نۀ پارکونو کې تصویر نوې کیسه وه
دلچسپي د زانګوګانو ډېره نۀ وه
نۀ مشهورو زیارتونو ته چکر و...
لۀ مېوو، وریژو اروا بیخي مړه وه
د هګیو او مټکو لوبه مړه وه
د یو رنګ لباسي ووړکو بازار سوړ و
پخوانۍ فاتحې نۀ تازه کېدلې
رواج هېر او د ګل ویشتو موسم جوړ و
مخالف د مخالف هر کلی وکړ
دا ځل نۀ و را پرېوتی د چا ستوری
د عسکر د ګل ډالۍ چې مړاوې نۀ شي
و پر سر یې د طالب د څڼو سیوری
په تنکۍ مینه جدا مین لۀ خپل غم
د طالب او عسکر جوړې باندې بوخت وو
د پخوا په څېر یې بیا منځ کې ولس و
خو دا ځل عکس کې په مینه سره جوخت وو
ړوند یعقوب و بینا کړی د یوسف لید
سږ اختر لۀ تکراري ساتېري بچ و
عجیبه وه غمازان وصال ته خوښ وو
هسې یو نیم عقدویي په منځ کې مچ و
په وژنو یو معتاد خبریال راغی
څۀ په خواره خولۀ یې داسې خطر ووې
زمونږ رزق تمامېږي پېښې نشته
خبریال ته یو طالب او عسکر ووې
ورک اشنا را سره غېږه میلاو کړې
نن بل هيڅ خبر تر دغۀ جالب نشته
هر جنګي افغان چې سولې ته ځان جوړ کړي
هیڅ بنده بشر تر دغۀ جالب نۀ شته
وروستي