طالبانو ته دپرانستی ليک ،ځواب !

ميوندسادات
عبدالله ورورطالبانوته په پرانیستي لیک کي کاږي :څوک چې ځانته مسلمان او افغان وایی هغه هیڅکله هم پدی راضی ندی چې خپل ملک دچا تراستعمار لاندی ووینی دخپلو وطنوالو په بی عزتی او وژلو به خوشحاله وی اوددی وطن په ورانولو به یی زړه ښه کیږی. خو اوس خبره پدی ځای کی ده چې آیا موږ چې کومه لاره خپله کړی ده سمه ده اوکه نه؟ که ددریو برتانوی سرتیرو په تاوان کی زموږ پنځوس تنه ښځی اوماشومان قربانیږی آیا دا جنګ دتاوان جنګ ده که د ګټی؟ دسړک نه جوړیدل دکلینیک نه جوړیدل دمکتب سوزول اوداسی نور داددی وطن په ګټه ده او که په تاوان؟ زه نورډیر څه ویل نه غواړم فقط له تاسو نه غواړم چې دیوه انسان ، مسلمان او افغان په حیث له ځان سره محاسبه وکړی چې تاسو څه باید وکړی او څه باید ونکړی .
ښاغلی عبدالله !داچي تاسي منئ چي ددریویرغلګروپوځیانودوژلوپه بدل کي هغوی زموږپنځوس تنه ولسي هیوادوال په شهادت رسوي نوبیادکوم منطق اووجدان له مخي همداوحشي وژونکي یرغلګراولاسپوڅی رژیم یې دبیارغوني اتلان اودافغانستان دملي منافعوساتندویان ګڼئ ؟ اوبرعکس دهیواداواسلام ریښتوني ساتندویان ،هغه چي دیویشتمي پیړۍ په پریمانه مزواوچړچوکي یې هرڅه پرېیښي اودکایناتودپنځونکي ځواکمن څښتن ددې حکم په اساس چي فرمایې:«وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ » [البقرة ٢: ١٩١]
ژباړه : د هغو سره وجنګېږئ، هر چيري چي ورسره مخامخ سئ هغوى له کومه ځايه چي تاسي ايستلي ياست وباسئ. ځکه که وژل هر څونه بد عمل دى، خو فتنه تر هغه ډېره بده ده. دغه راز فرمايي: «انْفِرُوا خِفَافًا وَثِقَالا وَجَاهِدُوا بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ.» [التوبة ٩ :٤١ ] ژباړه : که د سپک بار خاوندان ياست که د درانه ووزئ او د الله په لار کي په خپلو مالونو، او په خپلو سرونو سره جهاد وکړئ. دا ستاسي لپاره خير دى که تاسي پوهېږئ ».لوږي اوتندي ،یخونه اوګرمۍ زخمونه ،زندانونه اوشهادتونه پرځان
منلي ترڅوله یوې خواهیوادوال دیرغلګرو اودهغوی دملاتړوددهشت اوسیاسي ،اقتصادي ،فرهنګي اوعقیدوي انارشیزم څخه وژغوري اوله بلي خوادهیوادوالودهیلواوارمانونوسره سم یوملي – اسلامي نظام رامنځته کړي چي داداري اواخلاقي فساد،غلاوواوناامنیوکرغیړن ټغرورټول کړي اودسرتاسري امنیت اوعدالت په سیوري کي دواقعي (نه شعاري )بیارغوني اوآبادۍ چاري په پوره ایماندارۍ سره پرمخ بوزي .
