
نورالله وحدت،
دميدان وردګوولايت دهېوادله مركزي ولايتونوڅخه شمېرل كيږي چې پلازمېنې سره په (۳۵)كيلومتري كې ګډه پوله لري.دمحمدظاهرشاه په شاهي دوره كې ولايت شو. تراوسه پورې اووه ويشتوواليانوپكې حكومت كړي دى، خو تر(۱۳۸۴) كال پورې يې دولايت مقام هم ودانۍ نه درلوده.
له (۱۳۸۴) كال څخه پخوادميدان وردګوولايت مركزميدان ښارنه،بلكې ميدان ډاګ و. ولې اوس ميدان ښارواقعا دښآراوديوۀ ولايت دمركزبڼه غوره كړې او په هره برخه كې يې پرمختګ كړيدى.دمطبوعاتوله لارې ددې ولايت نوم دبيارغونې فرهنګي چارواودكوكنارودنه كرلوله امله مشهورشوى اوپه ښه نامه ياديږي.
دميدان وردګوولايت له تېروپنځوكالوڅخه دامنيت له كبله يوښه نوم درلود.خوله څه وخته راپه دېخوادولايت په ځينوسيموكې امنيت خراب شوي دى،چې هغه هم دځينوعواملوله مخې اودمركزي دولت دسمې نه پاملرنې له وجې!
راځوپه دغه ولايت كې دبيارغونې لړۍ ته چې له تېرودرې كالوڅخه راپه دېخواپه دغه ولايت كې شوېده.په دغه دوران کې سړكونه دپوهنې،روغتيا،كرهنې،كلتور،دكليوپراختيا،مخابرتي،عدلي اوقضائي سيستمونه اوداسې نوروكې ديوسل اودېرشوميلونوډالروپه لګښت پروژې پلي شويدي.
په ميدان وردګوولايت كې دپوهنې په برخه كې تراوسه له اته څلويښتوڅخه زياتې ښوونځي رغول شوي اوديرشو نه زياتوباندې كارروان دى. همدارازدپوهنې درياست دودانۍ دبنسټ ډبره څه موده وړاندې كېښودل شوې. بدبختانه له اووه څلوېښتوكلونوراهيسې دغه حياتي رياست هم ودانۍ نه درلوده.
همدارنګه دروغتياپه برخه كې تراوسه پورې په لسګونوكلينيكونه جوړشوي اوپه ميدان ښاركې هم مجهز پنځوس بستريزروغتون جوړشويدی.
همدارنګه دكرهنې اومالدارۍ په برخه كې ديرش سړې خونې دولايت په لرې پرتوسيموكې پرانستل شوي اوهمدارنګه يوه لويه سړه خونه په ميدان ښاركې په نړيوال عصري معيارباندې جوړه شوې،چې پنځه سوه مترك ټنه تازه مېوه پكې ساتل كېدای شي.همدغسې ديوې بلې لوې سړې خونې كاردسيداّبادپه ولسوالۍ كې شروع شوى،چې كاربه يې په (۸۶) كال كې پاى ته ورسيږي.همدارنګه بزګرانوته اصلاح شوي تخمونه ترلاسه شوي اوهم دحيواني كلينكونو دجوړيدوبنسټونه اېښودل شويدي،چې يوعصري لمړنى حيواني كلينك يې په ميدان ښارکې تركارلاندې دی.
په كلتوري اوفرهنګي برخوكې ډېركارترسره شوى.ددې ولايت داطلاعات اوكلتوررياست ودانۍ په عصري ډول جوړه شوې. له پخواڅخه مطبوعاتوته اوس په هره برخه كې ډيركارشوى دى،چې له شلوڅخه زياتې كلتوري اوادبي ټولنې پکې رامنځته شوي. له يولسو فرهنګي مركزونوسره دعدلي اوقضائي چارو دعامه پوهاوي په موخه دشپېتوزروډالروپه اندازه دوسايلومرسته شوې ده.
دمخابراتواوټكنالوژۍ په برخه كې هم پرمختګ شوى،چې ددې ولايت په ډېروسيموكې روشن،افغان بې سيم اواريبا شركتونه اوحتى په لروپرتوسيموكې افغان ټيلي كام هم كاركوي.اوهم دولايت په مركزاوځينو ولسواليوكې له انټرنيټ څخه استفاده كېداى شي.
