د اسلامې امت په وړاندې دحاضر وخت ګواښونه او د هغی حل لارې

د اسلامې امت په وړاندې دحاضر وخت ګواښونه او د هغی حل لارې
ويناوال: عبدالعزيز بن عبد الله آل شيه
 
اسلامې نړې نن سبا په خپل ژوند کې له سترو خطرناکو پړاوونو څخه تريږى، دسختو ستونزو او ګواښونه سره مخ ده، مسلمانانو دخپل منځی ویش، خپل منځی جګړو،ډلې ډلې او تیت و پرک کیدو، د دښمانانو له لورې دسختو یرغلونو او په داخلى چارو کې د ښکاره لاسوهنو له لاسه رنځيږى.

مسلمان د دغو فتنو او ګډوډي په ليدو غمژنيږى کوم چې دنا امنى، نظام د تخريب، ورځني ژوند او امت د مصالحو په وړاندې د خنډ کیدو، هيواد دړنګيدو، شتمنى د لوټیدو، او بى ګناه وينى د تويولو لامل ګرځي، تردى چې ډيرو خلکو د دغو فتنو او مشکلاتو څخه دتښتې په موخه خپل کورونه او هیوادونه پريښى.

دغه ستر ناورین دهر هغه مسلمان خوب نارامه کوي، چې ویښ ضمیر او په ﺯړه کې په دين او عقيده غيرت، پر اسلامى امت مهربانی، او په بى ګناه وينه تويولو رحم او شفقت ولري.

له دغى ناورين او ننګونو څخه دخلاصون لارې:
د دغى دردونکي او غمجن حالت په وړاندى ﺯمونږ دريځ چې مونږ ته له دى ستر ناورین څخه د خلاصون او په دغى سترو ګواښونو د برلاسى لارې راښايې:

⏹له مسلمانانو دى پټه نه وي، چې اسلامې امت د پیاوړتیا، سلامتيا او بریالیتوب راﺯ دالله جل جلاله په کتاب او رسول الله صلى الله عليه وسلم په سنتو باندى په عمل کولو کې دي، هر کله چې اسلامى امت په دين منګولى لګولى نو پياوړى، عزتمند، مظبوط او يو موټى شوي، دښمنان يې ويرولى او د هغوى سره هغوی د ناوړه کړنو ﺫره ﺫره حساب کړي، او کله چې له خپل دين نه جلا شوي، په شهواتو او خواهشاتو کې ډوب شوي، نو له امله یې کمزورى شوي، په ډلو ويشل شوي، ددښمن په سترګو کې سپک شوي او له هرى لورې پرې د دښمنانو له خوا بريدونه پيل شوي.

⏹اسلام تخريب، ترور او د امن اخلالول په کلکه ردوي، بی ګناه وينه تويول، شتمنى لوټول، او د ناموس بى عزته کول یې حرام کړى.

⏹اسلام د سپېڅلې دین پلی کول اسلامى امت دټولو ستونزو حل دى، پدى کې نوی نسلونو د امید وړ عادلانه ټولنۍ رامنځته کول، او دښه ژوند تيرولو بشپړ فرصتونه موجود دى، په اسلام سره ريښتنى هيوادوالى مينځته راځي او ټولنی دټولو وګړو حقوق خوندى کیږی.

⏹د اسلام مبارک دین د اسلامې ولسونو لپاره يواځنى انتخاب دى، هر جاهلى شعار او د اسلامې نظام نه بل نظام ته بلنه باطله او د منلو وړ نده.

⏹ټول مسلمانان دى دخپلو ځانونو په هکله له متعال ذات څخه وويريږى، دښمانانو د لاسوهنی پرته دى خپلو ستونزو د حلولو او هوارولو کوښښ وکړي، دهغه سمتى، قومی او حزبى فتنو او تعصباتو څخه دى ځان لیري وساتى چې د مسلمانانو یووالی زیانمنوی تفرقى او اختلافاتو ته لار هواروى.

⏹د اسلامی امت پر علماوو لازم دی چې د خلکو په لارښوونه کې دامید وړ مسوولیت ترسره کړي، دټولنې په ساتنه او یووالی دی حریص واوسي، اسلامی امت د ستونزو د حل لپاره دی واقعیت پر بنا نظرونه او پروګرامونه وړاندې کړي، او ټولنه دی له فتنو او مصیبتونو وژغوري.

⏹د اسلامې نړی پر سیاستوالو، رهبرانو او چارواکو لازم دی چې د خپلو ولسونو ترمنځ عدالت پلی کړي، د فسادپر ضد دى مبارزه وکړي، د ولس عامه ګټې دی دخپلو لومړیتوبونو په سر کې کړي.

⏹پر ولسونو لازم دی چې د خپلو مشرانو تر څنګ ودریږی او په سولیيز شکل دى د خپلو ستونزو د حلولو کوښښ وکړي.