عدل او مساوات داسلام په رڼاکې

د الله تعالی د جانبه د ټولو پيغمبرانو او آسماني کتابونو د نزول يو هدف په ځمکه کې د حق او عدل قايمول وو:

لقوله تعالی: [لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ] ( الحديد ۲۵) ژباړه: (يقيناً چې مونږ خپل پيغمبران له خپلو روښانه او څرګندو هداياتو سره وليږل او له هغوی سره مو کتاب او تله نارل کړی ؤ تر څو پرخلکو کې عدل قايم شي (والدينو ته ښايي چې په سلوک، سوغات ورکولو ، ناز ورکولو کې د خپلو اولادونو تر مينځ د عدل قيام وکړي.)
نعمان بن بشير رضي الله عنهما وايي پلار مې ماته يو شي هديه کړل ، عمرة بنت رواحه (مور مې) وويل ترهغه به راضی نه شم ترڅو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورباندې شاهد شوی نه وي ، پس پلار مې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغی ورته ویې ویل زوی مې چې له رواحه نه دی يو شی مې ورته هديه (سوغات ) کړل مګر مور یې دا تأقيد کړی چې رسول الله به شاهد نيسي.

رسو ل الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ايا تا ټولو زامنو ته همدا ډول هديه ورکړې ده هغی وویل نه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: له خدای (جل جلاله) څخه وويريږه او د زامنو تر منځ عدالت سره رفتار وکړه ورسته مې پلار وګرځید او هديه يې واپس واخيسته (صحيح البخاري).

نو ثابته شوه چې د اولاد تر مينځ په سوغات ورکولو، پاللو او سلوک کې بايد فرق ونشي. د عدل قيام عبادت دی چې ستر فضيلت لري او بې عدالتي ظلم دی چې په قيامت کې د تيارو سبب ګرځي.

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :«إنَّ المُقسِطينَ عِنْدَ اللَّهِ عَلى مَنابِرَ مِنْ نور: الَّذِينَ يعْدِلُونَ في حُكْمِهِمْ وأَهليهِمْ وما وُلُّوا » (رواهُ مسلم (ژباړه: (مقسطين (عادل خلک ) به د الله تعالی په نزد د نور پر منبرونو قرار لري، هغه کسان چې (په ور سپارل شوي) حکم او مسئوليت کې او د خپل اهل او ولايت کې د عدالت رعايت کوي (التعليقات مُغلقة).

هیله لرم چې په دوعا ګانوکې مې هیرنه کړي
دیوسوکاله او آباد افغانستان په هیله