آیا د احنافو ځیني علماء د اته رکعاته تراویحو قائل دي؟

آیا د احنافو ځیني علماء د اته رکعاته تراویحو قائل دي؟
 
سوال :  نن سبا د بعضې غیر مقلدینو څخه دا اوریدل کیږي چې د احنافو ځینې علماء هم د اتو رکعاتو تراویحو قائل دي او په دې قایلینو کې لوی لوی امامان دي لکه:
امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله ، امام ابن همام رحمه الله ، علامه ابن نجیم حنفي رحمه الله ، امام طحاوي رحمه الله، ملاعلی قاري رحمه الله ، علامه عبدالحی لکنوي رحمه الله ، علامه انور شاه کشمیري رحمه الله او داسې نور. 

غیر مقلدین وایي چې دوي ټول حضرات د اتو  رکعاتو تراویحو قائل وو او ددې لپاره دا حواله جات پیش کوي .
لکه: د امام ابو حنیفه رحمه الله متعلق دا حواله پیش کوي:  ” عن ابی حنیفه رحمه الله عن ابی جعفر ان صلاة النبي صلی الله بالیل کانت ثلاثة عشر رکعة منهن ثلالث رکعات الوتر و رکعتا الفجر “.
 
ژباړه: امام ابو حنیفه رحمه الله د امام جعفر رحمه الله څخه نقل کوي چې د نبي علیه السلام د شپې مونځ به دیارلس رکعاته وو په هغې کې به درې وتر او دوه د سهر سنت شامل وو .
(مسند امام اعظم صــ۱۸۷ باب التهجد)
 
(۲) د امام همام رحمه الله باره کې وائي:
چې امام همام رحمه الله د ام المومنین رضی الله عنها والا حدیث نتیجه دا را وباسي : فتحصل من هذا کله قیام رمضان  سنته احدی عشر رکعة بالوتر فعله رسول الله صلی الله علیه وسلم .
(فتح القدیر شرح هدایة جلد۱ صـــ۳۳۴ د مصر چاپ)
 
(۳) د علامه ابن نجیم حنفي رحمه الله په اړوند وایي :
ابن نجیم المصري الحنفي خپل کتاب” بحر الرائق“ کې فرمائي :
وقد ثبت ان ذٰلک کان احدی عشرۃ رکعة بالوتر کما ثبت فی الصحیحین من حدیث عائشة فیکون المسنون علی اصول مشائخنا ثمانیة منھا  (بحر الرائق جلد2 صـــ 66)
 
(۴) د امام طحطاوي رحمه الله په هلکه وایي: چې ده هم درمختار کې دا لیکلي دي کوم چې د ابن همام نه منقول دي.
 
۵) د ملا علي قاري حنفي رحمه الله لاندې عبارت راخلي : 
” اعلم انه لم یوقت رسول اللہ صلی الله علیه وآله وسلم فی التراویح عدداً معینا بل لا یزید فی رمضان ولا فی غیرہ  علی احدیٰ  عشرۃ رکعة“  (مرقاۃ شرح مشکوۃ)
 
(۶) د مولانا عبد الحی لکھنوي رحمه الله په اړوند لیکي چې ده هم لیکلي:
آته رکعاتونه او درې رکعات وتر په جماعت حضور سرور عالم صلی الله علیه وآله وسلم نه درې شپو نه ډیر منقول نه دي د دې لپاره چې په امت د تراویحو لمونځ فرض نه شي.

(مجموعه فتاوی جلد 1 صـــ 354)
(۷)  د سید محمد انور شاہ  کشمیري دیوبندي رحمه الله لاندې قول راخلي او وایي چې ده فرمایلي:
د حضرت عائشې صدیقي رضی الله تعالیٰ عنها نه همدا ثابت دي چې د حضور علیه السلام تراویح آته رکعاته دي : " ولامناص من تسلیم ان تراویحه علیه السلام کانت ثمانیة رکعات " .
(العرف الشذي جلد1صـــ166،101)
 
(۸) د مولانا اشفاق الرحمٰن کاندھلوي رحمه الله په هکله وایي چې ده په کشف الغطاء تعلیق مؤطا امام مالک صــ 96 کې لیکلي:
" قال الکرمانی اتفقوا علی ان المراد بقیام رمضان صلوۃ التراویح "

کرماني رحمه الله وفرمائیل چې بالاتفاق د قیام رمضان نه مراد د تراویحو لمونځ دی .
ما جاءَ فی قیام شهر رمضان ویسمی التراویح کما تقدم قال الکرمانی اتفقوا علی ان المراد بقیام رمضان التراویح وبه جزم النووی وغیرہ.
 
