ولې پاکستان هم نه ذوب (ويلي) کوو؟؟


علي اتفاق:

پاکستان يو دولت نه دی، پاکستان د بریطانیا یو ناکام وهم او فاشله هڅه ده، چې دبريطانيا دسلسله  وارو ناکامو ډرامو څخه یوه ډرامه بلل کیږي، کومې ډرامې چې بریطانیا دشلمې پیړۍ، په اوږدو کې جوړې کړې وي.
اوس هغه وخت رارسيدلې، چې بریطانيا په هغو هيکلونو کې له سره نظر وکړي، کوم هيکلونه چې د هغې دخپل لاس  جوړو شوو ډرامو په نتیجه کې مینځ ته راغلي دي، او دوباره نوې کرښې، او سرحدات ترسیم کړي.
پاکستان دپنځو مسلمانو ولایتونو دفدرالي اتحاد په نتیجه کې مینځ ته راغلې، دغه ولایتونه  دانګریزانو له خوا داستعمار شوي هند تر سیطرې لاندې سیمي وي، دغه پنځه ولایات له، پنجاب، کشمیر، سند، بلوچستان، او صوبه افغان  څخه عبارت دي.

په هر حال دغه ټولو ځمکو قبیلوي تشکیل درلود، او هر ځمکې ځانګړي تقالید او عنعنات لرل،
او ډیر کم څه مشترک څیزونه ددغو ځمکو په مینځ کې نظر ته راتلل، مګر دغه ټول ولایتونه دمشترک دین په فرضیت سره، یو له بل سره یو ځاي کړل شو، ددې لپاره چې دډرامې یوه بله برخه هم پوره شي، او ددوهم نړیوالې جګړې څخه وروسته په دغه ولایتونو کې یو ګډ ذاتي مستقل حکم او مشري رامینځ ته شي، بريطانیا دا کار ددې لپاره وکړ، چې په  آینده کې يي دغه منطقه په ولقه  کې وي، او همدارنګه وکولاي شي چې له جنګ  او دهغې له وتلو وروسته په منطقه کې اورونه ژوندي وساتي، کوم چې دهغوي دواک، او دلاسوهنې دپایښت تضمین کوي، دهمدي لپاره دغه مریض پلان ددې فیصله وکړه، چې بنګال ختیځه سیمه په شرقي پاکستان ونوموي، په دې وچ دلیل چې ددوي دیني معتقدات مشترک دي، او د میشتو خلکو لویه سلنه يي مسلمانه ده، مګر ختیځ پاکستان  وروسته یو مستقل هیواد شو، چې دبنګلادیش نوم يي ځانته غوره کړ، له دې سره سره، دپاکستان تاریخ په دغو لنډو شپیتو کلونو  کې په فوځي انقلابونو، ګډوډیو، او طائفوي تشدداتو، باندې ډک تاریخ دې، چې مشترک سبب يي دمختلفو وګړو تر مینځ یو توند رقابت دې.
دغو کارونو دعامې وضعې خرابیدل لا پسې ګرم کړي، او دمخکینیو حاکمانو په زنداني کولو، او اعدامولو تمام شوي دي.
په وروستیو کې مو ددغه توند رقابت یو مثال ولید، چې یو پاکستانې مشر، چې ددغه هیواد نیشنیلیټي يي هم لرله، له هیواده وشړل شو.
په دې ټولو سربیره ددغو قبائلو تر مینځ یوه مشترکه ژبه نشته، ځکه خو دپاکستان رسمي ژبه انګریزي ده.
او څومره چې ځما په یاد دي، دایران ختیځ اړخ ته  حدود چې له پاکستان سره لګیدلي دي، دهمیش لپاره د ناامنۍ، تشدد، تښتونو، او ترور کولو میدان ګرځیدلې دې.
او نن سبا پاکستان دهیرويينو دتجارت، او وړلو لپاره یوه لویه رئیسي عبوري کرښه شمیرل کیږي.
