په يوه ويبپاڼه کي مي ديوه غرضي،مرضي اوعنادي ليکنه ولوسته، چي دحزب اسلامي په خلاف يې داسي خبري ليکلې وې چي
هيڅ يوداسي سړی چي حزب اسلامي پېژني اوله الله پاک څخه په زړه کي وېره اوډارو لري،دليکلواوبيانولوناوړه اقدام به ونکړي.
نوموړي خپله ليکنه داسي روانه کړې چي ګويادی دطالبانويوخواخوږی دی،خوخبري يې داسي دي چي هم طالبانو اوهم ټول ملت ته زيانمني تمامېدای شي.
عجيبه داده چي نوموړی پرحزب اسلامي باندي يوداسي تورلګوي چي په اړه يې حزب اسلامي خپل رسمي موقف په واضحه اوروښانه توګه اعلان کړی دی .
خونوموړی دحزب اسلامي رسمي اعلاميې ته نه ګوري اونه ورباندي باورکوي،خودکمونيست جنرال مرادعلي په خبره په کلکه ولاړدی،دهغې لپاره دلائل وايي چي دکمونيست جنرال خبره يقيني ده اوګوياحزب اسلامي په رښتيادولت اودهغوی بهرنيوانډيوالانوته جاسوسي کړې دی ،لدې کارڅخه يې معلوميږي چي نوموړي ته کمونيست اوشيعه جنرال مرادعلي مرادډېرنږدې دی،دهغه په خبره يې باورکيږي اوهغه ورته دحزب اسلامي په نسبت ډېرښه معلوميږي.
دده داکارپردې خبره دليل دی چي نوموړی ليکوال دطالبانوداسلامي تحريک خواخوږی ندی بلکي دصليبيانويولاس پوڅی اوپخوانی کمونيست دی.
غواړي دحزب اسلامي اوطالبانوترمينځ ستونزي راولاړي کړي،داکاريې دخپلي اصلي څېرې په څرګندولوسره شونی نه باله نويې دطالبانورنګ ورکړ،پداسي حال کي چي طالبان،حزب اسلامي اوټول مؤمن اولس پدې ښه پوهيږي چي صليبيان غواړي دمجاهدينوترمينځ اختلافات راولاړکړي،ترڅودوی په خپل مينځ کي سره وجنګوي ځکه صليبيانواوس په يقيني توګه ماته خوړلې ده،هغه ورځ انشاءالله تعالی لري نده چي له هيواده به شرمېدلي اوماته خوړلي ووزي،
نوغواړي چي په افغانستان کي ديوه اسلامي نظام دراتګ مخه پدې توګه ونيول شي چي حزب اسلامي اوطالبان سره په خپلوکي بدنيتي کړي چي په پای کي ترې يولوی ناورين جوړکړي .
لکه څنګه چي دمخکيني جهاددبرياليتوب په موقع پدې وتوانېدل چي دمجاهدينوترمينځ اختلافات راولاړکړي اوپه هيوادکي ديوه قوي اسلامي نظام دراتګ لاره ډب کړي ـ
خوانشاءالله تعالی ملت دداسي مغرضواومفسدوعناصروپه خبرونه تېروزي،هغوی پوهيږي چي داسي ليکنه دداسي چانشي کېدای چي هغه دي رښتيني اومخلص مسلمان وي،دابه دهغه چاليکنه وي چي دصليبيانو لاس پوڅی وي اودمجاهدينوپه لازياتي بې اتفاقۍ اوبدنيتۍ خوشحاله وي .
غواړي پدې سربېرنواوله حقيقته لري دلائلوسره خلګ دوکه کړي،دحزب اسلامي اوطالبانوترمينځ فضاءنوره هم مخدوشه کړي،خوانشاءالله تعالی پدې کارکي نشي بريالی کېدای .
طالبان خو دومره له حالاتوناواقف ندي چي دده په سربېرنودلائلودي تېراېستل شي .
ځکه طالبان خوداسي خلګ دي چي داسلامي نظام لپاره جنګيږي،ددې لپاره چي په هيوادکي قرآني نظام پلی شي،په قرآن کريم باندي عمل وکړای شي،هره پرېکړه بايدپه قرآن کريم اودالله تعالی په نازل کړي دين باندي ترسره شي اوداختلاف دحل لارداده چي نونږبايدقرآن کريم اونبوي احاديثوته مراجعه وکړو،څه فيصله موچي هلته وموندله،دهغې مطابق به موعمل وي،که داسي ونکړو،بيابه مودايمان دعوه هم په شکمنه وي .
کله چي دطالبانو مرام دقرآن عملي کول دي،نودلته به هم خامخاپه قرآن کريم باندي عمل کوي ځکه دادايمان تقاضااوغوښتنه هم اوددوی لومړنی اواساسي هدف هم دی .
