دښاغلې سرمحقق عبداﷲ بختاني خدمت گار دنه هېريدونكوادبي خدمتونودڅېړن غونډې لنډرپوټ


بيگا شپه دجرمني دبايرن ايالت دمونشن په ښاركې يوه پرتمينه غونډه دښـــــاغلي سرمحقق عبداﷲ بختاني خدمتــگار په وياړجوړه شوه دايوه علمي،څېړنيزه اوادبي غونډه وه اودرۍ رنگينې برخې يې لرلې چې په لاندې ډول پيل شـــوې:
     ــ دقران پاك څوايتونه ولوستل شول
     ــ ښاغلي ډاكتراكرم ملكزي ديوشعرپه لوستلوسره زموږدمشرانودستاينې اودرناوي اهميت دغونډې گــــــډونكووكواوپه خاص ډول زلموته روښانه كړ
ــ ښاغلي غلام غوث زماني دبختاني صيب يو په زړه پورې مناجات ولوست
ــ ښاغلي عبدالواحد فراهي دبختاني صيب ژوندليــــــك موږته ولوست اوپه خپلوخبروكې يې زلميان دمشرانوپالنې ته لا نورپسې وهڅول
ــ ښاغلي جمال ناصرپرهېز په خپله علمي مقـــاله كې نه تنها دبختاني صيب د ادبي خدمتونو ستاينه وكړه بلكې دافغــان ولس دبيداري په اړوند يې دبختاني صيب مبارزه دويښ زلميانوله پيل څخه تراوسه پورې بيان كړه اوپه تــرځ كې يې د بختاني صيب دگرانواوخوږووروڼو((ويښ زلميانو)) سرښندنه اواتلولي هم بيان كړه
ــ داتومي فزيك متخصص استاد ښاغلي ډاكتر نظرمحمدسلطانزي دعلمي اوڅېړنيز بحث په ترځ كې دپښـــــتوژبې علمې كېدوته دگډونكوونكوپام راواړاودخپل ترچاپ لاندې مسلكي كتابونه((سرطان اودچاپيريال اكټيويټي))اودالــــټراسونډطبي كارول((له غږنه اخواڅپې)) نومونه واخيستل كوم چې په نږدې راتلونكې كې له خيره سره په پښـــــــتوژبه چاپېږي اود لوړوزدكړولپاره به موږته ډېوې وي هغه داهيله هم دغونډې له نورومسلكې گډونكوونكوڅخه وكړه چې پښـتوژبې ته د
خدمت،پالنې اوعلمې كېدوپه موخه په خپل مسلك كې په پښتوژبه كتابونه وليكي دسلطانزي صيب دتشــــريحاتوپه وخت كى دغونډې ټولو گډونكونكودهغه خبرې په گرموولولو اوچكچكواستقبال كړې ټول خوښ شول چې شـكرپه دومره لوړه مسلكي كچه به موږ په پښـــتو ژبه كتابونه ولرو
ــ ښاغلي ډاكتررشيدالدين ملكزي په خپل وارداړينو علمي اومسلكي خبرو په ترځ كې دخپل خداى بښلي پلار دخدمت ياد وكړ اوهغه هم دپښتو ژبې په علمي كېدو ډېرزيات ټينگاروكړ،چې زموږ توجع يې لا دې خواته ورواړوله
ــ دوخت دسپما له كبله صرف له راغلو پيغامونو څخه دمحقق حبيب اﷲ رفيع دافغانستان دعلمواكادمي دمشـاويرپيغام د ښاغلي اميرفولاد پرهېزله خواولوستل شواوورپسې په جرمني كې دافغانستان دكولتوري ودې دټولنې پيغام چې ښاغلي زرين انځوررالېږلى و دښاغلي اميركروړوله خوا ولوستل شو
ــ اغلې ملغلرې پرهېز ساپۍ په خپل خواږه شعركې دبختاني صيب درناوى وكړاودخپل خداى بښـلي پـــلار عبدالقـــدوس پرهېز وروري يې له بختاني صيب سره دشعر په يوخواږه اوهنري انداز كې انځوركړه
ــ دعلمي او څېړنيزې برخې په پاى كې دبختاني صيب له په زړه پوريولارښوونواودخپل ژونــد دقېمتي تجــــربوله بيان څخه موږ مستفيد شولو،چې په دې لنډ رپوټ كې نه ځايېږي هغه به بياله تصويرونو سره يوځاې په مفصل ډول ستاسو خوږولوستونكوخدمت ته وړاندي كړم خوپه لنـــډو كې به دومره ووايــم چې دهمدي غونډې له سمبالـوونكو اوپه خاص ډول له جمال ناصرپرهېز څخه يې دزړه په مينه مننه وكړه هو!