دغه هیرويين  له افغانستان څخه  پاکستان ته لیږدول کیږي، کوم وطن کې چې دنړۍ  ۹۰٪ نوي سلنه هیرویين تولیدیږي، او په دغې نتیجه کې دهیرویینو څخه  لاس ته راغلې پیسې او موارد، دسلاح دتجارت، ترور کولو، تشدد، فساد، او دعامه شتمنیو داختلاس لپاره کارول کیږي، ځکه خو درنګارنګ طبقو رسمي هیکلونه وینو، چې ددولت په دننه کې يي جدا ډلې ټپلې، او حکومتونه جوړ کړي دي.
دلته یو څیز ته اشاره کوو، هغه دا چې هغه سرحدات چې دنشيي توکو په تجارت کې استعمالیږي، خلک يي په ډیر فقر او غریبۍ  کې شپې سبا کوي، او هیڅ ګټه هغوي ته نه ورکول کیږي، او نه يي دمنطقو دپرمختګ لپاره په هغه پیسو کومه حصه ورکول کیږي.
دنشيي توکو دفاسدو  فردي سلطاتو دجوړنې په سربیره دخلکو تر مینځ یوه غیر مساویانه علاقات، غیر عادلانه حالت، او پټې مجهول دریزې ټلوالې  را منځ ته کړي.
له دې وضعې سره دوګړو مطلق اکثریت په فقر کې ژوند تیروي.
او نړیوال بنک وايي چې: فقیران دپاکستان داوسیدوونکو دریمه برخه جوړي.
سربیره په دغو خبرو دپاکستان غوندې ګرم اقلیم کې داسي سیاسي خلک نه راپورته کیږي، چې سیاسي عقیدي ولري، او نه پوهیږم چې ولې ما ته دپاکستان سیاسي اخبار دچوکیو دلوبې غوندې ښکاري، چې دهمیش لپاره په کې داسې نومونه راپورته کیږي چې مونږ ورسره آشنا یو، او یو رنګ وجود په مکرر ډول هر وخت بیا بیا رامخې ته کیږي.
ددې ټولو له پاسه، هلته په پاکستان کې یوه ډیره مهمه مسئله ده، چې اشاره ورته هم زیاته ضرور ده، هغه په ځانګړې ډول، ایټمي قوت دې، او ورپسی: هر کال ددوه نیم سوه ملیونو ډالرو داسلحو صادرول دي، له دې سره سره مثلثیزه دوستي له امریکا، القاعدې، او دسخت دریزو مسلمانانو سره ده، او په دې لړ کې  دملګرو ملتونو سوله ساتې ځواکونو دپاکستان دسیاست په نتیجه کې دمخکنیو دیرشو کلونو په اوږدو کې دکشمیر دکشالې په هکله خپل هدف ورک کړې دې.
پاکستان دیوې مړې جثې پاتې شونې ته نږدیوالې لري، چې ددې لپاره جوړ شوې وو، چې دهند، او دهند دميولو  سره دبريطانیا دګټې لپاره رقابت وکړي.
او اوس وخت ددې را نږدې شوې دې، چې ددغو پنځه ګونو ولایتونو لپاره یوه نوې صیغه جوړه شې، چې ددغه په نوم ، غیر حقیقي، او دروغجن دولت بدیل جوړ شي.
او داسې ښکاریږي چې دسرحداتو او حدودو بیا ترسیمول به ګټور وي، او ددغې اوږدې ډرامې لپاره به دپاې ټکې کیږدې.
نو تاسې هر ولایت پریږدۍ چې خپل رشد ته ورسیږي، خپل استقلال اعلان کړي، او طبیعي خبره ده، چې ځیني به يي پخواني قبیلوي حلیفانو سره یوځاي کیدل غوره کړي، دوه درې، مستقلې، او آزادې ځمکې به مینځ ته راشې، چې خپلې بیلې بیلې، سیاسي، او ډیرې شفافې اجنډاګانې به ولري.
دشرق اوسط عربي ورځپاڼې څخه په مننه: