بِأَیِّ ذَنبٍ قُتِلَت؟!

قتل یعنې دا چا روح په ظلم او زور اخیستل، د چا نفس ور ایستل، یا یو نفس مړکول.
قتل په دوه ډول دی چې یو يې په حق دی بل يې په ناحق:
په حقه هغه قتل دی چې تر الهې حکم لاندي راشي یا د وضعي قانون تراحکامو لاند راشي یعني کله چې په دي دواړو قوانینوکې یوسړی د قتل موجب وګرزی بیا د دي مجریم قتل په روا او په حقه دی او دې ته د حق قتل وايې.

او ناحق قتل بیا دا دی چې یو سړی بل بې له محکمي بې ګناه مړکړي روح يې ورڅخه واخلي او له ژونده يې محروم کړي. هغه د الهې قانون په تله کې نه د بندګې قانون په تله کې مجرم وي او یو ظالم يې ژوند ورڅخه واخلې. اوس دلته بیا دي خبرو ته غلطه توجیه کېږي چې زموږ دا بدبخته ټولنه ورسره مخ ده، هغه دا چې د یو داسې واړه شي چې ګناه یې ثابتول سخت وي بیا که دا ګناه هم وي نو قصداً (عمداً) به نه وي سهون به وي. خودلته اصلاً خبره دا ده چې یا خو به ستا عمل وینا د ظالم په طبع برابر نه وي یا ده ته ضرر مواجه وي او یا به ستا په ربړه ظلم او قتل کې د ده ګټې وي.

نو د دي لپاره، په هغه عامیانه اصطلاح چې د خپلې چړې خولې ته دي برابرکړي! نو ستا کړه وړه به له اسلامي اهدافو سره په ټکر کې وښې تا به د اسلام مخالف او ځان به د اسلام محافظ وټاکې او خپلې ټولې وحشې او شیطاني دسیسې به در باندي عملې کړي. (دلته د یوي قصې دا بند د مثال په ډول راوړم (:واي یوه ډله خلک له شپې د هغې ښځې کورته ورغله چې ورسته له مجبوري او کونډتوب څخه د اولادو دنفقې لپاره په کلې کې د کلې ښځو ته دایرې (دف) جوړلي د يوڅو روپیو په بدل کې، چې هغوی به پخپلو ودونو او ښادیو کې د خوښۍ په موقوع غږولي او...

یوشپه یو څو کسه په ډیره اتلولۍ په نیمه شپه د کونډي په کور ورخیژي او د وړو اولادو په کریږو او چیغو يي اسمان لړزوي، دوي د ټوپک د کنداغونو په وارو سره ورته وايې چې د خداي دښمنې پیسې راکړه څه چې دي هغه د شیطانې الیې په جوړه ولو په لاس راوړي هغه ټولې موږ ته راکړه او.... په بې سارې وارخطايي او خفکان ورته واي «وروره په الله باور لرې چې بیله دي زړو کالو چې ستاسو په مخ کې دي بل هیڅ نه لرم، او ولی بې لرم ما به له کومه کول او....هم مشر يې نورو ته ور ږغ کړه دا ډمه يې داسې نه منې بیا ټولو د ګذارنو برید پې وکړ. ښځه بي هوښه شوه د ماشمانو چیغې یه تر اسمانه جګې شوي.

چې را په هوښ شوه خوله يي له وینو څخه ډکه وه دوه غاښونه يې ماتشوي وه د ظالمانو مشر بیا ورباندي کړیکې ډمې د خدای دښمنې څه چې دې په ډم توب ګټلي ماته يي را کړه، کوندې دا ځل د زګیروي په حالت کې ورته ویل چې نې لرم د الله په نامه مې قسم در ته وکړئ هغه تاسو نه منئ نور زه ستاسو د اعتبارلپاره څه نه لرم.

مشر په کړس وخندل نورو ته يي مخ کړ دا لکه چې نه پوهیږي چې اوس له دي کافري سره څه کیږي! بیا په خندا شو خو دا ځل يي نورو سپکو سپور خوله وازه کړه او ښځې ته ور نژدي شو او دسر په ویښتانو کې لاس ور واچاوه خوله يې د هغې په غوږ کې ونیوله او ورته وي ویل: نن موږ داسې نیو راغلې چې یواځې ستا د مال په وړلو بسنه وکړو موږ به نن ستا دا لاس در څخه پرې کړو، ځکه ته د الله دښمنه یې او له چمړې څخه دایرې جوړه وي. وروسته له لوټلو او ټکولو د خوارکۍ لاس په وحشانه ډول ور پري کوي او د ګروپ مشريې په اتلولۍ سره د وینوخوړنګیدونکي لاس له ځان سره اخلي او روانېږي (دا اوږده قصه ده دلته مې په لنډ يوڅو ټکې راوخستل).

