آيا اوربند به دوه اړخيز شي؟

آيا اوربند به دوه اړخيز شي؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
دوه ورځې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د يو وېډيويي پيغام له لارې د روژې په وروستيو او د اختر په شپو - ورځو کې د يو اړخيز اوربند اعلان وکړ. ولسمشر غنی د روژې د مبارکې مياشتې له ۲۷ مې نېټې څخه د کوچني اختر تر پنځمې ورځې پورې له طالبانو سره د اوربند اعلان کړ.

ولسمشر غني ټولو دفاعي او امنيتي ځواکونو ته امر وکړ، چې د اوربند په موده کې به هېڅ ډول تهاجمي عمليات په طالبانو نه تر سره کوي او له طالبانو يې غوښتنه وکړه، چې دوی دې هم په دې ورځو کې له جګړې لاس واخلي او له حکومت سره دې اوربند وکړي.

د حکومت دغه اوربند يوازې له افغان طالبانو سره دی. په افغانستان کې نورې جنګېدونکې ډلې په دې اوربند کې نه دي شاملې او د حکومت په وينا چې د دولت له نورو مخالفو وسله والو ډلو سره به د تېرې په څېر جګړه توده وي. تر هغه چې طالبانو اوربند نه وي اعلان کړی او د حکومت دغه پرېکړه يې نه وي منلي، نو افغان حکومت به يوازې تهاجمي بريدونه او عمليات نه کوي، خو د اوربند په شتون کې به هم امنيتي ځواکونه د دفاعي بريدونه تر سره کوي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي، يو شمېر سياسي ګوندونو او په لويه کې د ډېری افغانانو له خوا د ولسمشر غني په مشرۍ د افغان حکومت د اوربند د پرېکړې ملاتړ او هرکلی وشو. ډېری سياسي مشرانو په طالبانو هم غږ وکړ، چې د ولسمشر غني پرېکړې او دغه اوربند ته مثبت غبرګون وښيي او دوی دې هم په دې مبارکو شپو کې له حکومت سره اوربند اعلان کړي.

په بهر کې هم د افغان حکومت له خوا د اعلان شوي اوربند ملاتړ او هرکلی وشو. ناټو، يوناما، برتانيا، امریکا او يو شمېر نورو بنسټونو او هېوادونو د اوربند ملاتړ وکړ او هيله يې ښودلې، چې دغه اوربند د يوې دايمي سولې په لور لار پرانيزي.

امريکا دا هم وويل، چې د روژې له ۲۷ مې نېټې څخه د اختر تر پنځمې ورځې به په وسله والو طالبانو هېڅ ډول تهاجمي بريدونه نه تر سره کوي. سپينې ماڼۍ وويلې، چې دوی تيار دی ترڅو د افغان حکومت په مشرۍ له طالبانو سره د سولې خبرې هم پيل کړي.

د ولسمشر غني په مشرۍ د افغان حکومت سره د اوربند مهم اړخ افغان طالبان دي. که څه هم د اوربند له اعلان وروسته د طالبانو وياند رسنيو ته ويلي، چې دوی د اوربند په اړه واورېدل او په دې اړه به فکر وکړي او له رسنيو سره به يې مالومات وروسته شریک کړي، چې دوی هم اوربند کوي او که له دغه اوربند شاته ځي.

که چېرې وسله وال طالبان هم اوربند وکړي نو دغه اوربند به دوه اړخيز شي او د ډېر افغانانو په اند، په دې سره به سولې ته لار پرانېستل شي. خو که چېرې طالبان اوربند ونه کړي، نو حکومت به د ۸ - ۹ ورځو په موده کې پر طالبانو تهاجمي برېدونه نه کوي او له هغه وروسته به جګړه د اوس په څېر روانه وي.

د روهي خبرې کوي Rohi Talks په دې اونيزه خپرونه کې په همدې موضوع خبرې کوو؛
۱- آيا طالبان به هم اوربند وکړي؟
۲- که طالبان اوربند وکړي، نو افغان جګړه به پای پيدا کړي؟
۳- که طالبان دغه اوربند رد کړي، نو د سولې لپاره کومه بله لار شتون لري؟

تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوس په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه، غوښتنې او خاطرې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/۱۹ د غبرګولي د ماسخوتن له ۹:۳۰ څخه ۱۰:۰۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.