شروع کړ، خلکو يي د تدریس ډیر ښه استقبال وکړ، تعداد ورځ تر بلې زیاتیده، شیخ به هم د خپلو استادانو په څیر د توحید بیان ته زور ورکو‌‎ل، او خلک به یي د خرافاتو او رواجونو څخه منع کول. او په مختلف مناسباتو کې به یي تقریرونه کول. په کال ۱۹۴۰م کې د  راولپنډۍ په مرکزي برخه راجه بازار کې شیخ غلام الله خان د  دار العلوم (تعلیم القرآن) په نوم مدرسه جوړه کړه، چی د ماهرینو قراء کرامو د اشراف لاندې به په کې د قران کریم ناظره، حفظ او تجوید کیده او جیدو علماء کرامو به په کې د درس نظامي چارې مخ په وړاندې  بولې خو د رجب میاشتې د ۲۲نیټې نه تر ۲۱رمضان پورې به خپله شیخ صاحب د قرآن تفسیر دوره کوله، لومړۍ تفسیر دوره کې ورسره ټول ۹ شاګردان ؤ، خو کلونه روسته بیا د هغه د قرآن په درس کې به چا ته د ناستې ځای نه پیدا کیده.     شیخ صاحب غلام الله ته د خپلې مورنې ژبی پښتو برسیره اردو، فارسي او عربي ټولو باندې ښه عبور حاصل ‌‌‎‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ؤ. مرحوم شیخ غلام الله خان ډیر شاګردان د سیمې برسیره د افغانستان، بنګلادیش، برما، اندونیزیا او هندوستان ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ؤ، د داخلې د ثبت کتابونو کې د سوډان، سویلي افریقا او مصر هیوادونو شاګردانو نومونه هم شته دی.      نوموړی به چې کله هم بیت الله شریف ته د عمرې یا حج لپاره لاړ د سعودي عربستان د حج اوقافو او م‍ذهبي چارو وزارت به  مطاف  ته نیژدې د قران کریم د تدریس زمینه  ورته برابروله.     دعوت: د شیخ مدرسه به همیشه د دعوتي او فکري خوزښتونو مرکز ؤ ، د قادیانیت فتنې ډیر سر سخت مخالف او تل يي کوشش کاوه چې د پايي ټکی ورته کیږدي کله چې په کال ۱۹۷۴م د ذولفقار علي بهټو په حکومت د پاکستان پارلمان د قادینیت فتنې په  هکله د سپتمبر په ۷ مه نیټه  د نه مسلمان اقلیت قانون جوړ کړ،  شیخ صاحب په ۶ د سپتمبر په خپله  مدرسه کې د ټولو فکري مکاتبو جید علماء راټول کړل او  (د ختم نبوت ساتنې) عنوان لاندې یي ستر کنفراس دایر کړ چې مشهور ګډونوال یي:     شیخ القرآن والحدیث مولانا محمد یوسف بنوري ،  علامه احسان الهي ظهیر او مولانا ضیاء قاسمي ؤ .    تر څو د دغې لارې په پارلمان باندې فشار راوړي او همداسې وشول سهار کې د پاکستان ولسي جرګې په متفقه طور قادینیان غیر مسلم اقلیت اعلان کړ.     شیخ صاحب ډیر کړاوونه هم ګاللي دي،  د ایوب خان په  فوځي حکومت کې څو ځله د زندان تورو دروازو تر شاه واچول شو ، خو هر ځل به هسکه شمله د دعوت میدان ته په لوړ همت او نوي عزم سره راوت، ځکه هغه به وویل چی : (التکبر مع المتکبرین تواضع)  حکمران ورته بیا د ماشې وزر هم نه ښکاره کیده ، ځکه خو ډیرو هم عصرو علماو ورته د اوسنۍ زمانې شیخ الاسلام ابن تیمیه ویلو.     