د وعده خلافي ناوړتیا، بیلګې او بدې پایلې
ژباړه: انــــدیال ساپی
وعده خلافی له ناوړه او ټیټو خویونو له جملې څخه ده، د منافقت له څانګو څخه يوه څانګه او منافقينو د نښانو څخه يوه نښه ده.
نبي عليه السلام فرمايي: « آيَةُ الْمُنَافِقِ ثَلَاثَةٌ: إِذَا حَدَّثَ كَذَبَ، وَإِذَا وَعَدَ أَخْلَفَ، وَإِذَا ائْتُمِنَ خَانَ».
ژباړه: د منافق درې نښې دي کله چې خبرې کوي نو دروغ وايي، په امانت کې خيانت کوي او په وعده کې خلاف کوي.
مثنی بن حارث الشيباني په دې اړه فرمايي:" لأن أموت عطشاً أحبُّ الی من أن أخلف موعداً".
ژباړه: که د تندې له امله مړ شم نو دا ماته ډېره خوښه ده ددې نه چې د وعدې خلاف وکړم.
ځينو هوښیارانو ويلي دي:" د سخي انسان وعد ه سملاسي او نغده وي او د بخيل انسان وعده نن سبا وي".
په دې خوی خورا ډېر مسلمانان امتحان شوي په څومره کمو وعدو وفا كيږي او د څومره زياتو مخالفت، تر دې چې ډیرې هغه کسان چې په اسلام بدګمانه وي او مسلمانانو د خطا نسبت اسلام ته كوي داسې فکر کوي چې وعده خلافي د مسلمانانو صفت دی او بالعكس په وعدو وفا د کافرانو صفت دی.
تر دې چې ځنیې خلک وغواړی كله خپله وعده زياته رښتوني او قوي کړي نو وايي: ماته انګليسي وعده راکړه.
د وعده خلافۍ ځينې بېلګې چې په ټولنه کې د خلکو تر مينځ ډېرې خپرې دي:
لومړی: د بچيانو سره وعده خلافي:
ډېر پلرونه او ميندې چې وغواړي خپل بچيان کرار کړي او د کور څخه د وتلو پر مهال ترې ځان خلاص کړي نو د هغوی سره د مېوې، تخفې او يا هم د نورو شيانو د راوړلو وعده کوي خو بيا خپله وعده نه پوره کوي.
د ا کار ماشوم وعده خلافۍ ته اړ باسي او په داسې حال کې رالويږي چې دغه ناوړه خوی يې عادت ګرځېدلی وي.
دوهم: درنې ټوکې او مسخرې:
ځينې وخت داسې هم کيږي چې يو کس خپلو ملګرو ته په يو معلوم ځای کې، چې کله دغه ځای لرې هم وي، په ټاکلي نېټه د مېلمستيا بلنه ورکړي. ورته ووايي چې زه به په ټاکلي وخت ټاکلي ځای ته خواړه دررسوم، که څه هم په نيت کې يې د پوره والي کوم هوډ نه وي.
کله چې يې ملګري په ټاکلي وخت ټاکلي ځای ته راشي نو هغه څه نه ويني چې وعده يې ورسره شوي وي، ډېر ځله پرې د انتظار شېبې اوږدې شي او خپلو کورونو ته ستانه شي.
دغه کس پخپله کړنه زيات شمېر ناوړه او بد کارونه يو ځای کړل، چې هغه په يو وخت کې يې دروغ، بې حيايي، وعده خلافي او مسلمانانو ته تکليف رسونه ده.
درېيم: له هغو ځانګړو وعدو څخه وروسته والی چې په معلومو کارونو پورې اړه لري:
دا کار په ټولنه کې څومره زيات واقع کيږي او څومره لږ خلک په خپلو وعدو كې دقیق وي او هغه بدې اغیزې څومره زياتې دي چې له دغه کار څخه مينځ ته راځي، څو دقېقې د وعده شوي وخت له پيل څخه ځنډ او تأخير د کار له ټاکلي وخت څخه د هماغومره وخت ضايع کېدل دي چې دا د دوو کارونو لامل ګرځي.
لومړ ی: دا چې په کار کې تيزي او له دقت څخه کار نه اخېستل تر څو د تېر شوي وخت جبران وکړي.
