د نصوارو تاريخ

بازار کې څو ډوله نصوار پلورل کېږي او په بېلابېلو ډولو خوله کې ایښودل/اچول کېږي.
 
پښتانه به ښایي له نورو قومونو ډېر نصوار کوي. ځینې خو فکر کوي چې ښایي نصوار به د پښتنو ایجاد وي، خو داسې نه ده.
 
روغتیا ته د نصوارو زیانونه مالوم شوي دي. نصوار له تمباکو او چونې څخه جوړیږي چې په اسانۍ موندل کېږي.
 
د نصوارو پېل له امریکا شوی چې یادونه یې د پنځلسمې پېړۍ په کتابونو کې شوې ده. اروپا کې یې په اوولسمه پېړۍ کې په عام ډول کارول پېل شول.
 
وروستیو کلونو کې یو شمېر اروپایي هېوادونو کې پر سګریټ له بندیز لګولو وروسته د نصوارو کارول زیات شوي دي.
 
اوولسمه پېړۍ کې پرتګال کې په اشرافیه طبقه کې ډېر مشهور شول. دغه مهال د نصوارو د کارولو پر ضد یو خوځښت هم وچلول شو.

روسیه کې هم په اوولسمه پېړۍ کې دود شول. روسیه کې یې په پوزه کې پر ایښودو بندیز ولګول شو.
 
په اتلسمه پېړۍ کې ډاکټر جان هل وویل چې د نصوارو د ډېر کارولو له امله د سرطان ناروغي رامنځته کیدای شي.
 
په ۱۷۹۴ ز کال کې امریکا پر نصوارو مالیه (ټیکس) ولګول شو، ځکه چې نصوار د نشې نښه وه. د افریقا یو شمېر هېوادونو ته اروپایانو یوړل.
 
هند ته بهرنیو کمپنیو ولېږدول چې بیا پاتې شول او اوس د هند په ګډون پاکستان او افغانستان کې ډېر کارول کېږي.
 
دا چې نصوار دې د پښتنو د کلتور برخه او ایجاد وي، سمه نه ده.