(صـــ97 کشف الغطاء)
دا هغه مذکورہ حوالاجات دي چې له وجې یې ځینې غیر مقلدین وائي چې حنفي علماء هم د آتو رکعاتو تراویحو قائل دي ، د مذکورہ حوالو په رڼا کې وضاحت طلب مسئله دا ده چې آیا واقعي د دې حضراتو همدا موقف وو چې کوم دغه غیر مقلدین لیکي ۔۔۔؟!
 
پوښتنه کوونکی: کاشف احمد
الجواب بعون الوهاب :
الله تعالی دې تا ته جزائي خیر درکړي او همیشه دې اهل حق اهل السنة والجماعة سره د وابسته پاتې کیدو توفیق درکړي، ګرانه  تا چې په سوال کې د کومو بعضې اکابرو نومونه او حولاجات راخستي دي یقینا دوي  اهل السنة والجماعة سره تعلق لري او د جمهورو اهل علم سره متفق دي الله تعالی دې زمونږ د ټولو د دوي سره تعلق قائم او دائم لري، امین.
 
(۱)  د امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله مسلک :
د مسند امام اعظم نه یې چې کوم د سیدې عائشې صدیقې رضی الله عنها حدیث نقل کړی هغه د  تهجد متعلق دی نه د تراویحو . 
خپله په حدیث کې د " صلوۃ النبی صلی الله علیه وسلم باللیل "  الفاظ موجود دي چې معنیٰ یې دا ده  حضور اکرم  صلی الله علیه وسلم  د شپې مونځ دیارلس ۱۳ رکعاته وو او د شپې د مونځ نه مراد تهجد دي یعنې د نبي صلی الله علیه وسلم  د تهجد مونځ دیارلس رکعاته  وو او وتر هم پدې کې شامل وو.

حدیث مبارک کې لفظ د " صلوۃالنبی صلی الله علیه وسلم باللیل "  د دې خبرې واضح دلیل دی چې امام صیب د تهجد د مونځ رکعاتونه ثابتوي  نه د تراویح . مناسب ده چې ستاسو په وړاندې د امام صیب رحمه الله مسلک هم نقل کړی شي چې خبره ښه واضحه  شي.
 
کتاب الآثار لابی یوسف کې روایت موجود دی:
ابو حنیفة عن حماد عن ابراھیم ان الناس کانوا یصلون خمس ترویحات فی رمضان.
ژباړه:  امام  ابو حنیفه رحمه الله د حماد نه هغه د ابراھیم څخه روایت کوي چې بیشک خلک رمضان کې پنځه ترویحي یعنی شل رکعاته ادا کوي . ( او دا د سلفو د عمل ثبوت پیش کړل شوی، ژباړن)
 
په فتاوی قاضي خان کې دي:
التراویح سنه مؤکدۃ للرجال والنساء توارثھا الخلف عن السلف من لدن تاریخ رسول الله صلی الله علیه وسلم الیٰ یومنا و هکذا رویَ الحسن عن ابی حنیفه رحمه الله انها سنة لاینبغی ترکھا ۔۔۔۔ وقد واظب علیها الخلفاء الراشدون رضی الله عنہم وقال علیه السلام علیکم بسنتی وسنة الخلفاء من بعدی .
(فتاویٰ قاضي خان برھامش فتاویٰ عالمګیریه جلد1صـــ332)
 
