ايا مصطفى كاظمي د مير اكبر خيبر په لار لاړ؟

دلړم15 نيټه د بغلان ولايت د پلخمري په ښار كې د يو خونړي بريد په ترڅ كې د په نښه شويو نه پرته په لسګونو وګړي چې ويل كېږي زيات يې د ښوونځيو زده كوونكي دي ووژل شول . د وژل شويو له ډلې نه يو هم مصطفى كاظمي د ولسي جرګې غړى او د ولسي جرګې د اقتصادي كمسيون رييس هم شامل دى چې همدا كيداى شي د دې خونړي بريد يوه موخه هم وي. كه چېرې دا پېښه په هر اړخيزه توګه د هېواد روانو حالاتو په رڼا كې وڅېړل شي نو د دې لاندې ګروپونو په پېښه كې د ككړتيا چانس دى. كه څه هم د داسې پېښو د ترسره كېدو سم د لاسه په ذهن كې د طالبانو نوم راځي خو د پلخمري د پېښې څرنګوالى بل ډول دى. د دې پېښې تر پېښېدو وروسته سمدلاسه د طالبانو وياند د خبري رسنيو له لارې پېښه وغندله او د طالبانو هر ډول تړاو يې له پېښې سره رد كړ. كه د پېښې څرنګوالي ته ځير شو نو ليدل كېږي چې دا پېښه د هغو پېښو سره چې طالبان يې ترسره كوي يو څه توپير لري. طالبان معمولاً يا د موقع نه په استفادې سره ځانمرګي بريد تر سره كوي او يا كه د ماين يا چاودېدونكو توكو نه كار اخلي نو هغه ډېر پلان شوى او دقيق نه اوسي په داسې حال كې چې د پلخمري پېښه ليدل كېږي چې ډېر په دقت سره پلان شوې وه او بل دا چې د ورتلونكو ډلې د ورتګ ټول معلومات ښه په مد او شد ورته معلوم وو او ډېر چاوديدونكي توكي يې استعمال كړي وو چې په هيڅ ډول يې ترې مصطفى كاظمي ژوندى پاتې كېدل نه غوښتل په دوهم قدم كې د دې پېښې تړاو كېداى شي د حزب اسلامي ګوند پورې وتړل شي او همداسې تر اوسه شوي هم دي د پېښې نه سم د لاسه د طلوع ټلويزيون يوه ژوندۍ خپرونه خپره كړه چې په هغې كې د حكمتيار نوم ډېر لاندې باندې كېده نو كه چېرته ولېدل شي نو كيداى شي چې دا يوه پر ځاى پوښتنه و اوسي چې د مصطفى كاظمي د مرګ نه به د حزب اسلامي يا ښاغلي حكمتيار څه موخه وي. په داسې حال كې چې په دې تېرو پنځو كلونو كې موږ د كومې داسې پېښې شاهد هم نه وو چې حزب اسلامي دې پخوا تر دې ترسره كړې وي. اوس راغلو د پېښې يو بل او يوقوي احتمال ته او هغه دا چې ايا داپېښه خو په افغانستان كې په خاصه توګه په شمالي ولايتونو كې د نورو پېښو پيلامه نه ده؟ كه دا دڅو مياشتو وروستنى حالت وڅېړل شي نو دا څرګندېږي چې په شمالي ولايتونو كې ځانګړي حالات رامنځته شوي دي. د حكومت له خوا د حزب اسلامي سره د جوړ جاړي خبرې، په شمالي سيمو كې د حزب اسلامي بيا ژوندي كېدل او په خلكو كې يې بيا د اعتبار تر لاسه كول . څو مياشتې وړاندې د جوزجان والي ته د دوستميانو له خوا د خونړۍ دسيسې جوړول او په هغو خونړيو بلواوو كې په خپله د دوستم د شتون ثبوتونه او داسې نور. په روانو حالاتو كې متحده جبهه په هيڅ ډول نه غواړي چې په شمالي ولايتونو كې دې خپل نظامي، اداري او اقتصادي زوال وويني. دا په داسې حال كې ده چې د روسي د استخباراتو خپل رحم او كرم لاس يو ځل بيا د متحدې جبهې د ماتو او ګوډو په سر باندې راكش كړى دى. كه چېرې د شرقي اروپا او مركزي اسيا په هېوادونو كې د امريكا او روسيې ترمنځ ځواكمنې ناندرې رامنځته شوي دي نو دا په داسې حال كې ده چې د امريكا د متحده ايالاتو اقتصادي او نظامي بر لاسى يو ځل بيا په منطقه كې د شانګهاى پيكت د لارې ننګول شوې دي نو په داسې حالاتو كې روسيې ته دا اړينه وه چې يو ځل بيا د ببرك كارمل د خادستانو او ستميانو ناولي بانډ پاتې شوني او د مسعود د مذهب په جامو كې پټه د فاشستانو بې ننګه ټلواله سره يو ځاى كړى او د خپل رحم او كرم لاندې يې راولي او د متحدې جبهې نوم وركړي.. كه چېرې وليدل شي نو مصطفى كاظمي د متحدې جبهې په لنډورانو كې لكه مير اكبر خيبر چې د كمونستانو په بريتورو او څڼيورو احساساتي احمقانو كې يواځينى كس ؤ چې هم په خبرو كولو په چل ډېر ښه پوهېده او هم يې د خپل شخصيت له لارې د جبهې په دننه كې په كم وخت كې ډېر خاص ځاى پيدا كړى وه چې دې كار يې د جبهې په دننه كې په بعضو خلكو كې قوي وېره راپيدا كړې ده. كه چېرې د موضوع بل اړخ ته ځير شو نو په اوسنيو حالاتو كې په شمالي ولايتونو كې داسې ليدل كېږي چې حزب اسلامي يو ځل بيا د خلكو په منځ كې خپل خوځښت رامنځته كړى دى او د كرزي حكومت هم دا موضوع په ډېره هوښيارۍ سره درك كړې ده. د افغانستان د تېرو حالاتو په رڼا كې دا خبره روښانه شوې ده چې بې فرهنګه او بې دينه ستميانو او د مذهب په دروغجنه جامه كې پټ د مسعود فاشستانو ته حتى روسي او يهودو د قبول وړ دى خو حزب اسلامي په هيڅ صورت نه. نو ايا داسې خو نه ده چې د متحدې جبهې په د ننه كې موجودو كړيو دا فكر كړى وي چې راځئ په يو تير دوه ښكاره وكړو يو خو به دا د سر درد له خپلې مخې ليرې كړو او بل به لكه كمونستانو چې د مير اكبر خيبر مرګ د داوود خان په وړاندې د سپر په توګه و كاروو د مصطفى كاظمي مرګ په دې توګه د حكومت په وړاندې د حزب اسلامي او په خاصه توګه د حكمتيار د نفوذ مخنيوي په موخه وكاروو. تېر ماښام د ولسي جرګې په بيړنۍ غونډه كې چې د مصطفى كاظمي د مرګ په تړاو جوړه شوې وه د قانوني په مخ خو دروغجن خپګان نه ښكارېده ماته خو دروغجن ښكاره شو