عبدالله ادعاکوي چي طالبان نه پریږدي مکتب ،کلینک اوسړک جوړسي په داسي حال کي چي هیودوال دسرپه سترګوویني چي مکتبونه،کلینکونه اونوروعامه المنفعه تأسیسات یرغلګراوملګري یې دمجاهدینواوافغان ولس پرضددپخومورچلونوپه توګه کاروي اوس نوکه دمجاهدینودعملیاتوپه ترڅ کي همدامکتب یاکلینک چي اصلاددوی مورچې اوپوستې دي له منځه ځي ،نواشغالګراوانډیوالان یې سم دستي ددرواغواعلامیې خپروي اودعوه کوي چي طالبانونن بیا یومکتب اوکلینک ونه ړاوه .متأسفانه چي رسنۍ هم بیله له دې چي ازادي پلټني وکړي اویالږترلږه دطالبانوسره هم دپیښي په اړه تماس ونیسي ددښمن داعلامیوپه استنادپرطالبانودااوهغه تورونه پوري کوي چي واقعیت یې برعکس وي . ښاغلی عبدالله هوداسمه ده چي یرغلګروڅه سړکونه قیرکړي دي خوداهم بایدومنوچي زماوستادهوسایې په مقصدنه ،بلکي دخپلوځانونودحفاظت اوژرتګ راتګ لپاره یې جوړکړي دي .که دوی رښتیادافغانستان بیارغوني ته ژمن وای نوپه دایوه لسیزه کي به موحتماپه خپل هیوادکي په سوونوصنعتي فابریکې درلودلای چي لږترلږه خویې دهیوادوالولومړنۍ اړتیاوي پوره کړي وای اوورسره به موپه لسګونوزره وطنوالوته په هیوادکي دننه کارروزګارپیداسوی وای .دغه رازکه بهرنیانوغوښتلای چي افغانستان دګاونډیانودمحتاجۍ څخه خلاص سي نو هرومروبه یې زموږپریمانه خویاغي!
اوبو ته اقلایوبندجوړکړی وای چي هم موشاړي مځکي حاصلخیزه سوي وای اوهم موتیاره کورونه په بریښناروښانه سوي وای .ولي په تأ سف اوبیاتأ سف سره چي حتی دکابل ښاریان لاتراوسه دبریښنااوصحي اوبودنعمت څخه بې برخي دي .نورهیوادخوپریږده چي خلګ له لوږي خپل اولادونه خرڅوي .
عبدالله زیاتوي : اکثراْ داسی پیښیږی چې طالبان دیوه کلی نه پر بهرنیو ځواکونو برید کوی او دبهرنیو ځواکونو ایله یو دوه کسان کله ووژل سی اوکله هم نه اوپه مقابل کی زموږ په لسګونه تنه وطنوال شهیدان شی اوکونډی اویتیمان پرځای پاته شی اوهرچاته یی دسوال لاس نیولی وی نو آیا داپدی ارزی ، او آیا دا دجنګی تکتیک له لحاظه سمه ده؟
عبدالله یرغلګروته دکمپاین په لړکي دهغوی مرګ ژوبله یومخ ردوي اویایې ترهغي شمېرې چي هغوی خپله اعتراف ورباندي کوي ډېره راکموي اوورسره دهغوی دجنایاتوپړه هم پرطالبانواچوي .عبدالله عبدالله !په دې منتربه بېله دې چي ځان اوملګري نورهم تېرباسئ ،فکرنه کوم چي دکوم سالم فکرملتیاخپله کړئ !.ای عبدالله ستاسي په اصطلاح همدې سوله ساتو،خودولس په ژبه صلیبي جګړمارانوڅومره ډیرملکي افغانان قصداشهیدان ،کورونه ،مکتبونه اومسجدونه یې وربمبارکړل .نه پوهیږم چي په کونړکي به دامریکایانولخوادهغودوولس تنوتنکیوزده کونکوقصدي وژني ته کوم نوم ورکړئ چي یو- یویې دکوره راایستل اوبیایې پرداسر- سرویشتل اودغه رنګه به تیره میاشت دکندهارښارپه دوهمه ناحیه کي داتوتنوغربیکاروافغانانووژني ته کومه پلمه ولټوئ چي په نیمه شپه کي یې وکورته سوله ساتي تاړاکګر ورواوښتل اوټول یې بې پوښتني – ګرویږني دخوب په حال کي په ډیري بې رحمۍ اونامردۍ له تیغه تیرکړل .