د علماو سره تعلق: د لته به د مولانا ذاهدالراشدي صاحب خبرو ته تم شو: علامه راشدي صاحب وایي چې څو ځله یي د شیخ القرآن سره د ملاقات سعادت نصیب شوی، دی وایي کله به چې ور سره مخ کیدم نو ماسره به یي د ډیر شفقت اظهار کول. د پلار محترم مې (مولانا محمد سرفراز خان صفدر) رحمه الله او د تره مکرم مې (حضرت مولانا صوفي عبد الحمید سواتي) د خیرت او صحت پوښتنه به یي را نه کوله.      راشدي صاحب مخ ته په سې لیکي: د دارالعلوم دیوبند د سل کلن اجلاس په دوران کې، شیخ القرآن مولانا غلام الله خان د حضرت مولانا سید محمد اسعد مدني په ځای کې مقیم ؤ، کله چې والد محترم مولانا محمد سرفراز خان صفدر د تره مکرم مولانا عبد الحمید سواتي سره د حضرت مولانا محمد سالم قاسمي صاحب په ځای کې ؤ . یو تن وویل چې د مولانا غلام الله خان طبیعت خراب شو او حالات یي ښه ندی، دواړه حضرات دپوښتنې لپاره دده د قیام ځای ته ورغلل زه هم ورسره وم. په کوم محبت چې دوې سره مخ شول نو د هغې نقشه اوس هم په سترګو کې ده. دغه وخت په عملي بڼه ما ولیدل چې د اهل علم په مینځ کې د اختلاف دایره څنګه وي.     د کمونیزم او اشتراکیت په خلاف مبارزه: شیخ صاحب د اشتراکیت او کمونیزم غورځنګونو خلاف چې هغه وخت کې یي ډیر زور اخستی ؤ،  د مولانا ظفر احمد عثماني رحمه الله ، مفتی محمد شفیع عثماني رحمه الله او مولانا احتشام الحق ښی لاس ؤ او تل یي د اسلامي نظام لپاره د حق اواز پورته کړی دی، شیخ صاحب خوله ور مقرر او خطیب هم ؤ  او همدا لامل ؤ  چې د وخت حکمرانانو ترې سرونه ټکول او د خلاصون لاره  يې ورته لټوله.     شیخ صاحب هم دنورو دیوبندي علماو په څیر د بریلویانو او شیعګانو ډیر سخت مخالف ؤ او همیشه به یي د هغوې د باطلو عقائدو رد کاوه، او ډیر کرته به يي  ورسره مناظرې هم کولې، شیعګان به یي یادول چې د صحابه کرامو عزت یي پایمال کړی او بریلویانو د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په شان کې غلو او د حده تجاوز کړی دی.     تالیف: شیخ غلام الله خان د تالیف په ډګر کې هم ځلیدلی دی،  تر ټولو یي مشهور کتاب د (جواهر القرآن ) په نوم په اردو ژبه د قرآن کریم تفسیر دی، ورسره نور په لسګونو علمې چاپ شوې رسالې لري.   وفات: شیخ غلام الله خان په ۱۹۸۰ کال کې د عمرې د سعادت د حصول نه روسته د مئ په ۲۶ نیټه د دوبۍ په مرکزي جامع مسجد کې دبیان په دوران کې پرې د زړه حمله راغله. مولانا غلام الله خان د جرأت، استقلال او په خپل مشن کې د پختګۍ سره د خدای ورکړي استعداد او د دعوت او تدریس ډګرونه خپلو ځای ناستو مولانا قاضي احسان الحق، مولانا حسین علي او مولانا اشرف علي ته پریخودل، خپله ترې لاړ او د اجل داعي ته یي لبیک ووایه او په حق ورسید، الله تعالیٰ دې دوي ته هم د لوي پلار په نقش قدم د تللو توفیق نصیب کړي.     په ۲۷ د مئ یي جسد پاکستان ته راوړل شو او د راولپنډۍ په لیاقت باغ کې يي ډیره ګڼه جنازه وشوه او وروسته بیا د آټک دارالعلوم (اشاعة الاسلام)  کې خاورو ته وسپارل شو.     روح يې ښاد، یاد يي تل او مغفرت يې نصیب شه.