ژباړه:  د تراویحو لمونځ د سړو او ښځو لپاره سنت مؤکدہ د حضور اکرم صلی الله علیه وسلم  د زمانې تر ننه پورې هر دور کې خلفو ( روستو ) د خپلو اسلافو (اول دور والو) نه ېی دا په توارث سره موندلي دي او دغه شان حسن رحمه الله د امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله نه روایت کړی دی چې بیشک تراویح سنت دي، د دې پریښودل نا مناسب دي ، بیا لیکي:
" مقدار التراویح عند اصحابنا والشافعی رحمه الله ماروی الحسن عن ابی حنیفه رحمه الله قال القیام فی شھر رمضان سنة لاینبغی ترکها یصلی اھل کل مسجد فی مسجد ھم کل لیله سوی الوتر عشرین رکعة خمس ترویحات بعشر تسلیمات یسلم فی کل رکعتین " .
(فتاویٰ قاضی خان صــــ 234)
 
ژباړه: د تراویحو مقدار زمونږ د اصحابو او د امام شافعي رحمه الله په  نزد هغه دي کوم چې حسن رحمه الله د امام ابو حنیفه رحمه الله نه  روایت کړی، دی فرمائي قیام رمضان (تراویح) سنت دي  دا پریښودل نا مناسب دي، هر مسجد والا دې خپل مسجد کې هره شپه د وترو نه علاؤه شل رکعاته تراویح ادا کړي ، پنځه  ترویحې، لس سلامونو سره او د هر دوه رکعاتونه وروسته دې سلام  واړوي.
 
په بدایة المجتهد کې دي :
" فاختار مالک فی احد قولیه وابو حنیفة والشافعی و احمد وداؤد رحمهم الله  القیام بعشرین رکعة سوی الوتر " .
ژباړه: امام مالک رحمه الله د خپلو دوه قولونو څخه په یو کې او امام ابو حنیفه ، امام شافعي ، امام احمد او داؤد ظاهري د شل رکعاته تراویحو قیام خوښ کړی دی ، ماسیوا د وترو نه . (بدایة المجتهد جلد1صـــ 210)
 
رحمة الامة کې لیکلي دي :
" فالمسنون عند ابی حنیفة والشافعی و احمد رحمهم الله عشرون رکعة"  .
ژباړه: امام ابو حنیفه ، امام شافعي او احمد  رحمهم الله په  نزد مسنون تراویح شل رکعاته دي.   (رحمةالامة صــ 23)
 
محترمو لوستونکو! د فقهې حنفي په تمامو معتبراتو ،  متونو او شروحاتو کې د " التراویح عشرون رکعات او خمس ترویحات" تصریح موجود ده ، لیکن د دومره ډیرو تصریحاتو باوجود د معترضینو د امام ابو حنیفه رحمه الله په نوم باندې عوام الناس ته دوکه ورکول او د دوي طرف ته د اتو تراویحو د روغژن نسبت کول نهایت تعجب خیز دي او حیرانونکي دي.
 
(۲) د  امام ابن همام رحمه الله شاذ قول :
محترم لوستونکو!  د امام ابن همام د مذکوره قول حیثیت  شاذ او مرجوح  دی او د ده ذاتي تفرد دی زمونږ علماءُ اهل السنة د دې تصریح  بار بار کړې ده چې د شاذ او تفرد څه اعتبار نشته ، له دې و جې نه د امام ابن همام رحمه الله عظیم شاګرد علامه قاسم بن قطلوبغا رحمه الله فرمائي : " لاعبرۃ بابحاث شیخنا یعنی ابن الهمام التی خالفت المنقول یعنی فی المذهب". 
(شامي جلد1صــ 225)

ژباړه:  زمونږ د  شیخ ابن همام رحمه الله  هغه  بحثونه چې په کې د منقول فی المذهب مسائلو مخالفت دی هیڅ اعتبار نه لري.
باقي د معترضینو دا ویل چې امام ابن همام د اتو رکعاتو تراویح قائل دی، دا خبره سرا سر  بد دیانتي ده ځکه چې امام ابن همام  د اتو رکعاتو تراویحو قائل نه دی  بلکې هغه هم د ټول امت په شان د پوره شلو رکعاتو تراویحو قائل دی.

