په شلو ۲۰ رکعاتو تراویحو د اصحابو (رضي الله عنهم ) اجماع

په شلو ۲۰ رکعاتو تراویحو د اصحابو (رضي الله عنهم ) اجماع
 
د رسول اکرم (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ) اصحابو په شلو رکعاتو تراویحو اجماع کړې ده او د أهل السنة و الجماعة علماءُ پدې اجماع تصريح کړې.

★ علامه محدث ابن عبد البرّ رحمه الله فقیه، محدث او معروف مالکي(مړ 463 هـ ق) د شل ۲۰ رکعاتو تراویحو په هکله داسې لیکلي:
" وَهُوَ الصَّحِيحُ عَنْ أُبَيِّ بْنِ كَعْبٍ مِنْ غَيْرِ خِلَافٍ مِنَ الصَّحَابَةِ "
ژباړه: او د غه شل رکعاته تراویح په صحیح روایت د حضرت اُبی بن کَعب رضی الله عنه څخه ثابت دي. پرته له کوم مخالفت په مابین د صحابه کرامو.
(الاستذکار لابن عبد البر: 2/70 چاپ دار الکتب العلمیة)

★ امام محیی الدین بن شرف النَوَوِی رحمه الله فقیه، محدث او مشهور شافعي (مړ 676 هـ ق) د تراویحو د لمونځ په هکله لیکي:
" إعْلَمْ أنَّ صَلَاةَ التَّراوِيْحِ سُنّةٌ بِإتِّفَاقِ الْعُلَمَاءِ، وَهِيَ عِشْرُونَ رَكْعَةً "
ژباړه: پوه شه! چې د تراویحو لمونځ په اتفاق د علماءُ سنت دي او تعداد یئ شل ۲۰ رکعاته دي.
(کتاب الاذکار للنووی: صـــ 183) .

★ علامه ابن قدامه رحمه الله فقیه، محدث او معروف حنبلي (مړ 620 هـ ق) ده لیکلي:
" وَعَنْ عَلِيٍّ، أَنَّهُ أَمَرَ رَجُلًا يُصَلِّي بِهِمْ فِي رَمَضَانَ عِشْرِينَ رَكْعَةً، وَهَذَا كَالْإِجْمَاعِ "
ژباړه: د حضرت علي رضی الله عنه څخه روایت دی، چې یو کس ته یئ حکم وکړ چې خلکو ته په رمضان کې شل ۲۰ رکعاته لمونځ وکړه. او دا په شان د اجماع ده.
(المُغنی لابن القدامة: 2/123 مسألة 1095 مَسْأَلَةَ قِيَامُ شَهْرِ رَمَضَانَ عِشْرُونَ رَكْعَةً) .

★ علامه علي قاري هِرَوِي حنفي رحمه الله فقیه، محدث او اصولي (مړ 1014 هـ ق) لیکلي:
" أَجْمَعَ الصَّحَابَةُ عَلَى أَنَّ التَّرَاوِيحَ عِشْرُونَ رَكْعَةً، (مرقاة) فَصَارَ إجمَاعاً (شرح النقایة).

ژباړه: صحابه کرامو ( رضی الله عنهم اجمعین ) اجماع کړې ، په دې باندې چې تراویح شل ۲۰ رکعاته دي.
(مرقاة المفاتیح شرح مشکاة المصابیح 3/973).
د شل رکعاته تراویحو په مسئله اجماع وشوه.
(شرح النقایة: 1/342 فصل فی التراویح) .

★ علامه سیّد مرتضی زُبَیْدِی حنفي رحمه الله فقيه ، محدث، لُغَوي، نحوي او اصولي (مړ 1205 هـ ق) دی لیکي:
" وَبِالإجمَاعِ الَّذِی وَقَعَ فِی زَمَنِ عُمَرَ، أخَذَ أبُوحَنِیفَةَ وَالنَّوَوِیُّ وَالشَّافِعِیُّ وَأحمَدُ وَالجُمهُورُ "
ژباړه: امام أبوحنیفه رحمه الله ، امام شافعي رحمه الله ، علامه نَوَوِي رحمه الله او جمهور علماءُ د اُمت په هغه اجماع چې د عمر ( رضي الله عنه) په خلافت کې واقع شوه قایل دي.
(اتحاف سادة المتقین: 3/422 . (تجلیات صفدر: 3/328) .

