
خـراسـان د افغانستان په ځای؟! د ستمیانو شـر او شـور
(دوهمه برخه)
ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار
په ساساني امپراتورۍ کې(۲۲۴تر۶۵۱م) ټول اوسنی ایران، عراق، ختیزې عرب سیمې (بحرین، کوېټ، عمان،قاتیف،متحدعرب امارات)،د بحر د غاړې/لـیـوانت هیوادونه (سوریه، فلسطین، لبنان، اسرائیل، اُردُن)، قفـقاز(ارمنیستان،جورجیا، ازربایجان، داغستان)، مصر،د تُرکیې غټې برخې،افغانستان، او د مرکزي اسیاغټې برخې(ترکمنستان، ازبکستان،تاجیکستان)، یمن او د اوسني برتانوي پاکستان سیمه شامل وو. دې پیچلې او خورې ورې امپراتورۍ د دې تومنه نه لرله چې ټکنالوجۍ (د علم استعمال) ته لار پرانیځي.
اوس واقعیت داسې دی چې افغانستان په نړۍ کې د یوه هیواد په څیر شته دی، او خراسان په ایران کې د ۱۳۸۳ لمریز(۲۰۰۴) پورې د خورا غټ اداري واحد یا یوه ولایت رسمي نوم و، خو په ۲۰۰۴ کې په درې ولایتونو وویشل شو او د درې واړو ولایتونو نومونه د خراسان په نوم پیل کیـږي. دا هم یو سیاسي واقعـیت دی چې اټکل درې اتیا (۸۳) کالونه وړاندې په ۱۹۳۵زییز کې د فارس نوم په ایران واړول شو. ویل کیـږي چې د فردوسي په شهنامه کې د ایران نوم راغلی دی[ داکتر حسن انوری،«ایران در شاهنامه» انتشار ۲ اردبیهشت ۱۳۹۳
http://bukharamag.com/1993.02.2764html [28 April 2015]
دغه شان په جرمني کې د هـیټلـر قدرت ته رسیدل به هم رضا شاه پهلوی دیته هڅولی وی چې د خپل هیواد نوم له فارس نه ایران ته واړوي. د ۱۹۳۳ د جنورۍ په ۳۰ نیټه هـیټلر د جرمنی صدراعظم وټاکل شو. د نازیانو په انـد، اریـایي نژاده جرمنیانو له نورو نژادونو لوړ مقام لاره. په ۱۹۳۵ کې د جرمنیانو دغه ډول نژادي سرلوړتیا په رسمي پالیسۍ واوښته. دا چې ایران له روسیې/شوروي اتحاد او برتانیې نه نفرت لاره، ښایي په دې کې به د ایران واکمن رضا شاه پهلوي خپله ګټه لیدلي وی چې ځان د ادولـف هـیټلـر اریا ئیتوب ته نږدې کړي او خپل هیواد ته د ایـران نـوم ورکـړي.
افغان سید حسین موسوي په خپله درنه رساله کې د خراسان په اړه اغیزمن بحث کړی دی او په افغانستان کې د روانې کرغیـړنې وضعې په چوکاټ کې یې د خراسانیانو دریځ د نیوکې لاندې نیولی دی: «آیا این لا اقل بی مبالاتی و غیر مسسولانه نیست که در چنین شرایطیکه کشور ما اشغال ګردیده و از در و دیوار آن خون می بارد و سـرنوشت خلق ما درکاخ سفـید رقـم می خورد، در عوض دعوت مردم به وحدت و یکپارچګی به منظور پیشبرد امر مبارزه استقلال طلبانه، و سازمان دهی توفان سهمګین از قطرات پراګنده و مجزای ملت بدان منظور؛ موجودیت کشور را زیـر سـوال بــرده، نیــروهــای رزمـنده میهن را به دنبال ٫٫نخـود سیاه ٬٬ خـراسان سـرګردان نمـود؟ - ٫٫لا اقل٬٬ را که در اغـاز بند بالا آمـده فـرامـوش نکـنیـد!»