پداسي وخت کي چي داسي خبرونه ددښمن لخواخپرېږي،طالبان،حزب اسلامي اوټول ملت بايدپدې قرآني نص باندي عمل وکړي اوګران لوستونکي بايدپدې وخت کي دې آيت مبارک ته لازمه توجه وساتي اودالله پاک داحکم بايدپه پام کي ونیسي چي الله رب العزت فرمايي:
يايهاالذين امنوا ان جاکم فاسق بنبا فتبينوا ان تصيبوا قوما بجهالة فتصبحوا علی ما فعلتم ندمين )
(اې مؤمنانوکه کوم فاسق تاسوته له کوم خبرسره راشي،نوتاسوتحقيق وکړئ،هسي نه چي تاسوکومي ډلي ته په ناپوهۍ سره ضررورسوئ اوبياپه خپلوکړوپښېمانه شئ)
که مونږپدې آيت مبارک باندي عمل وکړو،نوبیابه موڅوک نشي غولولولی.
په واضحه توګه الله تعالی فرمايلي دي چي که کوم فاسق تاسوته کوم خبرراوړي،(معلومه خبره ده چي جنرال مرادلوی فاسق دی اودده دابل ملګری هم فاسق دی څوک چي دده دخبري دثابتولولپاره ليکني خپروي اوغواړي خلګوته دجنرال مرادخبره يقيني وښيي اودحزب اسلامي اوطالبانوترمينځ نفرتونه رپورته کړي)نوتاسوتحقيق وکړئ(اوس بايدطالبان اونوراولس پدې خبروپه پټوسترګوځانونه تېرنه باسي،بلکي دوی ته حکم دادی چي دفاسق خبره به پرته له تحقيقه نه منئ)هسي نه چي ستاسوله لاسه کومي ډلي ته په ناپوهۍ سره ضررورسيږي اوبياپه خپلوکړوباندي پښېمانه شئ.
يعني وروسته پښېمانتيا ګټه نلري،بلکي له مخکي بايدمتوجه واوسوچي دفاسق په خبره باورونکړو،دهغې مطابق بايدعملي اقدام ونکړو،بياچي کله فاسق هم کامل فاسق،کمونيست اوداسلام اومجاهدينوښکاره دښمن وي،پداسي وخت کي خوبايدبالکل دهغه په خبره باورونکړو.
دابه کوم دعقل خاوندومني چي حزب اسلامي دامريکايانولپاره جاسوسي کوي نودوی به داسي ددوی حالت ټولي نړۍ ته څرګندکړی وای،دچالپاره چي څوک جاسوسي کو ي،نوم يې پټ ساتي ځکه که يې افشاکړي بياخوجاسوسي نشي ورته کولی دايوه خبره هم دده دخبرودابطال لپاره کافي ده،خوحقيقت دادی نوموړی ضداوتعصب نيولی دی، غواړي چي حزب اسلامي بدنام کړې.
انشاءالله دې هدف ته نشې رسېدای،ځکه ملت حزب اسلامي پېژني چي داڅنګه ډله ده؟هغوی پدې پوهيږي چي حزب اسلامي څه غواړي؟دکوم هدف دترلاسه کولولپاره جنګيږي.
دده بېرن دلائل انشاءالله هيڅ دعقل خاونداوانصافدارانسان نشي دوکه کولای .
که داخبره رښتياوای اودکرزي لاس پوڅي حکومت يې اعلانول غوښتل،نوولي يوازي جنرال مراداعلان کړه چي دحزب اسلامي سره څلوېښت کلنه زړه دښمني اوعداوت لري.
حزب اسلامي په واضحوټکوکي اعلان کړې چي څوک دصليبيانولپاره جاسوسي کوي،هغه کافراومرتددی،وژل يې فرض دي
بيا ليکوال پرته لدې چي په خپلو دروغو باندي دشرم اوحياءاحساس وکړي
ليکي: او په شمال کې دطالبانو او دوستمیانو او مالکیانو تر منځ اخ وډب روان شو نو په دغه وخت کې هم حزب غلی پاتې نشو خپلو هغو قوماندانانو ته چې له طالبانو سره یو ځای شوي وو امر وکړ تر څو دطالبانو هغه مشران چې له دوی سره دي ونیسي!!
له نوموړي پوښتنه کووچي ستاسره څه دليل دی چي حزب داکارکړی دی؟
معلومه خبره ده چي هسي تعصب اوعنادراپاڅولی يې،نوپه هرڅه سره چي دحزب اسلامي بدنامي کېدای شي هغه لاري لټوې.
دحزب اسلامي دمجاهداميرښاغلي حکمتيارصاحب خبره به انشاءالله تعالی داکثروافغانانوپه يادوي چي کله طالبانودجنرال مالک سره ائتلاف وکړ،ښاغلي حکمتيارپه ډاګه دبي بي سي راډيوله لاري طالبانوته وويل چي دمالک سيمي ته مه ورځئ،سوله نده،بلکي پلان يې در ته جوړکړی دی!
