د صدقة الفطر (سرسایې) احکام

لومړی تعریف د صدقة الفطر:
صدقه فطر څه ته وايي؟
فطر عربي لفظ دی معنى یې د روژې ماتولو يا خوړلو ، ته ویل کېږي، الله جل شانه په خپلو بندګانو باندې يوه صدقه مقرر کړې ده چې د رمضان شريف له ختميدو وروسته د شکرانې په ډول يې اداء کړي، دې ته صدقه فطر ويل کيږي، ځکه خو د روژې له پای ته رسيدو وروسته د خوشحالي کولو ورځې دي يعنې اختر ته عيدالفطر ويل کيږي.

صدقه فطر په کوم کال واجب شوي ده؟
سرسايه د زکات څخه مخکې د هجرت په دويم کال د شعبان په مياشت کې هغه وخت فرض شوه کله چې روژه فرض شوه، سرسايه هم واجب شوه.
(شامي جلد ۳ / ۳۶۲)

صدقه درې لاندینې ډولونه لري:
لومړی : فرض صدقه لکه زکات.
دویم : واجبه صدقه لکه سرسایه، نذر ، قرباني او داسې نور…
درېم : نفلي صدقې لکه زمونږ او ستاسو خيراتونه او له یو او بل سره ښېګڼې وغیره…

د سرسایې د ورکړې حکم:
د فقهاء کرامو ترمنځ د سرسایې په فرضیت او وجوب کې څه نا څه اختلاف شته چې دلته یي ذکر کول د طوالت له وجهې پریږدو.

د امام ابوحنیفه رحمه الله د مذاهب مطابق صدقه فطر واجب ده:

د واجبوالي دلائل یې په لاندینې ډول دي:

د سرسايې وجوب له ایت او يو شمېر احاديثو څخه ثابته ده چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

لومړی: امام ابو حنیفه رحمه الله وايي چې د قرآن کریم په آیتونو کې په سرسایه باندې د زکات اطلاق شوی دی لکه الله جل شانه فرمایی « قد افلح من تزکي و ذکر اسم ربه فصلي.»

په آیت شریف کې «صلوة» د «صلوة عید» معنی ورکوي او له « تزکي» څخه مراد سرسایه ده، دا خبره هم دلیل ګرځوي چې ډېر ځلې په احادیثو کې «صدقه الفطر» ته «زکوهّ الفطر» هم ویل شوي دي لکه د عبدالله بن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی: ((فرض رسول الله زکوة الفطر.)) او یا هم ((کنا نخرج زکوة الفطر.)) ( د زکات فطر ) څخه مراد سرسایه ده.

الترغیب ج ۱ / ۲۸۰)
او له احادیثو څخه د وجوب دلائل:
۱- عَنِ ابْنِ عُمَرَ ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : صَدَقَةُ الْفِطْرِ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ صَغِيرٍ أَوْ كَبِيرٍ ، حُرٍّ أَوْ عَبْدٍ ، ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى صَاعٌ مِنْ تَمْرٍ أَوْ صَاعٌ مِنْ شَعِيرٍ.

ژباړ : له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: له خرما او وربشو څخه يو صاع سرسايه پر هر مسلمان کوچني، لوی، ازاد، مرېي، نارينه او ښځينه، واجب ده.
په پورتني حديث کې د ”على” توری راغلی چې د وجوب او لزوم لپاره استعمالیږي.

او په بل حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم سرسايې ته واجب او حق ويلي دي چې دا د وجوب او لزوم لپاره بل دليل دی.
ابن عباس رضی الله عنهما وايي:

۲- أن رسول الله صلى الله عليه وسلم أمر صارخا ببطن مكة ينادي أن صدقة الفطر حق واجب على كل مسلم صغير أو كبير ذكر أو أنثى حر أو مملوك حاضر أو باد صاع من شعير أو تمر"

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم په مکه کې يو آواز کوونکي ته د آواز کولو امر وکړ چې له وربشو او خرماوو يو صاع سرسايه پر هر کوچني، لوی، نارينه، ښځينه ، آزاد، مرېي، ښاري او سارايي مسلمان باندي حق او واجب ده.