( سال ۱۷۴۷ میـلادی بـاز تـولـد یک کشور کهـن. چاپ میزان ۱۳۸۴= ۲۰۰۵. اداره ترجمه و تحقیق القلم، پشاور،۲۸ تـر ۳۳مخونه). د تاریخ په اوږدو کې د خراسان د کره پـولـو ټاکل یو «لاینحل مشکل» پاتي شوی دی. له همدې امله د هغه مهال جغرافیه پوهانو روغه وګڼله چې خراسان په دوه برخو«عام او خاص» و ویشي، « که اګر خراسان خاص با جا دادن باختر در خود شامل ولایـات نیـشاپور،هرات،مرو،تخارستان،بلخ، ماورالنهر و خوارزم بر طبق نوشتاربلاذری [امام احمد بن یحی بن جابر بغدادی متولد اواخر قرن دوم هجری قمری در بغداد،او متوفی ۲۷۹-۲۷۸ هق=۸۹۲ زییز] می شد، خراسان عام با کمی اختلاف همان حدودی را شامل می شود که بعد ها امپراتـوری درانی بر آن حاکمیت داشت چنانچه در حدود العالم[من المشرق الی المغـرب، د بینوم لیکوال اثر]از حدود اربعه خراسان صحبت بمیان آمده می نګارد، شرق آن هندوستان،شمال آن رود جیحون، غرب آن ګرګان و جنوب آن بیابان سینـد و بیابان کرمان...می سازد....باز هم در ادامه بحث لطف نموده پاسخ دهید که وقتی ٫٫کاروانـیان آنچـنانی٬٬ از خـراسان دم می زنـنـد منظـور شان کـدام خـراسان است؟ خرا سان خـاص و یـا خـراسان عـام؟! اګر منظور ٫٫خراسان خاص٬٬ است می تـوانـید شما به نماینـدګی از بـقیـه هـمفکران تان ٫٫کاروانیان آنچنانی٬٬ بنـویسید که بـقیه کشور را قـصـد داریـد بـه کـی بګـذاریـد؟» ولـولئ موسوی، ۳۸-۳۵ مخونه
د خراسان ګونګوسی د شورویانو په وړاندې د افغانانو د جهاد په مهال (۱۹۹۲-۱۹۷۹) پیل شو. د ۱۳۶۵-۱۳۶۰لمریز هجری( ۱۹۸۵-۱۹۸۱) کالونو په مینځ کې په پیښور کې عیار خراسان، اشک خراسان، کمپ خراسان...وزیـږیدل. تقریبا لس کالونه وروست په ۱۹۹۵ کې په لویدیزه نړۍ کې د بې نومه خراسانیانو یعنې د خراسان د بې نومه ذوقمندانو یوه رساله تیته شوه چې دلته یې د بحث لاندې نیسم، ځکه چې د ستمیانو «شر او شور» په کې راغوڼډ شوی دی. په جرمني کې د ملي پانګه وال امام الدین ساپي په مالي لګښت (د سپیـن غر کتاب چاپولو ټولنې) له خوا په جرمني کې په ۱۳۷۳ هجری لمریز(۱۹۹۵) کې د قدرت الله حداد یوه لیکنه په ۷۲ مخونو کې خپره شوې وه چې سرلسک یې دی: «د ملي تاریخ فلسفه او پښتونولي». حداد د خپلې دغې لیکنې په اکله کاږي چې دغه لیکنه «مورد انتـقاد برخی ذوقمندان خراسان قرار ګرفت.» (تله، لومړی کال، دریمه ګڼه، فبروری ۱۹۹۶، مخ ۴). د خراسان د ذوقمندانو ذکر شوې رساله په امریکه او اروپا کې د ۱۹۹۵ په دسمبر کې په ۳۶ مخونو کې په دې سرلیک تیته شوې وه:«خراسان سرزمین ازادی و اتحاد ملی، نـقـدی بر نوشته اقای حـداد زیـر عنوان (د ملی تاریخ فلسفه او پــشتونولي)». دا اوږد سرلیک به د اسانتــیا لپاره په «رسـاله خـــراسان» لڼډ کړم.
