اسلام اسلامي امت ته هغه قواعد ورښوولي چې پر اساس يې کورنی نظام مینځ ته راځي. کورنۍ؛ د ټولنې دجوړښت لومړنۍ اساس دی، اسلام دښځې او خاوند مشروعه اړیکې، پر یو بل حقوق، او پر یو بل مسؤلیتونه بیان کړي.
مور او پلار یې د اولاد ایماني روزني ته رابللي، ترڅو پخپل ذات کې صالح او اسلامی امت ته ګټور نسل وړاندې کړي، چې نیک عمله وګړې یې د سالمې ټولنې د جوړښت خښتې وي.
اسلام د مور او پلار حقوق واضح کړی چې والدينو سره د ښيګړى او نیکی رويي عبارت دى، الله رب العزت فرمايې: ((وَاعْبُدُوا اللَّهَ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا)). النساء: ۳۶
ژباړه: تاسې ټول د الله بندګي وکړئ، او له هغه سره هیڅ شی شریک مه نیسئ، له مور او پلار سره غوره رویه وکړئ.
اسلام اولاد د روزنې او لارښوونې حق هم بیان کړي، الله جل جلاله په دې اړه وایي: ((يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا)).التحریم: ۶
ژباړه: اې مومنانو: خپل ځانونه، خپل اولاد او کورنۍ له اور څخه وژغورئ.
د خپلوانو حق یې په خپلوی پاللو او مینې محبت کولو سره واضح کړئ، ترڅو کورنۍ غښتلۍ، له يو بل سره تړلي، د جلاوالي او تفکک څخه لیرې وي.
ويناوال: عبد العزيز بن عبد الله آل شيخ
وروستي