دښاغلي بيات نه مننه اوغوښتنه

دافغانستان اسلامي جمهوريت
       ميدان وردګوولايت
      فرهنګي څانګه
زه د ميدان وردګو د ولايت والي ددې ولايت دټولوخلكوپه نمايندګۍ د بيات بنياد او ددې بنياد د ټولو هغو كار كوونكو او پخپله د بنياد د مشر انجنير احسان الله بيات نه چې ددې ولايت د سيد اباد په ولسوالۍ كې د كنفرانسونو ،غونډو او يا د جرګو لپاره تالاريې جوړ كړی دی د زړۀ د تله مننه اوقدر داني كوم.
واقعاَ نورددې نه وروسته به ددې ځای اوسيدونكي به دجرګودجوړولوپه وخت كې دځاى دنشتوالي ستونزه ونه لري.
ددې نه هيڅوك هم سترګې نه شي پټولی چې دبيات بنياد ددې جنګ ځپلي هېوادپه بيارغونه كې ډېرې زياتې مرستې ددې ملك دټولواوسيدونكوسره دژوندپه هره عرصه كې ترسره كړيدي،باالخصوص په هغوسيموكې چې اسيب پذيره وي ددې بنيادلخواانساني مرستې اړوندانوته په يوشكل داشكالورسول شويدي.
لكه څنګه چې پخپله دبيات بنياددمشرله خوادميدان وردګودولايت اوسيدونكوسره وعده شوېده چې همدغسې دغونډويوبل تالاربه دچك په ولسوالۍ كې هم جوړوي نوزماهيله داده چې دبيات بنياددې دچك په ولسوالۍ كې خپل كاردتالاردجوړولولپاره پيل كړي،اوددې سره سره ددې ولايت  په نوروولسواليواونقاطوكې همدغسې دجرګواوغونډولپاره ځايونه موږ ته جوړكړي ،زماهيله يوځل بياددې بنيادله مشرتابه نه داده چې خپل دخير كارونه په نه ستړي كيدونكي ډول ګړندي كړي،
په پاى كې زه دمننې په څرګندولوسره دانجنيرصاحب احسان الله بيات نه غوښتنه كوم،چې دميدان وردګوپه ولايت كې چې نوى اوتازه دم دبيارغونې په درشل كې دى،دنوروولاياتوپه پرتله خپل دخېراوښېګڼې كارونه زيات كړي.
په درناوي
الحاج عبدالجبارنعيمي
دميدان وردګووالي