څرګنده دي وي چي نه هم په همدې سیمه کي مجاهدین موجودوواونه هم کوم چاپردوی یوډزکړی ؤچي ،دولسي وګړودوژني پلمه یې په لاس ورکړي وای !! اوبیایې دمعمول سره سم ادعاکړي وای چي «په دفاعي ډزوکي یې دوولس تنه ترهګر!! وژلي دي ».عبدالله دخپل کنډوکپر لیک په اوږدوکي زیاتوي : په نړی کی 4 مقامونه دی چې الله تعالی ورته ترنورو مقاماتو برتری ورکړی ده. اول مکه معظمه ځکه چې بیت الله ده . دوهم مدینه منوره ځکه چې درسول الله صلی الله علیه وسلم کور ده. دریم بیت المقدس ځکه چې د اکثرو انبیاو علیه السلام ټاټوبی ده. اوڅلورم خراسان ده چې د اکثرو اولیاو کور ده. نو داچې هرځل افغانان پرخپل دښمن کامیابیری نو همداعلت ده او زه پدی پوره باور لرم چې هرڅوک سی له دی ملت سره خیانت وکی نو مخ به یی تور وی که هر څوک وی د مثال په توگه به تاسو انشا الله تر2012 کال پوری د پاکستان تعزیه عملا وگوری اوبیا به دایران نوبت هم راورسیری او د امریکایانو په عقل خو خدای پرده اجولی ده تاسو به وگوری چې داوطن به ددوی په ډالرو جوړیږی او له دوی څخه به پاته وی اوتورمخ اوخالی لاس به له دی ځایه وزی .هو ! همداصلیبي اشغالګران به هم دچنګېز،ګورګین ،انګرېزاوروس په څېرله دې ویاړلي ټاټوبي په تیښته ووزي اوګوډاګیان به یې دشاشجاع ،ببرک ،نجیب او.....په برخلیک وویاړي !! .ځکه چي افغان ملت یې په وړاندي پاڅون کړی دی تاسي پوهیږئ چي ملي قیام هغه خروښیدلي سیلاب ته ورته د ی چي دخاوروبندونه یې مخه نسي نیولای حتمابه دنیواکګرودنګي ماڼۍ رانړوي اوفرعونیان به غرقوي .عبدالله جانه ! اوس لادوخت څخه په
کټه اخیستنه دهیواداواسلام ددښمنانوله ملاتړه لاس واخله اودمجاهدینوسره اوږه پراوږه دهمدې بین المللي داړمارانوپرضدرواني سپیڅلي مبارزې ته راودانګه ترڅوپه دنیاکي ازاداوپه اخرت کي کامیاب واوسئ !.
عبدالله په خپله بې ربطه لیکنه کي لیکي : زما دیوه مسلمان او افغان او یوه پشتون په صفت تاسونه مشوره ده چې خپل دولت قوی کړی که کرزی هرسومره ښه سړی سی نو چې دخلکو(پشتنو) ملاتړ نه وی ورسره نو هیڅ هم نه شی کولای او که بد سړی هم وی خو همدا خلک به یی اصلاح کوی. دشمالی ټلواله خو هغه کسان دی چې دخپل منفعت نه پرته بل هیڅ نه غواړی ځکه خو که روسان راغلل اوکه امریکایان دوی ورسره ملگری وو. داوطن که جوړیږی نو په پښتنو به جوړیږی پښتانه ددی وطن اویا سلنه برخه ده خو په انتخاباتو کی ډاکتر عبدالله غوندی سړی هم غواړی چې رئیس جمهور شی اوداڅکه چې پشتانه اتفاق نلری. که کرزی خپل
„ شاوخواته دی خلکو ته ځای ورکړی ده نو دا دهغه مجبوری ده زکه چې تاسو پشتانه نه پریږدی جه دکرزی نه ملاتړوکړی کومه ورځ چې کرزی ستاسو غوندی وروڼه په خپل څنگ کی ولری نو په هماغه ورځ به دامنافقین او ددی ملت دښمنان له خپله څنگه وشړی.