هغه په خپله لیکي :
" ثم استقر الامر علی العشرین فانه المتوارث " .
(فتح القدیر جلد1صـــ 407)
یعنی بالآخره د تراویحو مسئلې په شل رکعاتو استقراء ونیوله  پس دا عمل توارث سره راروان دی.
 
امام ابن همام رحمه الله د شل رکعاته تراویحو قائل دی  البته ده د صحابه کرامو رضی الله عنهم عمل مستحب ګڼل  او تهجدو  او تراویحو بیل بیل حدیثونه د یو بل معارض ګڼل  شاذ، خلافِ اجماع دي او تفرد دی. د اهل السنه والجماعه  اصول دا دي : وان الحکم والفتیا بالقول المرجوح جهل وخرق للاجماع.  (درمختار ، جلد1 صـــ 31)
یعنې د قاضي حکم کول یا د مفتی فتویٰ ورکول په مرجوح قول باندې جهالت او د اجماع مخالفت دی ، یعنې باطل او حرام دي.
 
(۳) د امام ابنِ نجیم حنفي رحمه الله مسلک:
د ابن نجیم حنفي رحمه الله په هکله هم معترضین د هغه د عبارت نه د اتو رکعاتو ثابتولو کوشش کوي او وایي چې هغه د اتو رکعاتو قائل وو حالانکې امام ابن نجیم رحمه الله فرمائي:
" قوله عشرون رکعة بیان لکمیتها وھو قول الجمھور لما فی المؤطا عن یزید بن رومان قال کان الناس یقومون فی زمن عمر بن الخطاب رضی الله عنه بثلاث وعشرین رکعة و علیه عمل الناس شرقاً و غرباً " .
(البحر الرائق شرح کنز الدقائق جلد2 صـــ 66)
 
ژباړه: د مصنف قول دی چې تراویح شل رکعاته دي دا د تراویحو د لمونځ د عدد بیان دی  چې هغه شل رکعاته دي او همدا د جمهورو قول دی ددې وجې نه چې په مؤطا د امام مالک رحمه الله کې د یزید بن رومان رحمه الله نه روایت دی  هغه فرمائي چې د حضرت عمر بن خطاب رضی الله عنه په زمانه کې خلکو 23 رکعاته  ادا کول (شل رکعاته تراویح او درې رکعات وتر) په مشرق او مغرب کې د خلکو په هم دې عمل جاري دی.
 
(۴) د امام طحطاوي رحمه الله مسلک:
امام طحطاوي حنفي رحمه الله د اتو رکعاتو تراویحو قائل نه وو بلکې هغه هم د نورو احنافو علماء غوندې د شلو قائل وو بلکې وائي چې شل رکعاته تراویحو باندې د توارث سره اجماع ده .  ( طحطاوي جلد 1صــــ 468 )
 
(۵)  د ملا علي قاري حنفي رحمه الله مسلک:
يادونه: د ملا علي قاري رحمه الله په نوم چې کوم عبارت پیش کړی شوی دی هغه عبارت د ملا علي قاري رحمه الله نه دی  بلکې هغوي د امام ابن تیمیه رحمه الله قول نقل کړی. ملا علي قاري رحمه الله بذات خود د شلو رکعاتو تراویحو قائل دی او هغه فرمائي:
 
" لکن اجمع الصحابة علی ان التراویح عشرون رکعة " .  ژباړه:  د صحابه کرامو رضی الله عنهم په شل رکعاته تراویحو باندې اجماع ده . 
(مرقاۃ شرح مشکات جلد 3 صــــ 194)
 
دغه شان ملا علي قاري رحمه الله په شرح نقایه صفحه 104 کې هم په شل رکعاتو تراویحو باندې اجماع نقل کړی ده.
 
(۶) د مولانا خلیل احمد سهارنپوريؒ چې کومه حواله نقل کړی شوې ده دې ته  انګریزۍ کې وائي آوټ آف کانټیکسټ خبره پیش کول ، بله خبره دا ده چې مولانا خلیل احمد سهارنپوریؒ دلته د تراویحو  اته کیدل نه ثابتوي بلکې دا  ثابتوي چې تراویح هیڅوک بدعت نه ګڼي ځکه هغه دا الفاظ استعمال کړل.
 