داسې توجیهات کېږي زموږ په ټولنه کې ښځې د نفقې لپاره دایرې جوړه ولې د الله دښمنه وه دوي یوډله بدفوکسه خیټور له کلشنکوفونو سره د کونډي ښځې په کور نیمه شپه ور وختل اول يې د هغې خواري څلور ماشومان اولادونه لغت باران کړه بیايې د دوي په مخکې د دوي له مورسره داسې واحشې اعمال وکړه چې په یادولو د نفرت او شرم احساس کیږې. بس ځانونه يې د الله دوستان او ښځه خوارکۍ يې د الله دښمنه توجه کړه.
دا زموږ د ټولنې انصاف او قضاوت دی او هر قضاوت مو په دي ډول روان دي خپل د غره همره ګناه به یو د مچ وزر کړي د بل د مچ وزر ګناه به د غره برابره کړي او خپل ظلم کولو ته به لاره برابره کړې.

اصلاً خبره داده چې ژوند الله ورکوي او د ژوند اخستل هم یواځي او یواځي د الله جل جلاله کار دي نه د بنده دا حق الله یواځي خپل ځان ته مختص کړي او بس الله رب عزت فرمايې: وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا (93) ژباړه: څوک چې مؤمین قصداً مړ کړې جزائې ابدې جهنم دی او د لوي الله غصب او لعنت به ورباندي وې او وعده ده ده لره د دردونکې عذاب. دا سخت وعید او د الله تعالی لعنت د دي لپاره دی چې مرګ او ژوند یواځې د الله په لاس کې دی، نه ښايې چې انسان دا عظیم کار ته لاس واچه وي دا دورند مسؤلیت په غاړه واخلې. په ګناهونو کې الله عزوجل ویو په شرک خپل لعنت ويلې او یو د مسلمان په قتل، نو دا معلومه شوه چې قتل هم د شریک په کتار کې راغلی یعنې څوک چې قتل وکړي معنا دا چې د الله حق يې تر پښولاندي کړ او له الله تبارک و تعالی سره یې شرک وکړ.
هیڅ بنده په هیڅ بل بنده د تهدید ځورولو، ټکولو، مالخوړلو، زیان رسولو او... او.... حق نه لري یواځې د یو صالح او خواخوږي لارښود په توګه کولاي شې چې لارښونه ورته وکړي مرسته يې نکړي. د الله لار وروښېې نیکې لاري چاري ور وښه يې.

انسان اصلاً د حکمت لارښونې او یو بل ته د مرستې لپاره پیداشوي، چې یو بل ته د انسانیت لار وښې يې او یو بل ته د مرستې لاس ورکړې. یو بل له تکلیف او زحمت څخه خلاص کړي. له غمه او لوږې څه نجات ورکړي احسان او نیکې ورسره وکړي لکه چې فرمايې: (..اِدفع بالتي هي أحسن فإذا الذي بينك وبينه عداوة كأنه وليٌّ حميم..) [فصّلت:34] د دي ایات شریف مجموعه مطلب دا دي چې: یعني تاسوله یوبل سره احسان او نیکې وکړئ خپلې بدۍ په نیکیواو حسان سره دفع کړئ.
 
په دي اړبیا هم الله رب العزت تأکید کوي او انسان ته خپل اصلي دنده ورښيې او خپل پیغمبر ته داسې فرمايې:
(واِدفع بالتي هي أحسن السيئة) [المؤمنون:96] چې بیا هم هغه پورتنې مطلب وزڅخه اخستل کېږي چې تاسو خپل ګناهونه او سیئات په نیکې او حسان سره دفع یا رد کړئ.

ځکه خو انسان پیدا شوي! او په نورو مخلوقاتو خو په همدي وجه لوړ او اشرفیت لري که دا نه وي نو بیا يې له نورو درینده مخلقاتو سره فرق ورک شو بیا د ده دا اشرفیت او فضلیت له منځه ولاړ دی هم د هغو درینده حیواناتو په حساب کې راځې یواځې په دي توپیر سره چې دی ذکې او د دو پښو درنده حیوان دی او بس. نور نو دی د اشرف المخلوقات له لست څخه ووت.

نو ځکه ویلاي شو چې انسان د وحشت، قتل او د بل د وژنې لپاره اصلاً ندي پیداشوي څوک چې بیا هم وحشت او قتل کړي هغوي له دي اصله تجاوز کړي د الله د غضب او دي سوال ته دې په انتظار و وسې چې د محشر په ورځ به ورڅخه کېږي: بِأَیِّ ذَنبٍ قُتِلَت؟!.