
دخوست ټلويزيون قدرمنوچلوونکو ، دروهي ويب پاڼې اداره تاسوته دزړۀ له کومې تاوده اودمينې سلامونه وړاندې کوي !
موږ داسې فکرکولو ، چې زموږ دادارې له خوا د((قدرمنودخوست ټلويزيون کارکوونکو،ښاغلی اسدپکتياوال اوښاغلی روح الله وردګ !)) ترسرليک ﻻندې خپورشوی مٍطلب به تاسودې ته وهڅوي ، چې د موضوع په هکله له غبرګونون نه ﻻس واخلئ . لېکن داسې ښکاري ترڅوستاسوځوابيه ليک خپور نه کړودتاسوتسل نه کيږي . موږخوغوره بلله ، چې له دې موضوع نه تيرشوي وای .
څرنګه ، چې دروح الله وردګ مضمون موخپورکړی و نود نياودقانون پربنسټ ستاسولېکنه هم خپروو .
دروهي ويب پاڼې اداره
څوورځې وړاندې دروهي صيب په نوم ويبپاڼه كې دروح الله وردګ په مستعارنوم دخوست تلويزيون ترسرليك لاندې يوه ليكنه خپره شوه چې دخوست تلويزيون اوراډيوپه خپرونواوځينوكاركوونكيويې نيوكې كړې وې .
درنوكتونكوبه په نوموړي پاڼه كې ياده شوې ليكنه لوستي وي اودليكنې په څرنګوالي به يې قضاوت كړى وي ،خوددې لپاره چې دخوست راډيوتلويزيون دخپرونودڅرنګوالي اوكاركوونكودوړتياوو په اړه هغه درانه هېوادوال چې دنوموړيورسنيوخپرونې اوريداى اوليداى نشي تروړبريده پوى كړوغواړوپه اړه يې ريښتوني اوكره مالومات وړاندې اوهمدارازدښاغلي روح الله وردګ (چې په مستعارنوم يې دخوست تلويزيون ترسرليك لاندې ليكنه كړې) دليكنې دلاملونواوناكره توب په اړه يوڅه ووايو .
داليكنه پدې مانانده چې موږله هرچاسره ځانونه تول كوو،بلكې دهغې ناسالمې ليكنې پروړاندې دخلكوداذهانودروڼاوي په اړه ده چې هېڅ ژورناليستيكې او ادبي معيارونه، درسنيودقانون مراعات اودقلم عفت پكې نه دي ساتل شوى .
كه چېرې دخوست راډيوتلويزيون خپرونې بې پرې وڅيړل شي ،نه دذهن ګيريو،تعصباتواو رخې پربنسټ ،نوپه خوست كې دشته رسنيودخپرونوپه اړه هغه سروې ښه بېلګه ده چې ديوې ناپېيلې موسيسې لخواترسره شوې وه .
پدې سروې دخوست راډيوتلويزيون اوپه خوست دشته نورو رسنيوكاركوونكي هېڅ خبرنه وو،خوچې كله سروې پاى ته ورسېده ،دخوست راډيوتلويزيون ادارې ته خبر راورسيدچې ۷۰% اوريدونكي لري .
لدې سروې دازباتيږي چې دخوست راډيوتلويزيون څپې چې تركوموسيموپورې رسيږي ترهغه ځايه ډېراوريدونكي لري .
ياده شوې سروې پخواشوې وه او اوس خوخپرونې دتېرپه پرتله په طبيعي ډول لاښې شوې ،ځكه چې په هركاركې چې تجربه زياتيږي هغه كارلا پياوړى اوښايسته كيږي ،په هرصورت راځودخپرونوڅرنګوالي ته .