داهم بايد زياته كړم چې بختاني صيب ډېر څه موږ ته راكړل موږ ئې خپلو مسؤليتونو ته متوجع كړلوهغه دخپلي ځواني د دوران كيسې موږته وكړي هغه دافغان ولس دوروسته پاتيوالي سببونه راپه گـــوته كړل دسپيڅــلي انسان اوصاف او مسؤليتونه اوهمدارازيې د ويښو زلمو له سپيڅلتيا اوسرښندنې څخه خبر كړو،دهغو په رښتينولي اورښتينې ورورې او    ملگرتيا يې هم خبركړو،كوم څه ته چې بختاني صيب له حده زيات خوښ شوهغه زموږ دمسلكي كدرونودمسلكي ژباړنې هڅې وې څه چې پاس وليكل شول هغه داهم وويل چې پورتني كتابونه نه تنها چې په پښتوژبه ليــكل شوي دي بلكې په
سوچه پښتوژبه ليكل شوي دي اوبل څه چې ډېر بختاني صيب ته په زړه پورې ول هغه دا چې زموږ په غـــونډه كې يې د داسې كسانو اولادونه وليــدل كوم چې دويښ زلميتوب په دوران كې له بختاني صيب سره ملگري اووروڼه ول لكــه د خداى بښلي رښتين صيب ورېره،دخداى بښلي عبدالقـــــدوس پرهــــــېز اولادونه،دعبدارزاق خان فراهي زوى ښــاغلى عبدالواحد فراهي اوهمدارازيې زرغونه ژواك دمحمددين ژواك لورپه فرانكفورت كې هم ليدلې وه نورڅه چې مــــوږتــه ډېر زيات مهم ؤهغه داچې دا دخپلو سلوكتابونوڅخه زيات كوم چې بختاني صيب ليكلي دا كار يې لا دځان لپاره كم وگاڼه چې دا خبره دغونډې دگډونكونو لپاره دمسؤليتونو ددرانه پېټي زده كول اوړل ؤ لكه څنگه مې چې مخكې  وليــــــكل نن دبختاني صيب خبرې په دې لنډرپوټ كې نه ځائيږي هغه به له تصويرونو سره يوځاى ستاسو خدمت ته وړاندې كــــړو
 ــ له علمي برخې څخه وروسته ډوډۍ وخوړله شوه اوورپسې دبختياني صيب په وياړمشـــــاعره وشوه شاعرانــوخپل دزړه ارمانونه په خوږالفاظوپوښلي ول دنارنج گل پكې هم ډېريادوشوله مشاعرې څخه وروسته دټنگټكور پروگــــرام د شپې ترڅلورو بجو پورې دوام وكړ.
يـــــــــــادونه:
دغونډې گډونكونكووړانديز وكړچې افغان دولت دې دبختاني صيب په ژوند دهيواد ځيني واټونه، پوهنځې اوښونــځي د
هغه په نوم جوړاوونوموي اوهمداراز دې دهغه ناچاپ اثارچاپ كړي .
                      لاســــــــــــــونه پورته كړئ گــــــــــــــډېږئ****په پرديسي كې خوښي لږ ډېر وي غمونه