او بل اجماع د مسلمانانو ورباندي راغلي ده ابن منذر رحمة الله وایی اجماع امة پر وجوب د صدقة الفطر ده.
الترغیب والترهیب ج ۱ / ۲۸۰)

د سرسایې د وجوب لپاره نصاب شرط دی کنه؟
د سرسايې د وجوب لپاره نصاب شرط دی خو بلوغ او عقل شرط نه دي، نو ځکه پرهر ازاد مسلمان کوچنی وي او که لوی، نارينه وي او که ښځينه، هوښيار وي او که ليونی سرسايه واجب ده په دې شرط چې دنصاب په اندازه مال ولري او له هر قسم اړتياوو لکه ځای، جامې، د کور سامانونه، سپرلۍ، او سلاح وغیره څخه زيات وي.
هندیه ج ۱ / ۱۹۱)

دلیل یې حدیث شریف ده:
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه په حديث کې راځي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي:
لاَ صَدَقَةَ إِلاَّ عَنْ ظَهْرِ غِنًى ، وَالْيَدُ الْعُلْيَا خَيْرٌ مِنَ الْيَدِ السُّفْلَى ، وَابْدَأْ بِمَنْ تَعُولُ.

ژباړه: (وجوبي) صدقه يوازې د غنی په حالت کې لازمه ده ،ورکوونکی لاس، تر اخيستونکي لاس غوره دی او له خپلوانو يې پيل کړه.

د سرسايې شرطونه په لاندي ډول دي:
۱- د سرسايې لومړی شرط اسلام دی په کافر سرسايه نه ده واجب ځکه دا يو ډول عبادت دی، له همدې امله، له نيت پرته نه اداکېږي او کافر د عبادت لیاقت نه لري.

۲- دويم شرط يې ازادي ده، په مرېي سرسايه واجبه نه ده، ځکه مرېي له ازادۍ مخکې د څه شي څښتن نه وي، هر څه چې ورسره وي هغه يې د بادار وي.

۳- د سرسايې لپاره نصاب هم شرط دی، ځکه د ابو هريرة رضی الله عنه په حديث کې راځي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي: لاَ صَدَقَةَ إِلاَّ عَنْ ظَهْرِ غِنًى، وَالْيَدُ الْعُلْيَا خَيْرٌ مِنَ الْيَدِ السُّفْلَى، وَابْدَأْ بِمَنْ تَعُولُ.

ژباړه: (وجوبي) صدقه يوازې د مړتیا په حالت کې لازمه ده ،ورکوونکی لاس، تر اخيستونکي لاس غوره دی او له خپلوانو يې پيل کړه.

سرسایه به کوم کسان ور کوي؟
 
هر آزاد مسلمان چې د نصاب څښتن وي یانې ۵۲.۵ تولې سپین زر ولري، د خپل ځان او د هغوی چې کفالت یې د ده په غاړه وي، د سرسایې ورکړه واجب ده.

که یې نابالغه بچیان مال ولري، دی کولای شي چې د هغوی سرسایه د هغوی له مال څخه ور کړي.
(آپکى مسايل اور انکا حل، جلد ٥، صـــ ١٨٩).

یاده دي وي چي کومو خلکو چې د سفر يا ناورغۍ له امله يا د غفلت او کوتاهي له امله یا د ماشومتوب له امله روژه نه وي نيولې، صدقه فطر په هغوی باندې هم واجب ده، کله چې همدغه خوړونکي او څښونکي د نصاب څښتن وي.
(آپکى مسايل اور انکا حل، جلد٥، صـــ ١٨٩)

د صدقه فطر واجب کيدو وخت کوم دی؟
د اختر په ورځ له صبح صادق څخه وروسته دا صدقه واجبيږي، که يو سړی له صبح صادق څخه مخکي مړ شي نو د هغه له مال څخه صدقه فطر نه ورکول کيږي.