خوطالبانويې خبره ونه منله چي وروسته بياهمغسي وشول چي په ترڅ کي يې په زرګونوطالبان شهيدان شول .
دښاغلي حکمتيارصاحب داپه ډاګه وينادده خبره په کلکه ردوي.
په حديث شريف کي راغلي دي:کفی بالمرءکذباان يحدث بکل ماسمع
(دانسان لپاره دادروغ پوره دي چي هره اورېدلې خبره بيان کړي)
دحديث شريف مطلب ډېرواضح دی چي هغه څوک پوره دروغجن دی،دادروغ يې بس دي چي هره اورېدلې خبره بيانوي ـ
بياليکي: او دا هم ګورو چې دحزب په لیکو کې خورا زیات سلفي مجاهدین تر سترګو کېږي!!
دلته يې ځان داسي معرفي کړی چي ګويادسلفيانولپاره هم دخيرافائدې په لټه کي دی،مطلب يې دادی چي په څه ډول يوڅوک دحزب اسلامي څخه متنفرکيږي،دی هغه لاري چاري ټولي استعمالوي ـ
حزب اسلامي په هيوادکي يوازينی اسلامي تنظيم دی،چي ټولوته په ډاګه دعوت ورکوي چي فروعي اختلافات دافتراق لامل مه جوړوئ،اصولي خبروته مخه کړئ،دهغوپربنسټ ددوستۍ اودښمنۍ معياروټاکئ.
دافروعي اختلافات دي ددې باعث نشي چي لارموسره بېله اوتعصب موپه مينځ کي راپيداشي .
هرڅوک کولی شي،په حزب اسلامي کي داوسېدوسره سره،خپل نظربيان کړي،په اسلامي مسلکونوباندي پابندي نشته،هغوی په خپلوکي دورورولۍ ژوندته رابولي .
لدې امله سلفيان اونوراقليتونه ټول حزب اسلامي ته ترجيح ورکوي ځکه دلته يې عزت خوندي دی،خپله عقيده اونظريه پلې کولای شي،پابندي ورباندي نشته.
بياليکي: دا څه وخت کېږي چې مشر کله دحقپال او کله هم دموحد په نامه دحنفیت او سلفیت پرتله کولو ته بډې وهلي دي، هو دده په نزد حنفي مذهب تر ټولو غوره او له قرآن او حدیث سره تر ټولو ښه اړخ لګوي!!
حزب اسلامي له يوې خواسلفي ته اجازه ورکړې چي خپل اعمال په څرګندډول عملي کولای شي،خپله نظريه بيانولای شي نوله بلي خوااحناف هم داحق لري چي خپله نظريه اوطريقه بيان کړي،شبهاتوته ځوابونه ووايي اودخپل مسلک لپاره دلائل ووايي،داپداسي حال کي چي ځيني سلفيان حضرات دومره له تشددڅخه کاراخلي چي تقليدته مطلق شرک وايي،نوپداسي حال کي چي اکثريت مسلمانان مقلدين دي،حزب کولای شي داووايي چي تقليدمونږلدې امله نه کووچي زمونږداعقيده ده چي امام ابوحنيفه رحمه الله دامسئلې له ځان بيان کړې اومونږيې منو،قرآن اوحديث ته پام نه کوو.
لدې امله يې هم نکووچي مونږته دامذهب له پلاراونيکه راپاته شوی دی،بس په پټوسترګووايو:مونږپرهغه لارروان يو،په کومه موچي پلاراونيکه روان ول.
بلکي لدې امله يې کووچي مونږدامذهب ددلائلوپه اعتبارسره خوښ کړی دی،دامذهب موداسي موندلی دی چي دلائل يې راته قوي معلوم شوي دي ځکه يې پيروي کوو.
دلته نوموړی داسي شکل ورکوي،چي ګواکي دسلفيانوپه خلاف يوازي حزب اسلامي دی چي دخپلومطبوعاتوله لاري دلائل وړاندي کوي،پداسي حال کي چي
که تاسوالاماره ويبپاڼه اوشهادت ورځپاڼه دواړه وګورئ،درته معلومه به شي چي هلته ډېرسخت الفاظ دسلفيانوپه هکله کارول شوي دي که دلته ؟
هلته ډېري ليکني دسلفيانوپه ردکي نشرشوې دي که دلته ؟
هغوی دسلفيت سره سخت مخالف دي،که حزب اسلامي؟
داداسي خبري دي چي هرڅوک ورباندي ډېرپه اسانه سره پوهېدای شي.
