یادونه : دغه لیکنه ښاغلي ډاکتر محمود حمدي زقزوق په اسلام اباد کې د نړیوال اسلامي پوهنتون په هغه سیمینار کې لوستې ده ، چې د اسلام او نړیوالتوب تر سرلیک لاندې جوړ شوی و . دنړیوالتوب په اړه اسلامي مفکرین په دوه ډلو سره ویشل شوې دي ، یوه ډله داسې ده چې هرهغه خوځښت ته که هغه په سیاسي ،اقتصادي اویا هم ټولنیزه برخه کې وي دشک په سترګه ګوري اوداسې انګیري چې ښایې دا به داسلامي ارزښتونو پرضد یوه توطیه وي. دغه ډله تل هڅه کوي څود خوځښت منفي اړخونه وپلټي اوپه مثبتواړخونویې سترګې پټې کړي . بله ډله بیا هرهغه څه چې د ختیځ اویا لویدیځ له خوا اسلامې ټولنې ته راواردیږي بې له دې چې دښواوبدوتوپیریې وشي په ورین تندي مني . مخکني خلک په زاړه پالو اووروسته پاتې سره یاديږي ، چې ځینې وخت دغه لفظي شخړې تردې بریده رسیږي چې یو بل په کفراوله اسلام څخه په وتلو تورنوي . په دې لیکنه کې هڅه کوو ددواړو نظریوترمنځ د منځ لاره ونيسو . موږ دمخکنۍ ډلې پوره تایید نه کوو لکه څرنګه چې دوروستنۍ ډلې سره هم پوره موافق نه یو . په دې اړه څومهمو ټکوته باید پاملرنه وشي : v هرهغه څه چې اسلامي ټولنې ته راواردیږي ، لومړی بایدپه ژوره توګه وڅیړل شي دښواوبدو توپیر یې وشي ، ښه یې راواخېستل شي اوله بدوڅخه یې دځان اوټولنې دژغورلو هڅه وشي . v مسلمانان باید انتقادي نظر ولري ، هرهغه څه چې اسلامي ټولنې ته راځي په پټوسترګو ونه منل شي ، دقضيې ټول اړخونه په نظر کې ونیول شي اوخپله تګلاره پکې د اوسني عصرغوښتنو اواسلامي هویت ته په پام سره وټاکل شي . v اسلام یوحقیقی دین دی ، هېڅکله دپردیو داغیزې لاندې نه راځي . اسلام یوداسې دین دی چې ریښې یې ډیرې اوږدې غځېدلې دي ، نوځکه خو دبهرنيو اویاهم کورنيو پديدې تر اغیزې لاندې په اسانۍ سره نه راځي . ولې مسلمانان باید په دغه دین په حقیقی توګه ځان وپوهوي څونوروته د اسلام په اړه قناعت بښونکي دلیل وړاندې کړاي شي . v نړیوالتوب یو حقیقت دی اوپه واقعيت کې پلی شوی هم دی . په پیل کې دغه پدیده په اقتصادي ډګرکې راڅرګنده شوه اوپه تدریجي توګه یې په سیاسي اوټولنیزو برخو هم اغیزه وکړه نوځکه خوورڅخه انکارله حقیقت څخه انکاردی . v په دې هم باید سترګې پټې نه شي ، چې په اوسنۍ پرمختللې نړۍ کې له مسلمانانوپرته نور څوک هم ژوندکوي او هغوی دبیلابیلو فکرونو اوایډیالوژيو درلودونکي دي . ورسره داهم باید له پامه ونه غورځول شي ، چې موږ په یوداسې نړۍکې ژوند کوو چې دکمپیوټر ، ساینس او ټیکنالوجۍ په مټو دځمکې دکرې خلکو لاسونه تراسمانه غځېدلي . په دې توګه نړۍ دیوه کلي بڼه غوره کړې نوځکه خو یوازیتوب او انزوا هم شوني نه بریښي . که دنړیوالتوب