د پوهنې وزير ښاغلی اتمر دې عملي قدم اوچت کړي

قدرمن اتمر صاحب د ډېری  خواشينۍ  ځای دی چې دولسي جرګې وکيل نجيب کابلی را پورته کېږي د بهرنيو په لمسون سره دطلوع تلويزيون ګردي مېز له لارې تاسې ته د فا شيست خطاب کوي هيله ده ، چې قانو ني چلند ورسره وشي . د دوی موخه داده ، چې پام کوئ خپلو پښتو ژبي ماشومانو ته په مورنۍ  ژبه د ښوونځيو جوړولو غږ پورته نکړئ اوکه نه بې له ځنډه به ووايو چې تاسې فاشيست ياستی. هيله ده ، چې له داسې ګواښونو نه و نه ويريږئ    وياړلی اوقهرمان ملت دې شاته ولاړ دی . تا دنجيب کابلي او حشمت احمدزي په غبرګون کې ويلي دي چې زه داساسي قانون43 مې مادې پر بنسټ چې وايي زده کړه بايد په خپله مورنۍ ژبې سره وي، پښتو ژبي ماشومانو ته دښوونځيو جوړولو دنده پرغاړه لرم.
پوښتنه دلته پيدا کيږي چې دغه دنده به ښاغلی اتمرصاحب څه وخت عملي کوي؟ دڅلورو کالو راهيسې حکومت خلکو ته وعدې ورکوي دکابل ښارپښتانه وګړي نور له وعدو څخه ستومانه شوي ديو. ايا کېدای شي دکابل ښار ځوريدلي ولس پښتانو بچيانود پاره په ښوونځيو- لېسوکې په مساويانه ډول د پښتو ژبی ليک لوست دقيقه نيټه اعلان کړئ ؟
د معلوماتو له مخې په کابل ښار کې 175 ښوونځي شتون لري تاسې د ښار په لرې پرتو سيمو کې يوزاې پنځه ښوونځي جوړ کړي دي چې په پښتو ژبه  زده کړه وکړي، په هغو سيمو کې چې پښتانه اودري ژبي ګډ اوسيږي زموږ ډېر هيواد وال په کورټ ډول د دې طرحې پلوي نه دي چې پښتانو ته دې جلا جلا ښوونځي جوړ کړل شي بلکې د دوی غوښتنه داده چې د شمېر پر بڼسټ دې په هره لېسه او ښوونځي کې ورته پښتو ژبي او دري ژبی بېل بېل ټولګي جوړ کړئ شي.
څرنګه چې داساسي قانون د 16مې مادې له مخې پښتو دافغانستان د وګړو رسمي ژبه ده، اودځوانانونړيوال حقوقي سازمان هم پردې اصل ټينګار کوي چې زده کړه بايد دوګړو په مورنۍ ژبه وي دلته بيا پوښتنه راپورته کېږي چې دقانون نه پلی کېدل به دخلکو غبرګون راونه پاروي؟
ښاغلی اتمر صاحب  1385 لمريز کال کې تاسو دوينا پر بڼسټ چې دکابل ښار يانو 1100 عريضې را سره پرتې دي چې زمونږ بچيانوته په پښتو ژبه د زده کړې امکانات برابر کړئ تاسې د دغه ستونځې دحل دپاره دپوهنې وزارت په انګړ کې د يو لوی سمينارتابيا وکړه چې وروسته به له دوو مياشتوخپلې پرېکړې  د ټاکل شوي سمېنار غړي د وزارت مقام ته وړاندې کوي پايله يې معلومه نه شوه بياهم څه فکر کوئ چې دهېواد غوڅ اکثريت اوس هم دسمينار پايلوته سترګې په لاره نه دي ،چې په 1386 لمريزکال کې به د کابل ښار پښتانو ماښومانو ته به په هر ګوټ ګوټ کې په پښتو ژبه د لوست ټولګي جوړيږي؟
ښاغلی اتمرصاحب اسلامي اساسات او دپوهنې وزارت دتعليمي نصاب اوومه ماده هم پردې اصل تينګارکوي چې زده کړه بايد په مورنۍ ژبه سره وي بيا هم سوال پيدا کيږي چې که دعملي کيدو قدم ئې اوچت نه کړئ شي دا کړيدلی ولس به نوره هم ناهيلئ نشي؟
ښاغلی وزير اياپه ټوله نړۍ کې به داسې يو هيواد تاسې او يا بل څوک پيدا کړي چې ژبه ئې دهيواد دوګړودغوڅ اکثريت رسمي ژبه وي او ماشومان ئې دزده کړی په چاپريال کې ورڅخه محروم وي؟ 
قدرمن د پوهنې وزير په داسې حالاتو کې د تا سو دعملي حرکت پلی کولو ته ډېره ډېره اړتيا ده ، چې داسا سي قا نون په رڼا کې د مسؤليت نه ډ ک عملي قدم اوچت کړئ هيله ده چې پورتنيو غوښتنوته  د وخت اړتيا پر بنياد ځواب ورکړئ ، که دا فکر کوئ چې که محکومو پښتانو ماشومانو ته ښوونځي په مورنۍ ژبه جوړ نه کړم دهيواد ديووالی دښمنانو دفاشيست د ويلو څخه به وژغورل شم هيڅکله نه ځکه چې   ته په خټه اصيل پښتون يې ملي يووالی غواړئ . دپام وړ دکابل ښار دښوونځيو- ليسو او لوړو موسساتو درانه پښتانه ښوونکي،استاذان دې دخپل ولس کړيدلو اوځوريدلو بچيانو ته دزده کړې په چاپريال کې په مورنۍ خوږه پښتو ژبه ددرس ورکولو ذمه واري په غاړه واخلي او دهرې لېسې او ښوونځي ښوونکي او استادان دې په ګډه پوهنې وزارت مقام ته عريضې وړاندې کړي چې مونږ تيار يو ماشومانو ته په مورنۍ پښتو ژبه په ښوونځيو کې ليک او لوست وښيو هغه درانه ښوونکي او استادان چې د انترنيټ ا سانتياوې نه لري نور ښوونکي دې دوی ددغو ګډو هلو ځلو څخه خبر کړي چې دغه نېک اقدام به دکړيدلي ولس دهيلو د پلي کيدو زيری ورکړي .
په پا کې درنو ليکوالو نه هيله کوم چې دمحکومې پښتو ژبې د تدريس په هکله چې څنګه کيدای داساسي قانون په رڼا کې ماشومان خپلو هيلو ته ورسيږي وړانديزونه دويب پاڼواو سرخلاصوليکونو له لارې چارواکو اود ولسي جرګې غړوغوږو ته ورسوي .  دسرلوړي او يو موټي افغانستا ن په هيله.