راشه ما ما زوى دې ليونى دى ! (حشمت غني نور موږ له تانه ګيله نه كوو!)

دا د ۲۰۰۳ كال خبره ده كله چې د افغانستان نوى سياسي نظام نوي پلونه كېښودل او د خلكو هيلو ان تر اسمانه سرونه هسك كړي وو . په دې ټولو ډرامو كې يوه ډرامه دا هم وه چې د ځوانانو له خوا په كابل كې د افغان ځوانانو د فرهنګي ټولنې تر نوم لاندې ټولنه جوړه شوه. كه څه هم مالي لګښت يې ډاكټر اشرف غني په غاړه اخيستى ؤ خو د جوړېدو نوښت يې ډاكټر اكرم خپلواك كړې ؤ.
د ټولنې لومړۍ ناستې پاستې وې چې په دې كې يوه ورځ د فعاليت خوځښتونه زيات شول او خبره په دې وه چې نن حشمت غني راځي او ځوانانو ته به خپله وينا اوروي.
كه رښتيا ووايو نو د حشمت غني د نوم په اورېدو سره زما په ذهن كې د ډاكټر صيب اشرف غني غوندې يو تكړه ، د پوهې په ګاڼه سمبال او يو روښانه سياستوال راغى . فكر مې وكړ چې په دې كورنۍ كې لوى شوى حشمت غني به هم كه تر اشرف غني زيات نه وي نو نيمايي خو به يې وي .
لنډه دا چې موږ ځوانانو په خپل منځ كې بالاخره يو داسې كس د حشمت په نوم ولېد چې په هيڅ ډول مو د داسې يو شخص د ليدو توقع نه وه. زموږ (تنكيو ځوانانو) په منځ كې ناست حشمت به يو سګريټ واژه او بل به يې لګاوه په يو ساعت كې يې د ناستې ځاى په لوګيو داسې ولاړه چې تا به ويل په كوټه كې د كومې مودې مورۍ خوله راخلاصه شوې ده.
د فكري تمركز نه محروم يو كس چې كله به يې يو څه ويل او كله بل څه او په دې ټولې ناستې كې يې چې څه كم دوه ساعته دوام يې وكړ لس دقيقې هم د ځوانانو خبرې وانه ورېدې او داسې ګړبېدو لكه ماته ژرنده.
او په دې ناسته كې د ده د شخصيت يوبل اړخ هم راڅرګند شو او هغه دا چې ده ښاغلي كله چې په امريكا كې هم ؤ نو خوړل څښل يې كول او حساب يې نه مانه. ده به د امريكا په متحده ايالاتو كې لكه د امريكاتورپوستي لنډه هوران موټر ځغلاوه (Motor Racing) او په دې مستيو كې يې يو ټكر هم كړى ؤ چې اوس يې هم دمخ يو اړخ يوڅه كوږ او فلج دى.
تر كومه پورې چې زه معلومات لرم نو د دې ښاغلي (حشمت) سره د ډاكټر صيب اشرف غني په كور كې هم ډېرې ستونزې درلودې او حتى يوځل خو يې (د رياست جمهوري تر ټاكنو وړاندې) دې ته اړ كړ چې هيواد پرېږدي اوبېرته امريكا ته خپلو ساعت تېريو ته لاړ شي.
د دې لنډه غر ځوان يو څو نورې ډرامې هم شته چې يو دوه يې دلته راوړم.
د ۲۰۰۳ كال د اساسي قانون د لويې جرګې د فعاليتونو په لړ كې لوګر ولايت ته تللى ؤ تر څو كوچيانو سره وګوري خو ناببره غونډه يو څه لويه شوه چې په دې كې حشمت غني غوښتل خبرې وكړي نو د كليمې په ويلو يې پيل وكړ چې په دې كې د دې لنډغر ځوان څخه كلمه په بشپړ توګه غلطه وويل شوه په غونډه كې د ناستو ځينو خلكو د حساسيت د راپارېدو لامل شوه.
يوه بله نادوده يې دلته د ويلو هم نه ده خو ځكه يې وايم چې د دې ځوان له ټولو ډرامو خبر شئ او بيا له كړنو ګيله ونه كړئ او يوازې دومره ووايئ چې :
راشه ما ما زوى دې ليونى دى
خلك په ټيږو باندې ولي سارانى دى او راشه ماما زوى دې ليونى دى
خبره دا ده چې يو څه وخت كېږي چې حشمت څه باندې دوه لكه ډالر د انجنير احمد شاه احمدزي څخه په پور اخيستي دي او اوس پرې منكر دى چې دې خبرې د دې دواړو تر منځ شخړه هم رامنځته كړې ده. كه څه هم د انجنير احمدشاه احمدزي به څه حلالې پيسې وي خو بيا هم حشمت غني وپېژنۍ چې تاسو چېرته لاس ورلنډ نه كړئ ځكه چې بد پورى هم دى.
نو اوس به راشو د دې لنډه غر ځوان د تېرې ورځې د طلوع ټلويزيون سره مركې ته په كومه كې چې  ده په ډېره بې شرمۍ سره د پوهنې په وزير شخصي او بې ځايه تورونه ولګول او هغه هم د ماشوم په مورنۍ ژبې د ليك لوست بنسټيزې موضوع په اړه.
نو كه چېرته د پورته ټولو نادودو په پام كې نيولو سره د حشمت غني سايكو انداليزز وكړو نو رامعلومه به شي چې حشمت په ريښتيا په  inferiority Complex  يا د  ځان كم ګڼنې په ناروغۍ اخته دى او هغه فكټورونه چې دى يې په دې رنځ اخته كړى دى دا دي :
•       په يوه تكړه او باعلمه كورنۍ كې د ده بې علمي او ورسره له تعليمه لرې پاتې كېدل.
•       د ده د كورنۍ هر غړى ځانته يو شناخت درلود او لري يې خو د حشمت سره كوم ځانګړى مثبت شناخت نه شته.
•       د ده په راتګ سره په ټولنه كې د خلكو بې توجه يي
•       د ده په روان د هغه فزيكي ټكر اغېزې چې په امريكا كې يې ورسره مخامخ شوى ؤ.
•       د پيسو او مالي اړتيا وو له نظره د كورنۍ نورو غړو ته اړ كېدل حتى تر دې چې پور اخلي او بيا پرې منكرېږي.
د ځان كم ګڼنې (inferiority Complex ) په بيمارۍ اخته ناروغان د يو كاذب شهرت يا (Pseudo Personality د ترلاسه كولو په لټه كې دي او دې موخې ته د رسيدو له پاره د ټولنې منل شوي مقدسات، ټولنيز منل شوي دودونه ننګوي او له دې لارې غواړي شهرت تر لاسه كړي.  نو ځكه به
كه خېر وي دى به په راتلونكي رياست جمهوري ته هم يو كانديد وي او د ولسي جرګې څوكۍ ته هم خو كه طالبان كابل ته رانه غلل.
په پاى كې  دى به نور هم ډېر څه له خپلې بېباكې خولې باد كړي چې هغه به د ټولنې او په ځانګړې توګه د پښتنو له مقدساتو، حقونو او درنو اړخونو سره په ټكر كې وي ځكه چې نوموړى د شهرت او شتمنۍ ليونى دى او غواړي په هر ډول چې وي  ځانته كاذب شهرت او شتمني پيدا كړي او ځان مطرح كړي.
نو ځكه حشمت غني نور موږ له تانه ګيله نه كوو ځكه چې :
لغړ مست بيا په كلي راغى
په لاره ځي په كاڼو ولي زيارتونه