په رساله خراسان کې لیکوال او راویستونکی په پټـو (مستعار) نومونو هم نه دي ښودل شوي. د خپرندوی نوم هم نه دی ښودل شوی. خو په ۲۶ مخ کې یې د «نویسندګان» او په ۲۸ مخ کې یې د «نګارندګان این مجموعه» ټکي کارول شوي دي. پایله دا شوه چې رساله یا «مجموعه» د یوه لیکوال له قلم نه نه ده راوتلی، بلکې د یوه ټیم («نګارندګان») له خوا لیکل شوې ده او د ستمیانو د مجموعی تـفکر څرګندوی ده. زما (ځیرکیار) سر په دې خلاص نشو چې «نګارندګان» د خپلې رسالې په وروستني مخ کې نورو ته ولې په مفرد شکل(د یوه نګارنده په ډول) خطاب کوي:«پسرانم دخترانم هوشدارید که دشمن بربر...» (مخ ۳۴). په فارسي کې به روغه وای که چیرې نګارندګانو د «پسرانم دخترانم» په ځای داسې لیکلي وای:«پسران و دختران ما». دلته خو داسې معلومیـږي چې نګارندګان (جمع) مساوي دي په نګارنده(مفرد)؟! ښایي په خراساني سبک کې به ګرامرارزښت نه لري او مفرد به مساوي په جمع وي؟
د رساله خراسان د درنښت لپاره به فرض کړم چې دغه «مجموعه» د نګارندګانو مجموعی تـفکر منعکسوي. قدرت الله حداد ذکر شوې رساله «شبنامه مجهولین» ګڼي او نګارندګانو ته یې په لڼـډ ډول داسې جواب ورکوي: «مجهولین می ګویند ما افغان نیستم- ما تاجک، ازبک و هزاره می بـاشیم. خداوند خوب کند. نام بلند اوازه افغان برشماګرانی نمود. ولی شما این وکالت را چه وقت به دست آورده اید که از جانب این اقوام به صدور فیصله غایبانه پرداختید؟ شما اګر کسی بودید نام تانرا سر نوشته می نګا شـــتیــد!»- تله، ګڼه ۳، فبروری ۱۹۹۶، مخ۴ . د حـداد لیکنه داسې ښیـي چې د رساله خراسان په لیکلو کې به د «امید» اخبار لیکوالان او« مجهـولیـن» اڼـډیوالان وي.
خراسانیان نه یواځې د پـښتون افغان سره په ټکر کې دي، بلکې په خپل هیواد کې د هغـوی د ژبې (پښتو، افغاني) ترویج ، تعـمیـم او واقعاَ رسمي کیدنې ته په کنګل کې خولې کیـږي او فاشیزم یې ګڼي. د ستم ملي او خراسان ذوقمندانو! وګورئ ،کاندید اکاډیـمیـسن محّمد صدیق روهي د تعصب خاوندانو ته څومره ښه ویلي دي: «که خپلې ژبې ته کار کول تعصب وي نو په نړۍ کې هیڅوک بې تعـصبه نـه شتـه.»- سرمحقق زلمی هیوادمل، «پښتو او یویشتمه پیـړۍ»، هـیله، دوه میاشتنۍ خپرونه. دریم کال، پنځمه ګڼه، پرله پسې ګڼه ۱۷، لیندۍ – مرغـومی ۱۳۷۸ هجري لمریـز= دسمبـر- جنوری ۱۹۹ تر ۲۰۰۰ زیـیز، مخ ۱۷۹
دافغانستان یوغټ کړکیچ په هغه توپـیرراڅرخی چی د سیاسی هیوادوال (سیاسي تبعه) اوکلتوری هیوادوال(کلتوري تبعه) ترمنځ عملاً په دولتي رسمي اداروکی لیدل کیـږي. دهـیوادوالۍ (تابعیت) مفهوم په حقوقی بریدونوکی خاپوړی کوی، په دی ډول چی څوک پـه سیاسی حـقـوقـي ټـولنـه کی شامل دی اوڅوک ورنه محروم. په افغانستان کی د فـرهـنګي حقوقـوکـړکـیچ په دی مــوضوع کی پروت دی چی سیاسی هیـوادوال ته حقـوق خونـد ورکـوی، خولــه مسولیت نــه ډډه کوي اوپـه رسمی دولتی مقامونـوکی په عمل کی ملي رسمي کفایت نه مني. په بله ویــنا، په رسمي موسساتي ډګر(دولت) کی یوه ډله بشپـړامتیازلري چی په دولت کی دخپـلی ژبـی(فارسي)انحـصارټـینـګ کـړي او مقـابل اړخ(اکـثـریت) لـه دې نه محـروم کــړي چی خــپلـه ژبـه(پـښتــو)عــملاً لــږ تــر لـــږه د فـارسي سـره مــساوي مقـام ته جګه کړي.