په عدلي اوقضائي سكټوركې هم دپام وړپرمختګ شوى،چې دلومړي ځل لپاره دهېوادپه كچه مياشتنۍ عدلي اوقضائي غونډې پيل شوي،چې ښې اوپه زړه پورې پايلې يې لرلي دي. دڅارنوالۍ اومحكمې ودانۍ په عصري ډول په دوه پوړوكې جوړې شوي،چې پخوابه يې په کرائي کورونوکې کې كارونه ترسره كول.ددوي دلاپرمختګ لپاره كورسونه جوړ شوي اوهم ورته د تګ،راتګ لپاره دولس موټران وركړل شويدي.اوديوه مجهزدېرش جريبيزعصري زندان پرجوړولوباندې هم دداخلي اوخارجي عدلي اوقضائي ارګانونوترمنځ موافقه شوېده.دغه زندان کې به دخواوشاولايتونوبنديان هم ساتل کيږي. ولايتي چارواکي غواړي چې دغه لړۍ ولسواليوته هم وغزوي،چې تريوه بريده لا دغه لړۍ غزېدلې هم ده.
دكليودپراختياپه برخه كې هم ډيرې لاسته راوړنې لري.ددې ولايت په زياتوبرخوكې دملي پيوستون په سلګونوپروژې پيل اوګټې ته چمتوشويدي.دغه لړۍ لا دوام لري چې خلکوته پکې په ميلونونوډالروګټه رسېدلې ده.
داوبولګولوپه برخه كې هم ددې ولايت په لروپرتوسيموكې په لسګونو(سيلبرونه) اوپه زرګونومټره استنادي ديوالونه جوړشويدي. پخپله دفوايدعامې رياست ودانۍ اودموټروپاركونه هم جوړشويدي.
دسړكونوپه برخه كې په دې ولايت كې ډيركارشوي چې ترټولولويه پروژه دميدان- باميان سړك دي، چې كاريې رسماپه (۱۳۸۵) كال كې پيل شواودمګړۍ پرې کار،روان دی. همدغسې پدې وروستيوكې دنرخ اوچك دولسواليودسړكونو،كارونه ديولس ميلونه ډالروپه ارزښت پيل شول. چې داسړكونه ددې ولايت اوځينونوروولايتونولپاره بيخي مهم دي.
همدارنګه دميدان ښارپه داخل كې ځينې سړكونه پاخه شوي.اودكليودپراختيادرياست لخوادځينوولسواليوپرفرعي اوعمومي سړكونوباندې جغل اچول شويدی.همدارنګه په شلګونوپلونه اوپولګي هم جوړشويدي.
دښاروالۍ تعميرله تيروپنځويشتوكالوڅخه وروسته ترميم اوپه عصري ډول جوړشوى.اوهم يې احاطه اوداخل كې پارك جوړشوىاوهم له ښاروالۍ څخه دباندې په درويشت جريبه ځمكه كې پاركونه، يودولتي ريسټورنت اودموټرولپاره پارك جوړشويدى.
همدا شان داستوګنې كورونواوبلندمنزلونوكارونه پيل شوي اوپه سلګونودوكانونه په پاخه اوعصري ډول جوړشويدي.
دښاروالۍ لخواميدان ښاردفاميلواودولتي اداروداوبوسيستم فعال شوي،چې داوبود،دوه لويو ذخيروپه جوړېدلوسره دښاربڼه ورځ په ورځ دتغيرپه حال كې ده.
دښځوپه برخه كې ډېردپام وړتغيرات راغلي دي چې پخپله دښځوچارورياست ودانۍ جوړه شوې اودښځولپاره يوبڼ دجوړېدلو په حا ل كې دى،چې (۸۰%)كاريې پرمخ تللى دى.همدارنګه دښځولپاره حقوقي لنډمهالي اواوږدمهالي روزنيزكورسونه جوړشوي.دوه دورې رنځورپالو(نرس قابلو) ته د (۱۸) مياشتولپاره روزنه وركړل شوېده.
همدغسې فعلاكابو (۹۸۰)ښځې دليك لوست پرزده كړې لګيادي. ددغه ولايت دوالي الحاج نعيمي په ويناتر(۲۰۰۹) كاله پورې به په دغۀ ولايت كې په هره برخه كې دپام وړتغيرراشي.
دمذهبي چاروپه برخه كې تراوسه پورې په ولايت اوولسواليوكې په لسګونه مسجدونه بيارغول شوي.همدارنګه ځينو مسجدونوسره دفرش اولوډسپيكرونه مرستې هم شويدي.له ځينوهديروڅخه ديوالونه چارپېره شوي.همدارنګه دحج اواوقافورياست ودانۍ ندرلوده چې همداوس پرې كارروان دى.
دهېواددځينو ګوته په شمارولايتونوغوندې دميدان وردګوولايت دبيارغونې په برخه كې دپام وړ كارشويدى،چې هيڅ څوك ترې سترګې نشي پټولاى. خوله بده بخته امنيت يې دځينوكړيودبې غورۍ له لاسه خراب شوى اوهيله كېداى شي، چې دنوي ځائي مخور قوماندان په ګومارلوسره به دغه ستونزه هم له منځه ولاړه شي. خداې(ج( دې دخادمانو په لاسونوكې لا قوت ورواچوي اودبدبينوسترګې دې وړندې وي!