څخه موخه دتمدنونوترمنځ دسیاسي ،اقتصادي،اوټولنیزو بریدونو نړول ،اویاله بیلابیلو لاروڅخه دیوځانګړي کلتور اوځانګړي تمدن ( غربي کلتوراوتمدن ) رامنځ ته کول وي اویا دزورواکو له واکمنۍڅخه عبارت وي ،موږته پکارده چې له دې څخه ونه ویریږو اولاس ترزنې ورته کیننو، بلکې هرهغه څه چې نوي اسلامي ټولنې ته راځي په پوره توګه مطالعه کړو اوه په پوره زیرکتیا سره چلند ورسره وکړو. داخوڅرګنده ده ، چې نړیوالتوب لکه دبل هر څیز په څېر ځینې مثبت اومنفي اړخونه لري ،چې اوسمهال ورڅخه ځان ژغورل ډیرستونزمن دي ، لکه : · دځینو مشروباتو(پیپسي ،کوکاکولا ،بیر،...) له څښلو څخه · دخوراکي توکو له (همبرګر،...................)له خوراک څخه · دلباس په برخه کې د کوبای،پتلون ،نکټایی اودې ته ورته دښځو لپاره نازکې جامې چې بدن ترې ټول ښکاریږی اوفحاشۍ لوری ته هڅونه کوي · په فرهنګي ډګر کې له بیلا بیلو لارو څخه ، لکه کیبل اوډیش دسپکو فلمونو خپریدل ، اونورې ازادې خپرونې مګرترټولو مهم چې نړیوالتوب یې درواجوالو هڅه کوي له کورني اوټولنیز ژوند څخه دخلکو بې برخې کې کول دي له څه نه ، چې غرب خپله په تنګ راغلی. که موږمسلمانان بلکې په ټوليزه توګه دریمه نړۍ څومره هڅه وکړي څوددغه سترسېلاب مخه په کړکۍاودروازوبندولوسره ډپ کړي دابه له امکانه وتلي وي ، ځکه دوی هڅه کوي خپلې نظریې دمصنوعي سپوږمکۍ، دتلویزیون دپردو ،ددیشونو اوهمدارنګه دانټرنیټ له لارې دخلکو کورنواوذهنونوته ورسوي .مخکۍمووویل ، چې له یوه داسې حقیقت سره مخامخ یو چې دسلیم عقل پرته ورسره معامله کول زموږ په زیان تمامیږي . زه فکرکوم چې نړیوالتوب دمسلمانانولپاره یوغیرصریح دعوت دی څوپه خپلو نیمګړتیاوله سره غوروکړي اوخپله ټولنه له داخل څخه اصلاح کړي ، دادعوت دنړیوالو له خوا په قصدي توګه نه دی رامنځ ته شوی ، بلکې دنړیوالتوب په رامنځ ته کیدوسره په ضمني توګه رامنځ ته شوی ، چې یوه طبیعي خبره ده . ځینې کسان په دې اند دي ، چې نړیوالتوب مسلمانان په یو ډول ویره کې اچولي خو موږ وایو دغه ویره دمسلمانانولپاره ښه ده څوځانونه دې ته اماده کړي چې دغه پدیدې ته په عقلي ،منطقي اوله احساساتو پرته ځواب ورکړي . داسلام اونړیوالتوب په اړه که دخبرولمن راټوله نه کړو ښایې دموضوع له اساسي برخې څخه لرې ولاړشو ،داځکه چې نړیوالتوب یوه لویه موضوع ده اودلته یې په ټولو اړخونوغږیدل اسان کارنه دی . غواړم دموضوع په اساسي اومنځپانګيزه برخه لږه رڼا واچوو چې عبارت ده له : اقتصادي برخه : § نړیوالتوب دیوداسې ازاد بازار پلوي دی ،چې په اقتصادي برخه کې پولې اوسرحد ونه لري او خصوصي سکتورته وده ورکړل شي § داقتصادي ټولنو