و بختوره هندوستانه-د افغانستان تلویزیوني خپرونو ته یوه لنډه کتنه

شاید ګران لوستونکي به زما د لیکنې د عنوان څخه تعجب وکړي چې ولې یې هندوستان ته بختور هیواد یا ټولنه ویلې ده؟ زه د خپلې ادعی د پخلي لپاره کافي دلایل لرم خو په لنډه توګه باید عرض کړم چې هغه هیواد یا ټولنه به څرنګه بختوره نه وي چې له کوم لګښت او یا ځانګړې هڅې پرته یې د خپل کلتور، جامو، رقص، اخلاقو، دیني ارزښتونو، پراخې پیژندنې او داسې نوور بنسټونو لپاره مفت بازار پیدا او یوه داسې ساده ټولنه د خپلو اساساتو او کلتور په لیدلو او خپلولو باندې ور ماته کړي چې د ورځې په تیریدو سره له خپلو ملي ارزښتونو، اخلاقو، دین او کلتور څخه پردي کیږي.
موږ به ولې د هندوستان ټولنې ته یوه طالع منه ټولنه نه وایو ځکه چې هندي کلتور د افغانستان د خلکو د خپلو تلویزیوني خپرونو په وسیله دې هیواد ته دومره ور پيژندل کیږي چې د ورځې په تیریدو سره د دې هیواد نوی نسل خو څه آن ډیر زاړه یې هم په خپلو هراړخیزو ارزښتونو باندې ور مات کړي دي. له بلې خوا که په دې هکله ژوره پاملرنه وکړو نه د هندوستان ټولنه ملامته ده، نه یې سوداګریز فلمونه او نه هم افغاني ټولنه ځکه چې هند د خپل فرهنګ د اساساتو له مخې سوداګریز تولید کوي، همدا فلمونه یې د کورني اقتصاد یوه مهمه برخه ده. خو ملامت زموږ د افغاني ټولنې څو هغه کرکترونه دي چې د خپلو شخصي ګټو لپاره یې تلویزیوني چینلونه جوړ کړي دي،  د افغانستان  وګړي په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول د هند د کلتور، اخلاقو او فلمونو لیدلو ته ور بولي. خلک بیچارګان څه وکړي ډیر وخت  مجبوریږي چې و یې ویني ځکه همدغه راز ډول ډول فلمونه چې په ۲۴ ساعتونو کې  څو ځلي د شخصي تلویزیوني خپرونو له لارې نشر کیږي نو هرو مرو په تجارتي هټیو او کورونو کې چې بریښنا وي نو سترګې یې پرې لګیږي. ملامت هغه  دریم ګړي اړخ ګڼل کیږي چې د هیواد د تلویزیوني خپرونو ځینې خاوندان یې ګڼلی شو ځکه دوی د خپل کاذب شهرت او ګتې د لاسته راړولو لپاره هرې روا او ناروا وسیلې ته لاس اچوي او د دې هیواد د خلکو له هیلو، فرهنګ، کلتور، دیني، ټولنیزو او هر اړخیزو ارزښتونو سره لوبي کوي او په ناغوښتل شوي ډول یې د پردیو په پښو کې غورزوي. داسې ډرامې هره ورځ د تلویزیوني چینلونو له خوا خپریږي چې کلونه کلونه نیسي او له داسې مزخرفاتو څخه ډکې دي چې په هیڅ توګه زموږ د ټولنې د اصیلو افغاني او اسلامي ارزښتونو سره اړخ نه شي لګولی.