دخوست راډيوتلويزيون خپرونې دافغاني كلتوراورسمورواج په نظركې نيولوسره داسې خپرونې كوي چې هېڅ ډول افراط اوتفريط ته پكې ځاى نه وركول كيږي ،ټولې خپرونې له خپرېدامخكې كنتروليږي ،دهرقشراوطبقې لپاره معيارپه نظركې نيول شوى ترڅوپه كور،حجره اوداسې نوروځايونوكې يې نرينه اوښځينه په ازاده توګه واوري ،په نېږدې تېرو وختونوكې موږدخپلوخپرونودڅرنګوالي اوداوريدنكيودسلنې مالومالومولولپاره يوه سروې هم ترسره كړې ،دخلكونظرونه ،وړانديزونه اوغوښتنې موراټولې كړې ،موږ دخپلې سروې لاسته راوړنې پدې ډاډه كړوچې زموږخپرونې دخوست پدې سرحدي ولايت كې ترنوروغږيزاوتصويرورسنيوډېراوريدونكي لري .
بله دحيرانتياوړخبره داده چې خوست راډيونېږدې دشپږوكالونوراپدې خواپه پرلپسې توګه له خپل خپرنيزمهالوېش سره سمې خپرونې لري اوخوست تلويزيون هم له څه مهاله راهيسې خپرونې كوي ،په دادومره موده كې هېڅوك هم پيدانشول چې ددغورسنيوپه اړه داسې ليكنې وكړي ،يوروح الله وردګ دى چې په مستعارنوم يې په اړه ليكنه كوي ،ايابل څوك نشته يا دخپرونوپه څه وړوالي نه پوهيږي ؟
په خوست كې ډېره كي روڼ اندې ،دنظرخاوندان ، مخورې څېرې ،ښۀ ليكوالان ،شاعران ،كارپوهان شته دي ،پوهنتون شته دى ،دپوهنتون استادان اومحصلان شته دي ،كه چېرې رښتياهم دخوست راډيوتلويزيون خپرونې ښاغلي وردګ په اصطلاح دومره بې معياره واى نواياداكارپوهان ،ژورنالستان،استادان اومحصلان به پټه خوله پاتې شوى واى ؟ داخولاپرځاى پرېږده چې دخوست قومي مشرانوبه هم پدې اړه خپل دريځونه څرګندكړى واى .
ګرانولوستونكو! اوس به نوداهم درته په ډاګه كړوچې ښاغلي وردګ له خوست تلويزيون ادارې ځكه خپله رخه څرګنده اوپه پروپاګندويې لاس پورې كړى چې نوموړي دخوست راډيوتلويزيون په اداره كې دكارپيداكولولېوال ؤ اودى ،خوكله چې په هغه ازموينه كې پاتې راغى چې دخوست تلويزيون لپاره دژورنالستانودنيولوپه موخه دتلويزيون په ودانۍ كې ترسره شوه نويې پدې ډول پروپاګندواوله رخې څخه په ډكوليكنوپيل وكړ .
په خوست تلويزيون كې دكارلپاره له خوست راډيواعلان خپورشو ،چې څوك دخوست په تلويزيون كې دندې ترسره كولوهيله لري نوخپل اسناد دې ددې امريت ادارته وسپاري ،ددې اعلان په اوريدونېږدې ۹۹ كسانوخپل تحصيلي اسناداو سي وي ګانې وسپارلې ،څه مهال وروسته چې نوراسناد رانه غلل نودازموينې اخيستولپاره دويم اعلان هم خپورشوترڅوهغه كسان چې اسناديې سپارلي په ازموينه كې برخه واخلي .
ياده شوې ازموينه ديوۀ مسلكي كمسيون لخواچې په خوست كې دشېخ زاهدپوهنتون استادان ،دخوست داطلاعاتواوكلتورريئس ،په خوست كې دفرهنګي ټولنې مشر،دخوست راډيوتلويزيون ادارې امراوځينې نور مسلكي كدرونه يې په راس كې وو واخيستل شوه ،كوم كسان چې بريالي شول هغوى ته يوه ورځ وروسته دبرياليتوب خبروركړل شواوپردندووګمارل شول ،كوم كسان چې پاتې شول په هغوى داسې څوك هم ووچې همغه مهال يې خپل فريادپيل اوان ترلوړومقاماتوپورې يې هم غږ ورسيد ،خو غږ يې لدې امله وانه ورېدل شوچې دتلويزيون لپاره مطلوب ،وړاومسلكي كسان ګمارل شوي وو.
اوس نوداسې ليكنې كوي چې نه له ژورنالستيكي تيورۍ سره اړخ لګوي اونه هم ديوۀ ليكوال غوندې وړاومنلى اسلوب لري .
