اوونیزه خپرونه: د افغان سولې په کنفرانس کې علماوو له طالبانو پرته د سولې او طالبانو مسئله څېړلې. په اړه یې ستاسې نظر څه دی؟

اوونیزه خپرونه: د افغان سولې په کنفرانس کې علماوو ځانته د سولې او طالبانو مسئله څېړلې.
په اړه یې ستاسې نظر څه دی؟
 
دا ځل شپیتو تنو علماوو په یو وار پر طالبانو غږ وکړ، چې په افغانستان کې د دوی جګړه سمه نه ده. دغو علماوو له طالبانو غوښتنه وکړې، چې دوې دې نور له دې ناسمې جګړې لاس په سر شي او په افغانستان کې دې د سولې له پروسې سره مستقماً یوځای شي.
 
د روان کال غويي ۲۱مه په اندونیزیا کې ددغه هېواد په کوربه توب ددې هېواد، افغانستان او پاکستان دیني علماوو په یوه غونډه تشدد او ځان وژونکې حملې له اسلامي اصولو په ټکر کې وبلل.
 
ویل شوي، چې دغو علماوو د یادې غونډې په پای ته رسیدو سره یو پرېکړه لیک هم صادر کړ، چې د پرېکړې لیک په څلورمه ماده کې، د افغانستان د جګړې له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتل شوي چې د قرآنکریم له سپارښتنې سره سم، د سولې مستقیمو خبرو ته کېني.
 
د افغانستان د علماوو د شورا غړي قاسم حلیمي ویلي:
"د افغان ولسمشر هغه اعلان چې د کابل پروسې په کنفرانس کې یې وکړ او پر طالبانو یې د سولې غږ وکړ، تأیید شو، د غوندې ګډونوالو پر طالبانو او وسله والو مخالفینو غږ وشو چې د سولې خبرو ته کېني، له مهمو ټکو څخه یوه دا وه چې علماوو وویل چې سوله یو الهي امر دی او له دې الهي امر سره مخالفت له شرعي احکامو سره مخالفت دی."
 
تر یاد کنفرانس وروسته تر ننه پورې وسله والو مخالفینو د کابل د پروسې په کنفرانس کې د ولسمشر اشرف غني د سولې د طرحې په اړه رسمي ځواب نه دی ویلای، خو په غیرمستقیم ډول یې رد کړی دی.
 

په دغه کنفرانس کې د افغانستان د علماو سراسري شورا مشر قیام الدین کشاف، د کابل مخکښ خطیب مولوي عنایت الله بلیغ ، د پاکستان د اسلامي نظریاتو پروفیسور قبله ایاز، مولانا سمیع الحق چې د طالبانو معنوي پلار بلل کېږي، مولانا انوار الحق او د اندونیزیا د علماو شورا مشر بلل ګډون کړی وو.
 
ویل کېده، د اندونیزیا ددې غونډې ګډونوال به افغانستان کې د روانې جګړې د روا والي یا ناروا والي په اړه فتوا صادره کړي خو غونډه په یوې ۱۲ مادییزې اعلامیې پای ته ورسېده چې د تاوتریخوالي په ناوړه اغېزو څرخېده.
 
بل په ورته وخت کې د افغانستان د سولې شورا مشر محمد کریم خلیلي هم ویلي، دغه ناسته کولی شي د افغانستان او پاکستان له ثبات سره مرسته وکړي او همدارنګه د سعودي عربستان په جده ښار کې د اسلامي نړۍ د عالمانو ټولیزې ناسته ته لاره هواره کړي.
 
خو طالبانو لا وار دمخه له دغې ناستې سره مخالفت کړی او هغه یې سمبولیکه او کم ارزښته ګڼلې وه.
 
د افغان حکومت پلان له مخې، په راتلونکې جولای میاشت کې به د عربستان په جده ښار کې د افغانستان د سولې په تړاو د اسلامي هېوادونو په کچه ناسته جوړه کړي.
 
بل خوا په اندونیزیا کې یوې سرچینې چې نه نوم یې نه دی اخېستل شوی؛ پژواک خبري اژانس ته ویلي، چې وسله والو طالبانو د سولې لپاره رضایت ښودلی دی. ګه څه هم طالبانو مستقماً په دغه هېواد کې د افغان سولې په کنفرانس کې له ګډون کولو ډډه کړې او له پاکستانيو علماوو یې هم غوښتنه کړې، چې په یاده غوڼده کې ګډون ونه کړي.
 
ویل شوي، چې د طالبانو یوه پلاوي له دې غونډې وړاندې له اندونیزیا هېواد څخه لیدنه کړې ده.
 
د روهي وېب پانې "روهي خبرې کوي" په اونیزه خپرونه کې دا ځل په دې خبره کوو:
۱. د افغان سولې دغه کنفرانس پر وسله والو طالبانو څومره اغیز ولرلی شي؟
۲. فکر کوئ، چې د روانې جګړې په لمنځه وړلو کې د دیني علماوو رول بارز دی!؟
۳. له دغسې غونډو پرته علماوو ته څه په کار دي، چې عملاً د جګړي مخنیوي لامل شي؟
 
تاسې د روهي وېبپاڼې درانه لوستونکي او کتونکي هم کولی شئ، چې په دې ژوندي بحث کې راسره سبا شپه نهه بجې ګډون وکړئ.
 
له یاده دې نه وي پاتې چې د موضوع په اړه مو درانه نظرونه سر له اوسه راته پرېښودلی شئ او که غواړئ په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ نو سبا شپې لپاره مو چمتووالئ ونیسئ او خپرونې ته راشئ.