د اﺯميښت حکمت، او د راتلو پر وخت يې روا کړنې
لیکنه: د/عبدالله بن محمد السدحان
ژباړه: اندیال ساپی
ازمیښتونه، مصيبتونه ستونزې او کړاوونه د الله جل جلاله له کونې او تقديري سنتو څخه دي الله جل جلاله فرمايې: ((وَلَنَبْلُوَنَّكُم بِشَىْءٍ مِّنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الْأَمْوٰلِ وَالْأَنفُسِ وَالثَّمَرٰتِ وَبَشِّرِ الصّٰبِرِينَ)).
ژباړه: او موږ هرومرو په وېره، خطر، لوږه، د سر او مال په تاوان او د عائداتو په خساره کې په اخته كولو په تاسې ازمېښت كوو، او (اې پېغمبره ﷺ) صبر کوونکو ته زيرى ورکړه.
د الله جل جلاله له لورې امتحان او مصيبت د مٶمن او کافر دواړو لپاره وي، د مٶمن لپاره به يا سزا وي تر څو د اخرت سزا يې راکمه شي، يا به يې ګناهونه رژوي او مرتبې به يې لوړوي، او يا به هغه د صبر حوصلې او ايمان اﺯموينه وي، خو د کافر لپاره بیا يوازې هغه د کفر، نافرمانى او سرغړونی سزا ده.
خو دا ټول د الله جل جلاله تقدير او پریکړی ته ورګرځى، يقنيناً کله داسې ډلې ازمیښت او امتحانوي چې نور له هغوى ډير بدتر وي، کله مٶمنان امتحانوي او کافرو ته مهلت ورکوي، مونږ دا پخپلو عقلونو نشو قياسولی، بلکى دا دالله جل جلاله هغه نهايت حکمت پورى اړه لرى چې شايد له مونږ څخه پټ وي.
خو د مصيبت او امتحان اساسى لامل د انسانانو ګناهونه نافرمانى او کفر دي، او دليل پرې دالله جل جلاله او د رسول ﷺ ريښتنې ويناوې دي الله عزوجل فرمايې:(( ظَهَرَ الْفَسَادُ فِى الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِى النَّاسِ لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِى عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ)).
ژباړه: په وچه او لمده کښي د خلكو (د لاسونو) په عملونو سره فساد ښکاره شويدى؛ نو (الله جل جلاله) په دوی باندي د هغو عملونو (د سزا) خوند څكي چي دوی کړي دي، ښايي چي دوی راوګرځي.
همدا رنګه نبى ﷺ فرمايلې دى: « مَا مِنْ قَوْمٍ يُعْمَلُ فِيهِمْ بِالْمَعَاصِي هُمْ أَكْثَرُ وَأَعَزُّ مِمَّنْ يَعْمَلُ بِهَا, ثُمَّ لَا يُغَيِّرُونَهُ, إِلَّا يُوشِكُ أَنْ يَعُمَّهُمُ اللهُ بِعِقَابٍ»(1 ).
ژباړه: داسې یو قوم نشته چې په هغوی کې ګناهونه ترسره کیږي او دوى ډیر او پیاوړی وي له هغی چا نه چې ګناه ترسره کوي، او دوی یې له ګناه څخه نه منع کوي، مګر نږدی ده چې الله جل جلاله به ورته عام عذاب ورکړي.
د مٶمنانو او نيکانو په ازمیښت او امتحانولو کې حکمتونه او ګټې دي چې ځينې په لاندى ډول دي:
(۱) ازمیښت او امتحان د ايمان نښه ده: له رسول ﷺ وپوښتل شو: په خلکو کې تر ټولو سخت ازمیښت او مصيبت پر چا راځى ؟هغه وفرمايل:«الْأَنْبِيَاءُ، ثُمَّ الصَّالِحُونَ، ثُمَّ الْأَمْثَلُ، فَالْأَمْثَلُ مِنَ النَّاسِ، يُبْتَلَى الرَّجُلُ عَلَى حَسَبِ دِينِهِ، فَإِنْ كَانَ فِي دِينِهِ صَلابَةٌ زِيدَ فِي بَلائِهِ، وَإِنْ كَانَ فِي دِينِهِ رِقَّةٌ خُفِّفَ عَنْهُ »(2 ).
ژباړه: پيغمبران، بيا نيکان بيا چې څوک له خلکو څخه غوره وي، يو سړى به د خپلې ديندارۍ او نيک عملونو برابر امتحانولى شي، که چيرى یې دين کلک او پياوړى وي نو ازمیښت او مصیبت پری هم سخت راځی، او که چيرى یې په دين کې کمزورى او سستوالى وي نو ابتلاء او امتحان يې هم اسانه وي.
(۲) ازمیښت او تکلیف راتلل الله جل جلاله لورې خپل بنده سره د مينى او محبت نښه ده، رسول ﷺ فرمايې:«وَإِنَّ اللَّهَ إِذَا أَحَبَّ قَوْمًا ابْتَلَاهُمْ »(3 ).
ژباړه: الله جل جلاله چې کله کوم قوم خوښ کړي نو هغوى ازمیښت او امتحان کړي.