له بله پلوه خوست راډيواوتلويزيون په كراتوكراتوپخپلوخپرونوكې له خپلواوريدونكيوغوښتنه كوي چې سالمې نيكوې ،نظرونه اورغنده وړانديزونه راوليږى ،خو،مستعارنومي )(چې رښتيايې هم خپلې ليكنې درخې له مخې نه كولاى )ولې خپله نيوكه ،وړانديزاونظرودخوست راډيوتلويزيون ادارې ته نه وړاندې كاوۀ ،سره لدې چې دنؤمهاليووسايېلوله مخې بې له كوم ځنډاوستونزې كېدلى شي يو پيغام ،نيوكه او وړانديز ترهغه ځايه چې څوك يې ور رسول غواړي ورسيږي ،خونوموړي پدې هرڅه سترګې پټې كړي اوهرڅه يې چې زړه غوښتي دي هغه يې ليكلي دي .
نوموړى له يوې دنويوژورنالستانوګمارنه د ادارې نوښت بولي اوله بل پلوه هغوى ته سپكاوى كوي ،خودئ پدې هم نه پوهيږي چې دنووژورنالستانوګمارنه نوښت دى اوكه اړتيا ؟
دى يوځاى ليكي چې (( ماغوښتل چې مياخېل صاحب ته دځينونوښتونودراوستلوپه موخه څه ووايم لاكن هغه . . . ))
څوك چې سالم وړانديزلري نوې پدې يوويشتمه پېړۍ كې يې بياپه څرګندولوهم ډاريږي ،متل دىو وايي چې (غل نه يې نوډاريږې ولې ؟) نوموړى هېڅ دليل نلري چې وړاندې يې كړي ،بس په وچوخبروغواړي خلك وغولوي ،اوبياچې ليكنه كوې نوپه پوره جرئت سره يې پخپل نوم خپره كړه اودنيمګړتياووښودلولپاره وړاو منلي دلايل وړاندې كړه .
نوموړى بل ځاى ليكي ((پلاني اوپلاني ته يې دكوم معيارله مخې خبري سروېس وركړيدى ،چې ترشپږم ټولګي پورې زده كړې يې كړيدي .))
موږوايوچې دخوست راډيوتلويزيون په اداره كې شته كاركوونكي ددولت مامورين دي ،نوڅوك چې په دولتي پوست ګمارل كيږي نولږ ترلږه يې بايدتردوولسم ټولګي پورې زده كړې وي ،ګني نوپه دولتي پوست نه ګمارل كيږي ،ښاغلي وردګ چې څوك په ګوته كړي هغه دولتي مامورين دي اوترفيعات يې هم كړيدي .
نوموړي په بل ځاى كې پروياندويانوهم نيوكه كړې اويلي يې دي چې ايايوډاكټرهم وياندكيداى شي ؟
خونوموړى لاپدې ندى خبرچې په نړيوالوراډيوګانوكې هم داسې ډېركي وياندويان شته چې ډاكټران دي،اوبل ويانداوژورنالست خوتوپيرسره لري ،ياني هرژورنالست وياندكېداى شي ،خوهروياندژورنالست ندى ،ژورنالست موادپخپله پروډكشن كوي اوهم يې وړاندې كوي خوويانددنوروپه لاس توليدشوي توكي پخپل خواږۀ غږكې وړاندې كوي .
نوموړى داسې فكركوي چې خلك به يوازې ددۀ ليكنې ته ګوري ،نوربه په ريښتيااودروغوپسې سرنه ګرځوي ،خوداسې نده ،نوموړى پدې ډول فكرونوخپل ځان غولوي،په هرصورت لوستونكي به ددۀ په ليكنه اوپدې ليكنه خپل قضاوت وكړي .
په پاى كې موږله نوموړي ښاغلي څخه هيله كووچې څوورځې پوهنتون ته لاړشي اودنورومحصلانوسره يوځاى دژورناليزپه پوهنځي كې دمياخېل صاحب لوستونه ته دزده كړې لپاره كيني ترڅوپدې پوه شي چې ژورنالېست او وياندديوبل څه توپيرلري .