صدقه فطر به څه وخت ورکوي؟
د اختر په ورځ د اختر لمانځه ته له تلو څخه دمخه د صدقه فطر اداء کول بهتر دي.

او که چيرته دمخه ورنکړى شي نو په وروسته کې يې هم اداء کول روا دي او تر څو پورې يې چې اداء کړې نه وي تر هغه وخته پورې د هغه په ذمه واجب الاداء پاتې کيږي.
(آپکى مسايل اور انکا حل، جلد٥، صـــ١٩٠)

د صدقه فطر ورکولو بهترين وخت کوم دی؟
د اختر په ورځ د اختر لمانځه ته له تللو مخکې يې ورکول بهتر دي او که له لمانځه وروسته يې ورکړي دا هم روا ده او که يې ور نکړي نو په ذمه يې پاتې ده که هر څومره وخت تير هم شي.

د صدقه فطر ورکول کومو خلکو ته پکار دي؟
کومو خلکو ته چې د زکوة ورکول روا دي، هغو ته د صدقه فطر ورکول هم روا دي او کومو خلکو ته چې د زکوة ورکول ناروا دي هغوی ته د صدقه فطر ورکول هم ناروا دي ، خپل حقيقي ورور، خور او تره ته د صدقه فطر ورکول روا دي، ښځه او ميړه په خپل مينځ کې يوه بل ته صدقه فطر نشي ورکولاى، همدا رنګه مور پلار اولاد ته او اولاد مور پلار ته صدقه فطر نشي ورکولاى او کوم فقير او محتاج د صدقه فطر مالک جوړول ضروري دي، له همدې امله په جومات کې يا په بل کوم ښه کار کې د صدقه فطر لګول صحي نه دي.

(آپکى مسايل اور انکا حل، جلد٥، صـــ١٨٩ – ١٩٠، بحواله : عالمګيري، ج : ١، ص : ١٩٢، بدائع الصنائع، ج : ٢، ص : ٧٥،)
 
صدقه فطر به له چیش څخه ورکوي؟
صدقه فطر له څلور شیانو څخه ورکول کیږي ، غنم، وربشي، کجوره، کشمش، او یا هم د دغو شیانو قیمت ورکول پکار دي.
فتاوی هندیه ج ۱ / ۱۹۱)

د صدقه فطر اندازه نيم صاع غنم او يو صاع وربشی وغیره.....
صاع د رسول الله صلي الله عليه وسلم په دور کې د پيمانې يو لوښی ؤ ، ورسته چې دغه پيمانه په وزن اندازه شوي ده د فقهاؤ تر منځ يې په مقدار کې څه نا څه اختلاف شته.

مفتي اعظم پاکستان مولانا مفتي محمد شفيع رحمه الله د خپلو پلټنو او تحقيق څخه وروسته ثابته کړي چې نيم صاع پاو کم دوه سيره کيږي ، همدارنګه د هند علماو هم دغه پاو کم دوه سير د دارالعلوم ديوبند لخوا څيړل شوي چې نوموړی مقدار له 1.666 کلو ګرام وزن سره سمون خوري.

البته د مفتي رشید احمد صاحب د تحقیق مطابق چې په رساله (بسط الباع في تحقیق الصاع) کې یې کړی دی دغنمو نه سرسایه پاو باندې دوه کیلو کیږي (2250 ګرامه)، نو که چا داحتیاط له مخې په دغه قول عمل وکړ نو ډیر بهتر به وي.
فقه الحنفي ج۲ / ۳۷۵)

مأخذونه
( فتاوای رحیمیه جلد۵ صفحه ۱۷۴ – جواهر الفقه جلد۱ صفحه ۴۲۴و محمود الفتاوی )ِ [الهنديه کتاب الزکاة الباب الثامن 1/191] حاشيه الطحاوی علی مراقی الفلاح کتاب الزکاة باب صدقة الفطر صـــ 729 و الدر المختار کتاب الزکاة باب صدقة الفطر2/360] فقه الحنفي جلد۲ / ۳۷۵ الترغیب جلد ۱صـــ ۲۸۰)