حضرت سهارنپوریؒ لیکلي دي :
د سنت موکدہ کیدل د تراویحو اته رکعاته کیدل خو باتفاق دي که خلاف دی نو دولسو کې دی.
یعنې چې کوم خلک تراویح کم نه کم هم  سنت موکدہ مني  هغه اته مني یعنی د دوي په زمانه کې هیڅ څوک داسې نه وو چې دا ئي ویلي وي چې تراویح سنت موکده نه دي او هغه هم دې طرف ته اشاره کوي ( او دا د نن زماني په هغو جهالو سخت رد دی چې مطلق د تراویحو د سنت والي څخه انکار کوي او وایي چې څومره دې وکړلې صحیح دی او که هیڅ یي نه کوي هم څه خبره نشته، ژباړن).
 
او د دې  کتاب په صفحه اتمه کې لیکلي دي چې د تراویحو اتو نه زیاتو ته بدعت ویل قول د کوم عالم نه دی بلکې د سفهاؤ دی یعنې د بیوقوفو خلکو دی. (او غیر مقلدین دې دوکه نه ورکوي خپله د سهارنپوري رح عمل دې وګوري چې اته دی که شل؟   ژباړن)
 
(۷) د علامه عبد الحی لکهنوي رحمه الله  مسلک:
د نوموړی مجموعه فتاویٰ څخه سوال او جواب ملاحظه کړئ!
سوال : حنفیه بست رکعت تراویح سوائے وتر میخوانند و در حدیث صحیح از عائشه صدیقه رضی الله عنہا وارد شدہ ماکان یزید فی رمضان ولا فی غیرہ علی احدی عشرۃ رکعة پس سند بست رکعت چیست؟
 
جواب: روایت ام المومنین عائشه صدیقه رضی الله عنہا محمول بر نماز تهجد است که در رمضان و غیر رمضان یکسان بود و غالباً بعد یازدہ رکعت مع الوتر بر سند و دلیل برین محل آنست که راوی ایں حدیث ابو سلمه است درنیه ایں حدیث میگوید قالت عائشه رضی الله عنہا فقلت یا رسول اللہ صلی الله علیه وآله وسلم تنام قبل ان توتر قال یا عائشة ان عینی تنامان ولا ینام قلبی کذا  (رواہ البخاری ومسلم) و نماز تراویح در عرف آن وقت قیام رمضان می گفتند و حد صحاح سته بروایات صحیحه مرفوعه الی النبی صلی الله علیه وآله وسلم تعین عدد قیام رمضان مصرح نشدہ این قدر هست که قالت عائشه کان رسول اللہ یجتهد فی رمضان مالا یجتهد فی غیرہ (رواہ مسلم )

لیکن در مصنف ابن ابی شیبه و سنن بیهقی بروایت ابن عباس وارد شده کان رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم یصلی فی رمضان جماعة بعشرین رکعة والوتر و رواہ البیهقی فی سننه باسناد صحیح عن السائب بن یزید قال کانوا یقومون فی عهد عمر بن الخطاب رضی الله عنه فی شهر رمضان بعشرین رکعة. (مجموعه فتاوی مولانا عبد الحئی لکھنوي رحمه الله صــــ 59,58 )
 
په دې عبارت کې وضاحت سره مولانا عبد الحئی لکھنوي رحمه الله فرمائي چې شل رکعاته تراویح صحیح اسناد سره ثابت دي او د ام المؤمنین عائشې صدیقې رضی الله عنها والا روایت په تهجدو  محمول دی،  بیا هم د ده نوم اخیستلو سره دا ویل چې هغه د اتو قائل وو بهر حال زمونږ د پوهي نه لرې ده.
 