(۳) ازمیښت او مصیبت دالله جل جلاله له لورې خپل بنده ته د سلامتيا او خيرغوښتنې د ارادی نښه ده:رسول ﷺ فرمايلې دى: «إِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِعَبْدِهِ الْخَيْرَ عَجَّلَ لَهُ الْعُقُوبَةَ فِي الدُّنْيَا , وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ ب بِعَبْدِهِ الشَّرَّ أَمْسَكَ عَنْهُ بِذَنْبِهِ حَتَّى يُوَافِي بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ»( 4).
ژباړه:کله چې الله جل جلاله خپل بنده ته د خير رسولو اراده وکړي، نو هغه ته په دنيا کې سزا ورکړي، او کله چې الله جل جلاله خپل بنده ته د شر اراده وکړى نو هغه نه هغه د ګناه لامله عذاب ايسار کړي تر څو د قيامت په ورځ ورته پوره سزا ورکړي.
(۴) ازميښت او مصیبت ګناهنونه رژوى که څه هم لږ وى، رسول ﷺ فرمايې: «مَا مِنْ مُسْلِمٍ يُصِيبُهُ أَذًى، شَوْكَةٌ فَمَا فَوْقَهَا، إِلَّا كَفَّرَ اللهُ بِهَا سَيِّئَاتِهِ كَمَا تَحُطُّ الشَّجَرَةُ وَرَقَهَا»(5 ).
ژباړه: هيڅ يو مسلمان نشته چې هغه ته د اغزی او یا د هغى نه لوړ تکلیف ورسي، مګر دا چې الله جل جلاله به ترى ګناهونه داسى ورژوي لکه څرنګه چې ونه خپلى پاڼې رژوي.
ازمیښت او امتحان به کله په خير سره وي لکه: د مال او شتمنې ډیریدل او کله په شر سره لکه: ناروغى او داسی نور... لکه څرنګه چې الله تعالى فرمايې:(( وَنَبْلُوكُم بِالشَّرِّ وَالْخَيْرِ فِتْنَةً)).
ژباړه: مونږ په خیر او شر سره په تاسي ټولو ازمېښت او امتحان كوو.
کله چې مصيبت او تکليف د الله جل جلاله په تقدير سره واقع شى نو مسلمان لپاره لاندنې کړنې روا دي:
(۱) صبر کول: له قهر غوسی او شکايت څخه ځان ساتل او د مصيبت مشروعه دعا ويل:« إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّآ إِلَيْهِ رٰجِعُونَ، اللَّهُمَّ أَجِرْنِي فِي مُصِيبَتِي وَأَخْلُفْ لِي خَيْرًا مِنْهَا»( 6).
ژباړه: موږ د الله يوو او د هغه (الله جل جلاله) لوري ته ور ګرځېدونکي یوو، یا الله ماته د دی مصیبت اجر راکړی او ماته له دی غوره بدله راکړي.
(۲) دالله جل جلاله په پريکړه او قضاء رضايت: او دا ايمان لرل چې الله جل جلاله پرته له حکمت او خيرا خواهى څخه پريکړه نه کوي.
تير شوى دلايل دا ثابتوي.
(۳) شکر ويستل: چې دا تر ټولو لوړه مرتبه او دالله جل جلاله پريکړى ته بشپړ تسليميدل دي، په سختى کې يواځى د الله جل جلاله حمد او ثنا ويل پکار دي.
او پدې ځان پوهول چې څه تير شو هغه د تقدير په خير او شر باندى ستا د ايمان درلودلو په پياوړتيا دلالت کوي، او هغه څه چې تاته رسى نو له تا نه اوړي او هغه څه چې له تا اوړى تا ته نه درسي.
(۴) همدا رنګه د مصبيت ليرې کول: اود هغى په لیرې کولو کې د مرسته کونکو وسایلو لټون او هڅه کول او له هغی څخه کار اخستل روا دى که چيرته مصیبت د ليرى کیدو وړ وی، چې ځينې وسائل يې په لاندى ډول دي:
(۱) الله جل جلاله ته توبه ويستل: الله جل جلاله ته ورستنيدنه مصیبت ليرې کوي لکه څرنګه چې یې ګناهونه راجذبوي.
دعا او الله جل جلاله ته عاجزى مصيبت ليرې کوي که چيرى یې په قبليدو يقين وشي او له تلوار څخه ډډه وشي.
(۲) ورځنۍ وظيفه، دعاګانى، سحرنى او ماښامانى اﺫکار ويل: ځکه دا يا مصيبت او تکلیف ودروي او يا يې کموي.
د اﺫکارو اغيز د دو لاملونو ل امله کميږى او ﺯياتيږى:
۱/ پياوړى ايمان چې دا حق او ريښتنى دي، او دالله جل جلاله په فضل ګټور دي.
۲/ديته په حاضر ﺯړه توجه او غوږ نيول ، ځکه دا دعا ده او دعا له غافله او لا پروا ﺯړه نه قبليږي لکه څرنګه چې رسول ﷺ فرمايلې دی.
(۳) مصيبت د مخنيوى ستره وسيله: له ناروغى څخه د تدواى په موخه د قران کريم لوستل دي، د قران کریم ټول ايتونه د روغتيا لپاره دى.
وروستي