د زییـز ۲۰۰۱ له اکتوبر راهـیسې،د امریکی دنـیواک په چاپیریال کی په افغانستان باندی په ورتپل شوي اساسي قانون (۱۳۸۲ لمریز، ۲۰۰۳ زییـږ) کی چې په واقعیت کې د اساسي بیلتون سند دی «پـښـتواودری د دولـت رسمـي ژبـې » منـل شوې دي(ماده ۱۶). د لـته د « او» ټکـی دکــلک پـام وړدی. د «او» ټکی مساوي په «یــا» نه دی. یانې داساسي قانـون دشپاړسمې(۱۶) مادې پـورتنئ جمله مساوی په دی جمله نـه ده: پښتویا دري د دولت رسمــی ژبــه ده؟! خوغــیـر- پښتون افغـانان د رسمي دولتي وظیفې په اجـرأ کولـوکی د شپاړسمې مادې په ذکرشوی جمله کی د «او» له ټکی نـه ستـرګی پټوی، اوپه دی ډول په خپله رسمی ملی بی کفایتۍ څپوڼی غوړوي. په کال ۲۰۰۵ کې یـوپښتون افغان امریکی ته د ژور نالـیستی زده کــړولپاره راغـلی و. ما لــه ټـلفــوني روغـبــړاو اوپیژندګلوۍ نه وروسته هغه وپوښته چی په کابل کی یی څه وظیفه لرله؟ راغــبرګه یی کــړه چی د یولـوړمقامه افغان ژباړن و، ځکه هغه په پښتونه پــوهید. زما(ځیرک یار) په ګـومان دغـه لــوړ مـقامـه افغان به یو مرستیال ولسمشرو. دغه لوړمقامه فارسیوان افغان یوسیاسی هـیوادوال دی چی حقوق خوندورکوي، خوکولتوري هیوادوال نه دی چــی زړونه کوشیــرکــړي.
اوس په افغانستان کې د ادغــام سیاست بــرلاسی ښکاري او دامــریکی د ښکــیلاک لانــدی افغانستان کی «کا بل د مشهد په شان » دی. هغه ولس چی خپل دولت یی نه وي جوړکړی، رسمي ژبه نه لري، خوپه مقابل کی یی ملي ژبــه لـري. ملی ژبه د ډیرکیانو ژبه ده او د ملت لپاره د اصالت او پیژاند ژبه ده. ملي ژبه نه یواځې دا چې د ملي بیـرغ اوملي سرود په شان د سمبول مقام لري، بلکې د هیواد په سیاسي اقتصاد کې هم رول لوبوي . ژبه د ملې کـیدلو بټـۍ ده(لکه په امـریکه کې). پــردۍ ژبه ملي کیدلی نـشي، خــو رسمي کیدلی شــي. هغه دولتونه نیکمرغه دي چې رسمي ژبه یې په ولس ګرانه وي، یانې ملي او رسمي ژبه یې یــوه وي. هغه دولت نیکمرغــه دی چې په رسمي ژبــه کې یې د بل دولت لاس نه وی. هغه دولت بـدمرغه دی چې رسمي ژبه یې د ملي ژبې سره پــه ټکـر کې وي. هغــه ولس چې خپل دولت یــې نـه وي جوړکړی،رسمي ژبه نه لري خو ملي ژبه لري. په تاریخ کې یو استثـنا هم شته: پــه داسې حال کې چې یهـودانـو پــه فلسطین کې دولت نــه لاره، د یوې سیاسي ډلې په څیر د هغـوی عـبري ژبــه په فلسطیــن کې د انګـریـزي ژبې او عـربي ژبــې په شان د بــرتــانــوي واکمنانو لــه خــوا رســمي اعـــلان شــوه. پـښتو د یوې رسمي ژبې په حیث او سر بیره پـر دې د ملي پیـژاند د یـواځینئ ټاکـونکې خـزانې په حیث د افغانستان په بیلابیلو رسمي قـلمرونو کې (لکه د هـیواد په دنــنه کې په وزارتـونو، او دغـه شان د هیواد د بهـرني سیاست په ديـپـلوماتیک موسسو کې یعـنې پـه سـفـارتونـو کـې)محـرومـه سااهیسې په خـورا غـټه کچه پـښتون افـغـان ته متـوجه دی. پښتون افغان نه یواځې د بهرنیـو قـدرتـونو د یرغلونو اصلي هـدف و او دی، بلکې د یـرغـلګرو په وړانـدې د پاڅون د ثـقـل مرکز هم و او دی. ګمان کوم په دې وروستیو کې د سهیلي پښتونخوا محمود خان اڅکزي په کوم مجلس کې دا شعـر اورولی و
دازموږ قسمت دی چې په وینو کې مزل وهو....... یوقـدرت چې ووهـو بیا بل وهو، بیا بل وهو
زه د کاندید اکادمیسن اعظم سیستانی(بارکزی) ابتکار پام وړ ګڼم چې د خپل کتاب (آیا افغانستان یک نام جعلی است؟) د لومړي مخ په پیل کې یې، د ولسمشر محّمد داود د دورې د ملي سرود په بیتونو سره د خپل کتاب په سرلیک کې خوندي شوې پوښتنې ته ملي جواب ویلی دی