مولانا موصوف په  یو بل ځای کې لیکي :
ان مجموع عشرین رکعة فی التراویح سنة موکدۃ  لانه مما واظب علیه الخلفاء وان لم یواظب علیه النبی صلی الله علیه وآله وسلم وقد سبق ان سنة الخلفاء ایضاً لازم الاتباع وتارکھا آثم و ان کان اثمه دون اثم تارک السنة النبویة فمن اکتفٰی علی ثمان رکعات یکون مسیئاً لترکه سنة الخلفاء وان شِئت ترتیبه علی سبیل القیاس فقل عشرون رکعة فی التراویح مما واظب علیه الخلفاء الراشدون وکل ما واظب علیه الخلفاء سنة موکدۃ ثم تضمه مع ان کل سنة موکدۃ یاثم تارکھا  فینتبع عشرون رکعة یا ثم تارکھا و مقدمات ھذا القیاس قدا ثبتنا ھا فی الاصول السابقه. 
( تحفة الاخیار فی احیاء سنة سید الابرار ، صــــ 209 )
 
ژباړه: په تراویحو کې شل رکعاته سنت مؤکدہ دي ځکه چې په دې خلفاء راشدینو مداومت کړی دی  اګرچه حضور اکرم (صلی الله علیه وآله وسلم) پرې مداومت نه دی کړی او اول مې یادونه کړې ده چې د خلفاء راشدینو سنت هم واجب الاتباع دي او د دې پریښودونکی ګنہګار دي، اګرچه د دې ګناه د نبي صلی الله علیه وآله وسلم د سنتو د ترک نه کمه ده  لہٰذا څوک چې په اتو رکعاتو تراویحو اکتفاء کوي هغه بد کار کونکی دی ځکه چې ده د خلفاء راشدینو سنت ترک کړه که چیرته ته د قیاس په طریقې د دې په ترتیب پوهیدل غواړې نو دا اوایه چې په شل  رکعاته تراویحو باندې خلفاء راشدینو  مواظبت کړی  او چې په کوم شي خلفاء راشدین  همیش والی وکړي هغه  سنت مؤکدہ وي لہٰذا شل رکعات تراویح هم سنت مؤکدہ دي بیا دې سره دا هم ملاؤ کړئ چې د سنت مؤکدہ تارک ګنہګار وي لہٰذا د شلو رکعاتو  تارک هم ګنہګار دی. د دې  قیاس مقدمات مونږ په اصول سابقه کې ثابت کړي دي.
 
محترمو عزیزانو! 
مولانا عبد الحئی لکھنوي رحمه الله خو فرمائي چې اته رکعاته تراویح ادا کول او باقي رکعتونه پریښودلو والا ګنهګار دی ځکه چې شل رکعاته  تراویح سنت مؤکدہ دي . مولانا عبد الحئی لکھنوي رحمه الله دا سې لیکلي دي:

(فمودی ثمان رکعات یکون تارکا للسنة المؤکدہ )
[ حاشیه هدایه جلد 1 صــــ 131 چاپ مکتبه امدادیه ملتان ] .
یعنې صرف د اتو رکعاتو تراویحو ادا کوونکی د سنت مؤکدہ تارک (ګناہ ګار) دی ځکه چې د سنت مؤکدہ  ترک کول ګناہ ده .
له دې پرته علامه عبدالحئی لکھنوي رحمه الله د مؤطا امام محمد په حاشیه لیکلي دي : 
شل رکعاته تراویحو باندې اجماع ده  او د تراویحو لمونځ سنت مؤکدہ دي.
 
(۸)  د علامه شاه انور شاہ کشمیري رحمه الله مسلک:
امام العصر خاتم المحدثین  علامه انور شاہ کشمیري پخپله د شلو تراویحو قایل دی او اتو رکعاتو ادا کوونکی د سواد اعظم ( اهل السنة والجماعة) څخه خارج ګڼي ، دې باره کې هغه فرمائي:
" واما من اکتفیٰ بالرکعات الثمانیه وشذ عن السواد الاعظم و حبل یر میهم بالبدعة فلیر عاقبة" 
( فیض الباري شرح صحیح بخاري جلد 3 صــــ181).
ژباړه:  څوک چې په اتو رکعاتو اکتفاء کولو سره د سواد اعظم څخه کټ شو او چې سواد اعظم ورته بدعتي وائي  هغه دې په خپل انجام فکر وکړي.
 