دويم: دا چې په هغه وخت تېری دی کوم چې د خلکو لپاره ځانګړی شوی وی.
څلورم:کوربه ( مېلمستيا کوونکي) ته په راتلو کې ځنډ:
ډېر ځله يو کس نورو ته د مېلمستيا وعده ورکړي چې په ټاکلي وخت به ورته راځي بيا مېلمانه په راتلو کې ځنډ کوي,كله يې دغه ځنډ د عذر له امله هم نه وي, چې دا کار کوربه په شک او تکليف کې واقع کوي او همد ا راز د کوربه او هغه کسانو وخت د ضايع كيدو لامل ګرځي چې په ټاکلي وخت راغلي وي.
پنځم: د اعاره شوي کتابونو په سپارلو کې وروسته والی:
ډیر ځله يو کس كوم محصل او يا دکتابتون څښتن ته راځی د امانت په توګه ترې کتاب اخلي او وعده کوی چې په لنډ وخت کې به یې وروسپاری. خو كله چې کتاب واخلي ، خپله فايده ترې هم ترلاسه كړی, بيا دکتاب په سپارلو کې ځنډ کوی, چې بالاخره ورک يا زوړ شي, د کتاب څښتن ورته د حيا او ډیرې مینه له وجې د كتاب په اړه څه نه وايي, په پای کې د کتاب څښتن مجبور شي چې د دغه كتاب په بدل کې بل کتاب واخلي خو ځينې وخت دغه کتاب د ډېرو ټوکونو څخه يو ټوک وي چې د ټولو ټوکونو د اخېستلو پرته يې ترلاسه کول ناشوني وي.
شپږم: د پور په خلاصولو کې وروسته والی: د حيا په برخه کې پرې بحث وشو.
اووم: د شيانو په ورکړه کې وعده خلافي:
ځينې خلک نورو کسانو ته د ډاليو، بخشش او يا د نورو شيانو وركولو ژمنه کوي خو عملي کوي يې نه.
ځينې خلک د کوم کار د ترسره کونې په موخه د نورو سره ژمنې کوي خو کله چې يې کار وشي د وعدې خلاف وکړي او خپله ملګرتيا له ياده وباسي.
ځينې خلک د کومې ستونزې څخه د خلاصون په موخه نورو سره د شيانو وعده کوي خو د پوره کولو هوډ يې نه وي.
دا د وعد ه خلافۍ يو څو بيلګې وي چې په ټولنه کې د خلکو ترمنځ ډیرې خپرې دي، چې له امله بېلتون او جلاولي مينځ ته راځي، ډاډ او باور له مينځه ځي.
وعده خلافی هغه ناوړه کړه ده چې خپل څښتن سپکوی.
زياد الأعجم وايي:
لِلِّه دَرُّكَ من فتیً *** لوكنتَ تفعل ما تقول
لا خير فی کذب الجواد *** وحبذا صدق البخيل
ژباړه: الله تعالی دې تا ته له ځوانانو خير درکړي كچېرى ته پخپله وينا وفا کوي، د سخي انسان په دروغو کې هیڅ خیر نشته او د بخيل انسان رښتيني وينا له دې ډېره ښه ده.
ځکه خو يوشاعر وايي:
وإن جُمِعَ الأفاتُ فالبخلُ شَرُّهَا *** وشرُّ من البخل المواعيدُ والمطلُ
ژباړه: که ټول افتونه يو ځای شي نو له ټولو بد یې شومتوب دی خو له شومتوب بدتر د د وعدو خلاف او ځنډول دی.
همدا راز ابن حزم فرمايي:
إذا قلت عن شیءٍ نعم فَأَتِمَّه *** فإن نعم دَيْنٌ علی الحرَّ واجبُ
وإلَّا فقل: لا, تسترِحْ وتُرِحْ بها *** لئلا يَظُّنَّ الناسُ أنك کاذبُ
ژباړه: کله چې د يو کار کولو په اړ وعده ورکړې نو پوره يې کړه ځکه په خپله وينا وفا کول په اصيل سړي لازم دي او که چرته داسې نه وي, نو نه ورته وکړه په خپله به هم په راحت کې يې او نور به هم په راحت کې وي، ددې لپاره چې خلک په تا د دروغجن ګمان ونکړي.
*****
مأخذ: ناوړه اخلاق- بیلګې- لاملونه- تداوی
وروستي