★ استاذ المحدثین او فقیه النفس حضرت مولانا رشید احمد ګنګوهي رحمه الله (مړ 1333 هـ ق) په خپله رساله «الحق الصریح» کې لیکلي :

«الحاصل ثبوت بیست رکعت به اجماع صحابه رضی الله عنهم در آخر زمان عمر رضی الله عنه ثابت شد، پس سنت باشد، و کسی که از سنیّت آن انکار کند بر خطاست».

ژباړه: خلاصه د مسئلي داشوه چې د شلو ۲۰ رکعاتو ثبوت په اجماع د صحابو (رضي الله عنهم اجمعین) په وخت د خلافت د عمر رضي الله عنه ثابت شوو. نو همدا سنت دي، او څوک یئ چې له سنت والي څخه انکار کوي هغه په خطاء دی.
(الحق الصریح: صــ 14 بحوالۀ تراویح، بیست رکعت سنّت مؤکده است: صــ 53 از مولانا الیاس گُمَّن مدّ ظله).

★ علامه قسطلاني شافعي رحمه الله (مړ 923 هـ ق) په خپله شرحه د صحیح البخاري کې لیکي:
" وَقَدْ عَدوا مَا وَقَعَ فِي زَمَنِ عُمَرَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ كالإجْمَاعِ" .
ژباړه: علماء کرامو د صحابو رضي الله عنهم په اتفاق شل ۲۰ رکعاته تراویح چې په خلافت د حضرت عمر رضی الله عنه کې وشوې، په اجماع دصحابو شمار کړې.
(إرشاد الساري لشرح صحيح البخاري للقسطلاني: 3/426) .

★ علامه منصور بن یونس بهوتي حنبلي (مړ 1051هـ) ده هم لیکلي:
" وَهَذَا فِي مَظنَّةِ الشُّهْرَةِ بِحَضْرَةِ الصَّحَابَةِ فَكَانَ إجْمَاعًا " .
ترجمه: د حضرت عمر رضی الله عنه د غه حکم چې په شل رکعاته تراویحو په موجودیت د صحابه کرامو کې وشو، نو دغه اجماع شوه .
(كشاف القناع عن متن الإقناع: 1/425 فَصْلٌ التَّرَاوِيحُ سُنَّةٌ مُؤَكَّدَةٌ سَنَّهَا النَّبِيُّ...) .

★ امام او لوی فقیه علامه علاء الدین کاساني حنفي رحمه الله (مړ 587 هـ ق) ده لیکلي :
" أَنَّ عُمَرَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ جَمَعَ أَصْحَابَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي شَهْرِ رَمَضَانَ عَلَى أُبَيِّ بْنِ كَعْبٍ فَصَلَّى بِهِمْ فِي كُلِّ لَيْلَةٍ عِشْرِينَ رَكْعَةً، وَلَمْ يُنْكِرْ أَحَدٌ عَلَيْهِ فَيَكُونُ إجْمَاعًا مِنْهُمْ عَلَى ذَلِكَ ".
ژباړه: حضرت عمر ( رضی الله عنه ) د رسول الله (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ) صحابه کرام په اقتدا د اُبی بن کَعْب رضي الله عنه کې جمع کړل، او ده هم په د رمضان المبارک په میاشت کې هره شپه شل رکعاته لمونځ وکړ، او هیڅ چا هم د صحابو څخه له دغه عمله انکار ونکړ. نو بس همدا دلیل د اجماع د صحابه رضی الله عنهم شو په شل رکعاته تراویحو .
(بدائع الصنائع للکاساني: 1/288) .

★ امام تقي الدین أبوبکر الحِصْنِي شافعي رحمه الله (مړ 829 هـ ق) دا هم لیکي :
" فَجَمَعهُمْ عَلَى أبَي رَضِيَ الله عَنهُ وَوَاظَبَ لَهُم عِشْرِينَ رَكْعَة وَأجْمَعَ الصَّحَابَة مَعَهُ عَلَى ذَلِك " .

ژباړه: حضرت عمر رضی الله عنه صحابه کرام په اقتدا د اُبَی بن کَعْب باندې جمع کړل او شل رکعاته تراویح په دایمي توګه ددوی لپاره مقرَّر کړلې او ټولو صحابو په همدې دده په موافقت اجماع وکړه.
(كفاية الأخيار في حل غاية الإختصار: 1/89 بَاب الصَّلَوَات المسنونة | رکعات تراویح: صـ 132) .

الله سبحانه وتعالی دې موږ او تاسو ته د شلو رکعاتو د کولو توفیق راکړي.