حضرت شاہ صاحب رحمه الله مزید لیکي:
" لم یقل احد من الائمة الاربعة باقل من عشرین رکعة فی التراویح والیه جمهور الصحابة رضی اللہ عنهم…..  وقال ابن همام ان ثمانیة رکعات سنة مؤکدۃ وثنتی عشر رکعةً مستحبة وما قال بھذا احد اقول ان سنة الخلفاء الراشدین ایضاً یکون سنة الشریعة لما فی الاصول ان السنة الخلفاء وسنة علیه السلام وقد صح فی الحدیث علیکم بسنتی وسنة الخلفاء الراشدین المھدیین فیکون فعل الفاروق الاعظم ایضاسنةً۔۔۔ ففی التاتارخانیة سئل ابو یوسف ابا حنفیة رحمه الله ان اعلان عمر بعشرین رکعة ھل کان له عهد منه علیه السلام قال ابو حنیفه رحمه الله ما کان عمر مبتدعا ای لعله یکون له عهد فدل علی ان عشرین رکعة لا بدله من ان یکون لھا اصل منه علیه السلام …  واستقر الامر علی عشرین رکعة ".

(العرف الشذي علی ھامش الترمذي جلد1 صـــ100،99).
ژباړه: په ائمه اربعه ؤ کې چا هم نه دې ویلي چې تراویح د شل رکعاتو نه کمې دي او هم دې طرف ته جمهورو صحابه کرامو رضوان الله تعالی عنهم تللي دي او ابن همام رحمه الله چې کوم ویلی چې اته رکعاته سنت  مؤکدہ دي او دولس رکعاته مستحب دي او دا خبره بل چا نه ده کړې  ( یعنې د ابن همام رحمه الله تفرد دی)
 
د خلفاء راشدینو  سنت هم د شریعت  سنت دي ځکه چې  اصولو کې دي چې د حضور اکرم صلی الله علیه وسلم  سنت او د خلفاء راشدینو سنت، سنت دی او دا خبره صحیح حدیث کې ده چې په تاسو زما سنت او د خلفاء راشدین مهدیین سنت لازم دي ، د فاروق اعظم عمل هم سنت دی . په فتاویٰ تاتارخانیه کې دي امام ابو یوسف رحمه الله د امام ابو حنیفه رحمه الله څخه سوال وکړو چې حضرت عمر رضی الله تعالیٰ عنه چې کوم د شل رکعاتو تراویحو  اعلان کړی دی ایا هغه د دې علم حضور اکرم  صلی الله علیه وسلم  څخه موندلی دی؟  امام ابو حنیفه رحمه الله وفرمایل چې حضرت عمر رضی الله تعالیٰ عنه (معاذ الله) مبتدع نه وو یعنې شاید ده هغه سره به د دې علم وو دا خبره دلالت کوي چې  لامحاله د شل رکعاته  تراویحو  اصل خپله د حضور اکرم  صلی الله علیه وسلم څخه دی او د تراویحو استقرار شل  رکعاتو باندی دی.
 
(۹) د مولانا اشفاق الرحمن کاندھلوي رحمه الله مسلک :
مولانا موصوف د شل رکعاتو تراویحو قائل ؤ:
" والظاهر عندی مارحجه ابن عبدالبر لان جل المروایات نص فی انها کانت عشرین رکعًة.
 
ژباړه: زما په نزد هم خبره هغه ده کوم ته چې ابن عبدالبر ترجیح ورکړې،  شل رکعاته تراویح ځکه چې غټ غټ روایات په دې باره کې واضح دي چې دتراویحو لمونځ شل رکعاته دي.
(کشف الغطاء حاشیه مؤطا امام مالک صــ 98)
 
د پورته د لائلو څخه دا معلومه شو  چې علماء اهل السنة والجماعة بالخصوص علماء احناف د اتو رکعاتو تراویحو قایل منل سرا سر بې انصافي ده. ټول علماء احناف کثر الله سواد ھم د امت مرحومه اجماعیت تسلیموي او هم  20 رکعات تراویح ادا کوي.  
الله تعالیٰ دې مونږ هم د هغوي په نقش قدم روان کړي. امین