عبدالله ! که کرزی له مجبوریته منافقین اودملت دښمنان پرځان راټولوي اوپه لویولویوپوسټونویې نازوي نوبیادکرزي لالاڅه مجبوریت دی چي په خپل وجودسره دملت دښمنانو ته زمینه برابروي چي یوواربیاپرافغان ولس خپل وحشت اوبربریت وتپي .که کرزی واقعاغواړي چي افغانان دهمدې منافقینواولوټمارانوڅخه خلاص سي ،له مخه دي لیري سي طالبان یې ډیره ښه چاره کولای سي دنوي یمي لسیزي هغه یې نړیوالوولیده چي ترکولاب اوتهرانه یې ورسول .
عبدالله ډیرزحمت ایستلی دی چي مجاهدین بدنام کړي آن ځای ځای دخپلو ملګرو نیواکګرودوحشي کړنودګناه بارهم پرطالبانووروغوځوي اوبیادهغوی پرضدروانه ملي – اسلامي مبارزه په ډیري ناځوانۍ سره پردیوته منسوبوي .عبدالله بایدپوه سي چي صلیبي + کپیټالیستي امپریالیزم په نړیواله سطحه دمسلمانانواواسلامپالوخوځښتونواوپه سیمه ییزه کچې دطالبانودملي – اسلامي تحریک پرضددپوځي یرغل ترڅنګ تبلیغاتي جګړه هم تشدیدکړې اوپراخه کړې ده اوپه ځانګړې توګه اوس چي نیواکګرپه پوځي ډګرکي دپرله پسې شاګرځونواوبې شمېره ځاني اومالي زیانونوسره لاس اوګریوان دي .ترپخوایې تبلیغاتي هڅي څوواره زیاتي کړي دي اودپروپاګنډې وهرې برخي ته یې بودیجه ځانګړې کړې ده اودغه رازیې یوشمېرمسلکي اوغیرمسلکي لیکوال هم استخدام کړي دي چي دڅه مادي امتیازپه بدل کي داسلامي اوافغاني ویاړنواوارزښتونوپرضدلیکني وکړي .ښایې عبدالله هم دکومي دولتي اویاغیردولتي مؤسیسې له خوادکومي ډالۍ په بدل کي دمقاومت دځپلوپه منظورزړه ښه کړي وي چي دلیکوالۍ دسپیڅلي رسالت څخه په ناوړه ګټه اخیستنه دخپلواکۍ اوملي نوامیسوپه وړاندي قلم اوچت کړي اوهغه څه ترې راتوي کړي چي افغان ولس تراوږدې مودې پوري دښکېلاک په غیږکي ساتي .
په پای کي دعبدالله وروراوملګروڅخه یې احترامانه هیله کوم چي دافغانستان تاریخ مطالعه کړئ اووګورئ !چي افغانانودتاریخ په اوږدوکي څومره یرغلګرله خپلي خاوري شړلي دي اوپه څه ډول یې دکوموتکتیکونوپه خپلولوخپلواکي ترلاسه کړې ده .
ایاداشغالګروسره په ایتلاف اوکه په اختلاف کي ؟!
ایادخبرواتروکه دوسلوال جهادله لاري ؟!
هو! په اثبات رسیدلې ده چي افغانانوهیڅکله هم دنیواکګروسره په ایتلاف اوپه اصطلاح مذاکراتوکي وخت له لاسه نه دی ورکړی ،بلکي تل یې دیرغلګروپرضدهمدادریځ ؤکوم چي اوس یې اسلامي امارت په عملي توګه پرمخ بیایې .دلته دشرق دنابغه علامه سیدجمال الدین افغان هغه ارزښتمنه وینارایاده سوه چي مړوضمیرونوته دازادۍ روح وربخښي هغه چي وایې «ازادي ورکول کیږي نه ،بلکي اخیستل کیږي ګټل کیږي ».والسلام