جوړول، تقویه اوهڅول دنړیوالتوب له عمده موخو څخه شمیرل کیږي که په صحیح توګه اوضاع مطالعه شي ، نومسلمانانو ته پکارده چې له نړیوالتوب څخه ځانونه بې برخې نه کړي ، دوی باید لکه دنورو په څیر خپلې اقتصادي ټولنې ولري ، لکه اسلامي اقتصادي ټولنه ، عربې اقتصادي ټولنه او دې ورته نورې اسلامي ټولنې چې په سیمه ییزه اونړیواله کچه جوړیږي . که مسلمانان په دې برخه کې روغ پرمختګ وکړي دابه ددوی لپاره یولوی بری وي ، دوی به نه یوادځې دبل پل نه وی تعقیب کړی بلکې خپله به دصحنې شریک پاتې شوي وي اوکه یواځې دیوڅوحماسي بیانونواوغندنوپه خپرولو بسینه وکړو دابه نه یواځې په نړیوالتوب چې ترشایې استعماري شبکې کارکوي څه اغیزه ونه کړي ، بلکې یواځې به موخپل ځان غولولی وي . اسلامي نړۍ یوه اقتصادي سیمه ده ، مسلمانان باید په خپل لاس خپلې منابع دنوروپه لاس کې ورنه کړي ، دوی باید له دغه استعماري پدیدې سره منطقي چلند وکړي . په سیاسې برخه کې نړیوالتوب اکثراً ددیموکراسۍ ، دبشر حقوقونو رعايت اودمختلفو سیاسي ګوندونورامنځ ته کول یاپه بل عبارت په دولت کې داپوزیسیون رامنځ ته کول دي . که په اسلام پوره ځان پوه کړو اسلام ددیموکراسۍ مخالف نه دی ، بلکې اسلام ترټولودمخه بشر دغو اصولوته هڅولی اورابللی دی . دبشرحقوق، دشورا په اوسني مفهوم د پارلمان رامنځ ته کول ،اواجتهاد ته چې دبیلابیلو سیستمونودرامنځ ته کیدو لامل اودسیاسي ګوندونو درامنځ ته کیدو پیلامه ګڼل کیږي اجازه ورکړېده . له دې سره سره بیاهم یوشمیر اسلامي کړۍ ددیموکراسۍ مخالفت کوي او دیموکراسي یوه مطلقه غربي پدیده بولي . اسلام دشورا لپاره ځیني لومړني قواعد ټاکلي ، چې دمسلمانانولپاره ورڅخه تېرېدل جایزنه دي ، مګر مسلمانان په همدغه حالت کې له پوره آزادۍ څخه برخمن دي . اوسنۍ ټولټاکنې ښایی اوسمهال د شورا ترټولو غوره بڼه وي ، داهم شوني ده چې حکومت دجوړښت لپاره له دې هم غوره لارې چارې په ګوته شي ، اسلام له دی سره څه مخالفت نه لري دبشر دحقونو په برخه کې خو اسلام څوارلس سوه کاله دمخه ترټولو جدي و، اسلام انسان ته کرامت ورکړی اوټولو انسانانوته یې په یوه نظرکتلي . په اسلام کې سپین په توراوتورپه سپین هیڅ لوړوالی نه لري ، په اسلام کې دلوړوالي معیار تقوا ټاکل شوی . · اسلام دعدل دقایمولو لپاره خپل قوانین لري ، په هرمسلمان دهغه دعقیدې مال اوناموس ساتنه فرض ګرځول شوی ده ، نوپکارده چې مسلمانان دبشر دحقونو په برخه کې له نړیوالتوب څخه هیڅ ویره ونه لري اوترکومه ځایه چې دسیاسي نظریو خبره ده موږ یوازې باید پرمنفي اړخ پورې ونه نښلو ،اسلام که په دیني چاروکې اجتهاد ته اجازه ورکوي په دنیاوي چارو کې خو