د بهرنیو او بیا په ځانګړې توګه د هندي ډرامو څخه زموږ د هیواد خلک په لاندې برخو کې اغیزمن کیږي: لومړی: دیني او عقیدوي برخه
هلته په هندي ډرامو کې چې د دې ډرامې تمثیل کوونکي د کوم سخت حالت تمثیل کوي او یا د یوې هیلې پوره کیدل غواړي، یا د مینې یوه درواغجنه صحنه وړاندې کوي نو بت ته رجوع او خپل ځانګړی عبادت اجرا کوي. له عبادت څخه څو لحظې وروسته د تمثیل کوونکي د زړه مراد حاصل کیږي. له داسې یوې صحنې څخه زموږ هغه ځوان نسل څه الهام اخلي چې دیني زده کړې یې کمزورې او یا په لومړي پړاو کې قرار لري؟ بل دا چې زموږ هغه تنکی نسل به په دې هکله څه فکر کوی چې هره ورځ ورته په کور کې تولسي او داسې نورې ډرامې په درز سره چالانې وي او هرو څو صحنو څخه وروسته یو ځلې خپل بودایي دیني مناسک اجرا پکې اجرا کیږي؟ د تلویزیوني خپرونو خاوندان دې ورته ځواب ووایي. په همدې توګه په دې ډول ډرامو کې د ونې، اور او لمر عبادت هم کیږي او تولسي خپله د ونې نوم دی چې د هندوانو خدای ګڼل کیږي. باید وویل شي چې په هند کې په لسهاوو زره او یا لکهاوو دینونه دي چې خلک یې په عبادت مشغول دي. آیا  ددې ډول عبادت تر سره کول زموږ په تاند او ځوان نسل اغیزه نه کوي؟ دوهم: د کورنۍ د تشکیل برخه
افغاني ټولنه یوه سوچه اسلامي ټولنه ده چې د کورنۍ تشکیل یې د نبوي سنت سره سم د واده له یوې سپیڅلې مرحلې څخه پيل کیږي او د اصیلو افغاني آرونو سره سم سرته رسیږي چې د کورنۍ د تشکیل ټولې مرحلې د دې ټولنې د دیني، افغاني او ملي ارزښتونو سره اړخ لګوي او د نوې کورنۍ نیکمرغه ژوند ته ښکلا او سمون ورکوي.
خو په هندي ډرامو کې تمثیل کوونکې ځوانې نجونې او ځوان هلکان له واده څخه د مخه د داسې اړیکو تمثیل کوي چې شپه او ورځ یو ځای سره ګرزي حتی  د دې ډرامو د تمثیل له مخې له کوزدې او واده مخکې د ځوانو نجونو او ځوانو هلکانو تر منځ جنسي اړیکې نیول او د حرامي پيدا کیدل هم یوه عادي خبره ګڼل کیږي. دا چې شاید د هندوستان د هیواد د غیر مسلمانو وګړو په ځینو توکمونو کې به دغه پدیده څه عیب و نه لري هغه د دوی خپل کار دی خو د تمثیل ښودل یې یوې داسې اسلامي ټولنې ته د فساد له خورولو پرته بل څه پیغام درلودلی شي چې په میلیونو ځوان هلکان او ځوانې نجونې لري؟ بل دا چې آیا د داسې پروګرامونو او تمثیل له لارې به زموږ په ټولنه کې دغه  ناولي فساد او غیر اسلامي پدیدې پیدا کیدو ته لاره خلاصه نه شي چې تر شا یې بیا سلګونه بدۍ، مرګونه او ناوړه کړنې انتظار باسي؟ آیا د ځوانو هلکانو او ځوانو نجونو تر منځ خدای مه کړه د داسې اړیکو پیدا کیدل زموږ په افغاني ټولنه کې مرګ نه دی؟ آیا زموږ دین او کلتور د داسې اړیکو درلودل په کلکو الفاظو حرام نه دي ګرزولي؟ آیا افغاني غیرتمنې کورنۍ خپلو اولادونو ته د داسې غیر اسلامي اخلاقو د زده کړې اجازه ورکوي؟ ځواب بیا هم د هغه تلویزیوني خپرونو خاوندانو ته پریږدو چې په لوی لاس د خپلو خپرونو او ناروا تمثیلونو د نندارې له لارې په داسې یوه  اسلامي ټولنه کې د فساد خپرولو ته لاره پرانیزي چې د سلګونو نورو ناخوالو سره همدا اوس اوس لاس په ګریوان دی. دریم: د بې تفاوتۍ برخه
د تلویزیونونو له لارې د پردیو او بیا په ځانګړي توګه د هندي ډرامو د مسلسل خپراوي له کبله زموږ د هیواد خلک له خپلو اصیلو ملي او اسلامي دودونو، ملي ژبې، جامو، عنعناتو، وراجونو، نومونو، کلتور او کورني نظام سره پردي کیږي یا خو داسې فکر کوي چې موږ اصلا فرهنګي آرونه او کلتوري بنسټونه نه لرو او یا هم هغه ډیر خراب دي او دا چې په دومره لويه پیمانه پردی کلتور راته ښودل کیږي نو البته په دې کې به کوم کمال هرو مرو موجود وي.
