د بدګماني زيان، بيلګې او لاملونه
لیکنه: محمد بن إبراهيم الحمد
ژباړه: انــــدیال ســاپی
لومړی: د بدګماني زیان:
بدګماني په انسان کې کينه راپاروي، مينه له مينځه وړي، انسان د اندېښنو لور ته وړي، له دې همدې کبله مونږ الله تعالی د بدګمانۍ څخه ويرولي يو.
الله تعالی فرمايي:(( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ)) الحجرات: 12.
ژباړه: ای مؤمنانو! له زياتې بدګمانۍ څخه ځان وژغورئ! ځکه ځينې بدګماني ګناه وي.
همدا راز نبي عليه السلام فرمايي:« إِيَّاكُمْ وَالظَّنَّ فَإِنَّ الظَّنَّ أَكْذَبُ الْحَدِيثِ».
ژباړه: له بدګمانۍ څخه ځان وساتئ يقينا ډېر ځلې بدګماني دروغ وي.
سره له دې ځينې خلک ليدل کيږي چې بدګمانه وي, داسې فکر کوي چې د نړۍ ټولې بدبختۍ دده په سر دي او هره بدمرغي د ده په لور رادرومي, خلک دده په اړه د چل او تدبير نه پرته بل کار نلري.
دويم: دبدګماني بیلګې:
د ځينو خلکو په وړاندې د بدګمانۍ ځينې بيلګې په لاندې ډول دي.
(۱) کله چې دوه کسان وويني چې پخپل مينځ کې خبرې کوي نو دا ګمان کوي چې دوی په ما پسې خبرې کوي.
(۲) کله چې په عامه توګه د ناوړه خوی غندنه واوري نو داسې فکر کوي چې ګويا په دغه بدي بيانولو سره يې موخه زه يم.
(۳) کله چې يې په خپلوانو کې ښادي يا بله کومه خوښي وي او بلنه ورنکړي, نو پر هغوى بد ګمان کوي چې ما سپک او ټيټ ګڼي.
(۴) کله چې ورته څوک د کومې نيمګړتيا په اړه نصيحت کوي نو داسې ګمان کوي چې دا له ما سره کينه لري، پخپلو نيمګړتياو تل پاتې کيږي او د نصيحت کوونکي سره دښمني پيلوي.
(۵) کله چې يو کس وويني چې ترڅنګ يې ګرځي راګرځي نو دا ګمان کوي چې دا خو زما پلټنه او څارنه کوي.
دا د بد ګمانۍ ځينې صورتونه وو.
درېيم: دبدګماني لاملونه:
په غالبه توګه بدګماني له هغه چا څخه صادريږي چې بې کاره وي ، د خپل راتلونکي په اړه کوم تصميم نلري او نفسي حالات يې ګډوډ وي.
ابو طيب المتنبی په دې باره کې ويلي:
إذا ساء فعل المرء ساءت ظنه *** وصدق ما يعتاده من توهم
وعادی محبيه لقول عداته *** وأصبح فی ليل من الشك مظلم
ژباړه: کله چې د يو چا کړنې او کار بد شي نو ګمان يې هم بد شي او هغه وهمونه رښتيني کوي چې پرې عادت وي ، د د ښمن په وينا له دوستانو سره دښمني کوي او د شک په توره تياره شپه کې داخل شي.
بدګماني ځينې وخت د شيطان د لوري وي, چې د انسان په بدن کې ناسم ګمانونه اچوي تر څو دده او د خلکو تر مينځ بدبيني پيدا کړي.
د مسلمان لپاره بدګماني مناسب نه ده، بايد د بدګمانۍ د له مينځه وړلو لارې چارې ولټوي ، په چا دې بد ګمان نکوي ګنې په ټول ژوند کې به خوښي و نه ويني.
يو شاعر وايي:
ما يستريح المسی ظنا *** من طول غم وما يريح
ژباړه: بدګمان انسان به له خپل اوږد غم څخه په راحت کې نشي او نه به نورو ته خوشالي ورکړي.
خو دا هم بايد له ياده و نه باسو چې په ناوړه ګمانونو کې هغه ګمانونه نه دي شامل چې د شک په ځايونو کې ليدل کيږي.
دغه راز هغه بدګماني پکې هم نه ده شامله چې مونږ يې د دښمن په اړه کولی شو, بلکې انسان ته لازمه ده چې په دښمن بدګمانه شي ترڅو په راتلونکې کې په ناڅاپي توګه د هغه د لوري نه د کوم زيان سره مخامخ نشي، دا ګمان د هوښيارتيا له جملې شمېرل کيږي چې په هر حالت کې غوره دی.
دغه راز دا هم ځرکتيا نه ده چې يو انسان دې په هر چا نيک ګمان وکړي، د خپل ځان نه دې ورته لوړه رتبه ورکړي او د خپلې لويې او وړې خبرې نه دې خبر کړي, بلکې دا ساده توب، بې عقلي ، لاپرواهي او ناپوهي ګڼل کيږي.
وروستي