نوموړی په خپله ليکنه کي ليکي: که دحزب اسلامي تېر تاريخ ته که وکتل شي نو په ډاکه ښکاري چې دحزب اسلامي عقیده تل دهغه دسیاست تر سیوري لاندې خپله شپه او ورځ تېروي، حزب دتل لپاره دا هڅه کړېده چې خپل ځان قدرت او چوکۍ ته ورسوي!!
ددې خبري بې ځايه کېدنه اوتهمت کېدل هم دلمرپه څېرروښانه دي،که حزب اسلامي عقيده دسياست تابع کړې وای،نوولي به يې پرځان دومره تکليفونه راوستل؟
ولي به يې دامريکايانوسره جهاداعلانوو؟
په هيوادکي که دحزب اسلامي نفوذته په انصاف سره وکتل شي نوپه يقين سره ويلی شوچي حزب تربلي هري ډلي ډېرپلويان لري.
نوپداسي حال کي يې کولای شوای چي دکابل په لاس پاڅې اداره کي هره دنده ترلاسه کړي .
ځکه ټولووليدل چي په اوسني دولت کي چي چا ځان يوازي تش په نامه حزب اسلامي ته منسوب کړی،هغه هم په انتخاباتوکي بريالی شوی دي،بياچي په خپله حزب موجودوي،نوبياخويې ډېرپه اسانۍ سره ځان لوړوڅوکيوته رسولاي شو.
حزب اسلامي پداسي حال کي دامريکااوددوی دنړيوالومتحدينوپرخلاف دجهاداعلان وکړچي چي ټوله نړۍ دامريکاسره ملګرې شوه،په ټوله نړۍ کي يې رعب داسي په خورووچي هيڅ دولت يې په خلاف دڅه ويلوجرئت نشوای کولای .
دمجاهدينولپاره هيڅ داسي پټنځای هم نه ووچي هلته دي په ازاده توګه دوی ژوندوکړای شي .
طالبانوهم دحزب سره ښه وضع نه وه کړې خوبياهم حزب اسلامي ددغومشکلاتودشتون سره سره يوداسي اقدام وکړچي يوازي دقوي ايمان خاونددهغه کولوته چمتوکېدای شي .
خوحقيقت دادی چي دادده پرحزب اسلامي باندي هسي توردی،غواړي حزب بدنام کړي بل څه نشته.
ځکه دی پوهيږي چي په ملت کي دحزب اسلامي ډېرخواخوږي شته،نوځکه يې داسي تبليغاتوته لاس اچولی،کله په يوه اوکله په بل نامه داسي تبليغات کوي،چي هغه يوازي دصليبيانواودهغوی دغلامانوپه ګټه تمامېدای شي،دمسلمانانوګټه پکي نشته .
نور يې داسي اعتراضونه ليکلي دي چي ډېرله مخه ورته ځواب ويل شوی دی .
ديادوني وړده چي دحزب اسلامي اوطالبانوترمينځ يوازي سياسي اختلاف شتون لري،نورڅه نشته،دسياسي مخالف بېل حکم وي اودعقيدوي بېل.
په نظراوسياست کي اختلاف خامخاراځي،ځکه ټولوافغانانوته خوديوه سړي نظردمنلووړنه وي،څوک ديوچانظرتائيدوي اوڅوک دبل چا.
نورهدف اومرام يې يودی،چي دواړه جهادي اواسلامي ډلي غواړي په هيوادکي اسلامي نظام راشي .
په پای کي
ټولودرنواومؤمنوليکوالواودعاتوته ته بلنه ورکوم چي هڅه دي وکړي چي داسي څه وکړي چي په هغه سره په مسلمانانوکي دوستي راځي اوعداوت له مينځه ځي.
ځکه معلومه خبره ده چي که امريکايان ووزي اويوازي دطالبانوحکومت راشي،حزب اسلامي پکي برخه ونلري،دحزب اسلامي چي کوم نظردی،هغه ځای ونلري،نوپه يقيني توګه به ډېرافغانان ناراض اوخفه وي .
دارنګه که يوازي دحزب اسلامي حکومت راشي اوطالبان پکي نه وي،نوهم به ډېرافغانان خفه وي.
که داسي وشي چي دواړه جهادي اواسلامي ډلي يوبل برداشت کړي،ديوه اوبل دنظرسره داختلاف ددرلودلوپه شته والي کي هم درناوی وکړي نوانشاءالله داسي نظام به وکولی شي چي په هيواکي تلپاته اسلامي نظام اوامنيت قائم کړي ا ودميليونوشهيدانوارمان ترسره کړي .
دهغي ورځي درارسېدوپه هيله
ليکوال:عبدالله مبارز
يادونه : روهي ويب پاڼې يوازې د ليکنو د خپرولو چار تر سره کوي او د ليکواﻻنو نظريات زموږ د پاليسۍ څرګندويي نه کوي .
وروستي