همدا اوس د هیواد په ښارونو کې لیدل کیږي چې تولسي د ډرامې د (میر) نومي په ډول کالي د ځوانانو په غاړو کې وي چې په هیڅ راز زموږ د ټولنې له آرونو سره سر نه خوري بلکي ډیر بد ښکاري. ډیر ځوانان ګورو چې د طلا، سپینو زرو، جستو او داسې نورو څیزونو میده ځنځیرونه (غاړکۍ ) یې په غاړو او لاس بندونه یې په لاسونو کې اچولې دي چې دا کار اصلا د ښځو لپاره دی او که دا ډرامې همداسې په ځوښ سره خپریږي نو د دې احتمال لرې نه بریښي چې زموږ په نارینه ځوان نسل کې به د هندي فلمونو د  ځوانانو په څیر پخپلو غوږونو کې د لښتیو اچول هم رواج او خپل ویښتان به په ورمیږونو کې کوڅۍ کړي. دا څو کلونه کیږي چې د تیرې نام په نامه باندې په ځوانانو کې د ویښتانو جوړول رواج موندلی دی او (تیرې نام) د یوې هندي ډرامې نوم دی چې نیمه بربنډې ښځې ورته رقص هم کوي. همدارنګه لرې نده چې زموږ په افغاني ټولنه کې هغه نومونه په نوو زیږیدلو ماشومانو کیښودل شي چې په هندي ډرامو کې د فلمي اداکارانو لپاره اخیستل کیږي. په همدې توګه هرو مرو به مو د هوټلونو د ودونو په کوم یوه خو کې ګډون کړی وي سړی حیران شي چې د هغه ځوانانو رقص ویني چې له دې ډرامو او فلمونو یې زده کړی او د ورځې په تیریدو سره زیاتوالی مومي چې په ډیروالي سره یې اصیل افغاني کلتور د ورځې په تیریدو سره د کمزورتیا په لوري درومي.
 
پایله:
د هیواد د شخصي او کله کله حتې د ملي تلویزیون له لوري د هندي ډرامو مسلسل خپرول له هر اړخیز پلوه زموږ د ټولنې د وګړو لپاره د زهرو حیثیت لري چې نن ورځ په لویه پيمانه زموږ د هیواد ځینو تلویزیوني خپرونو ورته مخه کړې ده. همدارنګه هند بختور او طالع من ځکه بولو چې له کوم ځانګړي  لګښت، کوشش، او هڅې پرته یې دین، کلتور، ژبه،  دود او رواج په افغانستان کې د خپریدو دومره زور موندلی دی چې نږدې ده کابل ته نوی ډهلی ووایو. مخکې له دې چې د همدې پدیدې له کبله زموږ په ټولنه کې خدای مه کړه یو لوی ناورین رامنځته شي، د هیواد د ټولو تلویزیوني خپرونو له مسوولینو غواړو چې د خپلو خپرونو په باب ژور فکر وکړي. زموږ ټولنه د دې ډول ډرامو له خپرولو څخه د ژوند په زیاتو ډګرونو کې زیامنه کیږي چې په دې لیکنه کې یوازې دریو اساسي اړخونو ته ګوته و نیول شوه. بلکي زموږ ټولنه د غوره اخلاقو، سپیڅلي اسلامي دین، ښوونې او روزنې، افغاني کلتور، د ملي ژبو د ودې،  مدني ټولنې، د تاوتریخوالي کموالي او داسې نورو غوره بنسټونو ته اړتیا لري چې د تلویزیوني شبکو چینلونه یې باید ورته خپاره کړي.
 و ما علینا الی البلاغ
د ۱۳۸۶ هجري لمریز کال د لړم د میاشتې ۱۴ نیټه