
پارلمان په هیواد کې یو له هغه درې ګونو قوو نه یوه ده چې په قانونيٍ توګه د دولتي واکمني بنسټ جوړوي ، په کومو هیوادونو کې چې پارلمان قوی وی هغه هیواد ترډېره له پاره له کړکیچونو(بحرانونو) ځنې خوندي وی ځکه چې که یو لورې ته پارلمان دمقننه قوې په توګه او بل لورې ته د حکومت کارونو په اړه د پوښتنې حق هم لری او درېېمه اساسی دنده یې د کلنۍ بودیجې تصویب او ورسره د خلکو او حکومت ترمنځ اړیکو ټینګول دي او دهغوی په مناسب ځای کې استازولي هم کوی ، نو کله چې پارلمان خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړی او په ریښتینی مانا دخلکو استازولي وکړی نو ډیرې ستونزې لرې کېږي.
زما په خیال دا مهال په افغانستان کې ډېرې ستونزې خپله په پارلمان پورې اړه لری ، خو داچې په تیر پارلمان کې ډیر داسې کسان وو چې هغوی په پوره مانا دپارلمان په دندو هم نه پوهېدل، تاسې به هم په تیرو پارلمانی ټاکنو کې داسې ډیر اعلانونه لیدلي، لوستی او اوریدلی وی ، چې ډیرو کاندیدانو به وی چې زه تاسې ته جومات جوړوم ، تاسې ته سرک قیر کووم ، روغتون درته جوړوم او داسې نور هغه اعلانونه او ژمنې چې کاندید وکیلانو دکمپاین پروخت له خلکو سره کولی ، دا خبرې جوتوي چې هغوی دپارلمان له دندو ناخبره وو، نو ځکه خو یې د ډیرو ستونزو لرې کولو لاره پیدا نه شوه کړای ، هغه وعدې یې چې له خلکو کړې وې ، یا خویې له وس نه وې پوره او یایې هم په اړه ځانونه غلی کړل چې اوس ترې خلک خوابدي دی ، د دې ترڅنګ دیننه د پارلماني چارو په اړه دنه تجربې له کبله پارلمان سره له دې چې زیاتره کاندیدان خپلواک وو او له کومې ډلې سره یې تړاو نه درلود ه خوبیاهم پر قومي ، ژبنیو او مزهبي لیکو وویشل شو چې زیاتره وخت به د وکیلانو ترمنځ مخالفت د مخالفت کیدلو له پاره چې ښکاره بیلګه یې دولسمشر د نوی کابینې دمعرفی شویو وزیرانو سره چال چلند دی، که څه هم دا دهغوی حق ؤ چې چاته رایه ورکوی او چاته یې نه ورکوی خو ولې داسې ډیر وزیر ناکام شول چې هغوی د نومول شوی وزارت له پاره وړ کسان وو، چې دایې هم د داخلی ګروپ بندۍ یوه ښکاره بیلګه وه ، لنډه داچې ډیرې ستونزې دیننه په تیر پارلمان کې موجودې وې ، خو ددې ترڅنګ په همغه تېر پالمان کې ځنې داسې وکیلان هم وو چې که یو لورې هغوی دپارلمان په دنده سم پوهیدل ، بل لورته یې تل یې هڅه کړې چې پارلمان په سمو لارو روان کړی ، هغه واکونه چې اساسی قانون پارلمان ته ورکړي له هغو نه ګټه پورته کړی ، او مهمو مسلو ته د دولت پام راوګرځوی ، دا دوکیلانو هغه ډله وه چې په لوړې زده کړې یې درلودې اوپه دولتی چارو پوهیدل
دسیاسی تحولاتو په رموز یې هم زده ؤ او کولی یې شول چې پروخت له قانون نه دفاع وکړی او دولتی کارونه په سم ډول وڅاري خو که څوک وایې چې نو هغوی څه کړی دی ؟ دا پوښتنه یې هم پرځای ده خو کله چې کمیت لره ګورو نو باید بیا د کیفیت تمه هم ډیره ونه لرو
خیر هغه دچا خبره تیر هیر اوس خو د نوی پارلمان له پاره په ټول هیواد کې کمپاین شروع دی او بیلابیل کسان ،. نوې او زړې څېرې رامخ ته شوی دی په دیوالونو او سرکونو یې خپل انځورونه ځړولی دی ، تاسې به بیا هم دډیرو کاندیدانو له خولې نه داسې ژمنې واورۍ چې نه خو هغه ددوی دنده وی او نه یې هم کولی شی ، تاسې به پوهیږۍ چې پارلمان په یوه هیواد کې له هرې بلې قوې نه ډیر حساس او اساسی بنسټ دی چې دملت او دهیواد برخلیک ټاکي، تاسې فکر وکړﺉ چې داسې مهم او حسا س ځای ته دهغو کسانوتګ څومره زیان لري چې په خپلو عکسونو یې په زرونو ډالر لګولي هغه خلک چې له پارلمان نه زیات زما په آند هغوی دسینما دهیرو یاهیروینې له پاره مناسب او مناسبې دی هغوی به دافغان ملت څه برخلیک وټاکی هغه کاندیدانې چې پارلمان ورته دسینګار ځای ښکاری هغوی به څنګه دهیواد ګټې وساتلی شی ، هغه کاندید او کاندیده چې یا داولمپک د کوم فدراسیون مشر یا لوبغاړی وي او یاهم ممثل او سندرغاړی، نو هغه دپارلمان په سپیڅلتیا څه پوهیږی ، پارلمان خو دهغه خلکو ځای دی چې سیاسی شعور ولری ، ددولتی او حکومتي واک چلولو ځانګړتیاو نه خبر وی ، دملی مفادو ساتونکی وی ، او وکولی شی چې د پارلمان له لارې ګټور خدمت وکړی ،
پارلمان داسې کسانو ته اړتیا لري چې هغوی په قانون جوړونه اود قوانینو په شالید یا پس منظراو لرلید وپوهېږي دهغه له پاره علمی استعداد ته اړتیا ده ، نه سینګار او فلمی څیرې ته.
کله چې یو هیواد او یو ملت له دغه ډول پړاو سره مخ کیږی نو یقینی خبره ده چې په داسې وخت کې باید خلک په ډیرسوچ قدم پورته کړی او خپلې ارزښتمنې رایې داسې چاته ورنه کړی چې هغوی له پارلمان ځنې فلم انډیسټری جوړه کړی ، بلکې رایه یو ملی امانت دی او باید داسې خلکو ته ورکړی شی چې هغه یې په پوره مانا وړتیا ولری او د افغانی کلتورله دساتلو سره سره دافغانستان په سیاسی فضا کې خپل رول ادا کړی، هغوی ته دا موقع ورکول پکار ده ترڅو دپارلمانی اقدارو او پارلمانی کلچر ساتنه وکړي