سوال نه پیداکیږي . ښه بیلګه دنبي علیه السلام حدیث مبارک دی : ( دمدینې خلکو به هرکال خپلې خرماوې پیوندولې ، کله چې نبي علیه السلام مدینې ته هجرت وکړ هغوی یې له دغه کارڅخه منع کړل ، ولې په هغه کال کې دمدینې دخرماو حاصل ترنوروکالونو کم و، ځکه نو نبي علیه السلام خپله خبره بیرته واخېسته او ویې فرمایل : ( انتم اعلم بااموردنیاکم ) تاسې په خپلو دنیاوي کارنو ترهرچا ښه پوهیږﺉ .) اجتهاد یعنې په یوه مسأله کې مختلفی نظریې ، اسلام دیو مجتهد لپاره که صحیح اویا خطا شي اجرورکوي ، که مجتهد روغې لارې ته ورسیږي دوه اجره اوکه خطا شي یو اجرورکوي . یوبل ښه مثال یې په اسلام کې دمختلفو دیني مذاهبو رامنځ ته کېدل دي ، چې ترټولو مشهور یې څلور دي، نومعلومیږي چې دسیاسي نظریاتو اختلاف يا په اوسنۍ اصطلاح ( اپوزیسیون ) داسې یو څه نه دي ، چې په اسلام کې منع وي مګر دایواجتهادي وسیله ده څو یوې ښې نظریې ته سره ورسیږو . په پای کې دې پایلې ته سره رسیږو ، چې داهرڅه دنبي علیه السلام له دې حدیث څخه رااخېستل شوې دي : ( لاضرر ولا ضرار فی الاسلام ) نه به چاته زیان اړوې اونه به چاته اجازه ورکوې چې زیان درواړوي . خبره چې داسې ده، نومسلمانان باید ددیموکراسۍ ، بشري حقونو اوسیاسي ګوندونو دپروسې په ايجابې اړخ کې فعاله ونډه ولري ،څو له دغې لارې په دې وتوانیږو په میدان کې فعال حضور ولرو اودخپلوټولو اخلاقي اومذهبي قوانینو څخه دفاع وکړو . نړیوالتوب په کلتوري برخه کې : نړیوالتوب په کلتوري برخه کې چې موخه یې دیو واحد نړیوال کلتور رامنځته کیدل دي ، په خپله دنوروکلتورنو لپاره دیوه ستر ګواښ په معنا دی . دلته به پر نړیوالتوب دمسلمانانو اعتراض پر ځای وي ، مګردلته هم لږفکرته اړتیاده . داچې اسلام یوداسې دین دی چې هیڅ یو کلتورپه دې پلمه چې بهرنی دی نه ردوي ، بلکې پلټنه یې کوي او هرهغه څه چې ګټوروي دپرمختګ اوداسلام دمعيارونو سره په ټکر کې نه وي رااخلی یې . نبي علیه السلام فرمایې : ( الحکمه ضاله المومن انی وجدها اخذها ) حکمت دمومن هغه ورک شوی څیز دی ، چې هرچیرې یې وموند اخلي یې . په یو مشهور اثر کې راغلي : ( اطلبو العلم ولو فی الصین ) علم زده کړه اګر که په چین کې وي .په دې معنا که له مسلمانانو پرته له بل چا څخه هم وي اویا دنړۍ په یوه لرې برخه کې هم وي . کله چې پخوا مسلمانانو خپل تمدن جوړاوه له هر کلتوراو تمدن څخه یې ګټه اخستې ده ، چې دروم اوفارس تمدنونه یې ښې بیلګې کیدای شي . داهرڅه په دی معنا ، چې مسلمانان باید دکشمکش په دې نړۍکې بیدار اوسي اودخپلو دینی مقدساتو په ساتلو سره دنړۍ ددې پرمخ روانې قافلې څخه ځان وروستو پاتې نه کړي .
وروستي