څــو چې دا ځمـکه اسـمان وي ......................................... څـو چـې دا جهـان ودان وی
څو چې ژونـد په دې جهان وي ....................................... څـو چې پاتی یـو افـغـان وي
تـــل بـــه دا افــغــانـســتــان وي
کاندید اکادمیسن اعظم سیستانی (بارکزي) ،آیا افغانستان یک نام جعلی است؟(مجمـوعـهٔ ۲۰ مـقالـه). پیښور: دانش کتابتون، ۲۰۰۷= ۱۳۸۶هجري لمریـز
خراسان- مزاجه «افغانستانیان » باید مورخ میر غلام محّمد غبار ته غوږونیسي: « تا قرن هژدهم ٫٫افغان٬٬ نـام عـمومی پشتوزبـانان ممـلکت قــرار ګرفــته بـود و تـا قــرن نـزدهـم وسعـت آن بـجایی رسیـد که نـام عــمومی مــردم افغانستان ...شــناخــته شــد.» - افـغـانـستان در مـسیـر تـاریـخ. لــومـړی ټــوک، ۱۹۶۷
افغانان به افغانستانیانو او یا د هغوی ساتونکو ته د دې مجال ورنکړي چې د افغانستان په نوم کې په یـو اوبل ډول ګوتې ووهي. پښتون قوم چې خپل دولت (افغانستان) جوړ کړ، ځان یې سیاسي ملت ( افغان ملت) ته جګ کړ. د نوې ملي دولت سازۍ لپاره په کندهار کې د بیلابیلو پښتون قـومونو جرګه روانه وه. د جرګې په نهمه ورځ، یـو غـیـر پښتون افغان کابلي صابر شاه(د یوه کابلي متصوف شخص «لایخوار»، ځوی) د احمد خان ابدالی په پټکي کې د غـنمو وږی کیښود او په دې ډول ځوان احمد خان ابدالي د پښتنود مساوي غـټانو په منځ کې لـومړی شو(فَـرسټ اَمانګ اِیکـوَلـز)، یعنې د افغانستان واکمن شو، او احمدشاه بابا شو. په دې ډول احمد شاه بابا په «پټکي کې د غنمو وږی تاج» کړ. نورو غیر پښتون وروڼـو قـومونو په دغه ملي عملیه کې خپله ګټه ولـیدله او ځانـونه یې نـوي واقعـیت او ملي هـویـت ته منـسوب او شریک وګـڼـل. د افغان ملت په اوږو د تـاریـخ اوږده او درنـه تجـربـه پـرته ده، او د دغې تجربې په مټ به هـیچا ته اجازه ورنکړي چې په خپل ملي پیـژاند (افغان هـویت) کې یې ګـوتې ووهي، په هغه هویت کې چې د افغانانو په ملي دولت (افغانستان) کې ځلـیـږي. احمدشاه بابا ویلي وو
د ډیـلي تخـت هـیــرومه چې را یــاد کـړم............... زما د ښکلې پـښتـونخـوا د غــرو ســرونه
د شلمې پـیـړۍ په لـومـړۍ نیمایي کې د باچا خان ملګری خادم محّمـد اکبـر خان خپـل غـولئ د ډیـلي پـه تـخت نه بـدلـوي
بـاچاهــان به د ډیــلي پـه تـخت نازیـږي ................. ما غـریـب لـره دا خپل غولئ ډیلـئ دی
بـاچاهـان به اوبـه څـښي پـه جام د زرو.................. ماغـــریـب لـره د خـاورو کـڼـډولی دی
د افـغـان په نـنـګ مې و تـړله تـوره ............................ ننګیالی د زمانې خوشحال خټک یـم
غني خان په یو بل شعـر کې وایي چې پښتون د خپل نوم د ګټلـو له لارې د افغان ناموس ګټي
پاڅه نـنګیالـیه نن دلـبـر او جانان وګټـه................... نوم د پښتون وګټه ناموس د افـغان وګټـه
د هـند فیلسوف شاعر محّمد اقبال(۱۹۳۸-۱۸۷۷) هم په اسیا کې د افغان ملت مقام پیـژني
اسیا یک پـیکـر اب و ګِـل است ................................... ملت افغـان در آن پـیکر دل است
از ګــشـاد او ګـــشـاد اســــیــا ....................................... وز فــســـاد او فــســـاد اســیـــا
فساد لټول ګټور کار نه دی.مطلب مې دادی چې د پښتـون له نظره، افـغـان او پـښتـون لکـه نوک او ورۍ له یـوبـله نـشي بیلیدلی. د ټول(لر اوبر) افغانستان هر غیر پښتون خور او ورور چې ځان د زړه له کومي افغان ګڼي، د رښتوني پـښتون افغان د سترګو تور او نازولی دی .