قدرمنودخوست ټلويزيون کارکوونکو،ښاغلی اسدپکتياوال اوښاغلی روح الله وردګ !

څوموده دمخه زموږ په ويب پاڼه کې دښاغلي روح الله وردګ يورالېږل شوی مطلب ، چې دخوست وﻻيت دټلويزيون اوکارکوونکوپه هکله يې څرګندونې کړې وې خپورشو . دغه مطلب زموږ له خواځکه نشرشو ، چې موږفکرکولوديوبل وﻻيت اوسيدونکی دخوست وﻻيت سره دهمدردۍ اوسمونتيادرامنځته کولوپه موخه ،  ددغه وﻻيت دټلويزيون دخپرونو اوکارکوونکوپه هکله خپل نظروړاندې کړی . وروسته بيادخوست وﻻيت نه دښاغلي اسدپکتياوال له خواپه غبرګون کې يوځوابيه ليک راواستول شواو  ادعايې درلوده ، چې روح الله وردګ يومستعارنوم دی اوليکلی مطلب يې دشخصي عقدوله مخې ليکلی اوله حقيقت نه ليرې خبرې يې ليکلي . همدارازيې دخوست وﻻيت دټلويزيون دکارکوونکو دزده کړو په هکله يې پوره معلومات راليږلي وو .    ښاغلو ، څرنګه چې دروهي ويب پاڼې ادارې زياتره کارکوونکي دمساپرۍ شپې ورځې سباکوي اودځينوموضوعاتوپه هکله دپلټنوامکانات نه لرو اوله بلې  خوازموږ په ګران  هېواد افغانستان کې هم داسې حاﻻت دي ، چې پښتنوفرهنګيانوته نه ښايي ديوبل په ټکولوانرژي اووخت ضايع کړي  . له همدې امله موږ غوره وبلله ، چې په پاڼه کې ددواړه خواوو ليکل شوي مطالبو پرځای موږ څوکرښې تاسوته  وړاندې کړو  : _ زموږ په انددخوست ټلويزيون دخپرونوښه هنداره په خپله دخوست اوسيدونکي دي نه ديودوه کسانونظريات ، که چېرې دخوست خلک ستاسو خپرونې خوښوي نوتاسې بريالي ياست اوخدای موبريالي لره دخلاف په صورت کې که څوک نيوکه کوي نوبايدپه دې مانا نه وي  ، چې زموږدښمن دی  ؛ _ يوه بله دپاملرنې وړ موضوع دزده کړو ده ، چې په ليکنوکې يې يادونه شوې وه  . زموږپه انديوازې ليکل شوي اوټاپه شوي کاغذونه مهم نه دي ، مهمه داده ، چې څوک څومره دکاروړيتا لري . په افغانستان کې دداسې کسانوبېلګې زياتې دي ، چې لوړې زده کړې يې نه دې کړي لېکن ډېرزيات اثار اوښې لېکنې لري اودهېواد نامتوشخصيتونه دي  . په اخرکې له تاسونه زموږهيله دا ده ، چې دې موضوع ته په همدې ځای دپای ټکی کېږدی اويوبل ته دورورۍ ﻻس ورکړی اودنېکمرغه راتلونکې دجوړولوپه هکله سره هملاري اوهم غږي  شئ  ! ستاسولېکنو ته سترګې په ﻻريوو اوهيله ده ، چې موږ هېرنه کړئ !                                 خوشاله اونېکمرغه اوسئ                                                                      دروهي ويب پاڼې اداره